د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

'د افغانستان د سیاسي خپلواكۍ د بېرته ګټلو ۱۰۱مه كليزه او د افغانانو ملي رسالت'


کابل چاپ ورځپاڼې
کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ د بېرته ګټلو د ۱۰۱مې کلیزې د نمانځنې مراسمو او د سولې په پروسه کې نویو خنډونو ته اشاره کړې ده.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د افغانستان د سیاسي خپلواكۍ د بېرته ګټلو ۱۰۱مه كليزه او د افغانانو ملي رسالت په عنوان په سرمقاله کې لیکلي دي چې سږ كال افغان ولس دا ورځ په داسې حال كې نمانځي چې د كرونا ويروس له امله سخت ځپل شوي او د سولې روانې خبرو هم تر دې دمه محسوسې پایلې نه‌دي ورکړي.

د سرمقالې لیکوال لیکي دغه‌راز افغانستان اوس‌مهال د تپل شوې جګړې له امله له ګڼو امنيتي، اقتصادي او ټولنيزو ستونزو سره لاس او ګرېوان دى.

خو هېواد ورځپاڼه همدارنګه له خلکو غواړي چې دا د ټولو افغانانو ستر ملي او اسلامي رسالت دى چې پر ملي يووالي پردۍ لاسوهنې بندې، په ملي اجماع راټول شي او په ملي وحدت د خپلواكۍ پايښت تضمين او ډاډمن كړي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې د طالب بندیانو په خوشې کولو کې د ځنډ مسئله راخیستې او لیکلي يې دي دا ځنډ سبب شوی چې د سولې بین‌الافغاني خبرې پیل نه‌شي او په وینا یې له دې سره په ځینو سېمو کې د جګړو او نښتو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د سرمقالې لیکوال دغه‌راز د بندیانو نه‌خوشې کولو په اړه د فرانسې او اسټرالیا غوښتنې را اخیستي دي.

ورځپاڼه لیکي یادو دواړو هېوادونو د هغه طالب زندانیانو د نه‌خوشې کولو غوښتنه کړې چې د دغه هېوادونو د اتباعو په وژنو کې ښکېل دي.

ورځپاڼې پوښتلي که ستونزه یوازې د هغو څو طالبانو په اړه وي چې اسټرالیا او فرانسې یې د نه‌خوشې کولو غوښتنه کړې ده، نو بیا ولې حکومت له ۴۰۰ بندیانو څخه څه باندې ۳۰۰ نور بندیان لا هم په بند کې ساتي؟

ورځپاڼې یو شمېر افغان چارواکي د سولې په پروسه کې پر خنډ جوړولو تورن کړي دي.

خو په سرمقاله کې د کوم مسؤل چارواکي نوم نه‌دی اخیستل شوی.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې هم د استرالیا، المان او فرانسې وروستیو څرګندونو ته په اشارې لیکلي چې د سولې په مسئله کې نوي خنډونه سبب شوي چې دا پروسه له نویو ننګونو سره مخ شي.

وړاندې هغه اندېښنې را اخیستل شوي چې په وینا یې د دغو هېوادونو نوی دریځ به د سولې پروسه ځنډنۍ کړي.

هشت صبح همدارنګه ټينګار کړی، که چېرې افغان حکومت د نویو فشارونو په اساس ونه‌توانېږي چې پاتې طالب بندیان خوشې کړي طالبان به د سولې بین‌الافغاني خبرو ته چمتو نه‌شي.

XS
SM
MD
LG