ایا طالبانو په رښتیا د تخار په حمله کې چې افغان چارواکو ویلي د دې ډلې سرې قطې کړې، له لایزري وسلو استفاده کړې ده؟
که تأیید شي، لایزرې وسلې چا طالبانو ته ورکړې او د دې ډلې سره قطعه د افغانستان په کومو برخو کې فعالیت کوي او څه ډول وړتیاوې لري؟
دا او ځینې نورې پوښتنې نوریاس نوري د پوځي چارو له پوه او د افغانستان د دفاع وزارت له پخواني ویاند جنرال دولت وزیري څخه په دې مرکه کې مطرح کړې دي.
نوموړی د تخار په بهاوالدین کې د تېرې ورځې د برید او په هغه کې د لایزري وسلو څخه د کار اخیستو د ادعا په اړه وایي.
د دې مرکې اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: