د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ وږی ۱۳۹۹ کابل ۱۰:۴۲

افغانستان

غني: دفاع وزارت کې د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده

ولسمشر غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د خپلواکۍ د بیا ګټلو د ۱۰۱مې کلیزې په مناسبت په دفاع وزارت کې د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

ټاکل شوې د دې ورځې په مناسبت نن ماښام د متحده عرب اماراتو په دوبۍ کې برج خلیفه چې د نړۍ تر ټولو دنګه ودانۍ ده، افغانستان په ملي بیرغ رڼا شي.

په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان کلتوري اتشه محمد صدیق امرخېل نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل: "ټاکل شوې نن سې شنبه ماښام اته بجې، د نړۍ تر ټولو دنګه او مشهوره ودانۍ خلیفه برج، د افغانستان په ښکلي درې رنګه بیرغ رڼا شي او په متحده عرب اماراتو کې مېشت افغانان او افغان ډیپلوماتان به دا شېبه د خلیفه برج مخې ته په شانداره مراسمو سره ولمانځي."

نن د کابل ترڅنګ په بېلابېلو ولایتونو کې د زمري ۲۸مه، یا د خپلواکۍ د بیا ګټلو ۱۰۱مه کلیزه لمانځل کېږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

خلیل‌زاد د جګړې زیاتوالی د خواشینۍ وړ بللی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د جګړې زیاتوالی د خواشینۍ وړ بللی دی.

زلمي خلیلزاد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "له تېرو څو ورځو راهیسې افغانستان کې تاوتریخوالی په څرګند ډول زیات شوی چې د تأسف خبره ده او د ګڼ شمېر ملکیانو په ګډون افغانان په‌کې وژل کېږي."

ده وړاندې لیکلي، دې ته په پام چې وروستیو کې د سولې خبرې پيل شوي، نو اړینه ده چې ټول اړخونه تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالی راولي.

په دې وروستیو ورځو کې له بېلابېلو ولایتونو د ملکیانو او دولتي سرتېرو د مرګ‌ژوبلې راپورونه خپاره شول.

د پکتیکا په جاني‌خېلو او د کندز خان‌اباد کې د ماین چاودنې او هوايي برید له کبله چارواکو د ۴۰ ملکیانو د مرګ‌ژوبلې خبر ورکړ.

مسعود اندرابي: د پلازمېنې امنیتي کمربند پراخ شوی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست وايي د کابل په ځینو ولسوالیو کې یې د وروستیو ناامنیو په وړاندې د پلازمېنې امنیتي کمربند پراخ کړی دی.

مسعود اندرابي له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د کابل په ګڼ مېشتي ښار کې د امنیتي زېربناوو کمښت ناامنۍ زیاتې کړي، خو د ده په خبره پولیس د وضعیت په کنټرول برلاسي دي.

هغه زیاته کړه: "د امنیت د ټینګښت لپاره کومې تمې چې کېږي یوې قوي زېربنا ته اړتیا لري، له دې سره سره هم د هغو پروګرامونو په مټ چې په کورنیو چارو وزارت او د کابل د پولیسو له‌خوا نیول شوي موږ د تېرو کلونو په نسبت په کابل کې د جرمونو کچه ډېره په لوړه نه‌ګورو."

ښاغلی اندرابي د ادرسونو د یوه منظم سیستم نشتوالی او په دودیزه توګه د سندونو پروسس د قوي زېربناو بېلګې یادوي.

په دې وروستیو کې د کابل اوسېدونکو د مقناطیسي چاودنو، هدفي وژنو او وسله‌والو غلاوو په اړه ډېر شکایتونه کړي. د کورنیو چارو سرپرست وزیر او نوماند ښاغلی اندرابي بیا وايي چې هدفي وژنې د طالبانو د امتیاز غوښتنې له پروګرامونو دي.

هغه ادعا چې طالبانو رد کړې.

'میدان وردک کې ۱۷ طالب جنګیالي وژل شوي'

ارشیف، د افغان ځواکونو د زغروال موټرو کاروان

د میدان وردګو چارواکي وايي چې په دې ولایت کې ۱۷ تنه طالبان له افغان ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

د میدان وردګو د والي ویاند محب‌الله شریف‌زوی ازادي راډیو ته وویل جګړه پرون ماښام هغه مهال پیل شوه چې طالبانو چک ولسوالۍ ته د تلو پر مهال پر دولتي ځواکونو برید وکړ.

هغه زیاتوي چې د امنیتي ځواکونو په ځوابي برید کې ۱۷ طالبان مړه او دوه نور ټپیان شول.

ښاغلی شریف‌زوی زیاتوي چې په جګړه کې دولتي سرتېري نه‌دي زیانمن شوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

'طالبان بدخشان کې تر خپل ولکې لاندې سیمو کې د پولیو واکسین مخه نیسي'

بدخشان کې د پولیسو واکسین تطبیق

د بدخشان سیمه‌ییز چارواکي وايي چې طالبان تر خپل ولکې لاندې سیمو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پر ضد د واکسین تطبیق ته اجازه نه‌ورکوي.

د بدخشان د روغتیا ریاست مرستیالې نوشین ګُهر کریمي ازادي راډیو ته وویل چې د شااوخوا ۲۶۵ زره ماشومانو د واکسین پلان جوړ شوی و، خو د طالبانو د ممانعت له کبله په راغستان، کوهستان، وردوج او یمګان ولسوالیو کې له پنځو کالو کم عمره ۲۶ زره ماشومان له واکسین بې‌برخې شوي دي.

مېرمن ګهر زیاتوي: "په بدخشان کې د ماشومانو له ټول ټاکلي هدف څخه ۲۶،۰۰۰ ماشومان له واکسین څخه پاتې شوي. البته په هغو ولسوالیو کې چې امنیت‌یې خراب دی."

خو د روغتیا ریاست مرستیاله وايي، هیله لري چې طالبان به روغتیايي ټیمونو ته د پولیو د واکسین د تطبیق اجازه ورکړي. مېرمن کريمي وايي چې له طالبانو له سره د قومي مشرانو په منځګړیتوب په دې اړه خبرې روانې دي.

کندز کې د 'بدلون ' په نوم د سیمه ییزې راډیو خپرونې ودرېدې

بدلون راډیو

په کندز کې د بدلون په نوم د یوې سیمه ییزې راډیو مسئولین وايي، چې د مالي او تخنیکي ستونزو له امله یې خپلې خپرونې درولي دي.

د دغې سیمه ییزې راډیو بنسټ ایښودونکي او د امتیاز څښتن نظیف الله نظیف وايي، د بدلون راډیو هدف فکري رغونه، ښونې ته د ولس هڅونه، یووالی او سولې ته کار کول وو، چې له پیله تر ننه یې د ولس ويښتابه ته کار وکړ.

هغه زیاته کړه: "په تېرو کلونو کې چې موږ راډيو چلوله موږ مادې امکانات د سوداګریزو اعلاناتو له لارې موندل خو د کندز دوه وارې سقوط او له هغې راورسته د کرونا وضعیت د دې لامل شو چې موږ هغه مادې امکانات چې د دې رسنۍ د چلولو لپاره درلودل له لاسه ورکړو، د مادې امکاناتو نشتوالی له کبله دې ته اړ شو چې راډیو وتړو."

د ښاغلي نظیف په وینا، بدلون راډیو د کندزولایت سربېره د بغلان، تخار او د سمنګان ولایتونو په یوشمېر ولسوالیو کې هم په رڼه بڼه اورېدل کېده، څلوریشت ساعته خپرونې او کابو یو میلیون اورېدونکي یې درلودل.

په کندز کې د افغان ژورنالیستانو د خوندیتوب کمیټې هم د دغې راډيو د خپرونو د بندېدو په اړه خپله انديښنه څرګنده کړه.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه څو په دې اړه د سیمه ییزو چارواکو نظر واخلي خو بریالی نه شو.

که څه هم په افغانستان کې په تېرو څو لسیزو کې تصویري رسنیو د پام وړ پرمختګ کړی خو راډیو د هغوځانګړو له امله چې لري یې، لکه کم مصرف، هر ځای ته بې تکلیفه انتقال او له برښنا پرته ورته لاسرسی، لا هم د خلکو تر منځ د اطلاع رسونې د یوې ښې وسیلې په توګه خپل ځای لري.

لغمان کې د وریجو سږني حاصلات نږدې ۴۰ زرو ټنو ته رسېدلي

ارشیف

د لغمان د وریجو سږني حاصلات نږدې ۴۰ زره ټنو ته ورسېدل.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، چې په دې ولایت کې د وریجو حاصلات ځکه زیات شوي چې د شولو د عصري کرکېلي لپار د کرنې وزارت له خوا د شولو لسګونه ننداریزې قطعې جوړې شوي چې بزګرانو ته په کې د عملي روزنې زمینه برابره شوې ده.

ښاغلی رستمي وايي، دا د خوړو خوندیتوب او د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا لامل ګرځي.

نوموړي وویل، چې تېر کال په دغه ولایت کې د وریجو حاصلات یوازې ۳۰ زره ټنه وه.

لغمان ټولټال ۲۱ زره او ۸۷۶ هکټاره کرنیزه ځمکه لری، چې ۳۲ هکټاره یې للمي او اته زره او ۱۵۶ هکټاره یې نمجنه او جبه زاره ځمکه ده، چې یواځې د شولو د کښت لپاره مناسبه ده.

افغان حکومت د سیمې هېوادونو سره د سیمه ییزو همکاریو پراختیا وغوښته

محمد حنیف اتمر

د افغانستان لوړ رتبه پلاوي د تاجکستان له چارواکو سره د اقتصادي همکاریو پراختیا او په سیمه ییزه همکارۍ کې د افغانستان دریځ پیاوړي کولو په اړه ټينګار وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد نن ازادي راډو ته وویل، چې دغه کتنه د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په مشرۍ ترسره شوې ده.

هغه زیاته کړه: "د افغان حکومت لوړ رتبه پلاوي د صنعت او سوداګرۍ سرپرست معین عبدالکریم مالکیار او نورو چارواکو په ملتیا دغه ناسته ترسره کړې او تاجک چارواکو سره یې د اقتصادي همکاریو په پراختیا او په سیمه ییزه همکارۍ بحث کړی دی."

ښاغلي اتمر د تاجکستان لومړي وزیر قاهر رسول زاده او د تاجکستان ولسمشر ښاغلي امام علي رحمان سره هم لیدنه کړې ده.

بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې غونډو کې هوکړه شوې ده چې د دواړو هېوادونو سکتوري ادارې د اقتصاد، انرژۍ، سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د عملي پروژو د پلان او پلي کولو لپاره ګډه ناسته او ګډ کار کوي.

دغه شان په دې هم ټینګار شوی چې د بریښنا تولید، ټرانزیټ او لېږدونې پروژې چې د سیمې په نښلولو کې مهم رول لوبوي او په سیمه کې د افغانستان دریځ پیاوړی کوي، باید د دواړو دولتونو تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو لومړیتوبونه وي.

فراه چارواکي: یوې نجلۍ د جبري واده په اعتراض ځان وژلی

ارشیف

په فراه کې یوې نجلۍ د جبري واده په اعتراض کې ځان وژلی دی.

د فراه ولایت د چارواکو په وینا، دا پېښه تېره شپه د فراه ښار په چهارباغ سیمه کې شوې ده.

د فراه د والي ویندوی محب الله محب وايي چې نجلۍ د جبري واده په خاطر ځان زیندۍ کړی او پولیس هڅه کوي چې هغه کس ونیسي چې نجلۍ یې ځان وژلو ته مجبوره کړې ده.

ولسمشر محمد اشرف غني بامیان ته لاړ

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د بامیان د وضعیت د لیدلو لپاره نن سهار دغه ولایت ته لاړ.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم، ولسمشر غني به په بامیان کې د یکاولنګ – دره صوف د سړک د جوړولو چارې هم وګوري.

دغه راز په پام کې ده چې د ولسمشر د دوو مرستیالانو په ګډون د حکومت د مشرتابه ځانګړې امنیتي غونډه د ولسمشر غني د سفر په لړ کې په بامیان کې جوړه شي.

مسعود اندرابي: د امنیتي تړون پر اساس چا ته وسلې نه ورکول کېږي

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وايي، د امنیتي تړون پر اساس چا ته وسلې نه ورکول کېږي.

هغه له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، امنیتي تړون له جرمونو سره د مبارزې لپاره په کابل او نورو ښارونو کې د پولیسو او خلکو ترمنځ یو اخلاقي تفاهم دی، نه د وسلو وېش.

اندرابي زیاته کړه: "په دې کې هېڅ داسې پلان چې چا ته سلاح ورکړو، مهمات ورکړو یا ملېشې جوړې کړو، شامل نه دی، زه او موږ ټول له دې سره مخالف یوو."

ده دا هم وویل چې د امنیتي تړون بل هدف د کابل ښار د ترافیکي نظم له ښه کېدو سره مرسته ده.

تر دې وړاندې داسې ګنګوسې خپرې شوې وې چې ګنې حکومت غواړي چې د امنیتي تړون د پروګرام د پیلولو له لارې ښاریان په وسلو سمبال کړي.

خلیلزاد په افغانستان کې د سولې د راتلو لپاره اوسنی چانس بې ساری بللی

زلمی خلیلزاد

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د سولې د راتلو لپاره اوسنی چانس بې ساری بللی دی.

ښاغلي خلیلزاد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د خبرو له لارې د یوه سیاسي جوړجاړي او په افغانستان کې د سولې لپاره پراخ نړیوال ملاتړ شته او باید له دې بې ساري فرصته ګټه واخیستل شي.

ښاغلي خلیلزاد د افغانستان د سولې د خبرو په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا د اعلامیې هرکلی کړی چې په هغه کې یې د افغانستان پر مځکنۍ بشپړتیا، حاکمیت، ملي یووالي او خپلواکۍ ټینګار کړی دی.

امنیت شورا په دې اعلامیه کې، چې د جمعې په ورځ یې خپره کړه، وویل، په افغانستان کې ټینګه سوله د افغانانو تر مشرۍ لاندې او د افغانانو ترمنځ د ټولشموله خبرو په نتیجه کې راتلای شي.

چارواکي: کابل کې د هدفي وژنو د پلان مرکز کشف او له منځه یوړل شو

دغه مرکز د یوه کور دننه و چې نژدې پنځوس میله قلمي وسلې او ۱۴ مقناطیسي ماینونه په کې موندل شوي دي.

امنیتي چارواکي وایي، کابل کې یې د هدفي وژنو د پلانولو یو مرکز کشف او له منځه وړی دی.

د کابل امنیه قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه مرکز د یوه کور دننه و چې نژدې پنځوس میله قلمي وسلې او ۱۴ مقناطیسي ماینونه په کې موندل شوي دي.

خبرپاڼه کې د دغه مرکز اصلي ځای نه دي ښودل شوی او دا هم نه دي ویل شوي چې په تړاو یې څوک نیول شوي او که نه.

امنیه قومندانۍ د نیول شویو توکو انځورونه هم رسنیو ته لېږل شوي دي.

افغانستان کې سږ کال د انارو حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

کندهار، فراه، بلخ او کاپیسا هم هغه ولایتونه دي چې د کرنې وزارت په وینا، سږ کال په کې د انارو حاصلات ډېر دي.

د افغانستان د کرنې وزارت وایي، سږ کال په دغه هېواد کې د انارو حاصلات د تېرو کلونو پرتله زیات شوي دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل، د نورو ولایتونو ترڅنګ هلمند کې هم، چې د کوکنارو په کرکیله مشهور دی، سږکال د انارو باغونه ډک وو.

هغه زیاته کړه: "سږکال د هلمند د انارو حاصلات اته ویشت زره متریک ټنو ته رسېدلي دي، په ټوله کې د هلمند په بېلابېلو ولسوالیو کې پر ۱۲ سوه هکټاره ځمکه د انارو باغونه جوړ شوي دي."

کندهار، فراه، بلخ او کاپیسا هم هغه ولایتونه دي چې د کرنې وزارت په وینا، سږ کال په کې د انارو حاصلات ډېر دي.

یوازې کندهار کې ۱۹۰ زره ټنه انار ټول شوي چې د تېرکال پرتله لس فیصده زیاتوالي ښيي.

د چارواکو په خبره د کرنیزو برنامو پلي کول، بڼوالو ته روزنه ورکول او د باغونو ډېروالی د انارو په تولید کې د زیاتوالي لاملونه دي.

د پکتیکا په جاني خېلو کې ماین چاودنې ۲۰ کسان ټپیان کړي

ارشیف

د پکتیکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ماین چاودنې شل تنه، چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي، ټپیان کړي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند شامحمد ارین ویلي، ټپيانو کې یوازې یو نارینه، او نور ټول ښځې او ماشومان دي چې د ۷ تنو روغتیایي حالت یې نازک دی.

هغه زیاته کړه: "د کوچیانو یو واده و، ترکتور کې ناوې، زنانه او نارینه سپاره وو، دغه تراکتور پر ماین برابر شوی چې شل تنه په کې ټپیان شوي دي."

ټپیان د پکتیکا په روغتون کې تر درملنې لاندې دي، خو تر بېګا ناوخته معلومه نه شوه چې ټپیانو کې زوم او ناوې هم شامل دي او که نه.

د پکتیکا ځایي چارواکي وایي، دغه ماین د طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی و، خو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د غزنې اوسېدونکي: ښار کې هدفي وژنې ډېرې شوي

د غزني ښار یوه څنډه

د غزنې اوسېدونکي له دولت غواړي چې په ښار کې د هدفي وژنو د دوام مخه ونیسي.

ټولنیز فعال ظهورالدین د تېرې یکشنبې په ورځ وسله والو په غزني ښار کې ویشتلی او ټپي کړی وو، چې د پنجشنبې په ورځ یې په روغتون کې ساه وکړه.

په همدې ورځ وسله والو د غزني مرکز په مغلان سیمه کې درې تنه پولیس هم په یوه برید کې ووژل.

په غزني کې له تېرو دوولسو کلونو راهیسې وسله وال وخت ناوخته هدفي وژنې ترسره کوي، چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا تېزه شوې ده.

د دې ولایت اوسېدونکي وايي په رڼا ورځ د ښار په زړه، حتی د ولایت او قومنداني ترڅنګ دولتي کارکوونکي، امنیتي سرتېري، قومي مشران، دیني عالمان، مدني فعالان او مخورین ترور کېږي.

قومي مشر حاجي عبدالباري وايي محلي اداره باید د دغه وژنو په اړه خلکو ته ځواب ورکړي، چې ولې دغه خلک وژل کېږي او ولې یې وژونکي نه نیول کېږي.

د غزني چارواکي هم مني چې په دغه ځای کې خلک ترور کېږي، خو بیا هم د تل په څېر خلکو ته ډاډ ورکوي چې نور به دغه ډول پېښې نه تکرارېږي.

د غزني د والي او په دغه ولایت کې د نظامي شورا ویندوی وحیدالله جمعه زاده ازادي راډیو ته وویل، هڅې روانې دي چې د دغه خلکو مخینوی وکړي.

د غزني امنیتي چارواکي وايي، د امنیت د ټینګښت په موخه یې په ښار کې تلاشۍ هم زیاتې کړې، خو اوسېدونکي وايي په دې سربېره د وژنو او وسله والو بریدونو مخه نه ده نیول شوې.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG