د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۶ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۸:۱۴

واشنګټن پوسټ: د طالبانو-امريکا هوکړې سره د سیمې په کچه ځيني خوځښتونه راپورته شوي


بهرنۍ ورځپاڼې
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ د خپلې تازه ليکنې په يوه برخه کې په افغانستان کې د سولې پر راتلونکې او په دې برخه کې د سیمې د هېوادونو پر رول خبرې کړي.

د ليکنې په دوام د پاکستان، ايران او روسيې رول ته اشاره شوې ده.

ليکوال وايي منتقدان په دې باور دي چې د طالبانو او امريکا ترمنځ په فبرورۍ مياشت کې د سولې د هوکړې سره د سیمې په کچه ځيني خوځښتونه راپورته شوي.

ليکوال د بېلګې په توګه د افغان چارواکو له خولې ويلي، ايران د طالبانو په ملاتړ هڅه کوي څو په سرحدي سيمو کې د خپل نفوذ يوه ساحه رامنځته کړي.

وړاندې لولو چې روسيې هم تازه له طالبانو سره اړيکې پراخې کړې دي. ليکوال پاکستان ته په اشارې وايي چې دا هېواد خو لا دمخه د طالبانو په ملاتړ تورن دی.

واشنګټن پوسټ په دې ليکنه کې زياتوي، د سولې د بهير په اړه د نظر اختلاف د جګړې د دوام او بهرنيو هېوادونو ته د لاسوهنې د زمینې د برابرولو په معنی دی.

د سولې د بهير په اړه هم د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ او هم دننه په حکومت کې د نظر اختلاف څرګندېږي. تر اوسه د افغان حکومت کابينه نه‌ده جوړه، د طالبانو سره د زندانيانو د تبادلې بهير نه‌دی بشپړ شوی او د افغانانو د خپلمنځي خبرو اترو برخليک همداسې پېچلی پاتې دی.

ولسي وګړي چې روانې جګړې تر بل هر چا زیات ځپلي، اوربند ته سترګې په لار دي، هغه څه چې تر اوسه‌يې درک نه‌شته.

  • نیویارک ټایمز

بلې امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز د خپلې ليکنې په يوه برخه کې د سولې په بهير کې د افغان ښځو اندېښنې راپورته کړي.

په ليکنه کې ويل شوي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د پيل احتمال ته په پام، ډېرې افغانې ښځې اندېښمنې دي چې لاس ته راوړې برياوې ترې بېرته وانه‌خيستل شي.

ليکوال زياتوي، هغه څه چې د اندېښنې وړ دي، دا دي چې د دوو لسيزو له تېرېدو وروسته هم د دې لاسته راوړنو بنسټ دومره لړزانده دی.

د افغانستان حکومت او شريکانو يې تل د ښځو د حقونو په شمول افغانستان کې د تېرو دوو لسيزو د برياوو په ساتلو ټينګار کړی.

طالبانو هم ويلي چې د اسلام او افغانستان د دودونو په چوکاټ کې ښځو ته حقونه ورکوي.

خو ځينې ښځې دا څرګندونې ټوله‌یيزې ګڼي. له دې اندېښنو سربېره ډېرې افغانې ښځې ټينګار کوي چې شاته نه‌ستنېږي.

XS
SM
MD
LG