د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

افغانستان

دفاع وزارت: د ملي اردو او وسله والو طالبانو نښته کې ۱۳ طالبان وژل شوي

د کندهار نقشه
د کندهار نقشه

د افغانستان دفاع وزارت وایي، طالبانو بېګا نیمه شپه د کندهار په میانشین ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستو بریدونه وکړل.

د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر ویلي، د طالبانو برید له شدید مقاومت سره مخ شو او په ځوابي ډزو کې ۱۳ طالبان ووژل شول.

دفاع وزارت دغې جګړه کې دولتي سرتېرو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویلي، خو یوې باوري سرچینې په کندهار کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي، برید کې د ملي اردو ۳ سرتېري وژل شوي او شااوخوا لس نور ژوبل شوي دي.

طالبانو تر اوسه د دغې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د خوست سرحدي سیمه کې د طالب او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ بیا ځلي نښته؛ طالبان: څلور کسان ټپیان شوي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيورنډ پر کرښه پاکستانی سرتېری
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيورنډ پر کرښه پاکستانی سرتېری

د راپورونو له مخې، د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او د پاکستان سرحدي ځواکونو نښته پرون بیا پیل شوه.

پژواک خبري آژانس او طلوع نیوز خصوصي تلوېزیون د سیمه‌ییزو سرچینو په حواله خبر ورکوي دا نښتې چې له سپکو او درنو وسلو په کې کار اخیستل شوی، پرون مازدیګر پیل شوې او د شپې تر ناوخته پورې روانې وې.

د طالبانو په دفاع وزارت کې یوې سرچینې ځینو کورنیو رسنیو سره خبرو کې د څلورو افغانانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ هم په دې سیمه کې د دواړو لوریو ترمنخ نښته شوې وه.

هغه مهال د پاکستان یوه پوځي د نوم نه ښودلو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل چې نښته د طالبانو له‌خوا د یوې امنیتي پوستې د جوړولو پرسر وشوه.

کرکټ؛ افغانستان او نیوزیلنډ سبا یوازېنۍ ټېسټ سیالي پيلوي

افغان لوبغاړی رحمت شاه د یوې مخکېنۍ ټېسټ لوبې پر مهال
افغان لوبغاړی رحمت شاه د یوې مخکېنۍ ټېسټ لوبې پر مهال

تمه ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا د وږي په ۱۹مه له نیوزیلنډ سره د لومړي ځل لپاره ټېسټ لوبه وکړي.

دا لوبه چې کوربه یې افغانستان دی، د هند په ګریټر نویډا لوبغالي کې چې د افغان لوبډلې کور بلل کېږي، د کابل په وخت د دوشنبې ورځې د سهار په نهو بجو پیلېږي او د وږي تر ۲۳مې پورې به دوام وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ تېره جمعه د دې لوبې لپاره یوه شپاړس کسیزه لوبډله چې حشمت‌الله شهیدي به یې مشري کوي اعلان کړه.

ملي لوبډله په روانه سپټمبر میاشت کې له جنوبي افریقا سره هم درې یو ورځنۍ لوبې په پام کې لري.

دا لوبې د سپټمبر په اتلسمه پیلېږي او د سپټمبر تر ۲۲مې پورې دوام کوي.

واحدالله نژند خپل بوسنیايي سیال ته ماتې ورکړه

د عکس ښي لور ته د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړی واحدالله نژند او چپ لور ته د هغه بوسنیايي سیال مکس هانداناژیک
د عکس ښي لور ته د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړی واحدالله نژند او چپ لور ته د هغه بوسنیايي سیال مکس هانداناژیک

د آزادو رزمي لوبو یا "ایم‌ایم‌اې" افغان لوبغاړي واحدالله نژند پرون د وږي ۱۷مه په اوکتاګون سازمان کې خپل بوسنیايي سیال ته په لومړي رونډ یا پړاو کې ماتې ورکړه.

په دې سیالۍ کې چې بېګا ناوخته د جرمني په اوبرهاوسن ښار کې ترسره شوه له بېلابېلو هېوادونو څخه ۲۲ ورزشکارانو ګډون کړی و، خو له افغانستان څخه یوازې نژند حاضر و.

نژند خپل سیال مکس هانداناژیک ته په لومړي رونډ کې د سبمیشن په وسیله ماتې ورکړه.

هانداناژیک د نژند د ضربې په نتیجه کې د څو ثانیو لپاره بېسده شو او بیا ریفري نژند ګټونکی اعلان کړ.

نژند په دې بریا سره د خپل سپورتي ژوند لسمه بریا ثبت کړه.

د طالبانو حکومت تېره اوونۍ په فغانستان کې د "ایم‌ایم‌اې" پر سیالیو بندیز ولګاوه.

د جرمني د اپوزیسیون مشر: حکومت دې د افغان او سوریايي کډوالو د کډوالۍ مخه ونیسي

یو شمېر کډوال چې د یونان له لارې جرمني ته داخل شوي دي.
یو شمېر کډوال چې د یونان له لارې جرمني ته داخل شوي دي.

د جرمني د اپوزیسیون مشر فریدریښ میرڅ له حکومت څخه غوښتي چې دې هېواد ته د افغان او سوریايي کډوالو د کډوالۍ مخه ونیسي.

میرڅ چې د معتدلو ښي اړخو د ګوند مشري کوي او د جرمني په سیاسي ډګر کې یې اهمیت په زیاتېدو دی، پرون وویل، کډوال په دې هېواد کې د ډله‌ییزو جنسي تېریو او د چړو په وسیله د حملو په پېښو کې لاس لري.

میرڅ کډوالو د هغو جنایتونو عامل وبلل چې ده د ډله‌ییزو جنسي تېریو خپسه وبلله.

په جرمني کې د کډوالو پر وړاندې د خلکو احساسات وروسته له هغه وپارېدل چې په منهایم ښار کې یو پولیس د یوه افغان کډوال له‌خوا د چړو په ګوزارونو ووژل شو.

جرمني د وږي په نهمه نېټه ۲۸ تنه افغان کډوال افغانستان ته ډیپورټ کړل.

دا افغانان د جرمنی چارواکو په وینا، په جنایي پېښو کې د لاس لرلو په خاطر مجرم پېژندل شوي او په سزا محکوم شوي وو.

د خوست په سرحدي سیمه کې یوځل بیا د طالبانو او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوې

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيورنډ پر کرښه پاکستانی سرتېری
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيورنډ پر کرښه پاکستانی سرتېری

د راپورنو پر بنسټ٬ د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې یوځل بیا د طالبانو او پاکستانيو پوله ساتو ترمنځ نښته پیل شوې چې لا هم روانه ده.

د افغانستان د کورنیو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، نښته نن مازدیګر څلور بجې پیل شوې ده.

د سرچینو په خبره، په نښته کې له درنو وسلو کار اخیستل کېږي.

تراوسه د دواړو خواوو ترمنځ د نښتې اصلي علت او د نښتې له کبله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه جزییات نه شته.

طالبانو او پاکستاني چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې د تېرې چهارشنبې په ورځ د دواړو خواوو ترمنځ په همدې سیمه کې نښته شوې وه.

د خیبرپښتونخوا یوه پوځي افسر د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته ویلي وو، نښته د شپې اته بجې پیل او د سهار ۴ بجې پای ته رسېدلې وه.

د دې پوځي په خبره، نښته د طالبانو او پاکستانيو پوله ساتو ترمنځ په تربلکې سیمه کې د طالبانو له خوا د یوې امنیتي پوستې د جوړېدو پر سر راپور ته شوې وه.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې دا څوم ځل دی چې طالبان له پاکستاني پوله ساتو سره په سرحدي سیمو کې دا ډول نښته کوي.

ټاکل شوې ريچارډ بېنيټ راتلونکې دوشنبه د بشري حقونو شورا ته خپل راپور وړاندې کړي

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو په برخه کې ځانګړي راپور ورکوونکی ریچارډ بېنيټ
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو په برخه کې ځانګړي راپور ورکوونکی ریچارډ بېنيټ

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو په برخه کې ځانګړي راپور ورکوونکی ریچارډ بېنيټ به بل سبا د ملګروملتونو بشري حقونو شورا اووه پنځوسمې نوبتي غونډې ته خپل راپور وړاندې کړي.

ریچارډ بېنيټ د افغانستان د بشري وضعیت په اړه دا راپور په‌داسې وخت کې چمتو کړی دی، چې د طالبانو حکومت افغانستان ته د هغه پر سفر بندیز لګولی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ریچارډ بېنيټ راپورونه له مبالغې ډک بللي او ویلي یې دي، هغه کوچني مسایل لویوي چې له‌همدې امله یې افغانستان ته پر سفر بندیز لګېدلی دی.

ښاغلی بېنيټ تېره اوونۍ ترکیې او قطر ته ولاړ او هلته یې له یوشېیر افغانانو سره د افغانستان د بشري وضعیت په اړه خبرې وکړې.

د قرغزستان حکومت د طالبانو نوم د تروریستي ډلو له نوم‌لړ څخه لیرې کړ

قزاقستان هم د روان کال د جون میاشتې په لومړیو کې طالبان د تروریستي ډلو او سازمانونو له فهرست څخه وایستل.
قزاقستان هم د روان کال د جون میاشتې په لومړیو کې طالبان د تروریستي ډلو او سازمانونو له فهرست څخه وایستل.

د قرغزستان د بهرنیوچارو وزیر جین بېګ کولوبایف پرون (د وږي ۱۶مه) وویل، بشکېک دا اقدام د سیمه‌ييز ثبات د ټینګښت او د طالبانو له حکومت سره د اړیکو د پراخولو په مقصد کړی دی.

له‌دې یوه ورځ مخکې د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت له بشکېک څخه مننه وکړه، چې د طالبانو نوم یې د قرغزستان د تروریستي ډلو له فهرست څخه ایستلی دی.

د قرغزستان د لویې څارنوالۍ دفتر د تېرې اوونۍ په پیل کې د هغو شلو ډلو نوم‌لړ خپور کړ، چې تروریستي ډلې بلل شوي دي، خو د طالبانو نوم په‌کې نه و، شامل.

قزاقستان هم د روان کال د جون میاشتې په لومړیو کې طالبان د تروریستي ډلو او سازمانونو له فهرست څخه وایستل.

د طالبانو حکومت د منځنۍ اسیا او د سیمې له نورو هېوادونو سره نژدې اړیکي پالي، خو له‌دې سره سره تر اوسه هم د ګاونډیو او نورو هېوادونو له‌خوا په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی.

ډبيلو‌ايف‌پي: د روان کال تر اکتوبر به ۱۲نيم ميليون افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ وي

ارشيف
ارشيف

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پرګرام WFP څانګه اټکل کوي، چې د تېرې مې او راروانې اکتوبر میاشتو ترمنځ موده کې به نژدې دولس نیم میلیون افغانان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخامخ وي.

د ملګروملتونو دې اړوندې ادارې په یوه راپور کې چې پرون د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا پر وېب‌پاڼه خپور شو ویلي دي، چې په‌دې ډله کې هغه ۲،۴ میلیون خلک هم شامل دي چې د خوړو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د WFP د راپور له‌مخې په افغانستان کې اوس مهال څه کم څلور میلیون خلک له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ دي، چې په دوی کې له پنځو کلنو کم‌عمره ۲۸ لکه ماشومان هم شامل دي.

سهېل شاهين: له جرمني ډيپورټ شوي افغانان د کورنيو له تضمين وروسته خوشې شوي دي

هغه الوتکه چې تېره اوونۍ يې ۲۸افغانان چې له جرمني ډيپورټ شوي وو، کابل ته ولېږدول.
هغه الوتکه چې تېره اوونۍ يې ۲۸افغانان چې له جرمني ډيپورټ شوي وو، کابل ته ولېږدول.

د طالبانو د حکومت یو چارواکي وايي، ټول هغه افغان کډوال له بنده خوشې شوي دي، چې جرمني تېره اوونۍ افغانستان ته ډیپورت کړل.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین پرون (د وږي ۱۶مه) د جرمني له خبري اژانس DPA سره په خبرو کې وویل، دا کسان وروسته له هغه خوشې شول چې کورنیو یې لیکلی ضمانت ورکړ چې دوی به نور هيڅ ډول جنایت نه ترسره کوي.

جرمني، د بشري حقونو، د نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار په مسایلو کې د مخالفتونو له کبله د طالبانو له حکومت سره رسمي اړیکي نه‌لري، خو له‌دې سره سره یې د تېرې اوونۍ د جمعې په ورځ ۲۸ تنه افغانان چې د جرمني چارواکو په وینا په جنايي قضیو کې محکوم شوي وو، په یوه الوتنه کې افغانستان ته واستول.

د قطر الجزیرې ټلوېزیون راپور ورکړ، چې قطري چارواکو په‌دې برخه کې د طالبانو او جرمني ترمنځ منځ‌ګړتوب کړی دی.

په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې له اروپا څخه په دومره لوی شمېر افغانان افغانستان ته ډیپورت کېږي.

د جرمني په منهایم ښار کې د یوه افغان کډوال له‌خوا د یوه جرمني پولیس له وژل کېدو وروسته د افغان کډوالو د استولو موضوع په‌دې هېواد کې تاوده بحثونه پارولي دي.

منتقدان اندېښمن دي چې افغانستان ته د افغان کډوالو ډیپورت کول، ښايي د بشري حقونو د پراخو سرغړونو باعث شي.

فوټسال؛ د افغانستان ملي لوبډلې له تایلنډ ماتې وخوړه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي

د لویو وچو جام په وروستۍ سیالۍ کې نن جمعه د سپټمبر په شپږمه نېټه د افغانستان او تایلنډ ملي لوبډلو سره سیالي ترسره کړه چې ۲ـ ۱ د تایلنډ په بري سره تمامه شوه.

په دې سیالیو کې تایلنډ ټولټال ۹ نمرې وګټلې چې اتلولي یې وګټله، ګواټیمالا هم د ۹ نمرو په لرلو سره دویم مقام ترلاسه کړ او افغانستان په درېیم مقام کې راغی.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د دې سیالیو تر پیل وړاندې ویلي وو، دا سیالۍ د فوټسال د نړیوال جام د تیاریو په موخه ترسره کېږي.

د لویو وچو جام په سیالیو کې افغانستان ټولټال ۴ لوبې وکړې چې دوه یې وګټلې او دوه یې وبایللې.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په نړیوال جام کې په درېیم ګروپ کې قرار لري چې له انګولا، اوکراین او ارجنټاین سره به سیالۍ ترسره کړي.

د فوټسال نړیوال جام چې د ازبکستان په کوربتوب پیلېږي، افغانستان به خپله لومړۍ سیالي د سپټمبر په ۱۵مه نېټه ترسره کړي.

افغانستان به تر نړیوال جام دمخه دوه تمریناتي سیالۍ له تایلنډ او مراکش سره ترسره کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG