د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

هنرمندې ګوتې - شمسيه حسني د کابل پر ديوالونو د ښځو کیسې انځوروي

شمسيه حسني د خپل هنر له لارې د ښځو د ژوند بيلابېلې خواوې ښيي. ۳۲ کلنه حسني په کابل کې اوسي. هغې پر کابل سربيره، په ترکيه او امريکا کې هم پر ديوالونو انځورونه جوړ کړي دي.
د هغې د انځورونو موضوعات په ټولنه کې د ښځو پر وضعيت راڅرخي. په دې انځورونو کې د اساسي حقونو د ترلاسه کولو لپاره هڅې هم شته او د ابادۍ هيلې هم. شمسيې حسني د ښځو درد هم انځور کړی او ټولنې ته یې د هغوی سره د ښه چلند پيغام هم ورکړی دی.

دلته یې د هنر څو بېلګې وګورئ.

16x9 Image

ملالۍ بشیر

ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG