د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

نیویارک ټایمز: 'روسي استخباراتو پورې تړلی یو بانکي اکاونټ طالبانو ته پیسې انتقالوي'


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې چې د روانې اوونۍ په پیل کې یې د روسیې له لوري افغان طالبانو ته د امریکايي پوځیانو د وژلو په خاطر د انعام ورکولو جنجالي راپور خپور کړی و، یو وار بیا ادعا کړې چې امریکايي چارواکو د انټرنټ له لارې معلومات ترلاسه کړي چې ښيي، د بانک له یوه اکاونټه چې د روسیې په پوځي استخباراتو پورې تړاو لري، د طالبانو یوه اړوند بانکي حساب ته ډېرې پیسې انتقالېږي.

د اوونۍ په پیل کې هم نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي و چې د روسیې پوځي استخباراتو طالبانو ته د امریکايي پوځیانو د وژلو په خاطر د انعام په توګه د پیسو په ورکړه خبرې کړې وې او یوه اندازه پیسې یې طالبانو ته سپارلې هم وې، خو په دې راپور کې جنجال په دې راپورته شو چې نیویارک ټایمز لیکلي و چې د امریکا استخباراتو په دې اړه ولسمشر ټرمپ ته تېر کال معلومات ورکړي و، خو ټرمپ او لویو سلاکارانو یې دا خبره ردوله چې ګنې په دې اړه ده ته معلومات ورکړل شوي دي.

د ده انتخاباتي سیال جوبایډن او د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي چې هغه هم د بایډن په شان د ډیموکرات ګوند غړې ده، پر ولسمشر ټرمپ په دې خاطر نیوکې وکړې چې په دې اړه د معلوماتو له لرلو سره سره‌یې د روسیې په وړاندې ځوابي اقدام نه‌دی کړی او پر راپور یې غوږونه کاڼه کړي دي.

نیویارک ټایمز په تازه راپور کې د شنونکو له قوله کښلي چې هغوی د نورو استخباراتي سرچینو د څرګندونو پر اساس دې نتیجې ته رسېدلي چې د طالبانو بانکي حساب ته د پیسو انتقال ښايي د روسیې د انعام له هماغه پروګرام سره تړلی وي چې د امریکايي پوځیانو د وژلو پر سر یې طالبانو ته منلی و.

نیوزویک

پر دې موضوع د روسیې غبرګون څه و؟

دې موضوع ته نیوزویک مجلې کتنه کړې. دا مجله لیکي، د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف په یوه غیر ډیپلوماتیک ځواب کې وویل، دا خبرې سل په سلو کې چټيات دي.

نورو روسي چارواکو او رسنیو هم په ورته ډول رد کړې.

پسکوف په دې اړه د پوښتنې په ځواب کې دا هم وویل "هېڅ امریکايي استازي هېڅکله دا موضوع له روسي استازو سره په کتنو کې مطرح کړې نه‌ده."

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف دا ادعا څرګند جعلي خبر وباله.

په همدې حال کې د کانګرس د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي او د کانګرس ځینو نورو غړو غوښتنه کړې چې د ولسمشر ټرمپ اداره باید په دې اړه د کانګرس غړو ته توضیحات ورکړي.

XS
SM
MD
LG