د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ تله ۱۳۹۹ کابل ۰۸:۳۶

نړۍ

امریکا کې د مالدووا یو تبعه مجرم وپېژندل شو

ارشیف

په امریکا کې د مالدووا یو تبعه د توطئو او سایبري جرمونو په تړاو مجرم وپېژندل شو.

د امریکا د عدلیې وزارت پرون وویل، ۳۰ کلن والیریان چیوچیاو تورن دی چې د نړۍ په کچه‌یې ۵۶۸ میلیونه ډالر غلا کړي دي.

په امریکا کې میاشت وړاندې یو روسی تبعه سرګي مدودف هم په ورته قضیه کې د لاس لرلو په تور مجرم پېژندل شوی و.

مدودف د این فراد شرکت مؤسس او مدیر و، هغه شرکت چې په امریکا او نورو هېوادونو کې د سایبري غلاوو او خلکو، سوداګرو او بانکونو ته د چل ورکولو تور پرې پورې دی.

چیوچیاو هم د همدې شرکت په تړاو د څېړنو په رڼا کې مجرم پېژندل شوی، تمه ده چې د ده محاکمه په ډسمبر میاشت کې ترسره شي.

پر ده تور دی چې این فراد شرکت ته‌یې ویجاړوونکي سافټ ویرونه جوړول.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

اروپايي ټولنې د بیلاروس پر ځینو چارواکو د بندیزونو لګولو هڅې پیل کړي

السکاندر لوکاشينکا

د اروپايي‌ ټولنې د بهرنيو چارو وزیرانو د بیلاروس د سیاسي مخالفينو له مشرې سويتلانا تیخانوفسکایا سره د دې هېواد پر ځينو چارواکو د احتمالي بندیزونو وضع کولو په اړه خبرې وکړې.

د راپورونو له مخې د بیلاروس پر مشر السکاندر لوکاشينکا هم د احتمالي بندیزونو بحث شوی دی.

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو د پالیسۍ مشر جوزيپ بوریل د دوشنبې د غونډې په اړه ويلي چې د اروپايي ټولنې پر بهرنيو چارو وزیرانو د بیلاروس وګړو او په ځانګړې توګه د ښځو زړورتيا ډېره اغېز کړی دی.

بوريل همداراز د روسیې هغه تور رد کړی چې وايي اروپايي ټولنه د بیلاروس په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي.

په بیلاروس کې له هغه راهیسې د خلکو اعتراضونه روان دي چې د اګسټ د نهمې په ټاکنو کې الکساندر لوکاشينکا ګټونکی اعلان شو.

مخالفين وايي چې په دې ټاکنو کې سويتلانا تیخانوفسکايا بریالۍ شوې ده خو د بیلاروس د ټاکنو کمېسيون لوکاشینکا ګټونکی اعلان کړ.

د هند په ځینو سیمو کې ښوونځي بېرته پرانیستل شوي

ارشیف

په هند کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو پر زیاتېدو سربېره، پنځه مياشتې وروسته ښوونځي پرانیستل شول.

د هند د مرکزي حکومت د اقدام پر اساس ښوونځي بايد له دوشنبې د سېپټېمبر له ۲۱مې په داوطلبانو توګه د هغو زده کوونکو لپاره پرانیستل شوي وای چې عمرونه یې له ۱۴ څخه تر ۱۷ کلونو دي.

خو حکومت په دې اړه اخري پرېکړه محلي ادارو ته پرې ایښې ده.

د نوي ډلي، ګجرات، کرالا او اترپردېش په ګډون ځينو ايالتونو ويلي چې ښوونځي به ډېر ژر پرانیستل شي.

د روغتيا وزارت د ارقامو له مخې اوسمهال نږدې پنځه نيم ميليونه خلک په دې هېواد کې په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د مړو شوو شمېر تر ۸۷۰۰۰ څخه لوړ شوی دی او ويل کېږي چې په اوسط ډول په ۲۴ ساعتونو کې نږدې زر تنه له دې ویروسه مري.

يو اعشاريه درې ميليارده نفوس لرونکی هند په نړۍ کې دوهم هېواد دی چې په کې ډېر خلک په کرونا ویروس اخته شوي دي.

'د اذربايجان یو سرتېری وژل شوی'

ارشیف

د اذربايجان دفاع وزارت وايي، ارمنستان یې یو سرتېری وژلی دی.

دې وزارت د دوشنبې په ورځ د سېپټېمبر په ۲۱مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د دوی پر سرتېرو د همدغې ورځې په سهار په سرحدي سيمه کې برید وشو.

په خبرپاڼه کې دا حمله پاروونکې او سرغړونه بلل شوې ده.

تېره اونۍ ارمنستان اعلان کړی و چې اذربايجان یې يو سرتېری وژلی دی.

دواړه خواوې يو بل د حملې په پیلولو او د څو لسیزو پخواني اوربند څخه په سرغړونه تورنوي.

د هند کرکټ غوره لیګ؛ نن حیدراباد او بنګلور سره سیالي کوي

د حیدرآباد لوبډلې لوبغاړي

د هند د کرکټ په غوره لیګ کې به د سنرایزرز حیدراباد او رویال چلنجنرز بنګلور ټیمونه سره مخ شي.

دا لوبه د دوبۍ په نړیوال کرکټ سټډیوم کې ماښام مهال پیلېږي.

په حیدراباد لوبډله کې د افغانستان دوه وتلي لوبغاړي راشد خان او محمد نبي هم لوبېږي.

راشد خان داسې مهال لوبېږي چې پرون یې د زوکړې دوه ویشتمه کلیزه وه او سنرایزر ټیم ورته مراسم نیولي و.

د هند د کرکټ غوره لیګ سږ کال د کرونا وبا د خپرېدو په سبب د هندوستان پر ځای په متحده عربي اماراتو کې د شنبې له ورځې پیل شوی دی.

تېره شپه هم په دې لوبو کې ډهلي کپټلز ټیم د کینګز پنجاب لوبډله ماته کړه.

که څه هم افغان لوبغاړي مجیب الرحمن د کینګز پنجاب د ټیم غړی دی خو بېګا په لوبه کې چانس نه و ورکړل شوی.

امریکا د ایران د وسلو پروګرام سره په تړلیو هدفونو بندیزونه لګوي

سپینه ماڼۍ

امریکا متحده ایالتونه به نن د ورځې په اوږدو کې د ایران د وسلو له پروګرام سره په تړلیو لسګونه هدفونو بندیزونه ولګوي.

دا خبره رویټرز اژانس ته یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي تایید کړې.

هغه ویلي څه باندې شل کسان او ادارې چې د ایران له اټومي وسلو، راکټي پروګرام او عادي (متعارف) وسلو سره تړلي دي په دې بندیزونو کې شاملېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو هم وړمه ورځ اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو ټول بندیزونه یې له سره په ایران لګولي دي.

پومپيو د بندیزونو د بیا لګولو خبره سره له دې چې له ایران سره د اټومي تړون شاملو هېوادونو یې مخالفت کړی اعلان کړه.

د ایران ولسمشر حسن روحاني بیا ویلي چې که امریکا له زور کار اخلي ایران یې هم کلک ځواب وايي.

د هند ځینو سیمو کې ښوونځي بېرته پرانیستل کېږي

په ډيلي، ګجرات، کیرالا او اوترا پردیش کې ډېرو ویلي چې د ښونځیو د پرانیستو پرېکړه لا وختي ده.

په هند کې د کرونا ویروس له ډېرېدو سره سره ځینې ایالتونه سر له نن نه د ښونځیو پرانستو ته اجازه ورکوي.

دغه هېواد کې چې څه باندې یو اعشاریه درې میلیارده نفوس لري، له تېرو شاوخوا پنځو میاشتو راهیسې ښونځي بند وو.

مرکزي حکومت د ښونځیو پیل ته شین څراغ ښودلی، خو وروستۍ پرېکړه یې ایالتونو ته پریښې.

په ډيلي، ګجرات، کیرالا او اوترا پردیش کې ډېرو ویلي چې د ښونځیو د پرانیستو پرېکړه لا وختي ده.

په ورځنۍ کچه د کرونا ډېرې پېښې هم دې وروستیو کې هند کې ثبتېږي او هره ورځ سلګونه کسان ترې مړه کېږي.

دغلته اوس هره ورځ د شاوخوا یو لکو نویو پېښو راپور ورکول کېږي چې ورسره د مثبتو پېښو شمېر هم پنځه اعشاریه څلور میلیونو ته رسېدلی دی.

په ټوله نړۍ کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر نژدې ۳۱ میلیونو ته رسېدلی او له دې کبله د مړو شمېر هم یو میلیون ته نژدې شوی.

د هند کرکټ غوره لیګ سیالۍ؛ بېګانۍ لوبه ډهلي وګټله

ډهلي کپټلز ټیم

د هند د کرکټ په غوره لیګ کې بېګا ډهلي کپیټلز ټیم د کېنګز پنجاب لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا لوبه د دوبۍ په کرکټ سټډیوم کې وشوه.

لومړی بیټینګ ډهلي ټیم وکړ او په۲۰ اورونو کې یې ۱۵۷ منډې وکړې.

کېنګز پنجاب بېرته په ځواب کې ۱۵۷ مساوي منډې وکړې چې په دې اساس دواړه لوبډلې سوپر اوور ته ورغلې او په هغه کې هم ډهلي ګټونکې شوه.

که څه هم افغان لوبغاړي مجیب الرحمن د کېنګز پنجاب د ټیم غړی دی خو بېګا په لوبه کې چانس نه و ورکړل شوی.

تمه ده نن ماښام د سنرایزرز حیدراباد او رویال چلنجنرز بنګلور ټیمونه سره سیالي وکړي.

په حیدراباد لوبډله کې د افغانستان دوه وتلي لوبغاړي راشد خان او محمد نبي هم لوبېږي.

د هند د کرکټ غوره لیګ سږ کال د کرونا وبا د خپرېدو په سبب د هندوستان پر ځای په متحده عربي اماراتو کې د شنبې له ورځې پیل شوی دی.

دولتونو او مالي بنسټونو څومره د ناقانونه پیسو د لېږد مخنیوي هڅې کړي؟

ارشیف

د تحقیقي ژورنالیستانو د نړیوال کنسورتیوم تازه راپور ښيي چې د نړۍ بېلابېلو بانکونو تېر دوه لسیزې داسې دوه تریلیون ډالره یا دوه زره میلیارده ډالره ښکته او پورته کړي چې پرې شکمن و.

دغه تازه راپور دا پوښتنې او اندېښنې راولاړې کړي چې دولتونو او مالي بنسټونو څومره د ناقانونه پیسو د انتقال د مخنیوي هڅې کړي؟

د تحقیقي ژورنالیستانو د نړیوال کنسورتیوم راپور چې یکشنبه خپور شوی د امریکا د خزانې وزارت د پیسو د سپینولو د څانګې د زرګونه فاش شویو سندونو په اساس جوړ شوی دی.

راپور شيي چې د جي پي مورګن، او دویچ بانک په څېر لویو لویدیځ بانکونو څنګه د پخواني شوروي په شمول د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له جرمي شبکو سره مرسته کړې او پیسې انتقال او پټې کړي دي.

نړیوالو مالي بنسټونو او حکومتونو تر اوسه د دغو تورونو د سپیناوي لپاره څه نه دي ویلي.

د ایران ولسمشر امریکا ته ګواښ وکړ

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني ګواښ کړی چې که امریکا له زوره کار واخلي دوی هم کلک ځواب ورکوي.

د روحاني خبرې یکشنبه دولتي ټلویزیون خپرولې.

هغه وویل امریکا پر ایران د بندیزونو په بیا لګولو کې له ناکامۍ سره مخامخ ده.

روحاني داسې وخت دا څرګندونې وکړې چې امریکا اعلان کړی په ایران باندې ټول هغه بندیزونه بیا لګوي چې د برجام په خاطر ترې لرې شوي و.

که څه هم له ایران سره د اټومي تړون پاتې غړیو د امریکا دا کار نه دی منلی خو رویټرز اژانس راپور ورکړی چې امریکا به دوشنبه د ایران د راکټي پروګرام مرتبط لسګونه کسان په بندیزونو کې شامل کړي.

اکثر نړیوال شرکتونه د امریکا د بندیزونو له ویرې له ایران سره سوداګرۍ ته زړه نه ښه کوي.

د ایران اقتصاد د امریکا د پرله پسې بندیزونو په سبب ځپل شوی.

تازه یکشنبه د تومانو په وړاندې د ډالرو بیه ډېره پورته ولاړه او یو ډالر په ۲۷ زره او درې سوه تومانو ته پورته شو چې یو نوی ریکارډ بلل کېږي.

بلاروس کې یو ځل بیا پراخې مظاهرې پلان شوي

بلاروس کې مظاهرې

په بلاروس کې نن یو ځل بیا د حکومت پر ضد پراخې مظاهرې پلان شوې دي.

له دې یوه ورځ مخکې امنیتي ځواکونو په پلازمېنه مېنسک کې سلګونه ښځینه مظاهره‌چیانې چې د یوه لاریون په ترڅ کې یې د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د استعفا غوښتنه کوله ونیولې.

تمه ده چې نننۍ مظاهرې ماسپښین مهال پیل شي.

د اګسټ د نهمې له انتخاباتو وروسته چې لوکاشینکا د هغو ګټونکی اعلان شو په تېره یوه میاشت کې په بلاروس کې پراخې مظاهرې روانې دي.

د واشنګټن د وروستي اقدام پر وړاندې د ایران غبرګون

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده

تهران د واشنګټن د هغه اقدام پر وړاندې چې د ملګرو ملتونو له‌خوا پر دې هېواد ټول لګېدلي بندیزونه‌یې له خپل لوري په یو اړخیز ډول لګولي، غبرګون ښودلی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده نن یکشنبه په تهران کې په یوه خبري غونډه کې له نړیوالو وغوښتل چې د واشنګټن د خپل‌سرو اقداماتو پر وړاندې لاس یو کړي او په یوه غږ خبرې وکړي.

متحده ایالاتو له دې مخکې هم پر ایران د ملګرو ملتونو د بندیزونو د دوام لپاره امنیت شورا ته یوه طرحه وړاندې کړې وه، خو دې شورا ونه‌منله.

د امریکا اروپايي متحدانو پر ایران د واشنګټن د نویو بندیزونو پر اغېزمنتوب شک ښودلی، خو له دې سره سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون شنبه پر ایران د ملګرو ملتونو بندیزونه چې ناڅاپي کلک ګوزار بلل کېږي اعلان کړل او د بندیزونو د سرغړواي په وړاندې د اقدام خبرداری یې ورکړ.

شمالي وزیرستان کې دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي

ارشیف

د پاکستان پوځ ډیورند کرښې ته څېرمه په یوه برید کې د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې په یوه بیان کې چې نن یکشنبه خپور شو وايي، دا سرتېري د هغو عملیاتو په ترڅ کې چې پوځ په شمالي وزیرستان کې پیل کړي له وسله‌والو سره په نښته کې وژل شوي دي.

پوځ په یو بل بیان کې د بلوچستان ایالت په اواران ولسوالۍ کې پرون شنبه له پوځ سره نښته کې د څلورو وسله‌والو د وژل کېدو خبر هم ورکړی.

لاریون کوونکو لندن کې پولیسو سره شخړه کړې

ارشیف

د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره پر لګول شویو بندیزونو غوسه شویو لاریون کوونکو پرون په لندن کې له پولیسو سره اخوډب وکړ.

دا لاریون وروسته له دې وشو چې د لندن ښاروال صدیق خان خبرداری ورکړ چې په ښار کې د کرونا د نویو پېښو د زیاتېدو له کبله به یو لړ محدودیتونه وضع کړي.

د بریتانیا حکومت تېره اوونۍ تر شپږو کسانو د زیاتو خلکو پر یوځای کېدو بندیز ولګاوه.

دا بندیز وروسته له دې اعلان شو چې د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن وویل چې هېواد ته یې د کرونا وبا دوهمه څپه راروانه ده.

امریکا په یو اړخیز ډول د ایران پر ضد د ملګروملتونو ټول بندیزونه ولګول

مایک پومپیو

د امریکا متحدو ایالتونو په یو اړخیز ډول د ایران پر ضد د ملګروملتونو ټول بندیزونه ولګول.

امریکا دا پرېکړه له دې سره سره وکړه چې د بندیزونو پر اغېزمنتوب د شک په خاطر د متحدو ایالتونو نژدې اروپايي متحدانو ورسره مخالفت وکړ.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون پر ایران د ملګروملتو بندیزونه، چې «ناڅاپي کلک ګوزار» بلل کېږي، اعلان کړل او د بندیزونو د سرغړواي په وړاندې یې د اقدام خبرداری ورکړ.

امریکا تر دې وړاندې پر ایران د بندیزونو د دوام لپاره امنیت شورا ته طرحه وړاندې کړې وه خو دې شورا ورسره موافقه ونه کړه.

ایران مخکې ویلي و چې که بندیزونه یې، چې په اکټوبر میاشت کې پای ته رسېږي، تمدید شول، له اتومي موافقې څخه به ووځي.

د روسیې سیاسي مخالف الکسي ناوالني: په نویچوک زهري موادو مسموم شوی یم

ناوالني پر خپل انستاګرام دا انځور هم خپور کړی چې ښيي د برلین په روغتون کې له زینې ښکته کېږي

د روسیې سیاسي مخالف الکسي ناوالني ویلي، له مسمومېدو وروسته یې د رغېدو لاره ( معلومه) شوې، خو زیاته کړې ده چې ډېر وخت به ونیسي.

نوموړي پرون پر ټولنیزو رسنیو ولیکل چې په نویچوک زهري موادو مسموم شوی دی.

ناوالني پر خپل انستاګرام داسې انځور هم پوست کړی چې ښيي د برلین په روغتون کې له زینې ښکته کېږي.

نوموړي ویلي، لاهم په زینو کې په سختۍ تګ کوي او پښې یې لړزېږي.

ناوالني د اګسټ په شلمه په سایبریا کې ناروغ شو چې بیا وروسته د درملنې لپاره جرمني ته ولېږدول شو.

د جرمني دولت ویلي، خپلواکو لابراتوري معایناتو ښودلې چې هغه په زهري موادو مسموم شوی، خو روسیې دا راپورونه بې بنسټه بللي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG