- ډیپلومات
ډیپلومات خپرونې په افغانستان کې د داعش او سولې بهیر په اړه لیکنه کړي.
لیکوال ویلي چې اسلامي دولت وسلهواله ډله یا داعش د امریکا او طالبانو په موافقه کې د ځان لپاره یو خونړی فرصت ویني او د گډوډۍ په لټه کې ده.
په لومړي سر کې ویل شوي چې داعش ډله خطرناکه ډله ده ځکه د سیمې بېلابېل جګړهماران یې ورجلب کړي دي.
په ليکنه کې راغلي د داعش هغه جګړهماران چې په سوريه کې تر فشار لاندې وو، د دې ډلې د خراسان څانګې سره په افغانستان کې ملګري شوي دي.
د دوشنبې په ورځ داعش د ننګرهار پر محبس د هغې خبر جوړوونکې حملې مسؤليت ومانه چې لسګونه تنه پهکې ټپيان او ووژل شول.
اوس دا پوښتنه راپورته شوې چې ایا له طالبانو سره د سولې په صورت کې به د داعش په شان نورو ډلو خطر ختم شي؟
افغان او امريکايي چارواکو ويلي چې په افغانستان کې یې داعش ډله ماته کړې ده خو د راپورونو له مخې دا ډله لاهم مقاومت کوي. د ملګرو ملتونو د تازه راپور له مخې دا ډله په افغانستان کې له دوه زرو زیات کسان لري.
- مېل انلاین
مېل انلاين په افغانستان کې د کرونا ویروس په اړه راپور خپور کړی دی. په لومړي سر کې د روغتيا وزیر احمد جواد عثماني له قوله ويل شوي چې په افغانستان کې ميليونه خلک په کرونا ویروس اخته دي.
په ليکنه کې ويل شوي چې دا معلومات د روغتيا نړيوالې ادارې په مرسته په افغانستان کې د نږدې ۹،۵۰۰ کسانو د انتي باډي له ازموينو مخې ته راغلي دي.
د رسمي شمېرو له مخې کرونا ویروس په افغانستان کې له ۱،۲۰۰ څخه زیات کسان وژلي دي، خو د راپور له مخې د وژل شویو د شمېرو په اړه سروې دوام لري.