د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

د کرام‌الدین کریم نیولو کې د افغان پوځیانو ناکامي عامو خلکو ته څه پیغام ورکوي؟


پترېشیا ګاسمن
پترېشیا ګاسمن

د بشري حقونو د څار سازمان د کرام‌الدین کریم په نیولو کې د افغان حکومت په پاتې راتلو باندې انتقاد کړی دی.

د دې سازمان د اسیا برخې مرستیالې پترېشیا ګاسمن له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل د کریم په نیولو کې د حکومت ناکامي دا پيغام رسوي چې دا حکومت د خلکو د ساتنې وس نه‌لري یا نه‌غواړي دا کار وکړي.

کرام‌الدین کریم د فوټبال فدراسیون مخکېنی مشر دی چې د فوټبال د نړیوال فدراسیون فیفا له‌خوا د افغان ښځينه فوټبالرانو په جنسي ځورونې تورن پېژندل شوی او افغان حکومت‌یې هم د نیولو امر کړی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ځانګړو ځواکونو د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پخواني مشر کرام‌الدین کریم د نیولو لپاره یکشنبه د شپې له‌خوا په پنجشېر کې عملیات وکړل چې بې‌نتیجې پای ته ورسېدل.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې هېڅوک له قانون نه‌شي تښتېدلی او حکومت د قانون په اجرا کولو مکلف دی.

له پترېشیا ګاسمن سره صفي‌الله ستانکزي مرکه کړې او لومړی يې پوښتنه کړې چې د کریم په نیولو کې د افغان پوځیانو پاتې راتلل عامو خلکو ته څه پیغام ورکوي؟

د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:21 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG