افغانستان
'پر کونړ د پاکستانیو ځواکونو وروستي برید کې ۷ ملکیان وژل شوي'
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، موندنې یې ښيي چې پر کونړ د پاکستاني ځواکونو وروستي برید ۷ ملکیان وژلي او ۸ نور یې ټپیان کړي دي.
دغه کمېسیون نن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دغه معلومات یې له روغتونونو، عیني شاهدانو، د قربانیانو له کورنیو ، نړیوالو رسنیو او نورو سرچینو له لارې ترلاسه کړي.
کمېسیون ویلي، د چنګاښ میاشتې په ۲۵مه نیټه پاکستاني ځواکونو پر سرکاڼو ولسوالۍ او مرکز اسعد اباد د هاوان ۱۲ مرمۍ توغولي.
اعلامیه وایي، وژل شویو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دی.
کمېسیون پر پېښې خفګان ښودلی، له حکومته یې د خلکو د ساتنې او له اړوندو بنسټونو یې د پاکستان د بریدونو د مخنیوي غوښتنه کړې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
افغان ۱۹ کلن زلمیان د نړیوال جام فاینل ته د رسېدو لپاره له هند سره لوبه کوي
له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبغاړو د نړیوال جام د سیالیو په دوام د افغانستان د کرکټ لوبډله نن په نیم پایلوبه کې د هند له سیالې ډلې سره سیالي کوي.
دا لوبه د کابل په وخت د غرمې په دولسو بجو د زیمبابوې په پلازمېنه هرارې کې په پام کې ده.
د افغانستان، آسټرالیا، هند او انګلینډ د لوبډلو ترمنځ د نیم پایلوبې پړاو پرون (د سلواغې ۱۴مه) پیل شو. د دې پړاو په لومړۍ لوبه کې انګلینډ د آسټرالیا په ماتولو سره پایلوبې ته ووت.
که افغانستان په نننۍ لوبه کې هند ته ماتې ورکړي نو په فاینل کې به له انګلینډ سره مخامخ شي.
د ۱۹ کلنو د نړیوال جام فاینل لوبه به د جمعې په ورځ په هرارې ترسره کېږي.
امیرخان متقي په کابل کې د ترکیې له شارژدافیر سره د کابل او انقرې د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي
د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ترکیې د سفارت له نوي شارژدافیر سادین آی یلدیز سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت پرون (د سلواغې ۱۴مه) په یوه بیان کې وویل چې ښاغلي متقي د کابل او انقرې ترمنځ اړیکي دوستانه بللي او ستاینه یې کړې ده.
په بیان کې همداراز د ښاغلي آی یلدیز له قوله ویل شوي دي چې نوموړي دوه اړخیز اړیکي مثبت بللي او د افغانستان او ترکیې ترمنځ په تېره په اقتصادي او روغتیايي برخو کې د اړیکو پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.
په ترکیه کې د افغانستان ډيپلوماتیکې استازولۍ هم د دې لیدنې خبر ورکړی.
سادین آی یلدیز د تېر ۲۰۲۵ کال په ډسمبر میاشت کې د ترکیې د سفارت د شارژدافیر په توګه رسما خپل کار پیل کړ.
د ملګرو ملتونو سرمنشي عادله راز د خپلواکې زیان مننې مشورتي کمېټې ته ټاکلې ده
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د افغانستان پخوانۍ ډیپلوماټه عادله راز د یوې نوې جوړې شوې خپلواکې متخصصې مشورتي ډلې غړیتوب ته ټاکلې ده چې دنده یې د نړیوالو شاخصونو پیاوړتیا ده. دغه شاخصونه د اقتصادي، چاپیریالي او ټولنیزو زیانونو پر وړاندې د هیوادونو جوړښتي زیان منل اندازه کوي.
ملګرو ملتونو ویلي چې عادله راز له هغو ۱۵ متخصصینو څخه یوه ده چې تر ۲۰۳۰م کال پوري د څو اړخیزه زیان مننې شاخص یا (MVI) نظارتي پینل ته نومول شوې ده.
MVI، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې رامنځته کړی دی چې د مخ پر وده هیوادونو پر وړاندي خطرونه په ګوته کړي.
عادلې راز، چې پر ډیپلوماټیکه کچه یې د افغانستان استازیتوب کړی دی، په سیمه کې به له نورو متخصصینو سره یوځای په یاد پینل کې کار کوي.
د افغانستان د فوټسال ملي ټیم جاپان ته لوبه وبایلله
د اسیا د فوټسال جام د لوبو په دوام کې دافغانستان ټیم په کوارټر فاینل کې له جاپان څخه ۶-۰ مات شو.
لوبه له غرمې وروسته په جاکرتا کې وشوه.
د افغانستان ټیم د لوبو په تیر پړاو کې دایران څخه ۵-۲ مات شوی وو خو ترهغه مخکې ېې د مالیزیا او سعودي عربستان ټیمونه مات کړي وو.
داسیا د فوټسال د جام د سه شنبې ورځې په دوو نورو لوبو کې ، ایران ازبکستان ته ۷-۴ او عراق تایلند ته ۴-۲ ماته ورکړه.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن دجاپان ټیم سره لوبه کوي
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د فوټسال د ۲۰۲۶ کال د اسیا جام نیمه پایلوبې ته رسیدلو لپاره نن جاپان سره لوبه کوي.
په دې مرحله کې نن دافغانستان او جاپان په شمول اته ټیمونه لوبېږي.
دایران ټیم د ازبکستان په وړاندې ، تایلند د عراق په وړاندې او اندونیزیا د ویتنام په وړاندې.
له دغو ټیمونو څخه به ۴ ټیمونه د اسیا د فوټسال د ۲۰۲۶ کال د جام نیمه پایلوبې ته لار ومومي.
دافغانستان ملي ټیم د جام په تیر پړاو لوبو کې د ایران له ټیم مات شو خو مالیزیا او سعودي عربستان ته یې ماتې ورکړي.
د اسیا د فوټسال د ۲۰۲۶ کال جام لوبې د سلواغې په ۷ مه اندونیزیا کې پیل شوي دي.
یوناما : افغانستان په نړۍ کې د ماینونو او د جګړو څخه د پاته چاودیدونکو توکو له امله د تلفاتو دریم لوړ شمیر لري
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوی (یوناما) وايي چې دغه هیواد په نړۍ کې د ماینونو او د جګړو څخه د پاته چاودیدونکو توکو له امله د تلفاتو دریم لوړ شمیر لري.
یوناما د سې شنبې په ورځ (د فبروري ۱۴) په خپل فیسبوکپاڼه کې په یوه بیان کې وویل چې قربانیان په عمده توګه ماشومان دي چې د تلفاتو ۸۰ سلنه جوړوي.
یوناما زیاتوي چې ماشومان ډیری وخت د لوبو پرمهال د ناچاودو توکو سره د تماس په پایله کې ټپیان یا وژل کیږي.
یوناما د ماین پاکۍ په برخه کې د نادولتي سازمانونو لپاره د مالي ملاتړ غوښتنه کړې ده.
د ماین پاکۍ د مرکز (MDC) مشر شهاب حکیمي د روان کال په غبرګولي میاشت کې ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې هره میاشت شاوخوا ۶۰ کسان د ماینونو او او د جګړې څخه د پاته چاودیدونکو توکو له امله مړه یا ټپیان کیږي.
داسیا د فوټسال ۲۰۲۶ جام لوبو کې نن اته ټیمونه لوبیږي.
داسیا د فوټسال ۲۰۲۶ جام کې نیمه پایلوبې ته رسیدلو لپاره نن دسلواغې په ۱۴مه اته ټیمونه سره لوبې کوي.
د افغانستان د فوټسال ملي ټیم د جاپان په وړاندې، دایران ټیم د ازبکستان په وړاندې ، تایلند د عراق په وړاندې او اندونیزیا د ویتنام په وړاندې لوبې کوي.
له دغو ټیمونو څخه به ۴ ټیمونه د اسیا د فوټسال د ۲۰۲۶ کال د جام نیمه پایلوبې ته لار ومومي.
دافغانستان ملي ټیم د جام په تیرو لوبو کې د ایران له ټیم مات شو خو مالیزیا او سعودي عربستان ته یې ماتې ورکړي.
د اسیا د فوټسال د ۲۰۲۶ کال جام لوبې د سلواغې په ۷ مه اندونیزیا کې پیل شوي دي.
د U-19 دنړیوال جام نیمه پایلوبې نن پیلیږي
د ۱۹ کلونو څخه د کشرو لوبغاړو دنړیوال جام دنیمه پایلوبې لوبې نن سه شنبه پیلیږي.
دافغانستان، هند ، استرالیا او انګلستان ټیمونه په دې مرحله کې سره مخامخ کیږي.
د نیمه پایلوبې لومړۍ لوبه نن د انګلستان او استرالیا د ټیمونو ترمینځ ته.
دافغانستان د نولس کلونو کشره لوبډله سبا چهارشنبې د سلواغې په پنځلسمه له هند سره لوبه کوي.
ددغې مرحلې دوه بریالي ټیمونه د راتلونکې جمعې په ورځ د جام پایلوبه سره سیالي کوي.
د طالبانو حکومت کابل کې دنبوي سنتي طب د لومړني پوهنځي د تاسیس خبر ورکړ
افغانستان کې د طالبانو د حکومت د عالي تحصیلاتو وزارت په هیواد کې د نبوي سنتي طب د لومړني پوهنځي د تاسیس خبر ورکوي.
وزارت وايي دغه پوهنځی د طالبانو د مشرتابه له حکم سره سم د کابل د طبي علومو د پوهنتون په چوکاټ کې جوړیږي.
وزارت ددوشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې دغه پوهنځی به د روغتیايي علومو په پرمختګ او د مسلکي کادرونو په روزنه کې مهم رول ولوبوي.
سره لدې چې خبر کې ډیرجزئیات نشته خو نبوي طب د ځینو بیماریو په علاج کې په نبوي ارشاداتو او نباتی علاج باندې ډیر ولاړ دی او له کلونو راهیسې افغانستان او سیمه کې خپل مراجعین لري.
بلخوا د عامې روغتیا وزارت ویلي چې هدف دا دی چې سنتي یا دودیز طب په رسمي ډول د افغانستان د روغتیايي خدماتو سیسټم کې مدغم شي.
ددغه پوهنځي د تاسیس خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې دافغانستان د روغتیايي خدماتو سیستم د سلګونو زرو کډوالو له ستنیدو وروسته ،خصوصا د ښځینه روغتیاپالانو د کمښت له کبله بل هر وخت ته په کتنه ترډیر فشار لاندې دی.
د افغانستان او سکاټلنډ تمریني لوبه
د کرکټ د نړیوال جام په تمریني لوبه کې افغانستان او سکاټلنډ لوبه لري.
افغان ټیم لومړی بیټینګ وکړ او په شلو اورونو کې یې ۱۸۵ منډې هدف وټاکه.
دا لوبه د هند په بنګلور ښار کې روانه ده.
په نننۍ لوبه کې د افغانستان لپاره درویش رسولي په ۴۶ توپونو ۸۴ منډې جوړې کړې چې پکې ۵ شپږیزې او ۷ څلوریزې شاملې دي.
تمه ده د افغانستان ټیم بله تمریني لوبه راتلونکې چهارشنبه له ویسټ اندیز سره وکړي.
د کرکټ د ۲۰۲۶ کال نړیوال شل اووریز جام د هند او سریلانکا په کوربه توب دا اوونۍ پيلیږي چې د افغانستان اولنۍ لوبه به راتلونکې یکشنبه د نیوزیلنډ په وړاندې وي.
افغانستان به ډي ګروپ کې په نیوزیلنډ سربېره له جنوبي افریقا، متحده عرب امارات او کاناډا سره مخ شي.