د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

ډیپلومات: د افغانستان خلک په بین‌الافغاني خبرو کې چېرې دي؟


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • ملټري ټایم

ملټري ټایم د افغانستان د جګړې او سولې په اړه یو راپور چاپ کړی.

په راپور کې راغلي، د ۴۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کېدو د بهیر درېدو د افغانانو د خپلمنځي خبرو پیل ځنډولی دی.

وړاندې راغلي، افغان حکومت سمدستي اوربند غواړي، خو طالبان وايي، په دې اړه باید په خبرو اترو کې توافق وشي.

د افغانانو د خپلمنځي خبرو پيل نږدې له پنځو میاشتو راهیسې ځنډېدلی دی.

هم حکومت او هم طالبان یو بل د دې خبرو اترو د پیل په وړاندې د خنډونو په جوړولو تورنوي.

چارواکو ویلي چې ټاکل شوې د افغان حکومت یو پلاوی په قطر کې د طالبانو له استازو سره خبرې وکړي، خو تر اوسه څرګنده نه‌ده چې دا خبرې اترې به کله پیلېږي.

  • ډیپلومات

د افغانستان خلک په بین‌الافغاني خبرو کې چېرې دي؟

دا ډیپلومات خپرونې د یوې لیکنې سرلیک دی. لیکوال وايي، د سولې په خبرو کې باید د عامو افغانانو دریځ ته پام وشي، نه د څو مهمو شخصیتونو.

د لیکوال په وینا که داسې ونه‌شي، ټول ګټشریکي به‌یې وبایلي، ځکه پایښتې سوله د خلکو له ملاتړ پرته نه‌ټینګېږي.

د هند یو شمېر انلاین ورځپاڼو د امریکا په متحده ایالاتو کې د یو شمېر افغان هندوانو او سېکهانو لپاره د پناه ورکولو هڅو ته پاملرنه کړې.

  • اوټلوک اینډیا

د اوټلوک اینډیا ورځپاڼې ویلي، تېره اوونۍ د امریکا په استازو جرګه کې په دې اړه یوه طرحه وړاندې شوه چې په‌کې ویل شوي په افغانستان کې د هندو او سېکهـ اقلیتونو ژوند له ګواښ سره مخ دی.

یو شمېر افغان سېکهانو او هندوانو ازادي راډیو ته هم ویلي وو چې د خپل هېواد د پرېښودو هڅه کوي.

په دې وروستیو کې هندوستان هم یو شمېر افغان هندوانو او سېکهانو ته د ویزو ورکولو لړۍ پیل کړې چې یو شمېر د همدې ویزو په ترلاسه کولو هندوستان ته تللي دي.

د مارچ په میاشت کې د داعش وسله‌والې ډلې په کابل کې د سېکهانو پر یو درمسال د برید مسؤلیت ومانه چې په‌کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي وو.

XS
SM
MD
LG