د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۷ چنګاښ ۱۳۹۹ کابل ۰۹:۰۸

افغانستان

هرات کې چاودنې ۳ پولیس ووژل او ۳ نور یې ټپیان کړل

د افغانستان په عمومي نقشه کې هرات ولایت

په هرات کې د سړک غاړې ماین چاودنې درې پولیس ووژل او درې نور یې ټپیان کړل.

د هرات د پولیسو سرپرست ویاند عتیق‌الله وثیق ازادي راډیو ته وویل، د پولیسو پر هاموې موټر دغه چاودنه نن سهار د هرات-اسلام قلعه ترمنځ لاره کې وشوه.

ښاغلی وثیق زیاتوي: "نن سهار زموږ د لویې لارې کنډک د ګمرک د مشر د ساتنې لپاره د هغه د کار ځای ته روان و، د کهسان ولسوالۍ اړوند قدوس‌اباد سیمه کې د دوی ټانک پر ماین وربرابر شو چې پایله کې یې درې سرتېري ووژل شول او درې نور ژوبل شول."

ښاغلي وثیق وویل چې دغې چاودنه کې د هرات د ګمرک مشر ته زیان نه‌دی اوښتی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ننګرهار چارواکي: یو تن د تښتوونکو له منګلو ازاد شو

د تښتوونکو له منګولو ازاد شوی عبدالرحمن

په ننګرهار کې یو تن د تښتوونکو له منګولو ازاد او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

د ننګرهار چارواکي وایي، د ملي امنیت ځواکونو نن سې شنبه یو تن چې عبدالرحمن نومېږي او د ننګرهار د نازیان ولسوالۍ د ولسوال زوی او نېږدې ۲۱ ورځې وړاندې د جلال اباد ښار د شپږمې ناحې په مربوطاتو کې تښتول شوی و، د تښتوونکو له منګولو ازاد او نن خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل نن په دې اړه په یوه کنفرانس کې وویل، عبدالرحمن ۲۱ ورځې د تښتوونکو په قضه کې و او د شېخ مصري په سیمه ساتل کېده، د کورنۍ نه یې د خوشې کېدو په بدل کې دوه نیم سوه زره امریکایي ډالر غوښتل چې د ملي امنیت ځواکونو له خوا روغ رمټ ازاد او په تور یې ۵ تنه ونیول شول.

نیول شوي کسان د ملي امنیت په قبضه کې تر څېړنو لاندې دي.

د تښتول شوي عبدالرحمن کورنۍ وایي، تښتوونکو ورته ګواښ کړی و چې که دوه نیم سوه زره امریکایي ډالر ورنه کړل شي، نو عبدالرحمن او د کورنۍ نور غړي به یې ووژني.

ملي امنیت: د داعش ډلې ۲ ځانمرګي بریدګر نیول شوي

ارشیف

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې ۲ ځانمرګي بریدګر نیول شوي دي.

دغه ریاست نن رسنیو ته په یوه لېږلې اعلامیه کې ویلي، چې دغه کسان چې غوښتل یې په کابل کې پر روغتیایي مرکزونو او رسنیو حملې وکړي، د پېچلو عملیاتو په لړ کې نیول شوي دي.

د دغو مشکوکو کسانو نومونه لطف اله او احمدالله ښوول شوي، چې وايي د کابل د شکردرې ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

چارواکي: پکتیا کې ماین چاودنې د ملي اردو ۲ سرتېري وژلي

ارشیف

د پکتیا په احمدخېلو ولسوالۍ کې نن د ماینونو دوو چاودنو د ملي اردو ۲ سرتېري وژلي او درې نور ټپیان کړي دي.

په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند ازادۍ راډیو ته د دغو دوو پېښو په اړه وویل: "په یوه چاودنه کې چې د احمد خېلو ولسوالۍ د ترکاڼي په سیمه کې د ملي اردو پر رېنجر شوې، یو کس پکې ټپي شوی، خو د دې ولسوالۍ د کلکین خولې په سیمه کې بیا د ملي اردو پر ګزمې د ماین چاودنې له امله دوه سرتېري شهیدان شوي او دوه نور ټپیان شوي دي."

په سیمه کې یوې امنیتي سرچینې بیا د نوم او غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته ویلي، چې په دغو دواړو پېښو کې د ملي اردو ۵ تنه سرتېري وژل شوي او یو ټپي شوی دی.

