نړۍ
بلاروس کې پرلهپسې ۹ شپې زرګونه اعتراض کوونکو اعتراضونه وکړل
د بلاروس په پلازمېنه مېنسک کې پرون د پرلهپسې نهمې شپې لپاره په زرګونه اعتراض کوونکي واټونو ته راووتل او د دې هېواد د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا په وړاندې یې اعتراض وکړ.
پرون د ورځې په پیل کې لوکاشینکا ویلي و چې د نویو انتخاباتو د ترسره کېدو امکان شته که په اساسي قانون کې بدلون راشي.
اعتراض کوونکو چې د اپوزېسیون سره او سپین بیرغونه ښورول، د لوکاشینکا د استعفا غوښتنه کوله.
خو لوکاشینکا پرون په مېنسک کې کارګرانو ته په وینا کې وویل چې هېڅوک پر ده کومه مسئله په زور نهشي تپلی.
هغه زیاته کړه: "تاسې به هېڅکله ونهګورئ چې زه دې د فشار په نتیجه کې کوم کار ته غاړه کېږدم."
د بلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا پر خلاف په دې هېواد کې د ده د واکمنۍ په ۲۶ کلونو کې تر ټولو پراخې مظاهرې روانې دي.
دغه مظاهرې د اګسټ پر ۹مه د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وروسته پیل شوې چې لوکاشینکا یې ګټونکی اعلان شو، خو ګڼو کسانو ویلي چې په دغو انتخاباتو کې درغلي شوې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
سيایناین: امریکا ښايي پر ایران د بریدونو نوې لړۍ پیل کړي
سياېناېن د دوو امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې امریکا ښايي د شنبې یا یکشنبې په ورځ د ایران پر ضد د بریدونو نوی پړاو پیل کړي، خو د بریدونو وروستۍ پرېکړه او هدفونه لا نه دي روښانه او د لغوه کېدو امکان هم شته.
راپور زیاتوي چې د ایران د انرژۍ او اتومي تاسیساتو، په ځانګړي ډول نطنز ته نژدې پر « کلنګ ګزلا» غر د برید لپاره هم چمتووالی روان دی.
سپینې ماڼۍ ویلي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ به «تروریستي چلند» بې ځوابه پرېنږدي، خو داسې نښې نشته چې اسرائیل به د امریکا په دط احتمالي بریدونو کې ګډون وکړي.
سياېناېن همداراز وایي، د جګړې د پراخېدو او د سیمې د نورو هېوادونو د ښکېلتیا ترڅنګ، د سپاه پاسداران کورني وضعیت هم حالات نور پېچلي کړي دي.
عرقچي له بریتانیا وغوښتل خپله تګلاره بدله کړي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د بریتانیا له بهرنیو چارو وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې له لندن څخه وغوښتل چې د ایران پر وړاندې خپله تګلاره بدله کړي. هغه د ترهګر سازمان په توګه د سپاه پاسداران د اعلانولو هڅه او د امریکا او اسرائیلو ملاتړ «ناموجه» وباله.
عراقچي وویل، ایران په ښه نیت ډیپلوماسي پیل کړې وه، خو امریکا د ژمنو په ماتولو سره د تفاهم عملي کېدل ګډوډ کړل.
هغه همداراز خبرداری ورکړ چې په هرمز تنګي کې د بېړیو د تګ راتګ په چارو کې د درېیمو هېوادونو لاسوهنه به وضعیت نور هم پېچلی کړي.
د راپورونو له مخې، د بریتانیا د باندنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد یې د ایران پر ضد په جګړه کې ښکېل نه دی او د اختلافاتو د حل لپاره په ډیپلوماسۍ باور لري او له تهران سره د اړیکو او خبرو د دوام ملاتړ کوي.
ټرمپ: ایران سره جګړه ښه روانه ده او بالاخره به شاتګ وکړي
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جمعې په ورځ وویل چې له ایران سره روانه جګړه “ښه پر مخ روانه ده” او د امریکا د پوځ بریدونو ته په اشارې سره یې ټینګار وکړ چې ایران به بالاخره شاتګ ته اړ شي.
ټرمپ له فاکس نیوز شبکې سره په خبرو کې د ایران د جګړې د وروستیو پرمختګونو په اړه وویل: “هر څه ښه روان دي. یوازنی کار چې تاسو یې کولای شئ دا دی چې بریاوو ته دوام ورکړئ، بیا به په پای کې یو څه پېښ شي، خو موږ هغوی په سختۍ سره په نښه کوو، په بشپړه توګه مو مغشوش او بې وسه کړي دي او موږ یوازې بریا ته دوام ورکوو.”
هغه زیاته کړه: “په پای کې به دوی پرته له دې بله چاره ونه لري چې بېرته راوګرځي او شاتګ وکړي.”
د ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغه شوې دي چې د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د پنجشنبې په سهار اعلان وکړ چې متحده ایالاتو پر ایران یو لړ بریدونه ترسره کړي دي.
د جمعې له سهار راهیسې ایران هم ویلي چې پر کوېټ یې د بېپیلوټه الوتکو برید کړی او د هرمز په تنګي کې یې پر دوو تېلو وړونکو بېړیو توغندي توغولي دي.
پاکستان کې د ډبرو سکرو کان کې د ګاز د چاودنې له امله لسګونه کسان مړه شوي
پاکستان کې د ډبرو سکرو کان کې د میتان ګاز د چاودنې له امله لږ تر لږه ۳۴ کسان مړه شوي دي.
پېښه د پنجشنبې په ورځ (د اسد ۸مه) ، کوټې ښار ته نږدې، د یوه کان شاوخوا ۱۲۰۰ متره ژوروالي کې رامنځته شوې ده.
د چاودنې پر مهال په کان کې ۳۶ معدنچیان وو.
د ۲ معدنچیانو د موندلو او ژغورلو لپاره عملیات لا هم روان دي چې تر خاورو او ډبرو لاندې بند پاتې دي.
په سیمه کې د کانونو د چارو یوه لوړپوړي حکومتي چارواکي، عبدالغني بلوچ، ویلي دي: «د میتان ګاز د زورورې چاودنې له امله یوبل ته نږدې دوه کانونه ، سخت زیانمن شوي دي.»
زرګونه کډوال د افریقا په شمال کې دهسپانیې ترواک لاندې سبته ښارګوتي ته داخل شوي
تیره شپه زرګونه کډوال د مراکش له لارې د افریقا په شمال کې دهسپانیې ترواک لاندې سبته ښارګوتي ته داخل شول.
د هسپانیې د پولیسو یوې سرچینې د جمعې په سهار فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې په وروستیو ورځو کې شاوخوا ۴۰ زره کډوال له مراکش څخه دغې سیمې ته په داسې حال کې ننوتي دي چې ټاکل شوې وه د هسپانیې صدراعظم پیدرو سانشیز هلته ورسیږي.
د سرچینې په وینا، «د ټولې شپې په اوږدو کې د کډوالو د ورتګ بهیر په دوامداره توګه روان و.»
د هسپانیې پولیس سبته ښارګوتي ته د کډوالو د ورتګ دغه څپه د ۲۰۲۱ کال راهیسې دغه ښارګوتي ته د کډوالو ترټولو لویه څپه ګڼي.
اکثر دغه کډوال ځوانان او تنکي ځوانان دي چې سبتې ته د ورتګ په لار ددوی د ۱۸ کسانو مړینه تراوسه رپورټ شوې ده.
هسپانیه یو له هغو هیوادونو څخه دی چې دافریقا کډوال هلته په ورتګ سره هڅه کوي د اروپايي اتحادیې ځمکو ته داخل شي.
د ایران پوځ وايي نن سهار یې په کویټ کې د احمد الجابر پر اډه برید کړی
د ایران پوځ وايي د جمعې په سهار یې په کویټ کې د احمد الجابر پر اډه د بې پیلوټو الوتکو برید کړی دی.
د ازادي راډیو د ایراني څانګې ،راډیو فردا ،د رپوټ په اساس دایران د پوځ اعلامیه وايی چې په برید کې" دامریکا جنګي الوتکې،د ارتباط سیستمونه، او دامریکا د پوځ دتجهیزاتو زیرمتونونه په نښه شوي دي."
د ایران پوځ وايي چې دغه برید یې په ایران باندې دامریکا د چهارشنبې د شپې د بریدونو په ځواب کې کړی دی.
سیمه کې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ ( سنتکام ) او د کویټ حکومت د ایران ددغې ادعا په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
ټرمپ : د سولې پلاوی د غزې په تړانګه کې د حماس او نورو وسلوالو ډلو د بېوسلې کولو هوکړې ته رسېدلی دی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د «سولې پلاوی» د غزې په تړانګه کې د حماس او نورو وسلوالو ډلو د بېوسلې کولو لپاره یوې هوکړې ته رسېدلی دی.
حماس د اروپايي ټولنې او د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د ترهګرې ډلې په توګه پیژندل شوې ده.
ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ماښام (د اسد ۸مه) په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشیل» کې ولیکل چې: «دا هوکړه یو مهم ګام دی، څو غزه بالاخره د یوې نوې فلسطینۍ ادارې تر واک لاندې راشي؛ داسې اداره چې د فلسطیني خلکو د مرستې لپاره به د سولې له پلاوي سره نږدې همکاري وکړي.»
د امریکا ولسمشر دغه هوکړه تاریخي او«د تلپاتې سولې او امنیت پر لور یو ستر ګام» بللی ده.
د سولې د پلاوي په نوم میکانیزم داسرائیل او حماس ترمنځ له اوربند وروسته، چې د ډونالډ ټرمپ په منځګړیتوب رامنځته شو، د اوربند د څارنې او د غزې د ادارې لپاره جوړ شوی دی.
یاد پلاوي هم په خپله اېکسپاڼه کې تایید کړې چې حماس «په غزه کې د اوربند د راتلونکو پړاوونو د پلي کولو لپاره یوه مفصله تګلاره منلې ده.»
د مسمومیت له امله په کینیا کې د ۱۵ پیلانو مړینه
د کینیا چارواکي وايي، په تېره یوه میاشت کې د تانزانیا پولې ته نږدې د امبوسیلي په ملي پارک کې ۱۵ پیلان ښايي د سیانایډ د مسمومیت له امله مړه شوي وي.
سیانایډ یو ډول کیمیاوي مواد دي چې په کروندو کې د نباتي آفتونو د له منځه وړلو لپاره کارول کېږي.
د کینیا د وحشي ژوو ادارې ویلي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې امکان لري دغو پیلانو د شاوخوا کروندو هغه بانجان خوړلي وي چې په قوي افتوژونکو درملو ککړ شوي وو.
چارواکي وايي، څېړنې روانې دي څو معلومه کړي چې دا مسمومیت په تصادفي ډول رامنځته شوی که قصدي.
د امبوسیلي ملي پارک په افریقا کې د پیلانو د اوسېدو تر ټولو مشهورو سیمو څخه شمېرل کېږي.
بریتانیا ته د وړو کښتیو له لارې د کډوالو د رسېدو نوی ریکارډ؛ په یوه ورځ ۷۵۲ کسان ورسېدل
د بریتانیا حکومت وايي چې د چهارشنبې په ورځ ۷۵۲ کډوال د مانش کانال له لارې په وړو کښتیو کې بریتانیا ته رسېدلي، چې دا په ۲۰۲۶ کال کې تر ټولو لوړه ورځنۍ شمېره ده.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت وايي، سره له دې چې د یوې ورځې شمېر لوړ شوی، خو د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له همدې لارې د اوښتونکو کډوالو شمېر د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۴۱ سلنه کم شوی دی.
د بریتانیا حکومت وايي د انساني قاچاق د شبکو پر ضد له اروپايي هېوادونو سره همکاري د کډوالو د شمېر په کمېدو کې اغېزمنه وه، خو د «ریفورم بریتانیا» په نوم ګوند بیا باور لري چې دا کموالی تر ډېره د هوا له شرایطو سره تړاو لري.
بلخوا، فرانسوي چارواکو ویلي چې د مانش کانال څخه د اوښتو په هڅه کې په دوو بېلابېلو پېښو کې څلور کډوال مړه شوي دي.
د خیبرپښتونخوا په هنګو کې لس پاکستاني پولیس وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي
د خیبرپښتونخوا په هنګو کې تېره شپه ناوخته لږ تر لږه لس پاکستاني پولیس په یوه برید کې وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.
بریدګرو لومړی په هنګو کې د پولیسو یو مرکز په یوه ډرون شکله الوتونکې وسیلې هدف ګرځولی او بیا یې ډزې پیل کړي.
د خیبرپښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید رسنیو ته تایید کړې چې د پولیسو او وسله والو بریدګرو تر منځ نښتو څو ساعته دوام وکړ.
د هغه په خبره په نښتو کې لس پولیس او ۱۵ وسله وال بریدګر وژل شوي.
د دغه برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو پاکستاني چارواکو تل تور پورې کړی چې وسله وال بریدګر له افغان خاورې پر پاکستان داسې بریدونه پلان او ترسره کوي.
هغه تور چې طالب چارواکو په کلکه رد کړی.
ټي ټي پي او نورې وسله والې ډلې تورنې کړي چې دا بریدونه
دا روانه اوونۍ د پاکستان په امنیتي ځواکونو دویم وسله وال برید دی.
د جولای په ۲۵مه هم د خیبرپښتونخوا په ټانک سیمه کې په یوه ځانمرګي برید کې د ۱۲ عسکرو په شمول لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي.
د هغه برید مسوولیت ټي ټي پي تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستی و.