- واشنګټن ټایمز
واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال کېنټ فرانک مککنزي هغو څرګندونو ته کتنه کړې چې وايي، دی شک لري چې طالبان به له امریکا سره د سولې موافقه چې د روان کال د فبرورۍ په ۲۹مه په دوحه کې لاسلیک شوه، رعایت کړي.
جنرال مککنزي د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د منځني ختیځ د انسټټیوت لهخوا په جوړ شوي وېډیو کنفرانس کې د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې د راروان کال تر مې میاشتې پورې له افغانستانه د ټولو امریکايي سرتېرو وتل په شرایطو پورې تړلي دي.
واشنګټن ټایمز لیکي چې له دوو لسیزو وروسته له افغانستانه د امریکايي سرتېرو ایستل به د ولسمشر ډونالد ټرمپ د انتخاباتي کمپاینونو ژمنې عملي کړي، خو د ورځپاڼې په وینا په پنټاګون کې اکثر چارواکي په دې اند دي چې د ټولو ځواکونو ایستل به افغانستان زیانمن کړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپله یوه وروستي راپور کې خبرداری ورکړ چې القاعده شبکه بیا په افغانستان کې د پیاوړي کېدو په حال کې ده او له طالبانو سره په ګډه د دسیسو په جوړولو لګیا ده. په راپور کې راغلي چې طالبانو له دې ډلې سره اړیکې نهدي پرې کړي، په داسې حال کې چې طالبانو د دوحې په موافقه کې ژمنه کړې وه چې له القاعده سره به اړیکې پرې کوي.
ورځپاڼې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څرګندونې رااخیستي چې د سولې په بهیر کې د پرمختګ خبر ورکوي، خو له بلې خوا جنرال مککنزي په خپلو څرګندونو کې ویلي، ده ته تر اوسه دا خبره روښانه نهده چې طالبان د خپلو ژمنو عملي کولو او د سولې پرمختګ ته چمتو دي کنه.
واشنګټن ټایمز په پای کې د جنرال مککیزي د څرګندونو هغه برخه رااخیستې ده چې وايي موږ مجبوره نهیو چې طالبان مو باید خوښ شي او یا باور پرې وکړو او زیاتوي چې په راروانو ورځو کې به په دې اړه په ډېرو نورو خبرو پوه شو.
- سټار ټریبیون
بلې امریکایۍ ورځپاڼه سټار تریبیون په خپله وروستۍ ګڼه کې سپارښتنه کوي چې امریکا باید له طالبانو سره د سولې د موافقې پر شرایطو ټینګار وکړي.
ورځپاڼه هغو راپورونو ته چې وايي، پنټاګون غواړي د نومبر په درېیمه د امریکا د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې له افغانستانه وروستي ۸،۶۰۰ سرتېري وباسي اشاره کوي او لیکي که دا پلان عملي هم نهشي، خو حتی د دې اوازو خپرېدل لا زیان اړولی شي.
سټار تریبیون له طالبانو سره د القاعده شبکې د اړیکو په اړه د امنیت شورا د راپور یادونه کوي او لیکي، له افغانستانه د پوځي ځواکونو چټک ایستل به د سولې د پروسې پرمختګ ودروي.
ورځپاڼه لیکي چې طالبان به په دې توګه له بینالافغاني خبرو د وتلو لپاره یوه پلمه ولري. د مطلب لیکوال استدلال کوي چې طالبان به د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو د ماتولو هڅه وکړي.
د مطلب په وروستۍ برخه کې راغلي، د افغانستان پر جګړې د نږدې دوو لسیزو له اوښتو وروسته باید سیاستونو ته اجازه ورنهکړل شي چې د داسې یوې مهمې مسئلې په اړه پرېکړه وکړي.
سټار تریبیون لیکي، که طالبان غواړي چې امریکايي ځواکونه سمدستي له افغانستانه ووځي، نو باید القاعده شبکه نفی او د سولې پروسه چټکه کړي.