د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

نړۍ

اروپايي ټولنې د پاکستان 'پي ای اې' او 'پي وي ټي' شرکتونو جواز ځنډولی

د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت یا 'پي ای اې' الوتکه
د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت یا 'پي ای اې' الوتکه

د اروپايي ټولنې د هوايي خوندیتوب ادارې د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت یا 'پي ای اې' او وېژن ايیر انټرنشنل یا 'پي وي ټي' جوازونه ځنډولي دي.

دا شرکتونه به راتلونکې شپږ میاشتې د دې ټولنې په هوايي قلمرو کې پروازونه نه‌شي کولای.

دا اقدام وروسته له هغه شوی چې د پاکستان د هوايي چلند وزیر غلام سرور خان وویل چې د ۲۶۲ پیلوټانو پر جواز شک لري او د دغو کسانو دندې يې وځنډولې.

د 'پي ای اې' ویاند عبدالله حفیظ نن ازادي راډيو ته وویل چې له اروپايي ټولنې سره په دې اړه په تماس کې دي.

ښاغلی حفیظ زیاتوي: "که خدای دې نه‌کوي کومه پېښه شوې وی او د پلټنو لپاره‌یې بهرنيان راغلي وی، خبره به تر دې هم خرابه شوې وی، نو ښه شو چې اوس دا اقدامات وشول."

ټول هغه مسافر به چې پروازونه‌یې اروپايي ټولنې هېوادونو ته وو، یو انتخاب ولري چې خپل پرواز بلې وروستۍ نېټې ته وغځوي او یا بېرته خپلې پیسې واخلي.

'پي ای اې' وايي چې په موقتي توګه به اوس‌مهال خپل ټول پروازونه ودروي، خو وروسته‌یې وویل چې د دوو ورځو وقفه‌یې موندلې چې د جولای له لومړۍ تر درېيمې يې په اروپا او بریتانیا کې د الوتکو د کېناستو اجازه ترلاسه کړې ده.

تېره اوونۍ د پاکستان د هوايي چلند وزیر غلام سرور خان وویل چې د ۲۶۲ پیلوټانو جوازونه یا له وخته تېر شوي او یا ځيني تقاعد شوي دي چې په دغو کې ۱۴۱ د 'پي ای اې'، نهه د اییر بلو، ۱۰ د سیرین ايیر، او ۱۷ د شاهین ایرلاین دي.

د پاکستان د پیلوټانو ټولنې ویلي چې په دې اړه باید پلټنې وشي ځکه یو شمېر پیلوټان ډېر لوستي او تجربه لرونکي کسان دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

پوتین د پنځمې دورې لپاره د ولسمشر په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین نن د پنځمې دورې لپاره د ولسمشر په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه.

په کرملین ماڼۍ کې یواویا کلن پوتین د بلې شپږکلنې دورې لپاره دا لوړه، په هغو مراسمو کې پرځای کړه چې اکثرو غربي هېوادونو په اوکراین کې د روسیې د جګړې له کبله بایکاټ کړي وو.

دغو هېوادونو د روسیې د ولسمشرۍ ټاکنې هم چې په نتیجه کې یې پوتین په اسانۍ بریا خپله کړه، غندلې وې.

اسراییلي پوځیانو رفح ته نږدې د غزې تړانګې پر یوې برخې ولکه ټینګه کړه

د غزې تړانګې پر یوې برخې د اسراییلي پوځیانو د ولکې ټینګولو یو انځور
د غزې تړانګې پر یوې برخې د اسراییلي پوځیانو د ولکې ټینګولو یو انځور

د اسراییل د ټانکونو یوې لوا نن د غزې تړانګه پر هغه برخه ولکه ټینګه کړه چې رفح ښار ته نږدې پروت دی.

رفح ښار له مصر سره یوه سرحدي دروازه لري.

که څه هم د حماس له چارواکو سره د اوربند پر سر خبرې حساس پړاو ته رسېدلي، د غزې تړانګې په جنوبي ښار کې بیا هم پوځي عملیات پرمخ بېول کېږي.

د اسراییل پوځ وايي دغه لوا نن سهار وختي رفح ښار ته ننوتله.

د پوځ په وینا، دوی د بشري مرستو رسېدو او هغو کسانو لپاره چې کولی شي مصر ته واوړي، د دې مهمې سرحدي دروازې "عملیاتي کنټرول" په لاس کې واخیست.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د غزې پر جنوبي ښار رفح پوځي عملیات د نه زغملو وړ یو کار بللی و.

چین کې پر یوه روغتون حمله؛ لږ تر لږه لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ارشیف: په چین کې د یوه روغتون څنډه
ارشیف: په چین کې د یوه روغتون څنډه

د چین په جنوب کې نن سې شنبه په یوه روغتون کې د حملې په نتیجه کې لږ تر لږه لسو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د رسنیو په راپورونو کې د حملې د څرنګوالي په باب نور وضاحت نه دی ورکړل شوی.

پېښه د چین په جنوب کې د ینان ولایت په ژین­شیونګ سیمه کې شوې ده.

د چین دولتي خبري اژانس سینهوا لیکلي چې دغه حمله د سیمې په یوه روغتون کې پر ځايي وخت د ماسپښین یوه بجه او ۲۰ دقیقې وشوه چې په نتیجه کې یې تر لسو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د چین چارواکو د دې پېښې په باب د څېړنو د پیل خبر ورکړی دی.

په چین کې ډله‌ییز تاوتریخوالی لږ کېږي، ځکه د دغه هېواد وګړي د وسلو له ساتلو منع شوي، خو په وروستیو کلونو کې د چړو په مرسته د حملو شمېر زیات شوی دی.

د چین ولسمشر سربیا ته روان شوی

د چین ولسمشر او مېرمن یې
د چین ولسمشر او مېرمن یې

د چین ولسمشر شي جینپینګ د خپل اروپایي سفر په ترڅ کې نن سه شنبه د بالکان حوزې یوه هېواد سربیا ته روان شوی دی.

د رویټرز په وینا٬ د هغه سفر له یوې سمبولیکې نېټې سره برابر شوی هغه دا چې نن د مې ۷مه په بلګراد کې د چین پر سفارت د امریکا د جیټ الوتکو د بمبارۍ ۲۵مه کلیزه ده.

په ۱۹۹۹ کال کې پر کوسوو د ناټو د هوایي برید په ترڅ کې د امریکا جېټ الوتکو په بلګراد کې د چین پر سفارت پنځه بمونه وغورځول چې له کبله یې اور ولګېد او درې چینایي اتباع په کې ووژل شول.

امریکا هغه مهال د خپلې بمبارۍ په اړه بخښنه وغوښته او د چین پر سفارت یې برید یوه تېروتنه وبلله.

ملګرو ملتونو پر رفح پوځي عملیات د نه زغملو وړ یو کار وباله

په رفح کې د تازه جګړې یو انځور
په رفح کې د تازه جګړې یو انځور

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش وایي، د غزې پر جنوبي ښار رفح باندې پوځي عملیات د نه زغملو وړ یو کار دی.

ګوټېرېش څو ساعته وړاندې په یوه ویډیویي پیغام کې چې د ملګرو ملتونو رسنیو خپور کړی٬ په غزه کې اوربند حیاتي بللی دی.

هغه وایي: "په رفح کې ځمکنۍ جګړه به د نه زغملو وړ یو کار وي، ځکه چې ورانونکي بشري عواقب لري او د سیمې پر بې ثباتۍ هم اغېز کوي."

نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې اسراییلو پرون ناوخته پر رفح هوایي بریدونه پیل کړل.

اسراییل د غزې جنوبي ښار رفح د حماس ډلې چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي وروستی مورچل ګڼي، خو امریکا، ملګري ملتونه او نور اړخونه دغلته له جګړې سره موافق نه دي.

ملګري ملتونه وایي، د غزې له جګړې بې ځایه شویو شاوخوا یو میلیون کسانو په رفح کې پناه اخیستې ده.

د افغانستان او ترکمنستان د سوداګرۍ خونو او تاجرانو تړونونه او هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي

د هرات ولایت یوه څنډه. دغه تړونونه په هرات کې لاسلیک شوي دي.
د هرات ولایت یوه څنډه. دغه تړونونه په هرات کې لاسلیک شوي دي.

د افغانستان او ترکمنستان د سوداګرۍ خونو او تاجرانو پرون لس تړونونه او دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي.

د دې تړونونو د لاسلیک لپاره په هرات کې یوه غونډه نیول شوې وه.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت لیکلي چې لاسلیک شوي تړونونه د ساختماني موادو له هغې ډلې ګول سیخ، تعمریاتي رنګ، مرمر ډبرو او خوراکي موادو په برخه کې دي.

په بیان کې د افغان او ترکمن سوداګرو او صنعتکارانو په حواله راغلي چې د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د تجارتي اړیکو د پراختیا لپاره ښه فرصت برابر شوی او دواړه خواوې باید ترې اعظمي ګټه پورته کړي.

د افغانستان د فوټسال لوبډلې په نړۍ کې ۳۰م ځای خپل کړی

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله

د فوټبال د نړیوال فدراسیون یا فیفا په نوې درجه بندۍ کې د افغانستان د فوټسال لوبډلې په نړۍ کې ۳۰م ځای خپل کړی.

افغانستان یو کال مخکې په ۱۰۰م ځای کې و.

افغانستان وروسته له هغه دا پرمختګ تر لاسه کړ چې د اسیا د فوټسال په اتلولۍ سیالیو کې یې عراق، قرغزستان او بحرین مات کړل.

له کوېټ سره مساوي شو او له ایران او تاجکستان څخه یې ماته وخوړه.

افغانستان د اسیا په اتلولۍ سیالیو کې چې د اپرېل په ۲۸مه په تایلند کې پای ته ورسېدې د اسیا د لوبډلو تر منځ پنځم مقام خپل کړ او وتوانېد د فوټسال نړیوال جام ته هم لار پیدا کړي.

د نړۍ په کچه د فوټسال اول ټیم برازیل دی، پرتګال دویم، هسپانیه درېیم او ایران څلورم ځای لري.

د پاکستان د بلوچستان والي له وسله‌والو مخالفانو سره خبرو ته چمتووالی وښود

د پاکستان بلوچستان ایالت یوه څنډه کې امنیتي ځواکونه. دغه ایالت کې د مخالفانو بریدونه زیات شوي دي.
د پاکستان بلوچستان ایالت یوه څنډه کې امنیتي ځواکونه. دغه ایالت کې د مخالفانو بریدونه زیات شوي دي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت نوي والي له وسله‌والو مخالفانو سره خبرو ته چمتووالی وښود.

شیخ جعفر مندوخېل وايي، که ناراضه بلوڅان غواړي له حکومت سره خبرې وکړي، حکومت خبرو ته چمتو دی.

نوموړي د دوشنبې په ورځ د بلوچستان د ولایت مقام کې د لوړې د مراسمو پر مهال وویل چې په بلوچستان کې به د امنیت د ښه کولو په هدف مذاکرات وکړي.

هغه د خبريالانو د پوښتنو په ځواب کې زياته کړه چې د خبرو د بهیر جاري ساتل د امنیت د ټینګښت لپاره مهم دي ځکه کومه ټولنه چې خبرې نه کوي د ظلم ټولنه بلل کېږي.

په بلوچستان کې په دې وروستیو کې ناامني زیاته شوې ده.

وسله‌والو بېلتون غوښتونکو ډلو حکومتي ځواکونه او چینايي کارکوونکي په نښه کړي دي.

د بلوچستان د نوي والي شیخ جعفر مندوخېل د دغو څرګندونو په اړه تر اوسه چا غبرګون نه دی ښودلی.

د اسراییلو پوځ د غزې په رفح بریدونه پيل کړي

اسراییلي ځواکونه په غزه کې د عملیاتو پر مهال
اسراییلي ځواکونه په غزه کې د عملیاتو پر مهال

د اسراییلو پوځ د دوشنبې په شپه د غزې په رفح باندې خپل بریدونه پيل کړل.

دا وروسته له هغه چې د اسراییلو کابینې پر رفح د پوځي عملیاتو اجازه ورکړه.

تر دې بریدونو دمخه حماس ډلې اعلان کړی و چې د غزې په جګړه کې د اوربند لپاره یې د مصر او قطر له‌خوا وړاندیز شوې طرحه منلې ده.

حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګر سازمان ګڼي د دوشنبې په ورځ د مې ۶مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ډلې د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د قطر له صدراعظم او د مصر د امنیت له مشر سره په ټلیفوني خبرو کې د دغه پلان د منلو اعلان وکړ.

اسراییلي چارواکو په رفح تر بریدونو مخکې هم ویلي وو چې حماس د مصر له‌خوا د اوربند د وړاندیز تعدیل شوې طرحه منلې چې دوی ته د منلو نه ده.

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ مشر تهران ته رسېدلی

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ مشر رافایل ګروسي
د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ مشر رافایل ګروسي

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ مشر رافایل ګروسي نن تهران ته ورسېد.

ټاکل شوې چې ګروسي د ایران د اټومي پروګرام په اړه له ایراني چارواکو سره وګوری او یوه خبري کانفرانس کې وینا وکړي.

دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي چې په سیمه کې وضعیت په لوړه کچه کړکېچن دی او د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ اداره نیوکه کوي چې ایران د دوی له پلټنو سره همکاري نه کوي.

ټاکل شوې چې ګروسي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان او د اټومي انرژۍ له مشر محمد اسماعیلي سره وګوري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG