- واشنګټن پوسټ
د واشنګټن پوسټ د یوې لیکنې سرلیک دی "له ګڼې ګوڼې د ډکو روغتونونو له وېرې، یو شمېر افغانانو له کرونا سره د مبارزې لپاره د مېوو جوسو او د ترکاریو سوپ (شوروا) ته مخه کړې."
واشنګټن پوسټ د دې لیکنې په پیل کې په افغانستان کې د کرونا ویروس شااوخوا ۳۶ زره ثبت شویو پېښو ته اشاره کوي، خو وايي زرګونه داسې کسان شته چې ناروغ شوي، رغېدلي او اوس نهپوهېږي چې کرونا ویروس نیولي کنه.
د ورځپاڼې په وینا ډېرو له دې کسانو څخه د خپلې ناروغۍ نښې سردرد، تبه او ځینې نورې چې کرونا سره تړلي لکه د بوی د حس له لاسه ورکول یاد کړي، خو له ټسټ پرته دوی په ډاډمنه توګه نهشي ویلی چې ایا کرونا یې تېره کړې او کنه.
واشنګټن پوسټ د زمین مدبر په نوم د یو افغان له خولې چې په ازمیښت کې په کرونا اخته بلل شوی و لیکلي، سره له دې چې د ناروغۍ له کبلهیې ډېر درد درلود، خو روغتون ته ځکه ورنهغی چې وېرهیې درلوده روغتون بهیې نور هم بدتره کړي.
نوموړي واشنګټن پوسټ ته ویلي د کرونا په روغتونونو کې چاپېریال خپله تر ویروس بدتر دی.
- ډیپلومات
ډیپلومات خپرونې هم په همدې تړاو لیکنه کړې چې سرلیکیې دی "کتلوي معافیت افغانستان د 'کووېډ-۱۹' څخه نهشي ژغورلی."
په لیکنه کې د کابل د عامې روغتیا د رئیس خوشحال نبيزاده له خولې ویل شوي، له بده مرغه افغانستان او کابل له یو داسې وضعیت سره مخ شو چې ګڼ وګړي په کې په دې ویروس اخته شول.
خپرونې د ښاغلي نبيزاده له خولې زیاته کړې: "هغوی چې تر اوسه خوندي دي هم ښايي په کرونا ویروس اخته شي. موږ هیلهمن یوو چې خلک به یو کلي معافیت پیدا کړي کنه موږ به له یوې بلې تراژیدۍ سره مخ یوو."
ډیپلومات د ځینو شواهدو په استناد لیکي، هغه کسان چې له 'کووېډ-۱۹' رغېږي، د دې ناروغۍ په وړاندې معافیت پیدا کوي، خو په دوه، درې میاشتو کې دا نوې رامنځته شوې انټي باډي بېرته کمېږي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت یو پخواني سلاکار باز محمد شېرزاد ډیپلومات ته ویلي د دې ویروس په وړاندې ټولیز معافیت رامنځته کېدل تر اوسه یو 'خیال او تیوري' ده.
یو شمېر نورو امریکايي رسنیو بیا د ولسمشر ټرمپ پر هغو تازه څرګندونو لیکنې خپرې کړي چې په یوې مرکه کې یې ویلي، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سرهیې په خپلو وروستیو ټیلیفوني خبرو کې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د وژلو پر سر د روسیې لهخوا طالبانو ته د نقدي جایزو پر راپورونو خبرې نهدي کړي.
په دې لړ کې د سټارز اینډ سټرایپس خپرونې لیکلي، ولسمشر ټرمپ په خپله وروستۍ مرکه کې یو ځل بیا د هغو راپورونو په اړه چې ګوندې د روسیې استخباراتو دې افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د وژلو پر سر طالبانو ته نقدي جایزې منلې وي شک څرګند کړ او ویېویل دا یوه داسې موضوع ده چې ډېر خلکیې جعلي خبر بولي.
خپرونه وايي، د ټرمپ ادارې په وروستیو اوونیو کې په دې اړه د استخباراتي معلوماتو پر رښتینولۍ پوښتنې راپورته کړي، خو سټارز اینډ سټرایپس د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین د څو اوونۍ مخکې څرګندونو ته په اشارې زیاتوي، د ولسمشر ټرمپ خپل لوړپوړي استخباراتي چارواکي دا معلومات دومره باوري او د دې وړ بولي چې پنټاګون او د امریکا متحدانو ته خبرداری ورکړل شي څو هغوی په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د خوندیتوپ لپاره تدابیر ونیسي او د روسیې د دا ډول عملیاتو په وړاندې د ځواب ویلو پر انتخابونو غور وکړي.