د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۱۴

افغانستان

چارواکي: د پکتیکا په جانيخېل او مټاخان کې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي

پکتیکا مرکز
پکتیکا مرکز

چارواکي وایي، په پکتیکا کې ۸ وسله‌وال طالبان د افغان ځواکونو په ځوابي بریدونو کې وژل شوي دي.

د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین نن ازادۍ راډیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه د پکتیکا ولایت په جانيخېلو او مټاخان ولسوالیو کې پر امنیتي پوستو ډله‌ییزې حملې وکړې چې په ځوابي عملیاتو کې یې اووه تنه وسله‌وال ووژل شول.

ښاغلي ارین زیاته کړه چې په عملیاتو کې د جانیخیلو ولسوالۍ په زیړې سیمه کې د طالبانو د غلچکیو بریدونو مسؤل او د مخابراتي سیستم جوړونکی طیب اغا هم وژل شوی دی.

د ارین په وینا په دې نښتو کې ۳ افغان سرتېرو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

طالبان: یوریشیا اقتصادي ټولنې افغاني صادراتو لپاره ترجیحي تعرفه ټاکلې

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، یوریشیا اقتصادي ټولنې افغاني صادراتو لپاره ترجیحي تعرفه ټاکلی ده.

د دغه تعرفي ټاکل کیدل په سوداګرۍ او کمرګي چارو کې د اسانتیاوو رامنځته کول ښودل شوي.

روسیه، قزاقستان، بیلاروس، ارمنستان او قرغزستان د یوریشیا اقتصادي ټولنه غړي دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس وايي،" د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د دغه ټولنې له استازو سره په کتنه کې ویلي چې هڅه کوي په کابل او نورو زونونو کې د صادراتو د پروسس لپاره مرکزونه جوړ کړي".

د عزیزي په ټکو، د دغه مرکزونو په جوړیدو سره به له افغانستانه د صادراتو بهر منظمه او اسانه شي.

د امریکا د ملي ګارډ پر سرتیرو د ډزو په تور نیول شوی افغان وګړی په زندان کې د خوړو له اعتصاب وروسته روغتون ته انتقال شوی

د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتیرو د ډزو په تور نیول شوی افغان وګړی رحمن الله لکڼوال په زندان کې د خوړو له اعتصاب وروسته روغتون ته انتقال شوی.

واشنګټن پوسټ ورځپانې راپور ورکړی چې دغه افغان وکړی اوسهال د جورج واشنګټن پوهنتون په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

لکڼوال په زندان کې له څه مودې راهیسې د نه خوړو اعتصاب کړی و.

۳۰کلن لکڼوال تیرکال د واشنګټن په فاراګاټ وسټ میټرو سیټشین کې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتیرو سارا بکسټروم او اندرو وولف د ډزو په تور ونیول شو.

په هغه برید کې سارا د ژور ټپونو له کبله په روغتون کې ساه ورکړه.

رحمن الله لکڼوال د افغانستان د پخواني جمهوري نظام پر مهال د صفري قطعاتو غړی و.

د ځینو امریکايي رسنیو د راپورونو په اساس رحمن الله چې امریکا کې د کار په لټه کې و له ډېره وخته له رواني پلوه ښه نه و.
لکڼوال د لومړي درجې قتل له تور سره مخ دی.

سپینه ماڼۍ د هغه لپاره د تر ټولو سختې سزا غوښتنه کړې وه.

خلیل زاد: دا تیروتنه ده چې افغان نجونو ته د کانکور په ازموینه کې د ګډون اجازه ور نه کړل شوه

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد وايي،" دا خواشینونکې او لویه تیروتنه ده چې افغان نجونو ته د کانکور په ازموینه کې د ګډون اجازه نه ورکول کیږي".

هغه د جمعې په ورځ د (جولای لسمه) پر خپلې ایکس پاڼې ولیکل،" د طالبانو حکومت دې افغان نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو او پوهنتونونو کې زده کړو ته ستنې شي".

د امریکا د بهرینو چارو وزارت ویاندې الیزابت استیکني ازادي راډيو سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل،" طالبان دې د افغانو ښځو د بشري حقونو نقض ته د پای ټکی کېدي".

د روان ۱۴۰۵کال د کانکور ازموینې د تیرې دوشنبې په ورځ اعلان شوې.

دا پنځم پرله پسې کال و چې افغانو نجونو ته د کانکور په ازموینه کې د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې.

نن شنبې په کونړ او نورستان ولایتونو کې د پولیو ضد واکسینو کمپاین پیلږي

د شنبې په ورځ د سرطان ۱۹مه په کونړ او نورستان ولایتونو کې د پولیو ضد واکسینو کمپاین پیلږي.

