نړۍ
دوه امریکايي ستورمزلي د مکسیکو په خلیج کې کوز شول

امریکایي ستورمزلي ډَګ هَرلي او باب بینکین پرون یکشنبه له نړیوال فضايي سټېشنه د مکسیکو په خلیج کې کوز شول.
دا لومړی وار و چې په ۴۵ کلونو کې ستورمزلو په اوبو کې په بریالي توګه د فراشوټ په وسیله ناسته وکړه.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په خپل ټويټر کې لیکلي چې ستورمزلو د ۴۵ کلونو کې لومړی وار د فراشوت په وسیله ناسته ترسره کړه.
ناسا د مې په ۳۱مه د ایلون ماسک کمپنۍ د سپېس اېکس پروژې په همکارۍ دوه ستورمزلي نړیوال فضايي سټېشن ته ولېږل چې لومړی وار و یوه شخصي کمپنۍ فضا ته ستورمزلي استوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په عربستان کې د ایران سفارت بېرته پرانیستل شو

د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې نن د ایران سفارت بېرته پرانیستل شو.
دا خبر د سعودي رسنیو ورکړی دی.
په ریاض کې د ایران سفارت څو میاشتې وروسته له هغې پرانستل کېږي چې دغو دواړو سیمه ییزو سیالانو د چین په منځګړیتوب د خپلو ډیپلوماتیکو اړیکو د بېرته ټینګېدو په اړه موافقه وکړه.
ایران او سعودي عربستان له څو کلونو تربګنۍ وروسته چې په منځني ختیځ کې یې ثبات له خطر سره مخ کړی او د یمن، سوریې او لبنان په ګډون یې سیمه ییزو شخړو ته لمن وهلې وه، په تېره مارچ میاشت کې په خپلو دوه اړخیزې اړیکې بېرته ټینګې کړې.
د اړیکو د ټینګېدو موافقه اوه کاله وروسته له هغې وشوه چې سعودي عربستان د ایران په پلازمېنه تهران کې پر خپل سفارت له برید وروسته له دې هېواد سره اړیکې پرې کړې وې.
په تهران کې د سعودي پرسفارت معترضینو دغه برید د ریاض له خوا د یوه شیعه ملا د اعدام په غبرګون کې کړی و.
ایران په کور دننه لومړنی جوړ شوی بالسټیک توغندی نندارې ته وړاندې کړ

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو نن سېشنبې په کور دننه جوړ شوی لومړنی داسې بالسټیک توغندی وښود، چې تر غږه چټک ځي.
د ایران دولتي رسنیو د دې هېواد د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د چارواکو له قوله ویلي چې د فتاح په نوم دغه هایپرسونیک توغندی له هر ډول دفاعي چتر څخه تېرېږي، خو د دغې ادعا په اړه شواهد نهدي وړاندې شوي.
د راپورونو له مخې د دغې نوي توغندي د ښودلو په مراسمو کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو قومندانانو او د ایران ولسمشر ابراهیم رییسې چې نوم یې ده پخپله غوره کړی، ګډون کړی و.
رییسي وویل: "موږ نن داسې احساس کوو چې د حملو د مخنیوي لپاره یو ځواک رامنځته شوی دی."
د ایران د هوایي فضایي ځواکونو قومندان امیرعلي حاجيزاده ویلي، دغه نوی توغندی کولای شي چې په یوه ساعت کې پنځلسنیم زره کیلومتره واټن ووهي.
خو د لوېدیځ چارواکو ویلي چې ایران تل د خپلو نویو توغندیو په اړه مبالغه کوي.
ټېسټ کرکټ؛ سبا د هندوستان او اسټرالیا ترمنځ د ټېسټ اتلولیو پایلوبه پيلېږي

د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ټېسټ اتلولیو د پيل شویو سیالیو پایلوبه سبا چهارشنبه د جون ۷مه د هندوستان او اسټرالیا ترمنځ پیلېږي.
دغه سیالي به د انګلستان په 'اوول' لوبغالي کې په ځايي وخت سهار ۱۰:۳۰ بجې پيل شي.
دواړه لوبډلې له یوې اونۍ راهیسې لندن ته راغلي او په تمریناتو بوخت دي.
په دې پایلوبه کې به د یادو لوبډلو په ۱۱کسیز ترکیب کې د کرکټ د نړۍ مشهور ستوري ویرات کولي، روحیت شرما، سټیف سمېټ، مېچل سټارک، ډیوېډ وارنر، شبمن ګېل، محمد شامي او نتن لاین لوبه وکړي.
د ویلو ده چې د دې پایلوبې ګټونکې لوبډلې ته به تر یو نیم میلیون امریکايي ډالر ورکړل شي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير سعودي عربستان ته روان شوی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن نن د جون ۶مه سعودي عربستان ته خپل سفر پیل کړ.
د بلېنکن د سفر هدف به د واشنګټن او ریاض د ترینګلو اړیکو بیا جوړول وي.
د دې دوو هېوادونو اړیکې، له تېرو څو کالو راهیسې د ایران او د سیمې د امنیتي پالیسیو پر سر سړې شوي دي.
تمه ده چې بلېنکن به په پلازمېنه ریاض او ساحلي ښار جده کې له سعودي چارواکو او احتمالا ولیعهد محمدبن سلمان سره چې د سعودي رښتینی واکمن بلل کېږي وګوري.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان هم د مې په اوومه په سعودي عربستان کې و.
اوکرایني چارواکي: روسیې د دنیپر برښنا بند الوزولی

اوکرایني چارواکو پر روسیې تور لګولی چې د دې هېواد په اشغال شوي جنوب کې پر دنیپر سیند جوړ د برښنا بند یې الوزولی دی.
د ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي په وینا دې کار د دنیپر سیند میلیونونه لیټره اوبه د سیمې پر لور ورخوشې کړې دي.
زیلینسکي دا یو تروریستي عمل بللی.
اوکرایني چارواکي وايي، نن سهار له دې برید وروسته له خرسون څخه چې سیمې یې اوبو لاندې کړي، لسګونه زره کسان له کورونو وایستل شول.
د چارواکو په وینا، د روسیې د حملې په نتیجه کې د اوبو سطح تر لسو مترو پورې لوړه شوه. په داسې حال کې چې احتمالاً دې برید به د زاپوریژیا اټومي بټۍ هم له ګواښ سره مخامخ کړې وي زیلینسکي په دې اړه د خبرو لپاره د ملي امنیت شورا او دفاعي شورا غونډه راوبلله.
د 'ایف بي آی' د یوه پخواني مامور جسد د هغه د زندان په سلول کې موندل شوی

د امریکا د تحقیقاتو د فدرال ادارې یا 'ایف بي آی' د پخواني مامور رابرټ هانسن جسد په کلوراډو ایالت کې د هغه د زندان په سلول کې موندل شوی دی.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې رابرت هانسن د امریکا په تاریخ کې د مخربو جاسوسانو له ډلې یاد کړی دی.
په راپورونو کې د زندان د چارواکو په حواله ویل شوي چې د هانسن جسد پرون د جون میاشتې په پنځمه موندل شوی دی.
۷۹ کلن هانسن په ۲۰۰۱ کال کې ونیول شو او وروسته یې اعتراف وکړ چې پر پخواني شوروي اتحاد او اوسنۍ روسیې یې حساس یا طبقه بندي شوي اسناد پلورلي دي.
هانسن په ۱۹۷۹ کال کې د جاسوسۍ فعالیت پیل کړی و او دا مهال د عمري قید تېرولو په حال کې و.
په صربستان کې د ډلهییزو وژنو وروسته د کرکجنو خبرو زیاتوالي اندېښنې رامنځته کړي

د عقیدې او بیان ازادي په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ایرینه خان په صربستان کې د ډلهییزې وژنې تر دو پېښو وروسته د کرکجنو خبرو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده.
د ملګرو ملتونو په بیان کې راغلي، صربستان باید ژر تر ژره د کرکجنو او تفرقه اچونکو خبرو په وړاندې چې په ټولنه کې تاوتریخوالي ته لمن وهي، اقدام وکړي.
تازه صربستان په ۴۸ ساعتونو کې د ډزو د دو پېښو شاهد و چې پهکې څو تنه ټپیان شول.
د ملګرو ملتونو د بیان په دوام کې راغلي چې دغو ډزو پر ټول صربستان اغېز کړی او له دې پېښې د کرکې خپرولو او د خپلواکو رسنیو، د بشري حقونو مدافعانو او سیاسي مخالفانو د سپکولو د یوه فرصت په توګه کار اخیستل کېدای شي.
ګروسي: ایران د اټومي پروګرام په تړاو خپلې ژمنې نهدي پوره کړي

د اټومي انرژۍ د نړېوالې ادارې مشر رافایل ګروسي له ایرانه وغوښتل چې خپل ټول اټومي مسوولیتونه پوره کړي.
هغه پرون دوشنبه د اتریش په پلازمېنه ویانا کې وویل چې ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه د لا روڼتیا په برخه کې خپلې ژمنې نهدي پوره کړي.
د جرمني د خبري اژانس د خبر له مخې، د مارچ په میاشت کې په تهران کې د ګروسي او د دغې ادارې مشرتابه په رسمي ډول موافقه وکړه چې، د اټومي تاسیساتو د څارنې او د پخوانیو پټو اټومي مرکزونو په اړه څېړنې زیاتې کړي.
ګروسي د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د مدیره پلاوي په یوه غونډه کې وویل، له هغه وخت راهیسې د هغه څه یوه برخه چې دوی یې وړاندوینه کړې وه، عملي شوي دي.
د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر ومنله چې ځینې کامرې او د څارنې وسایل نصب شوي دي.
هغه زیاته کړه: "یو څه پرمختګ شوی، خو هغومره نهدی څومره چې ما تمه درلوده."
کریملین د اټومي وسلو د کنټرول په اړه د امریکا وروستی بیان مثبت بللی

کریملین د اټومي وسلو د کنټرول په اړه د متحدوایالتونو وروستی بیان مثبت بللی.
کریملین نن په یو بیان کې وویل چې د اټومي وسلو د کنټرول لپاره د دوه اړخیزو خبرو په اړه د متحدهایالتونو د ملي امنیت د سلاکار جک سولیوان څرګندونې مثبتې دي.
بیان زیاتوي چې روسیه ډیالوګ ته چمتو ده.
سولیوان د جمعې په ورځ وویل، که روسیه تر ۲۰۲۶ کال پورې د نیو سټارټ یا نوي پیل د تړون د اعتبار د مودې ترپایه د دې تړون پر پرېکړو عمل وکړي نو امریکا به هم همدا کار وکړي.
ولسمشر ولادیمیر پوتین په فبروري میاشت کې په دې تړون کې د روسیې غړیتوب وځنډاوه.
زیلینسکي: د روسیې د جګړې له پيله تر اوسه لږترلږه پنځه سوه ماشومان وژل شوي

د اوکراین ولسمشر وایي، پر هېواد یې د روسیې د جګړې له پيله تر اوسه لږ تر لږه پنځه سوه ماشومان وژل شوي دي.
ولودمیر زیلینسکي د یکشنبې په ورځ دغه اعلان وروسته تر هغه وکړ چې د ژغورنې کارکونکو د هغې دوه کلنې ماشومې جسد پيدا کړ چې د روسیې تازه هوایي بریدونو کې وژل شوې وه.
د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې زیلینسکي ویلي، د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له ۲۴مې را وروسته پر دغو ماشومانو سربیره سلګونه نور خلک هم د روسیې د وسلو او کرکې له کبله وژل شوي دي.
پر اوکراین د روسیې د یرغل شپاړس میاشتې پوره شوې، خو تراوسه هم دغه جګړه روانه ده او تېرو ۲۴ ساعتونو کې هم د اوکراین په ختیځ کې د تازه شخړو راپورونه ورکړل شوي دي.