افغانستان
پکتیا کې د دوو قبیلو ترمنځ جګړه کې ۷ کسان وژل شوي
د پکتیا په ډنډپټان ولسوالۍ کې یو ځل بیا د منګلو او خروټو قبیلو ترمنځ د ځمکې او غره په سر جګړه شوې چې له دواړو خواوو ۷ کسان پهکې وژل شوي دي.
چارواکي وايي په سربدالي سیمه کې د دې جګړې د پای ته رسولو لپارهیې مداخله کړې ده.
د پکتیا سرپرست والي عبدالولي سهي د یادو قبیلو ترمنځ جګړه تأیید کړه او په دې اړهیې ازادي راډیو ته وویل: "د متخاصمو قومونو ترمنځ جګړه شوې ده. ولسوالۍ ته مو دنده سپارلې ده. موږ تل په داسې حالاتو کې چې قومي مسایل دي د قومونو د سپین ږیرو او مشرانو په مشوره او ملګرتیا عمل کوو."
د منګلو او خروټو قبیلو ترمنځ پخوا تر دې هم جګړې شوي او په تېرو دوو کالونو کې په دې جګړو کې دواړو خواوو ته درانه تلفات اوښتي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
دافغانستان او ازبکستان د تجارتي شورا تاسیس
افغانستان کې د طالبانو حکومت او ازبکستان د دواړو هیوادونو د سوداګري شورا د تاسیس هوکړه لاسلیک کړه.
دافغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د جمعې په ورځ وویل چې دغه هوکړه د پنجشنبې په ورځ په تاشکند کې د افغانستان اوازبکستان د سوداګرۍ د شورا په لومړنۍ غونډه کې لاسلیک شوه.
د افغانستان او ازبکستان چارواکي ددغې شورا تاسیس د دواړو هیوادونو داقتصادي همکاریو لورته یو مهم ګام ګڼي او هیله څرګندوي چې ددوی ترمینځ د تجارتې تبادلې اندازه راتلونکو کلونو کې له ۱.۶۸ ملیارډو ډالرو څخه ۵ ملیارډو ډالرو ته لوړه شي.
تر دې مخکې ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ددواړو هیوادونو ترمینځ د سوداګري او ترانزیتي اړیکو د پراختیا خبر ورکړی وو.
دخونې چارواکو ویلي وو چې داموالو په لیږد او ترانزیت کې اسانتیاوو او دغه راز د ګمرکي موانعو لیرې کولو د تجارتي تبادلې د پراختیا لپاره زمینه برابره کړې ده.
ازبکستان په تیرې لیندۍ میاشتې کې افغانستان سره خپله پوله چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې تړل شوې وه رسما بیا پرانیسته .
اسلام کلا بندر ته دبهرنیو ترانزیتي وسایطو پرته له ویزې تګ راتګ
هرات کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي سرله نن شنبې د اسلام کلا بندر ته دبهرنیو ترانزیتي وسایطو پرته له ویزې او روډ پاس تګ راتګ ، پیلیږي.
اعلامیه وايي د جمعې په ورځ هغې غونډه کې چې د هرات د والي مولانا اسلامجار ترڅنګ دبهرنیو چارواو ټولګټو وزارتونو استازو او د غه راز د اسلام کلا د کمیساري ، ګمرک او ترانسپورت چارواکو برخه درلوده په دې اړه د کابینې د پریکړې د تطبیق په هکله خبرې وشوې.
د طالبانو د حکومت چارواکي وايي دغه پریکړه څه دپاسه زرو کسانو ته د ورځني کار زمینه برابروي او د کرایو ،ترانسپورتي لګښتونو او داجناسو د بیو په راټیټولو کې به هم رول ولري.
د بشري حقونو د څار سازمان په کابل کې پر امېد روغتون برید غیرقانوني و
د بشري حقونو د څار سازمان په کابل کې د معتادانو د درملنې پر مرکز د پاکستان د هوايی برید په اړه خپل تحقیقات خپاره کړي او ویلي چې دا پېښه ښايي جنګي جرم وپېژندل شي.
د دې سازمان د اسیا څانګې مرستیالې، پتریشیا ګوسمن، ویلي:
«موجود شواهد ښيي چې د پاکستان هوايي برید په کابل کې پر یوه پېژندل شوي روغتیايي مرکز، چې لسګونه ناروغان یې ووژل، غیرقانوني و.»
د دې سازمان په وینا، دا برید پر یو لوی درملیز کمپلکس شوی چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې یې د ناټو په پخواني اډه کې فعالیت درلود. د دې مرکز د یوه کارکوونکي په وینا، درې ودانۍ — د خوړو تالار، د استوګنې ودانۍ چې شاوخوا ۴۵۰ ناروغان پکې وو، او یوه د ساتنې خونه — په نښه شوې دي.
تر دې وړاندې ملګروملتو او د بخښنې نړیوال سازمان هم دا برید پر روغتیايي مرکز بللی و.
م.م. وايي، په تېرو ۳ میاشتو کې له پاکستانه ۱۶۰ زره افغان کډوال ایستل شوي
ملګري ملتونه وايي چې د روان میلادي کال له پیله تر اوسه پورې تر ۱۶۰ زره ډېر کډوال له پاکستانه افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي. دې ادارې ویلي چې دې بهیر پر بشري مرستو فشار زیات کړی دی.
د یونیسف د شمېرو له مخې، د تورخم بندر بیا پرانیستل دا احتمال زیاتوي چې د کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر لا چټک شي. اټکل کېږي چې لا به هم شاوخوا ۱.۹۲ میلیونه افغانان په پاکستان کې اوسي او ښايي د لا ډېرو کسانو د ستنېدو امکان هم موجود وي.
مرستندوی بنسټونه وايي چې دا بهیر هممهاله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو له زیاتېدو سره روان دی. دا نښتې چې د فبرورۍ له وروستیو پیل شوې، د خلکو د بېځایه کېدو، د ملکي تلفاتو او د مهمو زیربناوو د زیان سبب شوې دي.
یونیسف دا وضعیت «بحراني او په چټک ډول د بدلېدو په حال کې» بللی دی.
په همدې حال کې پاکستاني رسنیو نن د خپل هیواد د چارواکو له قوله ویلي چې د افغان کډوالو د ستنولو لپاره هلې ځلې یې تېزې کړي او تراوسه پورې ۲ میلیونه ۱۳۲ زره افغان کډوال له پاکستان څخه ایستل شوی دي.
په تاشکند کې د افغاني محصولاتو نندارتون نن جمعه پای ته رسیږي
د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې نن جمعه ( د مارچ ۲۷ مه) د افغاني محصولاتو د نندارتون وروستۍ ورځ ده.
په دې درې ورځني نندارتون کې، چې د ملګروملتو د پراختیايی پروګرام په مالي ملاتړ د چهارشنبې په ورځ پرانیستل شو، په څه باندې ۶۰ غرفو کې د افغانستان وچې او تاره مېوې، زعفران، ځلغوزې، پنبه، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې او مشروبات نندارې ته وړاندې شوي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې د دې نندارتون هدف د افغانستان د تولید او صادراتي وړتیاوو نندارې ته وړاندې کول دي
د افغانستان د فوتبال ملي لوبډله د مارچ په ۳۱ له سوریې سره لوبه کوي
د اسیا ملتونو جام د مقدماتي پړاو په لړ کې ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د مارچ په یو دېرشمه نېټه له سوریې سره مخامخ شي.
د تېرې پنجشنبې په لوبه کې افغانستان له میانمار څخه ۱–۲ ماتې وخوړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د دوشنبې په ورځ، د مارچ په ۲۳مه اعلان وکړ چې له میانمار او سوریې سره د افغانستان د لوبو څخه مخکې، د لوبډلې ۱۰ تنه هغه غړي چې د دې سیالیو لپاره بلل شوي وو، د فدراسیون په وینا د کورنیو ستونزو، د منځني ختیځ وضعیت او ټپي کېدو له امله له لوبډلې څخه په شا شول.
موږ هڅه وکړه چې د دغو لوبغاړو له ډلې څخه د ملي لوبډلې د ګول کیپر ویس عزیزي په ګډون چې په ډیرو سیالیو کې لوبیدلی د یوشمیرکسانو نظرواخلو خو په دې کاربریالي نشو.
د تورخم لار د کډوالو لپاره پرانیستل شوه
د تورخم لار له یوې خوا پرانیستل شوې ده.
پاکستاني چارواکو نن وویل چې دا لار به د تګ راتګ لپاره بنده وي او یوازې به هغه کډوال پرې پورې وځي چې افغانستان ته ځي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې د دوه زره پنځه ویشتم کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې د سوداګرو او عامو خلکو پرمخ تړل شوې دي.
د پښتونخوا ګورنر: پاکستان پر افغانستان نوره بمباري درولې ده
د خیبرپښتونخوا ګورنر وايي په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره اوربند پای ته رسیدلی خو د دوستو هېوادونو په مشوره یې بمباري درولې ده.
فیصل کريم کونډي نن( د مارچ ۲۶ مه) په پېښور کې د خبرې غونډې پرمهال خبرداری ورکړ چې پاکستان به بيا هم په افغانستان کې دننه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، عمليات کوي. نوموړي زیاته کړه چې قطر او ترکي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوربند هڅه کړې خو اسلام اباد څرګنده کړې چې افغان طالبان بايد د پاکستاني وسله والو پرضد ګامونه واخلي.
تر اوسه پورې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي. خو په تېرو وختونو کې یې په افغانستان کې د پاکستاني وسله والو د موجوديت تورونه رد کړي دي.
د افغانستان په سړو سیمو کې نوی تعلیمي کال پيل شو
د افغانستان په سړو ولایتونو کې نن نوی تعلیمي کال پيل شو، خو بیا هم له شپږم ټولګي ورپورته نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.
د طالبانو د پوهنې وزارت په ایکسپاڼه کې د نوی تعلیمي کال د پيلیدو خبر ورکړی خو د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستو موضوع ته یې اشاره نه ده کړې. په دې بیان کې راغلي دي چې دوی د دیني او عصري زده کړو پياوړتیا ته ژمن دي او په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د طالبانو د امر له مخې په افغانستان کې د پنځم پرله پسې کال په مخه نجونې د منځنۍ او لیسې دورې له زده کړو محرومې شوې دي.
د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکې ته د کابل په هوايي ډګر کې پېښه
د اریانا افغان هوايي شرکت یوه الوتکه پرون (چهارشنبې) د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې الوتکه د ناستې پر مهال له رنوې څخه واوښته.
چارواکي وايي چې په دې پېښه کې سپرلیو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی خو الوتکه زیانمن شوې ده.
د دې پېښې د علت په اړه پلټنه روانه ده، خو ویل کېږي چې پیلوټانو د الوتکې کنټرول له لاسه ورکړ، چې له کبله یې الوتکه له الوتلارې کږه شوه او د الوتلارې ترڅنګ اومې ساحې ته کږه شوه.
د الوتکې دننه او انجنونو د زیان کچه اوس د تخنیکي ټیمونو له خوا ارزول کېږي.
د عملیاتو اغېز
د رنوې ترڅنګ د زیانمنې الوتکې شتون د دې لامل شو چې د کابل نړیوال هوايي ډګر الوتنې لنډ مهال وځنډول شي.
د دې پېښې له کبله سمدستي ځینې راتلونکې الوتنې نورو سیمهییزو هوايي ډګرونو ته واړول شوې.