"له پولیو پاک افغانستان" په نوم بنسټ پر خپلې ایکس ویلي،" دغه کمپاین په کونړ او د نورستان په پنځو ولسوالیو برګ مټال، کامدیش، پارون، واما او وایګل کې پیلږي چې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته به کې د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شي".

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم په کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ مثبتې پېښې ثبت شوي.

پولیو یوه ساري ناروغي چې درملنه نه لري او د دایمي فلج سبب ګرځي.

یوازې واکسین د دغه ناروغۍ مخه نیولی شي.

د پنجشنبې په ورځ زرګونه افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي

ارشیف
ارشیف

افغانستان کې د طالبانوحکومت وايي د پنجشنبې په ورځ تقریبا ۳ زره افغان کډ‌وال دتورخم، سپین بولدک ، بهرامچې او اسلام کلا له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کډوالو ستونزو ته در سیدنې کومیسیون وايي راستنوشویو کسانو ته نقدې مرستې ، سیم کارټونه ، روغتیايي او خوراکي خدمات برابر شوي دي.

دا کډوال په داسې حال کې افغانستان ته ستنیږي چې پاکستان سرله ننه د هغو افغانانو دنیولو لپاره چې په دغه هیواد کې د پاته کیدو د اعتبار وړاسناد نلري نوې هلې ځلې پیل کړې.

بلخوا ملګري ملتونه وايي له ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا ۶ ملیونه افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

یاد سازمان زیاتوي چې په روان ۲۰۲۶ میلادي کال کې تراوسه ۷۵۰ زره افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د پولیو ضد واکسین د شنبې په ورځ کونړ او نورستان کې پیلیږي

ارشیف
ارشیف

ټاکل شوې ده چې د پولیو ضد واکسین کمپاین د شنبې په ورځ، (د چنګاښ په ۲۰مه)، د کونړ ولایت په ټولو ولسوالیو او د نورستان ولایت په پنځو ولسوالیو؛ برګ‌مټال، کامدېش، پارون، واما او وایګل کې ترسره شي.

د "له پولیو پاک افغانستان" ادارې د پنجشنبې په ورځ ، په خپلې ایکسپاڼې وویل چې دا ګډ کمپاین د پولیو د پیچکارۍ (تزریقي) او په خوله کې د څاڅکو له لارې ترسره کیږي. د دې کمپاین موخه د پنځو کلونو څخه د کم عمره ماشومانو د معافیت سیستم پیاوړی کول او د پولیو ویروس د خپرېدو مخنیوی دی.

د نړیوال روغتیا سازمان د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ میلادي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ یوه ساري او دایمي معلولوونکې ناروغي ده چې درملنه نه لري، او د هغې د مخنیوي یوازینۍ اغېزمنه لار د واکسین پر وخت تطبیق دی.

د افغانستان ټیم په دوستانه لوبه کې د ازبکستان ټیم ته د ۱۹۹ منډو په توپیر ماته ورکړه

 د افغانستان د کریکټ بورډ لخوا د نننۍ لوبې خپور شوی یو تصویر،
د افغانستان د کریکټ بورډ لخوا د نننۍ لوبې خپور شوی یو تصویر،

د افغانستان او ازبکستان د کریکټ تیمونو ترمینځ په خوست کې دوستانه لوبه د افغان ټیم په بریا پای ته ورسیدله.

د افغانستان له خوا په دې لوبه کې (AFG XI) ټیم برخه واخیسته.

د رحمت ولی مسرور په سټوډیوم کې د لوبې پیل کې د ازبکستان ټیم پچه وګټله او بالینګ یې غوره کړ.

د افغانستان ټیم چې شلو اورونو کې یې ۷ لوبغاړي وسوځیدل سیال ټیم ته یې د ۳۲۴ منډو هدف وټاکه.

د ازبکستان ټیم په شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په مټ ۱۲۴ منډې وکړې.

دا لومړۍ ځل دی چې د افغانستان کریکټ بورډ هیواد کې دننه د یو بهرني ټیم سره دلوبې کوربتوب کوي.

د افغانستان کریکټ بورډ دتیرکال دیسمبر میاشت کې د ازبکستان د کریکټ فدراسیون سره دتخنیکي همکاریو تفاهم لیک امضا کړ.

قطر، پاکستان او دسیمې نور هیوادونه هڅه کوي چې دامریکا او ایران ترمینځ کړکیچ را کم کړي.

فارس خلیج کې د هرمز ستراتیژیک تنګی چې د جګړې له امله په کې د بیړیو تګ راتګ ټکنی شوی دی.
فارس خلیج کې د هرمز ستراتیژیک تنګی چې د جګړې له امله په کې د بیړیو تګ راتګ ټکنی شوی دی.

راپورونه وايي قطر، پاکستان او دسیمې یوشمیر نور هیوادونه لکه ترکیه ، مصر او سعودي عربستان هڅه کوي چې دامریکا او ایران ترمینځ کړکیچ را کم کړي او د اټومي خبرو اترو د بشپړې ناکامۍ مخه ونیسي.

د اکسیوس رسنۍ د راپور له مخې، سره له دې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ ۱۷مه، له ایران سره تفاهم‌لیک او اوربند پای ته رسېدلی اعلان کړ او د هوايي بریدونو امر یې ورکړ، خو د هغه اداره لا هم غواړي چې د هرمز تنګی بېرته د بېړیو پر مخ پرانیستل شي او د شخړې او جګړې د پراخیدو مخه ونیول شي.

یوې سیمه ا‌ییزې سرچینې اکسیوس ته ویلي، منځګړي هېوادونه باور لري چې په هرمز تنګي کې پر بېړیو وروستي بریدونه ښايي د ایران د حکومت د هغو ډلو له لوري شوي وي چې له تفاهم‌لیک سره مخالف دي او غواړي د خبرو اترو بهیر کمزوری کړي.

اکسیوس دا هم ویلي چې د منځګړو هېوادونو چارواکو د چهارشنبې په ورځ له امریکايي او ایراني چارواکو سره څو ځله اړیکې نیولې، څو لومړی د کړکېچ د کمېدو لپاره زمینه برابره کړي او وروسته د اټومي خبرو اترو د نوې تخنیکي دورې په ترځ کې هوکړې ته ورسېږي.

یو امریکايي چارواکي هم د ډونالډ ټرمپ او د هغه د ملي امنیت له ډلې سره تر غونډې وروسته ویلي، واشنګټن لا هم د یوې ډیپلوماټیکې حل‌لارې موندلو ته ژمن دی او د اټومي هوکړې د ترلاسه کولو لپاره تخنیکي خبرې روانې دي. خو امریکا په هرمز تنګي کې د ایران له خوا پر سوداګریزو بېړیو بریدونه «ترهګریز اقدامات» او د تهران له لوري د تفاهم‌لیک د ژمنو ښکاره سرغړونه بولي.

خوست کې دافغانستان او ازبکستان د کریکټ ټیمونو ترمینځ دوستانه لوبه روانه ده

ارشیف
ارشیف

د افغانستان او ازبکستان د کریکټ تیمونو ترمینځ په خوست کې دوستانه لوبه روانه ده.

د رحمت ولی مسرور په سټوډیوم کې د لوبې پیل کې د ازبکستان ټیم پچه وګټله او بالینګ یې غوره کړ.

د افغانستان ټیم چې شلو اورونو کې یې ۷ لوبغاړي وسوځیدل سیال ټیم ته یې د ۳۲۴ منډو هدف وټاکه .

دا لومړۍ ځل دی چې د افغانستان کریکټ بورډ هیواد کې دننه د یو بهرني ټیم سره دلوبې کوربتوب کوي.

د افغانستان کریکټ بورډ دتیرکال دیسمبر میاشت کې د ازبکستان د کریکټ فدراسیون سره دتخنیکي همکاریو تفاهم لیک امضا کړ.

جبل السراج کې د سمنټو د دوهمې فابریکې د جوړولو کار پرانیستل شو

افغانستان کې د سمنټو د تولید یو فابریکه ، ارشیف
افغانستان کې د سمنټو د تولید یو فابریکه ، ارشیف

افغانستان کې د طالبانو حکومت د پنجشنبې په ورځ د جبل السراج د سمنټو د تولید د دویمې فابریکې د جوړولو کار افتتاح کړ.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دغه لویه پروژه د صنعتي سکتور د پیاوړتیا ، اقتصادي بسیاینې او دکورنیو تولیداتو د پراختیا په لور یومهم ګام وګاڼه.

د چارواکو په وینا ټاکل شوې دغه فابریکه چې د ملي پراختیا د شرکت لخوا دتقریبا ۹۰ملیونو ډالرو په لګښت په درېیو کلونو کې جوړیږي په ۲۴ ساعتونو کې ۵ زره ټنه سمنت تولید کړي.

تمه ده چې دغه فابریکه به وکولای شي چې د هیواد د ودانیزو اړتیاوو یوه لویه برخه پوره کړي.

د جبل السراج د سمنټو د دویمې فابریکې د جوړولو کار په داسې حال کې پیلیږي چې افغانستان د سمنټو د اړتیاوو پوره کولو لپاره په ګاوڼدیو هیوادونو تکیه دی او بیه یې پاکستان سره د سوداګرۍ له بندیدو وروسته ډیره لوړه شوې ده.

د یادونې وړده چې د جبل السراج د سمنټو لومړۍ فابریکه چې په ۱۳۳۷ هجري لمریز کال تاسیس شوې ،په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG