د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۳۹۹ کابل ۰۲:۴۱

افغانستان

کندز کې د هاوان مرمۍ لګېدو ۲ ملکیان ووژل

کندز

د کندز ولایت چارواکي وايي په دشت ارچي ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله دوه ملکیان وژل شوي دي.

د دوی په وینا هاوان تېر ماښام د ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ ته څېرمه د یوه جومات پر انګړ لګېدلی دی.

د دشت ارچي ولسوالۍ امنیه قوماندان حمید اغا نن سې شنبه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په پېښه کې ۵ کسان ټپيان شوي او ۲ تنه وژل شوي دي چې ډېری یې هغه تنکي زلمیان دي چې هلته‌یې توپ‌بازي کوله. ټپیان د کندز روغتون ته لېږدول شوي دي."

که څه هم د دشت ارچي امنیه قوماندان وايي دغه هاوان د وسله‌والو طالبانو له‌خوا توغول شوی و، خو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

افغانستان کې د کبانو د تولید کچه ۱۱ زره مټریک ټنو ته ورسېده

یک فارم ماهی ولایت کندز

په افغانستان کې د کبانو د تولید کچه په کلني ډول ۱۱ زره مټریک ټنو ته رسېږي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې دا مهال ډېره برخه کبان په کندهار، هرات، ننګرهار، بلخ او کونړ کې تولیدېږي.

نوموړي وویل، تر دې وړاندې د افغانستان د اړتیا وړ ډېره برخه کبان له پاکستان څخه راوړل کېدل.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، دا مهال په افغانستان کې د کبانو د روزنې او تولید ۲،۰۰۰ فارمونه شته او هڅې روانې دي چې شمېر یې لا زیات شي.

ملي امنیت: جلال‌اباد کې د داعش ډلې ۴ مهم غړي ووژل شول

د داعش ډلې بیرغ

د افغانستان ملي امنیت په جلال‌اباد کې د داعش ډلې ۴ مهمو غړو د وژنې خبر ورکوي.

د ننګرهار د ملي امنیت ریاست رسنیو ته په یوې لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې تېره شپه د دوی ځواکونو د جلال‌اباد ښار د ۴مې ناحیې په اکمالاتي بېز سیمه کې عملیات وکړل چې په ترڅ کې یې په ختیځ کې د داعش ډلې د هدفي وژنو، د ځانمرګو بریدونو، د چاودېدونکو توکو او نغدو پیسو انتقالوونکي ۴ مهم غړي یې وژل شوي دي.

د خبرپاڼې په حواله، یاد عملیات د ملي امنیت صفر دوه قطعې ترسره کړي چې د دواړو لورو ترمنځ تر څو ساعته نښتې وروسته پای ته ورسېدل او بل چا ته په‌کې زیان نه‌دی اوښتی.

خبرپاڼه وایي، په ترسره شویو عملیاتو کې یو شمېر چسپکي او ریموټ کنټرول ماینونه، چاودېدونکي توکي، مرمۍ، ریموټونه، یوه اندازه نغدې پیسې، یوه هندي رکشا او یو کرولا موټر هم ترلاسه شوي دي.

تېره ورځ هم دغه ریاست په تېره یوه اوونۍ کې د ۷ وسله‌والو طالبانو، ۲ انسان تښتوونکو، د جعلي پیسو د یو لېږدوونکي او د داعش په نوم له خلکو یو تن باج اخیستونکي د نیولو خبر ورکړی و.

'لوګر کې ۲۵ ‌وسله‌وال طالبان وژل شوي'

افغان ځواکونه

د لوګر سیمه‌ییز چارواکي ادعا کوي چې د افغان پوځیانو له‌خوا ۲۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۸ نور یې ټپيان دي.

دا خبره د لوګر د پولیسو ویاند شاه‌پور احمدزي ازادي راډیو ته وکړه.

هغه وویل طالبانو ته دا مرګ‌ژوبله په تېر یوه شپه او ورځ کې د برکي برک او شکر کلا په سیمو کې د افغان پوځیانو په ځوابي بریدونو کې اوښتې ده.

که څه هم شاه‌پور احمدزي افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه ونه‌ویل، خو یوې بلې باوري امنیتي سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې له طالبانو سره په نښتو کې ۳ افغان سرتېري وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

کونړ کې چاودنې او جګړې ولسي وګړو او افغان سرتېرو ته مرګ‌ژوبله واړوله

د کونړ نقشه

د کونړ سیمه‌ییز چارواکي تأییدوي چې په غازي‌اباد ولسوالۍ کې جګړې او ماين چاودنې ولسي وګړو او افغان سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د کونړ والي وياند عبدالغني مصمم د چهار شنبې په ورځ ازادي راديو ته وويل: "تېر ماښام وسله‌والو مخالفينو د غازي‌اباد ولسوالۍ جلا سیمه کې د ملي اردو په مرکز بريد کړى چې په‌کې د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او دوه سرتېري ټپيان دي."

د مصمم په خبره په يوه کور د هاوان ګولۍ هم لګېدلې چې په‌کې نهه ملکي وګړي ټپيان شوي.

د اسعد اباد روغتون مسؤلين وايي دوی ته د اردو د يو سرتېري جسد او ۱۰ ټپيان وروړل شوي چې اته‌يې ملکيان، اکثر ښځې او ماشومان او دوه حکومتي عسکر دي.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دغو بریدونو مسؤلیت نه‌دی منلی.

دایکنډي کې د ښځو په مشرۍ د بادام یوه کارخانه پرانیستل شوه

ارشیف

نړیوالې مرستندویه ټولنې اکسفام د ډایکندي په شهرستان ولسوالۍ کې د ښځو په مشرۍ د بادام د پروسس یوه کارخانه پرانیستله.

دغې ټولنې پرون په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې په دغه کارخانه کې به په یوه ساعت کې د ۲۵۰ نه تر ۳۰۰ کیلوګرامه بادام پروسس او بسته‌بندي کېږي.

دې ټولنې دا هم ویلي چې د بادامو د پروسس د دغې کارخانې په پرانیستلو سره به د سیمې خلک وکولای شي چې بادام پاک او په ښه بیه‌یې وپلوري.

د پاکستان پوځ: له افغانستانه په ډزو کې مو یو سرتېری وژل شوی

ارشیف

د پاکستان پوځ وایي، د افغانستان له خاورې په ډزو کې یې یو سرتېری وژل شوی دی.

د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې د پاکستان پوځ ویلي چې دغه سرتېری تېره شپه ناوخته هغه مهال ووژل شو چې په باجوړ سیمه کې پر یوې سرحدي پوستې برید وشو.

په دې اړه د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

دا پېښه په دې سیمه کې د هغه تاوتریخوالي د زیاتوالي ښکارندویي کوي چې کلونه کلونه د پاکستانیو او بهرنیو سخت دریځه وسله‌والو مرکز و.

خلیلزاد: د سولې خبرو کې د ښځو او بشري حقوق د امریکا لپاره ډېر مهم دي

زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د افغانستان د سولې په خبرو کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقوق د متحده ایالاتو لپاره ډېر مهم دي.

ښاغلي خلیلزاد پرون د استازو جرګې د څارنې او اصلاحاتو کمېټې استماعیه غونډې ته وویل چې افغان ښځو ته ډاډ ورکوي چې د هغوی په خوا کې به وي.

ده وویل: "د افغانستان د وګړو د حقونو خوندیتوب، د هغوی د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او د اقلیتونو، زموږ یو له مهمو لومړیتوبونو او زموږ د ګټو او ارزښتونو جز دی. موږ د دغو ارزښتونو او ګټو د ساتنې او پیاوړي کېدو لپاره ژمن یو."

ښاغلي خلیلزاد دغه څرګندونې داسې مهال وکړې چې د دې کمېټې څو غړو په تېره ښځو د سولې د خبرو له ترسره کېدو وروسته د ښځو د لاسته راوړنو او د هغوی د حقونو د خوندي کېدو د څرنګوالي په اړه پوښتنې وکړې.

له دې مخکې افغان ښځو هم د کار او زده‌کړې د حق په ګډون د خپلو څو کلونو د لاسته راوړنو په خوندي کولو ټینګار کړی دی.

تر یوې وسله‌والې نښتې وروسته د غور-کابل لویه لار وتړل شوه

د افغانستان په نقشه کې غور ولایت

د غور ولایت یو چارواکی وایي نن تر یوې وسله‌والې نښتې وروسته د غور-کابل لویه لار وتړل شوه.

د غور د دولتیار ولسوال، محمد موسی کلیم ازادي رادیو ته وویل، د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته نن سهار پیل شوه.

ځینو مسافرو هم د ازادي راډیو له خبریال سره په خبرو کې له حکومته د دې لارې د خلاصولو غوښتنه کړې ده.

طالبانو د دې نښتې او د لارې د تړل کېدو په اړه څه نه‌دي ویلي.

چک جمهوریت له افغانستان سره د دفاعي اړیکو د پراختیا ژمنه وکړه

شهزاد اریوبي او مارتین پوویسېل

د چک جمهوریت یوه ډیپلومات له افغانستان سره د خپل هېواد د دفاعي اړیکو د پراختیا ژمنه وکړه.

په پراګ کې د افغانستان سفارت په یوه اعلامیه کې وویل چې د چک د بهرنیو چارو وزارت یوه مرستیال مارتین پوویسېل دا ژمنه د چک جمهوریت لپاره د افغانستان له سفیر شهزاد اریوبي سره په کتنه کې وکړه.

په پراګ کې د افغانستان سفارت په یوه اعلامیه کې وویل چې ښاغلي پوویسېل د افغانستان د سولې لپاره پر پیل شویو هڅو خوښي وښووله.

بدخشان کې د ۳ ولسوالیو لپاره د طالبانو د پوځي کمېسیون مرستیال ووژل شو

بدخشان کې امنیتي ځواکونه

د بدخشان پولیس وايي، د درېیو ولسوالیو لپاره د طالبانو د پوځي کمېسیون مرستیال په یوه وسله‌واله نښته کې ووژل شو.

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي لومړی وسله‌والو طالبانو تېره شپه په راغستان ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو حمله وکړه چې وروسته‌یې په وړاندې امنیتي ځواکونو جګړه پیل کړه.

د مرګ‌ژوبلې په اړه‌یې ثناالله روحاني وویل: "په دې نښته کې د راغ، کوهستان او یاوان ولسوالیو لپاره د طالبانو د پوځي کمېسیون مرستیال مولوي عطاالله چې په ابراهیم مشهور و، وژل شوی دی."

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي امنیتي ځواکونه په سیمه کې په فعال دفاعي حالت کې دي. وسله‌والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي.

پولیس: کندهار کې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي

افغان امنیتي ځواکونه

د کندهار پولیس وايي، په تخته پل ولسوالۍ کې د سرې قطعې د مرستیال په ګډون اته وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډیو ته وویل، لومړی وسله‌والو طالبانو غوښتل تېره شپه د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید وکړي، خو د پولیسو پر کمین وربرابر شول.

هغه زیاته کړه: "دوی د پولیسو له‌خوا په شا تمبول شوي دي. ۸ وسله‌وال ترهګر وژل شوي دي چې په وژل شویو کې یو یې د سرې قطعې مرستیال بشیرمل هم شامل دی او ۳ نور ټپیان دي."

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

هلمند کې یوه نفوذي پولیس خپل ځیني ملګري وژلي

د هلمند ولایت نقشه

د هلمند د والي ویاند تأییدوي چې په نادعلي ولسوالۍ کې یوه نفوذي پولیس خپل ځیني ملګري وژلي دي.

د والي ویاند عمر ځواک پېښه تأییدوي، خو وايي په پېښه کې درې پولیس ټپیان او ځیني نور وژل شوي دي.

بل‌خوا د پولیسو یوې سرچینې په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل، دغه نفوذي کس د عبدالباري په نوم د یوه قوماندان په ګډون پنځه پولیس نن سهار وژلي او بیا تښتېدلی دی.

د حملې مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی.

تېرو دوو اوونیو کې له ۸ میلیارده افغانیو ډېر عواید راټول شوي

د مالیې وزارت

د ۱۳۹۹ مالي کال د وږې میاشتې له ۱۴مې نه تر ۳۰مې پورې ۸ میلیارده ۴۲۳ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي.

د مالیې وزارت ویاند شمروز مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل چې له دې جملې ۵۹۳ میلیونه له مستوفیتونو، یو میلیارد ۷۲۶ میلیونه له مالیاتي عوایدو، یو میلیارد ۳۷۷ میلیونه له غیر مالیاتي عوایدو او ۴ میلیارده ۷۲۵ میلیونه له ګمرکونو څخه ترلاسه شوي دي.

نوموړي وویل چې د روان کال د وږې میاشتې د لومړیو دوو اوونیو په پرتله ۲ میلیارده ۵۸۶ میلیونه افغانۍ لوړوالی ښیي.

د روان مالي کال له پیل څخه تر اوسه پورې ۱۱۶ میلیارده ۵۸۹ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي.

د مالیې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د ۱۳۹۹ مالي کال له پیل نه د وږې میاشتې تر ۳۰مې پورې ۷۴ میلیارده ۹۸۷ میلیونه افغانۍ (۴۵٪) پراختیایي بودجه او ۱۸۳ میلیارده ۷۲۹ میلیونه افغانۍ (۶۰٪) عادي بودجه لګول شوې ده چې په ټوله کې د ملي بودجې ۲۵۸ میلیارده ۷۱۶ میلیونه افغانۍ (۵۵٪) جوړوي.

د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ لومړنی نندارتون جوړ شو

په یاد نندارتون کې د افغاني او ایراني محصولاتو ۱۰۰ غرفې جوړې شوې دي.

د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې لومړنی نندارتون نن په کابل کې جوړ شو.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند نن ازادي راډيو ته وویل چې په دغه یو ورځني نندارتون کې د افغانستان او ایران محصولات نندارې ته ایښودل شوي دي.

په یاده ناسته کې د ملي شورا یو شمېر غړي د خصوصي سکټور د رهبرۍ غړي او د دواړو هېوادونو متشبثینو ګډون کړی.

په یاد نندارتون کې د افغاني او ایراني محصولاتو ۱۰۰ غرفې جوړې شوې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکي هیله‌مندي ښیي چې دغه نندارتون کې به افغاني او ایراني محصولاتو ته بازار موندنه وشي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو پر بنسټ ایران سره د افغانستان کلنۍ راکړه ورکړه یو نیم میلیارد ډالرو ته رسېږي.

'ننګرهار کې له ۱۰۰ زیات طالبان وژل شوي'

ننګرهار ښار

د ننګرهار چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو د دې ولایت په شېرزاد ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال له ۱۰۰ زیاتو وسله‌والو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اړولې او ۱۰ کلي يې له وسله‌والو تصفیه کړي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر نن په یوه بیان کې دا خبر ورکړی، خو د مړو او ټپیانو دقیق شمېر او د جګړې وخت‌یې نه‌دی ښودلی او دا یې هم نه‌دي ویلي چې ایا افغان ځواکونو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې که نه.

په بیان کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا د قوماندان جنرال محمد کریم نیازي له قوله راغلي چې وايي د دې عملیاتو په ترڅ کې د وسله‌والو مخالفینو له‌خوا یو شمېر ځای پر ځای شوي ماینونه هم کشف او شنډ شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG