د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۱ چنګاښ ۱۳۹۹ کابل ۰۷:۲۶

افغانستان

امنیتي مسئولین: لوګر کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي

د لوګر مرکز پل علم

په لوګر کې ۱۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو مطبوعاتي مسول ایمیل مومند ازادي راډيو ته وویل، چې تېره شپه ناوخته وسله والو طالبانو د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ اړوند د تقې په سیمه کې پر افغان ځواکونو برید وکړ، چې یاد برید د افغان هوايي او ځمکني ځواک په ملتیا له ځواب سره مخ شوی.

مومند وایي، په دې نښته کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

دی وایي، په دې نښته کې افغان امنیتې ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

افغانستان کې به ښوونځي د زمري میاشتې تر ۱۵مې تړلي وي

په افغانستان کې له کرونا سره د مبارزې بېړنۍ کمېټه

په افغانستان کې له کرونا سره د مبارزې بېړنۍ کمېټې پرېکړه وکړه چې دولتي او خصوصي ښوونځي د زمري یا اسد میاشتې تر ۱۵مې نېټې همداسې بند پاته شي.

د پوهنې وزارت وايي، له دې نېټې وروسته د ښوونځیو پرانیسته په دې پورې تړلې چې د هېواد عمومي روغتیایي وضعیت څنګه ارزول کېږي.

عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس د وضعیت په اړه یوه سروې پيل کړې چې پایلې به‌یې د همدې اوونۍ تر پایه اعلان شي.

پوهنې وزارت که څه هم زده‌کوونکو ته د ټلوېزیون، راډیو او انلاین لارو د مجازي زده‌کړو لړۍ مخته وړي، خو ډېر زده‌کوونکي د اسانتیاوو د نشتوالي له کبله ترې بې‌برخې دي.

افغان کرکټ بورډ د هېواد په کچه د لوبو اجازه ترلاسه کړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان کرکټ بورډ د کرونا د مخنیوي له بېړنۍ ملي کمېټې نه د هېواد په کچه د لوبو اجازه ترلاسه کړه.

دغه اجازه وروسته له هغې ترلاسه شوه چې د کرکټ بورډ مشرتابه نن د یادې کمېټې له لوړپوړو مسؤلینو سره غونډه وکړه.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وایي، د دې پرېکړې له مخې به نږدې راتلونکي کې د شپږیزې لیګ هم پيل شي.

ښاغلی هوتک وایي، دوی به د کورني کرکټ ټولې لوبې او تمرینات د هغو سپارښتنو په چوکاټ کې ترسره کوي چې روغتیا وزارت دوی ته کړي.

افغانستان کې د کرونا وبا د خپرېدو له پيله ورزشي لوبې درېدلې وې.

پکتیا کې ماین چاودنې د ملي امنیت یو کارکوونکی وژلی

ارشیف، پکتیا کې چاودنه. انځور تزئیني بڼه لري.

د ملي امنیت یو کارکوونکی په پکتیا کې د ماین چاودنې وژلی او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د دغه ولایت د امنیت امر لطف‌الله کامران ازادي راډیو ته وویل، چاودنه نن غرمه مهال د ګردېز ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند د کابل-ګردېز په عمومي سړک د یوه ځای پر ځای شوي ماین له کبله وشوه.

دا ماین هغه مهال وچاودېد چې د ملي امنیت ځواکونو هایلکس ډوله موټر له سیمې تېرېده.

دا په تېره یوه اوونۍ کې څلورمه چاودنه ده چې له ګردېزه کابل ته د غځېدلي واټ په اوږدو کې کېږي.

تر اوسه د دې چاودنې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

چارواکي: ارزګان کې ۱۰ طالبان او ۲ پولیس وژل شوي

ارشیف

د ارزګان چارواکي وایي، طالبانو تېره شپه د مرکز ترینکوټ اړوندو سیمو کې د پولیسو پر پوستو ډله ییز بریدونه وکړل.

د ارزګان د والي وياند زړګی عبادي وايي د تېرې شپې په جګړه کې دوه پولیس ووژل شول او دوه نور ټپیان شول چې وروسته د ده په خبره، د هوایي ځواکونو برید کې لس طالبان هم ووژل شول.

د ارزګان مرکز ترینکوټ کې وروستیو شپو ورځو کې ناامنۍ زیاتې شوې دي.

طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبان: غور کې مو ۱۷ افغان امنیتي سرتېري خوشې کړي

ارشیف

طالبان وایي، نن یې په غور ولایت کې له خپل زندانه ۱۷ پولیس او پوځیان خوشې کړل.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، دغو کسانو ته یې د سفر لګښت ورکړی او خپلو کورنیو ته لېږل شوي دي.

ښاغلي شاهین ازادي راډیو ته وویل، دوی تراوسه د افغان حکومت ۷۶۹ زندانیان خوشې کړي دي، خو افغان چارواکي بیا دا شمېر نه مني او وایي، د طالبانو له خوا څه باندې پنځه سوه زندانیان ازاد شوي دي.

افغان حکومت هم له خپله اړخه د طالبانو څه باندې څلور زره زندانیان پریښي، خو دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د طالبانو شاوخوا پنځه سوه زندانیان چې حق العبدي قضیې لري ممکن خوشې نه شي.

حکومتي سرچینو ازادي راډیو ته وویل، له طالبانو یې غوښتي چې د دغو کسانو پر ځای به یې نور زندانیان خوشې کړي او طالبانو دا لېست هم ور سپارلی، خو سهیل شاهین وایي، دوی کوم نوی لېست حکومت ته نه دی ورکړی.

ارګ: طالبانو تېره اوونۍ ۱۶ ولایتونو کې ۲۳ ملکیان وژلي او ۴۵ یې ټپیان کړي

ارشیف

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، طالبانو تېره اوونۍ په ۱۶ ولایتونو کې ۲۳ ملکیان وژلي او ۴۵ نور یې ټپيان کړي دي.

دغې ادارې نن پر خپله ټویټرپانه ولیکل، افغان حکومت په وار وار له طالبانو د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه کړې، خو د دوی په ټکو طالبانو د بې ګنا خلکو وژنې ته دوام ورکړی.

طالبانو تراوسه د ملي امنیت شورا د دغې ادعا په اړه تبصره نه ده کړې، خو له دې وړاندې یې ویلي، ملکیانو ته مرګ ژوبله د حکومت پلوه او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې اوړي.

افغان ولسمشر د جولای میاشتې په شپږمه خبرداری ورکړ چې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي دوام د سولې بهیر له ګواښ سره مخ کوي.

افغان حکومت او طالبان د سولې بین الافغاني خبرو ته نژدې ښکاري، خو لا هم د دغو خبرو کره نیټه نه ده معلومه شوې.

کندهار کې د کب روزنې ستر فارم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

ارشیف

د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د کب روزنې یو ستر فارم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه فارم د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا د دامان ولسوالۍ د انارباغ قلعه چې په سیمه کې جوړ شو.

د ښاغلي رستمي په خبره، دغه فارم په ۴۲ جریبه ځمکه کې د ۶.۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوې دی.

یاد فارم په هېواد کې د کب روزنې تر ټولو لوی فارم دی، چې د کبانو د دوه میلیونه بچیو د پالنې وړتیا لري.

کندهار له هغو ولایتونو دی، چې د کب روزنې ډېر فارمونه لري.

په کندهار ولایت کې د کبانو د غوښې د تولید کلنۍ وړتیا، څه باندې شپږ زره ټنه ده.

نړیوال بانک افغانستان سره ۲۰۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه

نړیوال بانک

نړېوال بانک له افغانستان حکومت سره ۲۰۰ میلیونه ډالره بلا عوضه مرسته وکړه.

د مالیې وزارت ویاند شمعروز مسجدي نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه مرسته کرونا ویروس سره د ټولنیزې او اقتصادي مبارزې په هدف شوي ده.

نوموړي وویل، چې په دغو ٢٠٠ میلیونه ډالره مرسته کې ١٠٠ میلیونه ډالره یې د امریکا د نړیوال پراختیایي ادارې تر څارنې لاندې مصرفېږي.

د مالیې وزارت وایي، افغان حکومت به دغه مرستې د پالیسیو د پیاوړتیا، د اقتصادي وضعیت د ښه والي، روغتیایي خدمتونو او یو شمېر نورو برخو کې ولګوي.

چارواکي: زابل او ارزګان کې چاودنو ۷ تنو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

ارشیف

په زابل او ارزګان کې په یوه ورځ د توغندي او هاوان د چاودنو په دوو جلا پېښو کې اوه تنه ماشومان مړه او ټپیان شول.

لومړۍ پېښه پرون جمعه د زابل د مرکز کلات ښار په ځوځګرې سیمه کې وشوه چې درې ماشومان پکې مړه شول.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال په دې اړه آزادۍ راډیو ته وویل:"دښمن د مرکز کلات په ځوځګرې، سیمه کې د راکټ یوه مرمۍ چارج کړې وه څو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله واوړي، خو مرمۍ ماشومانو ته په لاس ورغلې او پرې چاودېدلې ده، په پېښه کې درې ماشومان په شهادت رسېدلي او دوه نور ټپیان دي."

ښاغلي سیال زیاته کړه چې افغان ځواکونو ټپي شوي ماشومان، د علاج لپاره د کلات حوزوي روغتون ته رسولي دي.

له بلې خوا د ارزګان په دهراود ولسوالۍ کې هم د هاوان یوه مرمۍ چاودېدلې چې ماشومانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د ارزګان د والي ویاند زړګي عبادي آزادۍ راډیو ته وویل، له طالبانو پاتې د هاوان یوه مرمۍ پرون مازیګر هغه مهال وچاودېده چې ماشومانو په سیمه کې لوبې کولې.

وسله والو طالبانو د دواړو پېښو په اړه تردې دمه څه نه دي ویلي.

غوڅ ملاتړ مأموریت: د افغان هوايي ځواک یوه الوتکه نسکوره شوې

ارشیف، د افغان ځواکونو یوه «اې-۲۹ سوپرټوکانو» الوتکه. انځور تزئیني بڼه لري.

د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ مأموریت تأییدوي چې د افغان هوايي ځواک یوه الوتکه په افغانستان کې نسکوره شوې ده، خو چا ته په‌کې زیان نه‌دی اوښتی.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندانۍ پرون جمعه په یو بیان کې چې د اېمېل په وسیله‌یې ازادي راډیو ته واستاوه ویلي چې د افغان هوايي ځواک یوه «اې-۲۹ سوپرټوکانو» الوتکه چې امریکايي پیلوټ چلوله، د تمریناتي الوتنې پر مهال نسکوره شوه، خو پیلوټ ځان ایستلی او روغ ځمکې ته راکوز شوی دی.

د امریکا پوځ وايي، لومړنۍ څېړنې یې ښيي چې د الوتکې د نسکورېدو علت تخنیکي ستونزه وه، خو زیاتوي چې د پېښې د علت او څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.

د غوڅ ملاتړ په بیان کې د پېښې د ځای په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

افغانستان کې د خپلو فعالانو خوندیتوب په اړه د بشر حقونو کمېسیون اندېښنه

کابل کې د بشر حقونو دفتر

د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې په هېواد کې د بشري حقونو د فعالانو د خوندیتوب له کبله اندېښنه لري.

له دې مخکې د بخښنې نړیوال سازمان هم ویلي و، چې په افغانستان کې د بشري حقونو ټولنه د چارواکو او وسله والو ډلو له فشار سره مخامخ ده.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله فرهنګ پرون د چنګاښ په شلمه آزادۍ راډیو ته وویل، دا کمېسیون په افغانستان کې د بشري حقونو د مدافع ډلو د خوندیتوب لپاره د هرې هڅې ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه: "موږ د بشري حقونو د فعالانو د ساتنې لپاره د هڅو او غوښتنو ملاتړ کوو او په عین حال کې د بشري حقونو پر مدافعانو د هدفي حملو د زیاتېدو له کبله اندېښمن یو."

د بخښنې نړیوال سازمان چې مرکز یې په لندن کې دی پرون- جمعه په یوه بیان کې وویل چې په افغانستان کې د بشري حقونو مدافع ډلې او فعالان له وېرولو، ځورولو، خبرداریو او تشدد سره مخامخ دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان پر حکومت غږ کړی چې د بشري حقونو د فعالانو د خوندیتوب لپاره یو عملي او اغېزمن مېکانېزم جوړ کړي.

نیمروز کې یوه اندازه ښیښه نیول شوې

ارشیف

نيمروز ولايت ته د شلو لېټرو ښیښې د قاچاقو مخه ونيول شوه.

د نيمروز د امنيه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په زرنج ښار کې عملیات وکړل چې په نتيجه کې يې (۱۸) لېټره مايع ښیښه ونيوله.

دا ښیښه په يوه باروړونکي موټر کې پټه کړل شوې وه.

د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تور څوک نه دی نيول شوی.

کابل کې زرګونه نشه يي ګولۍ او تر ۱۰ کیلو ګرامو ډېر نشه يي مواد نیول شوي

ارشیف

په کابل ښار کې زرګونه نشه يي ګولۍ او تر لسو کيلو ګرامو ډېر نور نشه يي مواد ونيول شول.

د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند فرامرز فردوس د سرطان د میاشتې پر (۱۹) نېټه ازادۍ راډيو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د کابل ښار په څلورمه ناحيه کې دوه جلا جلا عمليات وکړل.

د لومړيو عملياتو په نتيجه کې تر يوولسو کیلوګرامو ډېره ښیښه او د دوهمو عملياتو په نتيجه کې د ټابلیټ کا په نوم (۲۴۵۰) نشه يي ګولۍ ونيول شوې.

د دې نشه يي موادو د قاچاقو او خرڅلاو په تور دوه تنه نيول شوي او له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.

نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته له ۳۰ ډېر کسان معرفي شوي

ارشیف

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته تر دېرشو ډېر تورن کسان معرفي شول.

د دې مرکز وياند خالد موحد ازادۍ راډيو ته وويل، (۳۶) تنه چې د امنيتي ادارو له خوا د نشه يي موادو په (۲۵) پېښو کې د لاس لرلو په تور مخکې نيول شوي، د څېړنو لپاره عدلي او قضايي مرکز ته معرفي او د دوسيو څېړل يې پيل شوي دي.

د يادونې وړ ده چې تېره اوونۍ ابتداييه محکمې په خپله غونډه کې د نشه يي موادو دوه قاچاق کوونکي په پنځو کالو بند او د دې تر څنګ د استيناف محکمې هم شپږ تنه له څلورو کالو څخه نيولې بيا تر پنځو کالو پورې په تنفيذي بند باندې محکوم کړل.

ننګرهار کې پولیسو لسګونه کیلوګرامه کېمیاوي مواد نیولي

ارشیف

په ننګرهار ولايت کې له نشه يي موادو سره ځانګړو پولیسو د عملياتو په نتيجه کې لسګونه کيلوګرامه کېمياوي مواد ونيول شول.

د کورنيو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت وياند اسدالله يادګاري ازادۍ راډيو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د جلال اباد ښار په څلورمه ناحيه کې عمليات وکړل چې د امونيم کلورايډ په نوم (۵۰) بوجۍ کېمياوي مواد يې ونيول.

دا کېمياوي مواد په يوه کور کې پټ ايښودل شوي او په پام کې وه چې د ننګرهار ولسواليو ته قاچاق او بيا د نشه يي موادو په جوړولو کې کار ځنې واخیستل شي.

د دې کېمياوي موادو د ساتلو او قاچاقو په تور دوه نفره نيول شوي او د څېړنو لپاره کابل ته وړل شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG