نړۍ
د اوکراین په ختیځ کې په اوربند موافقه وشوه
د اوکراین، روسیې او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان استازي د اوکراین په ختیځ کې د یوه اوربند په اړه موافقې ته ورسېدل چې د جولای له ۲۷مې به عملي کېږي.
د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر پرون چهارشنبه وویل چې یو بشپړ اوربند به چې که مقابل لوری یې مراعات کړي، د مېنسک د سولې تړون د عملي کېدو لپاره یو مخکېنی اساسي شرط پوره کوي او هم د دغه تړون د نورو شرطونو د عملي کېدو لپاره لاره پرانیزي.
له کله چې د مېنسک د سولې تړون په ۲۰۱۵ کې لاسلیک شوی، جرمني او فرانسې، د دغه تړون د عملي کېدو لپاره د اوکراین او روسیې ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کړي، خو د پام وړ نتیجهیې نهده ورکړې.
مسکو دا نهمني چې ځواکونهیې د اوکراین په ختیځ کې د کیف پر ضد د یاغي وسلهوالو ملاتړ کوي.
د روسیې او اوکراین ترمنځ اړیکې وروسته له هغې خرابې شوې چې روسیې د اوکراین د کریمیا ټاپووزمه په ۲۰۱۴ کال له خپلې خاورې سره ملحق کړه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ناسا یو نوی څیړنیز ټلسکوپ فضا ته واستاوه
د امریکا د فضايي څېړنو ادارې (ناسا) د "رومن " په نوم یوپیاوړی فضايي ټلسکوپ فضا ته واستاوه.
دغه ټلسکوپ، د یکشنبې په ورځ په فلوریډا کې له یوې اډې څخه د سپیس ایکس هیوي توغندي په وسیله فضا ته واستول شو.
دغه ټلسکوپ به د کیهان پوهنې د ځینو سترو معماوو د څېړلو لپاره ماموریت ترسره کوي.
دغه فضايي څېړنیزه وسیله د یوې جاسوسي مصنوعي سپوږمکۍ بدله شوې بڼه ده چې له فضا څخه به پراخ او پانورامیک یا خوځیدونکي انځورونه اخلي.
د "نانسي ګرېس رومن" د فضايي ټلسکوپ د پروژې لګښت شاوخوا ۴ میلیارډ ډالره ښودل شوی او د ماموریت موده یې پنځه کاله ټاکل شوې خو ناسا ویلي چې ښايي دغه ټلسکوپ د پنځو نورو کلونو لپاره هم د سونګ کافي مواد ولري.
امریکا په هرمز تنګي کې د ایران پر پوځي ځایونو نوي بریدونه وکړل
امریکایي ځواکونو د هرمز تنګي په لارک ټاپو کې د ایران د توغندیو توغولو دوه ځایونه په نښه کړل. یوه امریکایي چارواکي د ازادې اروپاـ ازادي راډیو ته تایید کړه چې دا برید وروسته له هغه ترسره شو چې د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونه د دې مهمې سمندري لارې پر لور د سمندري ماینونو لېږدونکو توغندیو د توغولو لپاره د چمتووالي په حال کې ولیدل شول.
د تیرې یکشنبې د ورځې دغه بریدونه په څه باندې یوه میاشت کې د ایران پر پوځي ځایونو د امریکا لومړنی مستقیم برید ګڼل کیږي چې په اړه یې راپور ورکړل شوی. دغه بریدونه په داسې حال کې شوي چې واشنګټن هڅه کوي هرمز تنګي کې د کښتیو تګ راتګ بیرته عادي بڼه غوره کړي.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ سینټکام وویل چې امریکايي ځواکونو په هرمز تنګي د نړیوالو کښتیو د تګ راتګ مسیرونه له سمندري ماینونو پاک کړی او په سیمه کې فعالیتونه له نږدې څاري.
په عین حال کې سپاه پاسدران وویل چې د غچ اخیستنې په توګه یې په اردن کې د امریکایي ځواکونو پر دوو اډو د بالستیک توغندیو بریدونه کړي دي. اردن چې د امریکا نږدې متحد دی، وویل چې نن یکشنې د ورځې په لومړیو ساعتونو کې یې اته هغه توغندي شنډ کړل چې د دې هیواد هوايي حریم ته داخل شوي و.
د ایران مشر د اسلامي هیوادونو په ځانګړي توګه د خلیج هیوادونو د یووالي غوښتنه وکړه
د ایران مشر مجبتي خامنه یې په یوه پیغام چې د دې هیواد دولتي رسنیو د یکشنبې په ورځ خپورکړی، له اسلامي هېوادونو، په ځانګړې توګه د خلیج له هېوادونو، د یووالي غوښتنه کړې ده.
خامنه یي چې د اسلامي جمهوریت د درېیم مشر په توګه له ټاکل کېدو راهیسې یې نه غږ خپور شوی او نه هم تصویر، په دغه تازه لیکلي پیغام کې امریکا او اسرائیل د ټولو اسلامي هېوادونو "اصلي دښمنان" بللي دي.
هغه همدارنګه ویلي چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ اختلافونه د هغوی د مخالفانو په ګټه دي او د سیمې له هېوادونو یې غوښتي چې د هغه څه پر وړاندې چې نوموړي بهرني ګواښونه بللي، ګډ دریځ ولري.
پرایران د امریکا او اسرائیل د ګډو بریدونو له پیل راهیسې، چې په نتیجه کې یې د هغه پلار د ایران مخکینی مشر علي خامنه یي هم ووژل شو، د ایران سپاه پاسدران انقلاب ځواکونو د خلیج پر ټولو عربي هېوادونو بریدونه ترسره کړي دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو په دغو هېوادونو کې د امریکا پوځي اډې د دغو بریدونو لامل بللي دي.
په نیپال کې د سلو نورو قربانیانو مړي خاورو ته وسپارل شول
په نیپال کې د وروستیو سېلابونو د قربانیانو له ۱۰۰ څخه زیات نور مړي د پېښې له ځای څخه شاوخوا ۲۰۰ کیلومتره لیرې پرځنګلونو پوښل شوې سیمه کې په ډله ییز ډول خاورو ته وسپارل شول. تردې یوه ورځ مخکې هم د نورو ۹۶ کسانو مړي په همدې ځای کې خاورو ته سپارل شوي وو.
د رویترز خبري آژانس په ګډون یوشمیررسنیو د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې په نیپال او د چین په سرحدي سیمو کې د دغې پېښې د قربانیانو شمېر شاوخوا ۷۵۰ کسانو ته رسېدلی او لا هم له ۳۰۰۰ څخه ډېر کسان ورک دي.
د وږي په څلورمه د نیپال او چین په سرحدي سیمو کې ناڅاپي سېلابونو کورونو، سړکونو، پلونو او نورو بنسټیزو تاسیساتو ته پراخ زیانونه واړول. په زیانمنو سیمو کې د لټون او ژغورنې عملیات لا هم دوام لري.
زلنسکي: د خلکو کورونو ته نژدې د چاودیدونکو توکو ساتل یوه وحشتناکه بې غوري ده
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وايي،" د خلکو کورونو ته نژدې د چاودیدونکو توکو ساتل یوه وحشتناکه بې غوري ده".
هغه دا څرګندونې پرون ناوخته د (اګسټ۲۹مه) په یوې ویډیو کې کړي دي.
روسیي ډرون الوتکو د جمعې په شپه کیف ته نژدې د میلا په کلي کې د پوځي تجهیزاتو پر تاسیساتو برید وکړ.
په دې برید کې لږ تر لږ ۳۷کسان ووژل شوی او لسګونه نور ټپیان شول.
چارواکو ویلي، د لټون عملیات روان دي او ښايي مرګژوبله لوړه شي.
ایران: د هرمز تنګي د خلاصون لپاره بیړه نه لرو
ایران وايي،"د هرمز تنګي د خلاصون لپاره بیړه نه لرو".
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب ابادي پرون ماښام ویلي،" له عمان سره له هرمز تنګي د کښتو د تیریدو په اړه هوکړې ته رسیدلي یو، خو بیړه نه لرو چې دا تنګی خلاص کړو".
هغه وړاندې وویل،" دا هوکړه له ایران سره د امریکا له خوا د شوې موافقې او مکلفیتونو له پوره کیدو وروسته پلي کیږي".
غریب ابادي وړاندې د ایران له همغږۍ پرته له هرمز تنګي د هر ډول کښتو تیریدل رد کړل.
له دې مخکې امریکايي چارواکو ادعا کړې وه چې په وروستیو کې څه باندې زر کښتۍ چې اومه تیل يې لیږدول له هرمز تنګي تیرې شوي دي.
په کییف کې د روسیې د ډرون برید؛ ۳۷ کسان وژل شوي
د اوکراین په کییف کې د روسیې د ډرون برید له امله د مهماتو په یوه زېرمتون کې پراخې چاودنې شوې چې لږ تر لږه ۳۷ کسان یې وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي. اوکرایني چارواکي وايي، دا په روان کال کې پر کییف د روسیې تر ټولو مرګونی برید دی.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي ویلي، برید د جمعې شپې د «میلا» په کلي کې پر پوځي تاسیساتو شوی چې د توپ مرمۍ، ماینونه، ډرونونه او نور مهمات پکې ساتل کېدل. د چاودنو له امله سلګونه کسان له سیمې ایستل شوي او د استوګنې ودانیو او د زړو او معلولانو یوه مرکز ته هم درانه زیانونه اوښتي دي.
زیلنسکي استوګنو سیمو ته نژدې د چاودېدونکو توکو ساتل «سخته بېپامي» بللې او ویلي یې دي چې د مسوولو چارواکو پر ضد د غفلت په تور دوسیې جوړې شوې دي.
دا پېښه داسې مهال شوې چې روسیې پر کییف او د اوکراین پر نورو سیمو د بې پېلوټه الوتکو بریدونه زیات کړي دي. د پولنډ صدراعظم ډونالډ توسک هم د اوکراین لپاره د هوايي دفاع د لا زیات ملاتړ غوښتنه کړې ده.
په نیپال کې د سیلونو او ځمکې ښوېدنې له کبله د قربانیانو شمیر ۳زره کسانو ته لوړ شو
په نیپال کې د سیلونو او ځمکې ښوېدنې له کبله د قربانیانو شمیر نژدې ۳زره کسانو ته لوړ شو.
چارواکو ویلي،" تراوسه د ۶۳۳ کسانو جسدونه موندل شوي".
په نیپال کې ۶۲۶کسان مړه شوي او ۴۲۶ چې نژدې سل تنه يې سیلانیان دي نادرکه دي.
چینايي چارواکو ویلي،" په تبت کې ۷ کسان مړه شوي او له ۵۵۰ ډیر نور کسان نادرکه دي".
چارواکو ویلي،" د لټون عملیات روان دي او ښايي مرګژوبله لوړه شي".
د تیرې چهارشنبې په ورځ د همالیه په سیمه کې چې د نیپال او تبت سرحدي سیمې دي ناڅاپي سیلونو او ځمکې ښويدنه رامنځته شوه چې د ځاني تاوانونو سرییره په زرهاوو کورونه او ودانۍ يې ویجاړې کړي دي.
د نیپال او تبت پوله کې د سېلاب له کبله د قربانیانو شمېر ۲،۴۸۲ کسانو ته ورسېد
د نیپال او تبت پوله کې د سېلونو او ځمکې ښویېدنې له کبله د قربانیانو شمېر نږدې ۲،۵۰۰ کسانو ته لوړ شو.
د هغو شمېرو له مخې چې د جمعې ماښام د (اګسټ ۲۸مه) خپرې شوې، د نیپال او تبت په سرحدي سیمو کې ۲،۴۸۲ کسان نادرکه او څه باندې ۵۸۴ تنه مړه شوي دي.
چارواکو ویلي، د قربانیانو د لټون او پېژندنې د عملیاتو له دوام سره ښايي په شمېرو کې بدلون راشي.
په ورکو کسانو کې سیلانیان، غر ختونکي او هندوان زیارت کوونکي هم شامل دي.
په ورته وخت کې، د امریکا بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په نیپال کې د سېلابونو له پېښې وروسته ۹۰ امریکايي اتباع ورک دي، خو تر اوسه د هېڅ امریکايي وګړي د مړینې راپور نهدی ورکړل شوی.
د ناروې ۸۹ کلن پاچا ومړ
د ناروې شاهي ماڼۍ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې پاچا هارالد پنځم د ۸۹ کلونو په عمر د اوسلو پوهنتون په روغتون کې مړ شو.
د هارالد له مړینې وروسته، د هغه ۵۳ کلن زوی، ولیعهد هاکون، د ناروې پاچا شو.
هارالد چې له ۱۹۹۱ کال راهیسې یې پر ناروې پاچاهي کوله، په وروستیو کلونو کې له ګڼو روغتیايي ستونزو سره مخ او د اګست له ۱۷مې راهیسې په روغتون کې بستر و. شاهي ماڼۍ د هغه له مړینې مخکې د نوموړي روغتیايي وضعیت «ډېر نازک» بللی و.
د پاچا د مړینې له اعلان وروسته، په اوسلو کې د شاهي ماڼۍ بیرغ نیمه ځوړند شو او خلک د هغه د درناوي لپاره د ماڼۍ مخې ته راټول شول.
د ناروې صدراعظم یوناس ګارستوره د دې خبر په غبرګون کې وویل: «ټول ملت ویر کوي»، او د ناروې لپاره یې د دپاچا هارالد د ټول عمر خدمتونو څخه مننه وکړه.