د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ تله ۱۳۹۹ کابل ۰۹:۳۳

'دفاع وزارت د هغې وېډیو په اړه څېړنه کوي چې د طالبانو مړو ته په‌کې سپکاوی کېږي'


یو شمېر بهرنۍ ورځپاڼې
  • نیویارک ټایمز

د افغانستان دفاع وزارت د هغې وېډیو په اړه څېړنه کوي چې ظاهراً د طالبانو مړو ته په‌کې سپکاوی کېږي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې اړه لیکنه خپره کړې او ویلي یې دي، ډېره اندېښنه لري چې دا ډول پاروونکې وېډیوګانې به چې په خواله رسنیو کې خپرېږي، د سولې له موافقې وروسته هم تر ډېرو پورې د غچ اخیستو اور ته لمن ووهي.

د پنجشنبې په ورځ په ټولنیزو شبکو کې یوه وېډیو خپره شوه چې په هغې کې د افغانستان د ملي اردو په یونیفورم کې څو تنه د طالبانو له جسدونو سره لیدل کېږي چې لاس او پښې یې پرې شوي دي.

په وېډیو کې یونیفورم لرونکي کسان د طالبانو سرپرې شویو تنو ته خاندي.

د دې وېډیو له خپرېدو وروسته د افغانستان دفاع وزارت وویل چې د حقایقو د معلومولو لپاره څېړنه کوي.

دا موضوع له دې کبله هم د پام وړ ده چې د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره د بین‌الافغاني خبرو په درشل کې خپره شوې ده.

نیویارک ټایمز وايي، دواړو خواوو د یو بل پر ضد په ځلونو له بې‌رحمانه تاکتیکونو څخه کار اخیستی دی او دا ډول کارونه حتی که د سولې موافقه وهم شي، ممکن تر کلونو پورې د غچ اخیستو اور تود وساتي.

طالبانو په یوه بیان کې ویلي چې دا پېښه د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې شوې ده. په همدې سیمه کې د اپرېل میاشتې په لومړیو کې د افغان ملي اردو پر یوه جزوتام د طالبانو په حمله کې د ملي اردو ګڼ شمېر سرتېري ووژل شول.

نیویارک ټایمز ته یوه افغان چارواکي ویلي چې خپره شوې وېډیو احتمالاً د هماغه وخت ده.

په وېډیو کې یو تن وايي، دوی راغلل چې په ارغنداب کې وجنګېږي، خو دا یې د سرې قطعې حال دی.

نیویارک ټایمز د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د رئیسې شهرزاد اکبر څرګندونې هم رااخیستي چې د دواړو خواوو په وسله‌والو یې غږ کړی چې له جنګي جرمونو او داسې اقداماتو ډډه وکړي چې د سولې د پروسې په نتیجه کې پخلاینې ته ستونزې پېښوي.

  • سټارز انډ سټرایپس

دې ورځپاڼې بیا په دې لیکنه خپره کړې چې ممکن طالبان له دې سره موافقه ونه‌کړي چې امریکا په افغانستان کې له ترورېزم سره د مبارزې لپاره ځواکونه پرېږدي.

ورځپاڼې د شنونکو په قول لیکلي چې طالب مرکچیان ښايي د افغانستان له حکومت سره د راتلونکو ورځو د سولې په خبرو کې په افغانستان کې د ترورېستي ضد عملیاتو لپاره د یو شمېر امریکايي پوځیانو د پاتې کېدو له وړاندیز سره مخالفت وکړي.

ورځپاڼه زیاتوي، د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ په ځلونو ویلي چې له افغانستانه ټول پوځیان باسي، خو په عین حال کې یې د تېر کال په مني کې فاکس نیوز راډیو ته وویل چې د ترورېستي ضد چارو لپاره به یو شمېر امریکايي پوځیان تل په دې هېواد کې وي.

په افغانستان کې داعش، القاعده او یو شمېر نورې سختدریځې ډلې هم شته چې امریکا او نور لوېدیځ هېوادونه‌یې خپل امنیت ته خطر ګڼي.

د جمهوري‌پال سناتور لندسي ګراهام په شمول د کانګرس یو شمېر غړي د دې پلوي دي چې یو شمېر امریکايي پوځیان باید د نورو ترورېستي ډلو د ځپلو لپاره په افغانستان کې پاتې شي.

خو د نړیوالو بحرانونو مؤسسې غړی اندریو واټکینس وايي، داسې ښکاري چې طالبان د ترورېستي ضد عملیاتو لپاره د امریکايي پوځیانو له پاتې کېدو سره موافق نه‌دي.

XS
SM
MD
LG