د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

کرونا د افغانستان اقتصاد ډېر کمزوری کړی، دا به موقتي وي که اوږد مهاله؟ 


کرونا ټسټ ټیوب
کرونا ټسټ ټیوب

نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه په نوي راپور کې ویلي چې کرونا وبا د دې هېواد اقتصاد لاکمزوری کړی.

دې بانک ویلي چې له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو دولتونه چې په خپله هم له ستونزو سره مخامخ دي او له بلې خوا د سولې د خبرو نامعلوم برخلیک هم په خصوصي سکټور کې د پانګونې مخه نیولې ده.

نړیوال بانک ویلي چې روان ۲۰۲۰ کال د افغانستان د کورنیو ناخالصو تولیداتو د پنځه نیم او څه کم اووه‌نیم فیصدو ترمنځ د ودې اټکل کوي. په تېره ۲۰۱۹ کال کې دغه وده څه کم ۳ فیصده وه.

نړیوال بانک ویلي چې دغه وضعیت به د افغانستان د نفوسو په سلو کې ۷۰ د لوږې تر کرښې لاندې وضعیت ته ټېل وهي.

نوریاس نوري په دې اړه د اقتصادي چارو له پوه وحیدالله غازي‌خېل سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې ایا دغه وضعیت چې د افغانستان اقتصاد یې ډېر کمزوری کړی ایا دا به موقتي وي او که به‌یې اغېز اوږد مهاله وي؟

د دې مرکې اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG