د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۳

واشنګټن ټایمز په افغانستان کې د سولې خبرو ته د هیلو په اړه لیکنه کړې


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • واشنګټن ټایمز

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د سولې خبرو ته د هیلو په اړه لیکنه خپره کړې.

د دې لیکنې په پیل کې د افغانستان د پخلاینې د عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر هغو څرګندونو ته اشاره شوې چې د پنجشنبې په ورځ‌یې وکړې او ویې‌ویل چې ښايي راتلونکې اوونۍ د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شي.

د افغانستان د سولې خبرې شاوخوا ۶ میاشتې ځنډېدلې دي. د امریکا او طالبانو د قطر د موافقې پر اساس چې د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه‌یې وکړه، ټاکل شوې وه چې دا خبرې د مارچ په ۱۰مه وشي، خو په بېلابېلو دلایلو په تېره بیا د بندیانو د خلاصون پر سر د اختلافاتو له کبله دواړه خواوې د خبرو مېز ته نه‌دي کېناستي.

د قطر د موافقې پر اساس امریکا تر جولای مخکې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ۸،۶۰۰ ته راکم کړ، خو د سولې لور ته بل ګام نه‌دی اخیستل شوی.

طالبانو تازه خپل مرکچي پلاوی بشپړ کړ او د غړو نومونه‌یې اعلان کړل.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر د امریکا د سولې له انسټټیوټ سره په یوه انلاین یا مجازي کنفرانس کې وویل چې تر بل هر وخت د سولې خبرې نږدې شوي دي.

تر دې وړاندې تمه کېده چې د اګسټ په ۲۰مه د سولې خبرې وشي.

واشنګټن ټایمز لیکلي، اټکل کېږي چې د افغانانو ترمنځ په خبرو کې د اوربند، د اقلیتونو او ښځو د حقونو، د اساسي قانون د تعدیل، د لسګونه زره وسله‌والو طالبانو او همداراز د جګړه‌مارو د ملېشه ځواکونو د برخلیک په اړه د بحث په شمول له جګړې وروسته افغانستان ته پلان جوړ شي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ګڼو ورانو شویو کورونو، په روغتون کې د بستر لویانو او ماشومانو او په خټو کې د هغو لالهاند انسانانو عکسونه خپاره کړي چې د افغانستان په وروستیو سېلونو کې د خپلو عزیزانو په مړي ژوندي پسې ګرځي.

ورځپاڼې د چارېکار د یوه اوسېدونکي حمید اغا کیسه خپره کړې چې د کورنۍ ۱۳ غړي یې سېل وژلي یا تري تم کړي دي.

حمید اغا د سېل د شپې کیسه کړې او ویلي یې دي چې تر دې پخوا یې هېڅکله داسې تېز باران نه‌و لیدلی.

نیویارک ټایمز همداراز لیکلي چې له پېښې وروسته ولسمشر غني د دفاع او روغتیا وزیران پروان ته ولېږل او امنیتي ځواکونو ته‌یې امر وکړ چې له سېل ځپلو سره مرسته وکړي.

طالبانو هم د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړه او ویې‌ویل چې له سېل ځپلیو سره به د دوی کسان مرسته وکړي، خو په داسې حال کې چې لا په سېل کې د بې‌درکه شویو کسانو د موندلو او ژغورلو هڅې روانې وې، طالبانو په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.

XS
SM
MD
LG