نړۍ
د امریکا د هوايي ځواکونو یو پیلوټ په شمالي بحیره کې لادرکه شو
د امریکا د هوایي ځواکونو یو پیلوټ وروسته له هغه لادرکه شو چې نن د جون ۱۵مه د امریکا 'اېف-۱۵' ډوله جنګي جټ الوتکه په شمالي بحیره کې ولوېده.
دا جټ چې یو پیلوټیې درلود د انګلستان له ختیځه د برېټش رویال هوایي ځواکونو له اډې څخه الوتلې او په تمریناتي عملیاتو بوخته وه.
دا په بریتانیا کې د امریکا د هوایي ځواکونو تر ټولو لویه اډه ده چې څه باندې ۴،۰۰۰ امریکایي پرسونل پهکې دېره دي.
د دې ځواکونو کپټان مراندا سیمونز وویل، د سقوط علت او د پیلوټ په اړه معلومات تر اوسه نهشته او د بریتانیا څخه د لټون او ژغورنې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه شوې ده.
بې بي سي راپور ورکړی چې باور دا دی چې الوتکه د ختیځ یارک شایر ساحل په ۱۳۷ کیلومترۍ کې لوېدلې وي.
سکای نیوز د الوتنو د څار د یوې وېبپاڼي په حواله ویلي چې دغه الوتکه تر لادرکه کېدو دمخه په سیمه کې ګرځېدلې وه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د عراق یوه پوځي اډه کې چاودنه؛ دې اډه کې ایران پلوه وسلهوالو شتون درلود
د عراق په یوه پوځي اډه کې چې د ایران پلوه وسلهوالو ډلو د ایتلاف غړي پهکې وو، چاودنه شوې ده.
دې چاودنې یو تن وژلی او اته تنه نور یې ټپیان کړې دي.
فرانسې اژانس نن د چارواکو په وینا راپور ورکړ چې دا چاودنه تېره شپه په بابل ولایت کې د کالسو په اډه کې شوې، خو په دې اړه نور جزییات نه دې خپاره شوي.
په دې اډه کې پوځیان، پولیس او د حشد الشعبي وسلهوال ځای په ځای شوې دي.
په بلغاریا کې د ۹ میلیونو ډالرو په ارزښت ۴۰۳ کیلوګرامه هیرویین نیول شوي
د بلغاریا د ګمرک چارواکي وایي، په یوې لارۍ کې یې چې اسناد یې د ترکیې دي ۴۰۳ کیلوګرامه هیرویین موندلي دي.
چارواکي زیاتوي چې دا هیرویین د ۱۵۶ توشکو په منځ کې ځای په ځای شوي وو چې نژدې نهه میلیونه ډالر قیمت لري.
د بلغاریا د ګمرک د چارواکو په وینا، داسې ښکارې چې دا مخدره مواد له ایرانه د اروپایي ټولنې په مقصد راوړل شوي دي.
د موټر ترکی چلوونکی نیول شوی او که چېرته د مخدره موادو د قاچاق په تور مجرم وپېژندل شي په شل کاله بند به محکوم شي.
اوکراین او روسیې په خپلو قلمرونو کې د بې پیلوټه الوتکو د نسکورولو ادعا کړې
د روسیې دفاع وزارت وایي چې هوایي مدافع سیستم یې نن د روسیې په اتو سیمو کې د اوکراین پنځوس بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړي دي.
د بلګورود والي وېچیسلاف ګلادکوف په ټیلګرام کې لیکلي چې د بلګورود په یوه کلي کې دوه تنه د رالوېدلو ټوټو له امله مړه شوې دي.
اوکراین په دې اړه څه نه دي ویلي.
اخوا د اوکراین هوایي ځواکونو نن خبر ورکړ چې روسیي پوځیانو د بلګورود له سیمې او تور سمندرګي څخه اووه توغندي نن د اوکراین په لور ویشتلي دي.
د اوکراین د هوایي ځواک په وینا، دوه روسي توغندي یې شنډ کړي او د روسیې د جاسوسۍ درې بې پيلوټه الوتکې یې هم نسکورې کړي دي.
منځني ختیځ کې د کړکېچ اوج؛ د حماس مشر د ترکیې ولسمشر سره ګوري
د حماس ډلې سیاسي مشر اسماعیل هنیه نن د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ګوري.
حماس ته اروپایي ټولنه او د امریکا متحد ایالتونه د ترهګرې ډلې په سترګه ګوري.
د هنیه او اردوغان دا لیدنه کتنه په داسې وخت کې کېږي چې په منځني ختیځ کې کړکېچ اوج ته رسېدلی، اسراییل پر ایران برید وکړ او په غزه کې د اسراییلي پوځیانو عملیات روان دي.
اخوا د ایران پر قلمرو له پرونیو حملو وروسته چې ګومان کېږي اسراییلو به کړې وي د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې هر راز ځوابي حملې غندي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په ایران کې پرونیو حملو ته، چې پړه یې د اسراییلو غاړې ته غورځول شوې د اشارې په ترڅ کې ویلي چې هغه وخت رارسېدلی چې په منځني ختیځ کې د غچ اخیستنې خطرناکه لړۍ نوره نو ودرول شي.
انټونیو ګوټېرېش پرون پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې دی د غچ اخیستنې هرراز اقدام غندي.
هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره چې د ده په وینا ښايي په ټوله سیمه او نوره نړۍ کې د ورانوونکو عواقبو باعث شي، له یوبل سره همکاري وکړي.
یو امریکايي وګړی د اوکراین په دونېڅک کې وفات شوی
د راسل بینټلي په نوم یو امریکايي وګړی د اوکراین په دونېڅک سیمه کې چې د روسیې په ولکه کې ده، په حق رسېدلی دی.
د روسیې د آرټيRT دولتي تلوېزیون مشرې مارګاریتا سیمونیان پرون پر ایکس شبکې په یوه بیان کې ولیکل چې بینټلي د روسیې له سپوتنیک خبري شبکې سره همکاري کوله، خو هغې د نوموړي د مړینې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.
د دونېڅک سیمې پولیسو تېره اوونۍ په یوه بیان کې وویل، ۶۴ کلن بینټلي چې ځان یې په اوکراین کې د روسیې تر ملاتړ لاندې ځواکونو پلوي باله او د روسیې دولتي رسنیو د جګړې د خبریال په توګه معرفي کاوه د اپرېل په اتمه لادرکه شوی دی.
د امریکا استازو جرګې له اوکراین، اسراییل او ټایوان سره د ۹۵ میلیارد ډالره مرسته تصویب کړه
د امریکا د استازو جرګې د دواړو ګوندونو په ګډون د یوه بېساري اقدام په ترڅ کې له اوکراین، اسراییلو او ټایوان سره د ۹۵ میلیارد ډالره مرستې لایحه پرون تصویب کړه.
د رایو د اخیستو پرمهال د ډیموکرات ګوند غړو وکیلانو د جرګې له جمهوریپال مشر مایک جانسن سره مرسته وکړه چې د ۹۴ مخالفو رایو پر وړاندې په ۳۱۶ مثبتو رایو په مټ دا لایحه تصویب کړي.
تمه ده چې د مرستو دا بسته به د وروستي تصویب لپاره د مشرانو جرګې یا سنا ته واستول شي.
بلېنکن: واشنګټن په هېڅ تهاجمي عملیاتو کې لاس نه لري
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن نن ویلي چې واشنګټن په هېڅ تهاجمي عملیاتو کې لاس نه لري.
هغه نن دا څرګندونې، په ایټالیا کې پر ایران د اسراییل د بې پېلوته الوتکو د احتمالي حملې په باب د پوښتنې په ځواب کې وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د هغې ادعا په اړه چې اسراییل د ایران په وړاندې تر خپل دغه اقدام مخکې واشنګټن ته اطلاع ورکړې وه، له څه ویلو ډډه وکړه.
د ایران ځینو مخکښو قوماندانانو پر اصفهان ښار د نن سهار د هغې حملې چې ویل کېږي، اسراییل کړې، خبرونه رد کړل.
تر دې مخکې د امریکا ځینو رسنیو د دې حملې خبر ورکړ او د ایران یوه جګپوړي چارواکي له رویټرز خبري اژانس په خپرو کې دا حمله په یو ډول تایید کړې وه.
د ایران د پوځ عمومي قوماندان عبدالرحیم موسوي بیا ویلي د نن سهار د چاودنې علت پر یوه مشکوک شي د هوايي مدافع د دستګاه ډزې وې او په پېښه کې کوم زیان نه دی اوښتی.
د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو د تهران په وړاندې د تازه بندیزونو خبرداری ورکړ
د نړۍ د اوو لویو سترو صنعتي هېوادونو یا جي اووه ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو پر اسراییل د ایران د حملې له کبله، نن د تهران په وړاندې د تازه بندیونو خبرداری ورکړ.
دغو وزیرانو دغه راز له دواړو لوریو غوښتنه کړې چې په سیمه کې د کړکېچ له زیاتولو ډډه وکړي.
دا وروسته له هغې چې نن سهار د ایران پر اصفهان ښار د اسراییل د احتمالي ځوابي حملو خبرونه خپاره شول.
په همدې حال کې اسراییل د سوریې په جنوب کې د سوریې د هوايي ځواک پر یوه قطعه هوايي حملې کړې دي.
د سوریې د سانا خبري اژانس د خبر له مخې، په دې حمله کې مالي زیانونه اوښتي دي.
د پاکستان پولیس: په کراچۍ کې د جاپانیانو پر ګاډي تر ځانمرګي برید وروسته ډزې شوي
د پاکستان پولیس وايي چې د کراچۍ ښار په مانسهره کالونۍ کې د جاپانیانو پر ګاډي تر ځانمرګي برید وروسته ډزې شوي چې په کې د هغوی درې ساتونکي ژوبل شوي دي.
د کراچۍ د پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي اظفر مهېسر رسنیو ته وویل چې نن سهار وختي د جاپانیانو پر موټرو یوه موټرسایکل سپور وسلهوال ځانمرګی برید وکړ.
دی وايي، تر دې وروسته وسلهوالو پر ګاډي برید وکړ چې په ځواب کې یې د جاپانیانو شخصي ساتونکو ورباندې ډزې وکړې چې پهکې یو مشکوک وسلهوال ووژل شو.
د مهېسر په خبره، د دواړو خواوو ترمنځ په ډزو کې درې امنیتي ساتونکي ژوبل شوي دي.
د پولیسو په وینا، جاپاني وګړي په مرمۍ ضد ګاډي کې سپاره وو، ځکه له حملې روغ ووتل.
د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
امیري د البانیا له ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر سره د افغان ښځو پر ملاتړ خبرې کړي
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د البانیا له ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر سره یې د افغان ښځو او نجونو پر ملاتړ خبرې وکړې.
رینا میري نن سهار وختي په خپله ایکس شبکه کې لیکلي، د البانیا له ولسمشر بایرام بګای، دغه راز د اروپا او بهرنیو چارو وزیر ایګلي حسني سره په کتنه کې یې د افغان وګړو د ملاتړ له کبله د البانیا د حکومت د حیاتي همکارۍ مننه وکړه.
مېرمن امیري لیکلي، هغې په ځانګړې ډول د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ له کبله د البانیا مننه کړې ده.
البانیا له هغو هېوادونو دی چې د ښځو او نجونو په ګډون په سلګونو افغان پناه غوښتونکي په کې نورو غربي هېوادونو ته د تلو په نیت په لنډمهاله توګه دېره دي او تر اوسه یې برخلیک معلوم نه دی.