د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ وږی ۱۳۹۹ کابل ۰۷:۰۳

افغانستان

ارګ د پنجشېر مرستیال والي او امنیه قوماندان کابل ته راغوښتي

ولسمشرۍ ماڼۍ

ارګ د پنجشېر له مرستیال والي او امنیه قوماندان نه غوښتي چې د فوټبال فدراسیون د پخواني مشر کرام‌الدین کریم د نیولو په هدف د شویو عملیاتو جزئیات له خلکو سره شریک کړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله فېس‌بوک پاڼه لیکلي، د کورنیو چارو وزیر ته‌یې هدایت کړی چې دغه چارواکي کابل ته راوغواړي.

ښاغلي صالح لیکلي، کرام‌الدین کریم د عدلي فراریانو په لېست کې دی او د ده د نیولو سیاسي کول "هغو خلکو ته چې لویې ادعاوې لري" د شرم خبره ده.

ځانګړو ځواکونو وړمه شپه د بازارک سنګانې سیمه کې د کرام‌الدین کریم د نیولو لپاره عملیات وکړل چې بې‌نتیجې پای ته ورسېدل.

د دغو عملیاتو په غبرګون کې د سیمې شااوخوا ۲۰۰ کسانو چې اکثره‌یې وسله‌وال وو، اعتراض وکړ او هلته‌یې ځایي سرتېري دوه نیم ساعته کلابند کړي وو.

اعتراض کوونکو له افغان امنیتي ځواکونو سره ډزې هم تبادله کړي، خو د چا د ژوبلېدو خبر نه‌دی ورکړل شوی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د غزنې اوسېدونکي: ښار کې هدفي وژنې ډېرې شوي

د غزني ښار یوه څنډه

د غزنې اوسېدونکي له دولت غواړي چې په ښار کې د هدفي وژنو د دوام مخه ونیسي.

ټولنیز فعال ظهورالدین د تېرې یکشنبې په ورځ وسله والو په غزني ښار کې ویشتلی او ټپي کړی وو، چې د پنجشنبې په ورځ یې په روغتون کې ساه وکړه.

په همدې ورځ وسله والو د غزني مرکز په مغلان سیمه کې درې تنه پولیس هم په یوه برید کې ووژل.

په غزني کې له تېرو دوولسو کلونو راهیسې وسله وال وخت ناوخته هدفي وژنې ترسره کوي، چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا تېزه شوې ده.

د دې ولایت اوسېدونکي وايي په رڼا ورځ د ښار په زړه، حتی د ولایت او قومنداني ترڅنګ دولتي کارکوونکي، امنیتي سرتېري، قومي مشران، دیني عالمان، مدني فعالان او مخورین ترور کېږي.

قومي مشر حاجي عبدالباري وايي محلي اداره باید د دغه وژنو په اړه خلکو ته ځواب ورکړي، چې ولې دغه خلک وژل کېږي او ولې یې وژونکي نه نیول کېږي.

د غزني چارواکي هم مني چې په دغه ځای کې خلک ترور کېږي، خو بیا هم د تل په څېر خلکو ته ډاډ ورکوي چې نور به دغه ډول پېښې نه تکرارېږي.

د غزني د والي او په دغه ولایت کې د نظامي شورا ویندوی وحیدالله جمعه زاده ازادي راډیو ته وویل، هڅې روانې دي چې د دغه خلکو مخینوی وکړي.

د غزني امنیتي چارواکي وايي، د امنیت د ټینګښت په موخه یې په ښار کې تلاشۍ هم زیاتې کړې، خو اوسېدونکي وايي په دې سربېره د وژنو او وسله والو بریدونو مخه نه ده نیول شوې.

کونړ کې سلګونه هکټاره ځمکه کرنیزه شوه

کونړ سیند

د افغانستان د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت وايي، د کونړ سیند پر غاړه یې د سیلابونو د مخنیوي لپاره د استنادي دېوالونو په جوړېدلو سره ۱۸۰۰ سوه هکټاره ځمکه کرنیزه شوې ده.

د دې وزارت ویاند فریدون آژند نن ازادي راډیو ته وویل، د دې پرژوې له ګتې به شاوخوا 75 زره کسان برخمن شي.

نوموړی وايي، د دې پروژې ټول لګښت چې شاوخوا ۴۵۰ میلیونه افغانۍ کېږي له دولتي بودجې ورکول شوی دی.

د افغانستان د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې دغه استنادي دېوالونه ۱۶ کیلو متره اوږد والی لري چې کار یې کال وړاندې پیل شوی وه او نږدې څو ورځو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

کونړ یو کرنیز ولایت دی چې ډېر ځله د ورښتونو او سیلابونو د راوتلو له امله د کروندګرو ځمکې او کښتونه زیانمنېږي.

د افغانستان د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت وايي، د دغه استنادي دیوالونو په جوړېدلو سره به کروندې خوندي، حاصلات ښه او کروند ګر د تاوانونو پر ځای ګټې ته کېني.

ماليې وزارت: ملي بودیجه کې تعدیلات د عوایدو د کمښت لامل شوي

مالیې وزارت

دافغانستان ماليې وزارت وايي، د روان مالي کال له پیل سره د ملي عوایدو راټولېدو لپاره ۲۰۸ میلیارده افغانۍ هدف ټاکل شوی و، خو د کرونا ویروس د خپرېدو له امله دغه وزارت دې هدف ته ونه رسېد.

د دې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل، په ملي بودیجې کې تعدیلات د دې لامل شوه چې ملي عوایدو لپاره ټاکل شوی هدف راکم شي چې اوس مهال د عوایدو لپاره ۱۷۷ میلیارده افغانۍ دی هدف ټاکل شوی دی.

ښاغلی مسجدي وايي، مالیې وزارت تر اوسه پورې ۱۱۵ میلیارده افغاني عواید راټول کړي، په داسې حال کې چې تېر کال دا وخت ۱۳۳ میلیارده افغاني عواید راټول شوي وو چې په خبره یې شاوخوا ۱۸ میلیارده کموالی ښیي.

نوموړی تمه ښي چې د مالي کال تر پایه د ملي عوایدو په راټولېدو کې د لوړوالی راشي.

امریکا: طالبان کلک او هوښیار خلک دي

قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو د پرانیستغونډې یوه څنډه

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، طالبان کلک او هوښیار خلک دي او متحد ایالتونه له دې افغان وسله والې ډلې سره ښه معامله کوي.

ښاغلي ټرمپ خبریالانو ته په واشنګتن کې دا خبره هم وکړه چې نولس کاله د افغانستان د جګړې وشول، طالبان هم له دې جګړې ستړې شوي دي.

د امریکا متحد ایالتونو له طالبانو سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې د فبروري په نهه ویشتمه د سولې تړون لاسلیک کړ.

که چېرته طالبان د دې تړون له مخې خپلې ژمنې پرځای کړي ټول امریکایي ځواکونه به د راتلونکي میلادي کال د مې تر میاشتې له افغانستانه ووځي.

په تذکرو کې د افغان میندو نوم لیکل لویه لاسته راوړنه وبلل شوه

ارشیف

د بشري حقونو د څار ډلې ویلي دي چې د افغان ښځینه فعالانو لپاره دا یوه ستره لاسته راړونه ده چې په تذکرو کې به د میندو نومونه لیکل کېږي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون فرمان ورکړ چې په تذکرو کې دې د مور نوم ولیکل شي.

د بشري حقونو د څار ډلې یوې موقتي مشرې هیدر بار په یوه بیان کې ویلي دي چې د دې پرېکړې اغېزې به د ښځو پر ژوند ښکاره وي، په تعلیمي او روغتیایي برخو کې به اسانتیاوې ورته برابرې شي، د پاسپورټ ترلاسه کول به ورته اسانه شي، همداراز به د خپلو ماشومانو لپاره په اسانۍ اسناد اخیستلی شي.

هیدر بار زیاته کړه چې دا فرمان په قطر کې د افغان حکومت او د طالبانو د افراطي ډلې ترمنځ د روانو خبرو لپاره هم مهم دی او ډېرې افغان مېرمنې اندېښنه لرې چې د سولې د خبرو پرمهال د دوی لاسته راوړنې ضایع نه شي.

د پکتیا د ولایتي شورا مرستیال ووژل شو

د پکتیا د ولایتي شورا مرستیال ایوب غروال

د پکتيا والي محمد حلیم فدایي ازادي راډیو ته وویل، چې د دې ولایت د ولايتي شورا مرستیال ايوب غروال نن سهار پنځه بجې په يو وسله وال بريد کې ووژل شو.

د ده په وینا نامعلومو وسله والو د پکتيا د ولايتي شورا پر غړي ايوب غروال ډزې کړې، چې لومړی ټپي یې او وروسته يې روغتون کې ساه ورکړه.

د پکتیا والي وایي پېښه نن سهار هغه مهال رامنځته شوه، چې نوموړی له دفتره د پوهنتون پر لور روان وو.

نوموړي وایي، ټولو امنیتي او کشفي ادارو ته یې امر کړی، چې د پېښې عاملین پیدا کړي.

تر اوسه د دې بريد مسئوليت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

عثماني: غور کې د کویډ۱۹ سل بستریز روغتون جوړېږي

احمد جواد عثماني

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست او نوماند غور ته تللی و او د کویډ۱۹ د سل بستریزه روغتون د جوړولو ژمنه یې کړې ده.

احمد جواد عثماني د جمعې په ماښام غور ته رسېدلی او هلته یې ژمنه کړې چې د کویډ۱۹ ناروغانو د درملنې لپاره دا روغتون په شپږو میاشتو کې جوړېږي.

هغه وویل: "د سل بستره روغتون تړون مې دوه اونۍ مخکې د جمهور رئیس او لومړي مرستیال په حضور کې د ملي پراختیا له شرکت سره لاسلیک کړ، په شپږو میاشتو کې روغتون جوړېږي."

د غور سیمه ییزو چارواکو ویلي چې په دې ولایت کې یو لک کسان له روغتیايي خدمتونو بې برخې دي.

په غور کې د کویډ۱۹ ناروغانو د درملنې لپاره داسې وخت د روغتون د جوړولو ژمنه شوې چې هلته په کویډ د اخته کسانو شمېر نږدې ۵۳۰ تنو ته رسېدلی او له ډلې یې یوولس کسان مړه شوي دي.

په ټول افغانستان کې بیا نږدې نهه دېرش زره کسان کرونا ویروس نیولي چې له ډلې یې نږدې څوارلس نیم سوه تنه مړه دي.

د امریکا د استازیو جرګې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ته لیک لېږلی

ولسمشر غني او د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې افغان ولسمشر اشرف غني او د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ته په یوه لیک کې اندېښنه ښودلې چې افغان ښځې امنیت نه لري.

د کمېټې ډیموکراټ مشر ایلیوټ انګل او د لږکیو جمهوري غوښتونکو مخکښ مایکل مککال لیکلي چې نور نو له افغان مخکښو ښځو، نجونو، میندو او خویندو سره تاوتریخوالی دوام نه شي کولای.

په دې لیک کې چې یوه کاپي یې د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته رسېدلې زیاته شوې چې د سولې په خبرو کې د افغان دولت په ټیم کې د ښځو موجودیت یوه مثبته خبره ده خو باید دا یقیني شي چې ښځې د افغانستان په راتلونکي کې یو مهم رول لوبوي.

د جمعې په ورځ په کابل کې د امریکا سفارت هم خبرداری ورکړی و چې ترهګرې شبکې پر مختلفو اهدافو په ځانګړې توګه ښځو خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

سفارت پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې دغه ګواښ دولتي کارکوونکو په ځانګړې توګه ښځو، ښوونکو او د بشري حقونو فعالانو ته متوجه دی.

اروپايي ټولنه: طالبان دې د وسلو کارولو پر ځای د سیاسي عمل وړتیا وښيي

قطر کې د طالب مرکچي پلاوي یو انځور

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا ویلي طالبان باید اوس د سیاسي عمل وړتیا وښيي نه دا چې د اورپکو په څېر وسلې وکاروي.

رولانډ کوبیا دا خبره جمعه ناوخته په خپل ټوېټر لیکلې ده.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې تېر پنځه اوونۍ د تاوتریخوالي اندازه په تېرو پنځو کلونو کې لوړې کچې ته رسېدلې.

د اروپايي ټولنې استازي د سولې د خبرو پيل ته په اشارې د تاوتریخوالي د ختمولو هیله کړې ده.

طالبانو د ښاغلي کوبیا د تازه څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي خو د دوی د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم رسنیو ته ویلي چې طالبانو په خپلو بریدونو کې د پام وړ کموالی راوستی دی.

افغانستان به له تاجکستان سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړي

د تاجکستان بیرق

افغانستان وایي، هوډ لري چې له تاجکستان سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړي.

دغه خبره د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه کړې، خو د دغه تړون وخت او ځای یې نه‌دی مشخص کړی.

په دې اړه خبرپاڼه د افغانستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر او تاجکستاني سیال یې سراج الدین مهرالدین له لېدو کتو وروسته خپره شوه.

تاجکستان دا مهال له څلورو هېوادونو چین، قزاقستان، روسیې او ازبکستان سره د ستراتیژیکو همکاریو تړونونه لري.

ښاغلی اتمر پرون په دوه ورځني سفر تاجکستان ته ولاړ چې هلته یې له صدراعظم او د هغه هېواد د ملي امنیت شورا له عمومي منشي سره هم لیده کاته درلودل.

افغان حکومت په یونان کې د افغان کډوالو لپاره ۶ لکه یورو ځانګړي کړل

موریا کمپ

د افغانستان حکومت په یونان کې د ډېرو افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره شپږ لکه یورو ځانګړي کړل.

د یونان په لیسبوس ټاپو کې موریا کمپ تېره اوونۍ د اورلګېدو په یوه پېښه کې ویجاړ شو او د لسګونه افغانانو په ګډون شااوخوا ۱۲ زره کډوال چې اروپا ته د مهاجرت په تمه په یونان کې دېره دي، بې‌کوره شول.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې وايي، ولسمشر اشرف غني پرون د کابینې په غونډه کې د مالیې وزارت ته دنده وسپارله څو له دې کډوالو سره د مرستې لپاره ۶ لکه یورو چې د څه باندې ۷ لکه امریکايي ډالرو معادل کېږي د دولت له بودجې څخه ځانګړي کړي.

له دې مخکې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي و چې په موریا کمپ کې د افغان پناه غوښتونکو وضعیت خواشینوونکی دی.

په همدې حال کې د یونان د کډوالو وزیر نوتیس میتاراچي پرون په ليسبوس کې وویل چې له موریا کمپ څخه شااوخوا پنځه زره بې‌ځایه شوي کډوال اوس په یوه نوي کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

'سروبي کې امنیتي ځواکونو د طالبانو يو مهم قوماندان وژلی'

امنیتي ځواکونه

افغان چارواکي د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو د یوه مهم قوماندان د وژل کېدو خبر ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق ارین ازادي راډیو ته وویل چې د دې عملیاتو په ترڅ کې د کابل لپاره د طالبانو د سرې قطعې مرستیال او یو بل قوماندان وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه: "ګډو امنیتي ځواکونو په سروبي ولسوالۍ کې هدفمند عملیات کړي چې په ترڅ کې یې د کابل ولایت لپاره د ترهګرو طالبانو د سرې قطعې مرستیال قوماندان غیرت‌الله چې په ملا سنګین مشهور و، له یو بل قوماندان صلاح‌الدین صادق سره یوځای وژل شوی."

ښاغلي ارین زیاته کړه چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۰ تنه نور طالبان هم ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

چارواکي: ننګرهار کې لرغون پېژندونکو د بودیزم له دورې یو زندان موندلی

د جلال‌اباد ښار يوه سيمه

د ننګرهار چارواکي وايي چې افغان لرغون پېژندونکو په دې ولایت کې د بودیزم له دورې پاتې یو زندان چې شااوخوا ۲،۵۰۰ کاله مخکې جوړ شوی، موندلی دی.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یو بیان کې د سره رود د ولسوالۍ په سبزاباد سیمه کې د دې لرغونې ودانۍ د موندلو خبر ورکړی دی.

د بیان له مخې زندان په یوه ژوره سیمه کې جوړ شوی چې دروازې نه‌لري او له هغه ځایه د خټینو لوښو ټوټې هم ترلاسه شوې دي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین رسول باوري ازادي راډیو ته وویل چې په سبزاباد کې له درېیو کلونو راهیسې کېندنې روانې دي او په دې ترڅ کې ډېر ارزښتمن اثار ترلاسه شوې دي.

ښاغلی باوري د بودايي دورې د دې زندان د څرنګوالي په اړه وايي: "یوه خونه ده چې ګومان کېږي باید د خلکو د قید کولو او تادیب لپاره کارول شوې وي. د دې ترڅنګ نورې زغرې چې په دوه زره کاله مخکې زمانې پورې اړه لري او داسې نور شیان هم موندل شوي."

د چارواکو په وینا لرغون پېژندونکو له زندان سره په څنګ کې یوه خونه چې ۱۳ متره اوږدوالی او څلور متره سور لري او په درېیو دورو کې د رغونې چارې په‌کې ترسره شوې دي هم موندلې ده.

دفاع وزارت: طالبانو د سولې د خبرو له پیلېدو وروسته خپلو حملو ته زور ورکړی

طالبان

د تېرو څو ورځو له نښتو وروسته د افغانستان دفاع وزارت وايي چې طالبانو د سولې د خبرو له پیلېدو وروسته خپلو حملو ته زور ورکړی.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان پرون پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې افغان دفاعي امنیتي ځواکونو په فعال دفاعي حالت کې هم طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان دفاعي-امنیتي ځواکونه د سولې پروسې ته د درناوي لپاره په فعال دفاعي حالت کې د خپل ځان او خپلو خلکو د دفاع په خاطر د طالبانو حملې شنډوي او هغوی ته درنه مرګ‌ژوبله هم اړوي. د طالبانو په مرګ‌ژوبله کې هم زیاتوالی راغلی دی."

د افغانستان د دولت او طالبانو پلاوو د وږې په ۲۲مه، په قطر کې د سولې خبرې پیل کړې، خو له همغې ورځې راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې درنې جګړې وشوې چې په ترڅ کې درنه مرګ‌ژوبله هم پېښه شوې ده.

پرون د ننګرهار ولایت چارواکو د طالبانو او دولتي ځواکونو په نښتو کې د ۲۰ دولتي سرتېرو او ۲۹ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ.

په کندز، تخار او نورو ولایتونو کې هم دولتي سرتېري، طالبان او ملکي وګړي وژل شوي دي.

ننګرهار کې ۲۰ امنیتي ځواکونه او ۲۹ طالبان وژل شوي

ارشیف، ننګرهار کې د افغان ځواکونو عملیات

په ننګرهار کې ۲۰ تنه امنیتي ځواکونه او ۲۹ تنه طالبان وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو تېره شپه په حصارک، شېرزاد او خوګیاڼو ولسوالیو کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې په ترڅ کې یې ۲۰ تنه پولیس، د اردو سرتېري او سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل دي.

د خوګیاڼي په وینا د افغان امنیتي ځواکونو په ځوابي بریدونو کې لږترلږه ۲۹ طالب وسله‌وال وژل شوي چې په هغو کې د طالبانو د سرې قطعې غړي او بهرنیان هم شامل دي.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG