د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۳۹۹ کابل ۰۱:۲۳

سټارز انډ سټرايپس افغانستان کې د دوو ورکو شویو امریکایانو په اړه لیکنه کړې


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو په اړه لیکنه خپره کړې ده او په پيل کې یې د سېلونو هغو زیانونو ته اشاره کړې ده چې چهارشنبې نیمه شپه په پروان کې رامات شول او خلک‌یې وځپل.

د چارېکار د روغتون یوه مسؤل د چهارشنبې په ورځ وویل چې ۸۰ تنه د دې سېلابونو له امله مړه شوي دي او په لسګونه نور ټپيان شوي دي.

نیویارک ټایمز د چارېکار د یوه اوسېدونکي محمود صمد په وینا لیکي چې د اوبو غږ راویښ کړ او دستي یې د کورنۍ له غړو سره سیمه پرېښوده، خو کله چې بېرته خپل کور ته راغلل نیم کور یې وران شوی و او په همدې کوڅه کې شپږ نور کورونه ړنګ شوي وو.

صمد وایي دی نه‌پوهېږي چې څو تنه به مړه شوي وي، خو دومره پوهېږي چې د مړو شویو او ټپیانو شمېر به زیات وي.

نیویارک ټایمز لیکي، سېلونو خټې، د کورونو شیان او مړي په مخه کړي وو.

په افغانستان کې چې رسنیو کوم تصویرونه خپاره کړي په هغو کې یو مخ وران شوي کورونه، تخریب شوي موټر او د استوګنې په سیمو کې ډنډ اوبه ښکاري.

دا تصویرونه هم خپاره شوي چې عوام او ژغورونکې ډلې هڅې کوي چې خلک له سېلونو راوباسي.

نیویارک ټایمز لیکي، افغانستان چې له کرونا ویروس او د طالبانو له خونړیو بریدونو سره په مبارزه دی، سېلونه ورته یو بل ناورین دی.

  • سټارز انډ سټرايپس

بلې امریکایۍ ورځپاڼې ستارز انډ سټرایپس بیا په افغانستان کې د دوو ورکو شویو امریکایانو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې څرګنده کړه چې د سمندري ځواکونو پخوانی قراردادي مارک فریریکس د فبرورۍ په لومړیو کې په افغانستان کې له یوه نامعلوم ځای څخه ورک شو.

مارک له ۲۰۱۰ کال راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په ساختماني پروژو کې په کار بوخت و. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په بیان کې راغلي چې دوهم تري تم شوی پاول اوفربي نومېږي چې وروستی ځل د ۲۰۱۴ کال د مې په میاشت کې په خوست ولایت کې لیدل شوی و او ده هلته د یوه کتاب لپاره څېړنه کوله.

په بیان کې وړاندې ویل شوي دي چې داسې باور دی چې ده غوښتل د نورې څېړنې لپاره له پولې پورې غاړه د پاکستان لور ته واوړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا هغو کسانو ته به تر پنځه میلیونه ډالرو پورې جایزه ورکړي چې د ښاغلو فریریکس او اوفربي په اړه داسې معلومات ورکړي چې د دوی ځای معلوم شي، پيدا شي او بېرته خپلو ځایونو ته ستانه شي.

ورځپاڼې د فریریکس د کورنۍ هغې مرکې ته اشاره کړې ده چې د مې په میاشت کې یې له «اې بي سي» ټلوېزیون سره کړې وه او ویلي یې و چې د دوی دا اندېښنه ده چې امریکایي ځواکونه به له افغانستانه ووځي او فریریکس به پرېږدي.

د فبرورۍ په ۲۹مه چې امریکایانو له طالبانو سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې تړون لاسلیک کړ د هغه له مخې واشنګټن ژمنه کړې ده چې په ۱۴ میاشتو کې به خپل ځواکونه له افغانستانه باسي.

د «اې بي سي» ټلوېزیون د راپور له مخې فریریکس د جنوري په ۳۱مه احتمالاً د حقاني شبکې له لوري برمته شوی دی.

XS
SM
MD
LG