د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

د افغان غرختونکو له لوري د پامیر د نوشاخ د لوړې څوکې فتح کول

۹ کسه افغان غرختونکي چې درې په کې نجونې وې د بدخشان د پامیر لوړې څوکې نوشاخ ته ورسېدل.
هغوی ۲۱ ورځې په پښو دغې څوکې ته ورسېدل او د ۷،۴۹۲ متره په اندازه د افغانستان بیرغ یې هلته وځړاوه.

عاقله هاشمي یو له دغو غرختونکو یوه ده. هغې ازادي راډیو ته وویل: " ستونزې وې، ځکه مونږ د غرختلو ډېری وسایل نه درلودل، اکسیجن کم و، هوا هم ډېره سړه وه خو زه خوشاله یم د لوړو ژورو سره سره و مو کولای شول څو د نوشاخ څوک ته ځانونه ورسوو."
له کابل، بامیان، بغلان، بدخشان، میدان وردګ، غزني او هرات ولایتونو غرختونکو په دغه سفر کې ګډون کړی دی.

XS
SM
MD
LG