که څه هم د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، دغه ماینونه وسله والو طالبانو ځای پر ځای کړی و، خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

فضل احمد معنوي: په نږدې راتلونکي کې د کاندید وزیرانو لېست ارګ ته سپارو

فضل احمد معنوي

د مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ته یوه نږدې سرچینه وايي، د دوی له اړخه د پېشنهادي کاندید وزیرانو لېست بشپړ شوی او ممکن تر سبا پورې حکومت ته تسلیم کړای شي.

فضل احمد معنوي نن ازادۍ راډیو ته وویل، دوی د کرونا وبا او نورو بوختیاوو له کبله ونه توانېدل د خپلو پېشنهادي کاندید وزیرانو لېست پر وخت برابر کړي.

هغه زیاتوي: "لېست بشپړ شوی دی، په پام کې وه یوه یا دوې ورځې مخکې شریک کړای شي، خو د ښکېلوو خواوو د بوختیاوو له کبله داسې ونه شول، احتمالاً نن سې شنبه یا سبا چهارشنبه به فهرست تسلیم کړای شي."

تر دې مخکې ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو، چې د ارګ له خوا د پېشنهادي کاندید وزیرانو په معرفۍ کې کومه ستونږه نه شته، خو هغه ویلي وو چې د عبدالله عبدالله له ډلې کاندید وزیران معرفي شوي نه دي.

د ولسمشرۍ د تېرو ټاکنو د نهايي نتیجو تر اعلان شا و خوا شپږ میاشتې تېرېږي خو تر اوسه کابینه بشپړه شوې نه ده.

د سولې ولسي حرکت: افغانستان کې د ناامنیو خلاف غونډې او لاریونونه کوو

د سولې ولسي حرکت غړي

د سولې ولسي حرکت وايي، غواړي د پلازمېنې کابل په ګډون په ۲۰ ولایتونو کې د روانو ناامنیو پرخلاف ولسي غونډې او لاریونونه وکړي.

د دغه حرکت غړي وايي، که څه هم په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقه لاسلیک شوې، چې له مخې یې طالبانو په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو ژمنه کړې ده، خو په افغانستان کې د ناامنیو لړۍ لا هم روانه ده.

د حرکت ویاند بسم اله وطندوست نن ازادۍ راډیو ته وویل، دوی دا غونډې او لاریونونه (نور جنګ د څه لپاره؟) په نوم پیلوي.

هغه زیاته کړه: "بیا هم بریدونه روان دي، تاوتریخوالی دی، بیا هم په جنګ کې موږ وژل کېږو، بیا هم په جنګ کې افغان ټوکر- ټوکر کېږي، زموږ مسجدونه، روغتونونه او زموږ جنازې په نښه کېږي، لا هم د جګړې په منځ کې عسکر او طالبان وژل کېږي، لا هم په ځمکنیو ماینونو ملکیان وژل کېږي."

ښاغلی وطندوست وايي، دوی به د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره روغتیايي سپارښتنې په پام کې ساتي.

د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما په خپل شپږ میاشتني راپور کې چې تېره پنج شنبه خپور شو ویلي، لومړني ارقام ښيي چې د ۲۰۲۰م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې پر ملکیانو په قصدي حملو کې تر ۸۰۰ زیات ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې ځانمرګي برید ۴ تنه ووژل

ننګرهار

د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې چاودنې ۴ تنه ووژل.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې یوه ځانمرګي بریدګر نن غرمه مهال د کوز کونړ د بازار په مرکزي چوک کې ځان ته چاودنه ورکړه چې له امله‌یې ۴ تنه ووژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول.

د خوګیاڼي په خبره، برید په سیمه کې د سیمه‌ییزو پولیسو د ټیم لیډر میر زمان په موټر شوی چې خپله د میر زمان په ګډون ۴ تنه په‌کې وژل شوي دي.

د خوګیاڼي په خبره، په ټپیانو کې دوه تنه سیمه‌ییز پولیس او پاتې یې ملکي وګړي دي.

د دې برید مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

د یادونې وړ ده چې شااوخوا دوه میاشتې وړاندې د کوز کونړ په ولسوالۍ کې د سیمه‌ییزو پولیسو د یوه قوماندان شېخ اکرم د جنازې په مراسمو کې ځانمرګي برید لسګونه کسان وژلي او ټپیان کړي وو.

د بادغیس د غنمو حاصلات څه باندې ۱۲ سلنه زیات شوي

ارشیف

د بادغیس د غنمو د کروندو حاصل څه باندې ۱۲ سلنه زیاته شوی دی.

د دغه ولایت د کرنې وزارت ارزونې ښیي چې سږکال له دې ولایت څخه ۱۶۱ زره او ۸۸۹ مټریک ټنه غنم راټول شوي چې د تېر کال په پرتله څه باندې ۱۲ سلنه زیاتوالی ښیي.

د بادغیس د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس عبدالتواب تایب ازادي راډیو ته وویل چې سږ کال د بادغیس ولایت د اوبیزو غنمو حاصل په یوه هکټار کې ۳.۴۷ مټریک ټنه او د دې ولایت د للمي غنمو حاصل په یوه هکټار کې ۲.۱۴ مټریک ټنه ده.

په روان کال کې د بادغیس ولایت په ۵۶ زره او ۳۴۶ هکټاره ځمکه للمي غنم او په ۱۱ زره او ۶۱۸ هکټاره ځمکه کې اوبیز غنم کرل شوي دي.

نوموړي وویل، سږ کال په بادغیس ولایت کې ۱۶۱ زره او ۸۸۹ مټریک ټنه غنم تولید شوي دي چې د تېر کال د غنمو د حاصلاتو په پرتله ۱۲.۲۷ سلنه زیاتوالی ښیي.

د بادغیس د کرنې رئیس عبدالتواب تایب په خبره، په دې ولایت کې د غنمو د حاصلاتو زیاتوالی د تېر کال په پرتله د غنمو د کروندو ډېروالی، د غنمو د ودې په موسم کې پر وخت او په کافي انداز ورښتونه، د کرنې ریاست او همکارو مؤسسو له‌خوا پر ۱۶ زره او ۳۴۰ بزګرانو د غنمو ۸۱۷ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونو وېشل دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د دې ولایت د اوبیزو غنمو د هر هکټار تولید ۳.۱۴ مټریک ټنه او د للمي غنمو د هر هکټار تولید ۲.۱ مټریک ټنه محاسبه شوی و.

پوروړو شرکتونو ته د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست خبرداری

د کانونو سرپرست وزیر محمد هارون چخانسوري

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت پوروړي شرکتونو ته خبرداری ورکوي، که په راتلونکو ۳۰ ورځو کې خپل ټول پورونه پرې نه‌کړي، نو د وزارت له‌خوا به څارنوالۍ ته معرفي شي.

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډیو ته وویل چې د کانونو سرپرست وزیر محمد هارون چخانسوري د دولت د پورونو راټولولو کمېسیون غړو سره په ناسته کې وویل چې افغان حکومت د کرونا وبا له امله په سختو شرایطو کې قرار لري او ضرورت دی چې له بشپړ شفافیت سره مشروع عواید راټول شي.

وزارت وایي، د کانونو او پټرولیم وزارت به د پورونو راټولولو کمېسیون ته د مقروضينو په اړه د واضح وړاندیزونو سره تفصیلي راپور ورکوي او که پوروړي په راتلونکو ۳۰ ورځو کې خپل ټول پورونه تادیه نه‌کړي، دوی به د وزارت له‌خوا د لويې څارنوالۍ دفتر کې د دولت د پورونو راټولولو کمېسیون ته راجع کوي ترڅو د دوی په اړه کمېسيون پرېکړه وکړي.

د کانونو وزارت د چارواکو په خبره، وزارت ته د لیکلې ژمنې سربېره، پوروړو شرکتونو د پورونو ادا کولو لپاره هېڅ اقدام نه‌دی کړی.

په عین حال کې، دغه وزارت تر دې وړاندې مقروضو شرکتونو ته څو وارې توصيې او اخطارونه هم لېږلي دي.

په ټوله د کې د پوروړو مجموعي اندازه پور ٥٥٩،٣٧٣،٠٤١ افغانۍ دی.

چارواکي: بغلان کې ۱۵ طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

ارشیف

د بغلان امنیتي چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۵ طالب وسله‌والو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت په یوه وېډیويي پیغام کې چې نن سهار یې رسنیو ته استولی ویلي چې دې وسله‌والو غوښتل د پلخمري-سمنګان لویه لاره بنده کړي، خو د ګډو ځواکونو له غبرګون سره مخامخ شول.

ښاغلي بشارت زیاته کړه: "د دولت وسله‌والو مخالفینو پرون غوښتل چې د پلخمري-سمنګان لویه لار بنده کړي او د سوداګرو مالونه وسوځوي، خو ملي دفاعي ځواکونو یې پرضد عملیات پیل کړل چې په نتیجه کې یې نهه وسله‌وال مخالفین مړه او پنځه نور ټپیان شول."

د ښاغلي بشارت په وینا په مړو او ټپیانو کې د قاري جمعه ګل په ګډون چې په متقي مشهور و، د طالبانو مهم قوماندانان هم شامل دي. نوموړی زیاتوي چې د پلخمري-سمنګان لویه لاره هم بېرته خلاصه شوې ده.

طالبانو تر اوسه د دې جګړې په اړه څه نه‌دي ویلي.

غني: د طالبانو تشدد د سولې بهیر له خطر سره مخامخ کولای شي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر اشرف غني خبرداری ورکړی چې د طالبانو له لوري تشدد په افغانستان کې د سولې بهیر له خطر سره مخامخ کولای شي.

ښاغلي غني پرون د افغانستان د سولې په اړه په کابل کې جوړ نړیوال کنفرانس ته د انلاین وینا پر مهال وویل چې که طالبان جګړو ته دوام ورکړي، نو د سولې بهیر به له جدي ستونزو سره مخامخ شي.

ولسمشر غني زیاته کړه چې له بده مرغه د تشدد اوسنۍ کچه د تېر کال پرتله لوړه شوې ده.

په کابل کې د شااوخوا ۲۰ هېوادونو او نړیوالو مؤسسو د استازو په ګډون لومړۍ غونډه پرون پای ته ورسېده، خو په روانه اوونۍ کې دوه نورې غونډې هم په پام کې دي چې په هغو کې به هم د سولې د بهیر پر بېلابېلو اړخونو خبرې وشي.

کابل تېره شپه ۴،۶ ريښتر درجې زلزلې ولړزاوه

د کابل نقشه

د امریکا د ځمکې پېژندنې ادارې په کابل کې د تېرې شپې د زلزلې شدت ۴،۶ ريښتر درجې ښودلې.

د زلزلې دا ټکانونه د دوشنبې د ماښام ۸:۳۶ د کابل ښار ولړزاوه.

د امریکا د ځمکې پېژندنې ادارې چارواکي وایي د دې زلزلې مرکز د کابل پغمان ولسوالي وه.

د دې زلزلې د احتمالي ځاني او مالي زیانونو په اړه دقیق معلومات نه‌شته.

د کابل ښار ډېری اوسېدونکي له دې ټکانونو سره سړکونو ته راووتل. ډېرو خلکو لومړی فکر کاوه چې کومه چاودنه به شوې وي.

کابل د هندوکش غرونو ته په نږدې موقعیت سره کله نا کله د سختو یا خفیفو زلزلو شاهد وي.

د افغانستان کابینې د لوړپوړو چارواکو د شتمنۍ د ثبت پرېکړه وکړه

د کابینې پرېکړه

د افغانستان کابینې پرېکړه کړې چې ټول وزیران، والیان، د پارلمان غړي او لوړپوړي حکومتي چارواکي دې خپلې شتمنۍ د درېیو اوونیو په اږدو کې ثبت کړي.

د دې پرېکړې له مخې چې د دوشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې وشوه، خبرداری ورکړل شوی چې که چارواکي او د پارلمان غړي په نږدې وخت کې خپلې شتمنۍ ثبت نه‌کړي، د مالیې وزارت ته سپارښتنه کېږي چې معاشونه‌یې بند کړي.

د چارواکو او د پارلمان د غړو د شتمنیو د ثبت بحث په وار وار د حکومت په سطح مطرح شوی، خو له یوې مودې وروسته بېرته چوپ شوی دی.

په افغاستان کې د لوړپوړو چارواکو د شتمنیو د ثبت قانون د ۱۳۹۷کال د لړم په میاشت کې د پارلمان له‌خوا تصویب شو، خو د شااوخوا دوو کلونو په تېرېدو سره تر اوسه دا قانون نه‌دی پلی شوی.

افغان حکومت ۵ ولایتونو ته نوي والیان وټاکل

ارګ

د افغانستان حکومت د پنځو ولایتونو لپاره نوي والیان وټاکل.

د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د دوشنبې په ورځ وویل چې د ولسمشر اشرف غني د حکم پر اساس، محمد صدیق پتمن د خوست، عبدالغفور ملکزی د نورستان ولایت، رحمت‌الله یارمل د لغمان، تاج محمد جاهد د بغلان او محمد داوود کلکاني د سمنګان ولایت لپاره د نویو والیانو په توګه وګمارل شول.

بل‌خوا محمد عمر داوودزی د پاکستان په چارو کې د افغانستان د ځانګړي استازي په توګه د ولسمشر اشرف غني له‌خوا وټاکل شو.

د نویو والیانو ټاکنه داسې مهال کېږي چې د افغانستان د حکومت کابینه تر اوسه ټاکل شوې نه‌ده.

ولسمشر غني تېره میاشت د پارلمان له غړو سره د لیدو پر مهال ویلي وو چې ډېر ژر به د افغانستان په وزارتونو کې سرپرستۍ پای ته ورسوي.

ارګ: په هر ولایت کې یوه ښځه د والي د مرستیالې په توګه ټاکل کېږي

ارګ

افغان کابینې پرېکړه وکړه چې هر ولایت ته به یوه ښځه د والي د مرستیالې په توګه ټاکي.

دغه ګام په دولتي ادارو کې د ښځو د ونډې د ډېروالي په هدف پورته شوی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن په یوه خبري غونډه کې دغه پرېکړه اعلان کړه.

هغه زیاته کړه: "د ښځو چارو وزارت له وړاندیز سره سم حکومت پرېکړه کړې چې په ټولو ۳۴ ولایتونو کې یوه-یوه ښځه د والي د مرستیالې په توګه وټاکي، کابینې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته لارښونه وکړه چې د دغو پوستونو د رامنځ ته کېدو لپاره ګام پورته کړي."

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون دوه کاله وړاندې ویلي و چې په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه ۲۲ سلنه ده، خو دوی ژمنه کړې وه چې تر څو کلونو به دغه کچه دېرش سلنې ته لوړوي.

ناامنۍ او په افغانې ټولنه کې دودیزې ستونزې په دولتي ادارو کې د ښځو د ونډې د کمۍ سبب شوې دي.

عامې روغتیا وزارت: افغانستان کې د کرونا ویروس پېښې کمې شوي

ارشیف، په کرونا ویروس اخته کس د درملنې پر مهال

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، د کرونا ویروس پېښې کمې شوي، خو لا هم عادي ژوند ته د ګرځېدو لپاره باید خلک څو میاشتې زغم وکړي.

د دغه وزارت ویاند اکمل سمسور دغه څرګندونې نن هغه مهال وکړې چې د تېرو ۲۴ ساعتونو شمېرې یې له خلکو سره شریکولې.

هغه زیاته کړه: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۶۸ معاینات شوي دي، ۲۳۹ مثبتې واقعې لرو، دې موده کې ۳۴ افغانان د 'کووېډ-۱۹' له امله مړه شوي دي او ۷۳۷ تنه بېرته رغېدلي دي."

وزارت په لومړي ځل په جنسیتي او سني توګه په کرونا ویروس د اخته شویو افغانانو شمېرې خپرې کړې.

دغه وزارت ویلي، افغانستان کې په کرونا ویروس د ټولو څه باندې ۳۳ زرو اخته شویو کسانو له ډلې ۷۲ په سلو کې نارینه او ۲۸ سلنه‌یې ښځې دي.

د مړینې له اړخه هم نارینه‌وو ته دا ویروس ګران پرېوتی.

افغانستان کې نږدې ۹۰۰ کسان 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ مړه کړي چې ۷۸ سلنه‌یې نارینه او ۲۲یې ښځې دي.

د عمر په حساب تر ټولو زیاته مړینه هغه کسان لري چې عمرونه‌یې له ۶۰ لوړ دي، خو په دغه ویروس بیا تر ډېره یعنې ۳۱ په سلو کې هغه ځوانان اخته شوي چې د ۲۰ او ۳۰ کلونو ترمنځ عمر لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG