د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

حکومت ولې نه‌دی توانېدلی کرام‌الدین کریم ونیسي؟


کرام‌الدین کریم
کرام‌الدین کریم

په پنجشېر ولایت کې د کرام‌الدین کریم د نیولو لپاره د امنیتي ځواکونو عملیات له کړکېچ سره مخامخ شوي دي.

د نورو سازمانونو ترځنګ د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هم د افغانستان له حکومته په کلکه غوښتي وو چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پخواني مشر کرام‌الدین کریم د نیولو حکم عملي کړي.

کرام‌الدین کریم د افغانستان د فوټبال د ښځینه فوټبالرانو په جنسي ځورونه تورن دی، هغه څه چې ده رد کړي دي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ دغه‌راز د فوټبال له نړیوال فدراسیون یا فیفا څخه هم غوښتي چې په دې قضیه کې د ښکېلو تورنو کسانو له ګمارلو او غړیتوب څخه دې ډډه وکړي.

تېر کال د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پخواني مشر په ګډون د دې ادارې یو شمېر مسؤلین تورن شول چې د افغانستان د فوټبال د ښځینه ټیم غړي یې له هېواده بهر له جنسي پلوه ځورولې دي.

د ډیموکراتو حقوق‌پوهانو د اتحادیې له مشر ډاکتر کبیر رنجبر څخه صالح محمد صالح د مرکې په پیل کې پوښتنه وکړه، حکومت ولې نه‌دی توانېدلی چې کرام‌الدین کریم ونیسي؟

د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:26 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG