د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۶ چنګاښ ۱۳۹۹ کابل ۰۴:۱۱

افغانستان

طرزي څېړنیز مرکز: د افغانستان په نورو سیمو کې داعش سر راپورته کوي

د داعش بیرغ

یو افغان څېړنیز مرکز، چې په افغانستان کې یې د داعش په اړه څېړنې کړي، خبرداری ورکوي چې دا ډله به د افغانستان په نورو برخو کې سر راپورته کړي.

د طرزي څېړنیز بنسټ په دې راپور کې، چې پرون خپور شو، ویل شوي، په ننګرهار کې د افغان او نړیوالو ځواکونو ګډو عملیاتو، د اکمالاتي لارو بندېدو او د طالبانو دښمنۍ دا ډله له ماتې سره مخامخ کړه.

راپور کاږي، د دې ډلې اکثریت مشران او جنګیالي د افغان او بهرنیو ځواکونو له خوا یا وژل شوي او یا نیول شوي دي، خو قومندانانو یې کونړ، نورستان او د ډیورنډ تر پولې پورې خوا اورکزیو ته تاکتیکي شاتګ کړی دی.

خو په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې د داعش ډلې دا قوماندانان به په نژدې راتلونکي کې د افغانستان په یوه بله برخه کې په نوې بڼه سر راپورته کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

هلمند کې په تېرو ۶ مياشتو کې ۲۰ ماشومان وژل شوي او ۵۴۶ نور ټپیان دي

هلمند

په هلمند کې په تېرو ۶ مياشتو کې ۵۴۶ ماشومان ټپيان او ۲۰ نور وژل شوي دي.

په هلمند کې د بشر حقونو د ساحوي دفتر د اړيکو او معلوماتو مسؤل مقيم عليزی وايي دغه شمېر ماشومان د هلمند ولايت په بېلابېلو سيمو کې مړه او ژوبل شوي دي.

مقيم چې ازادي راډيو سره خبرې کولې وويل د جګړې دواړه غاړې لا هم د ملکي کسانو ژوند ته پاملرنه نه‌کوي.

په هلمند کې د ملکي تلفاتو تر ټولو بوږنوونکې پېښه په سنګين ولسوالۍ کي وه چې د ملکي خلکو په يوه مېله بازار کې تر غبرګو چاودنو وروسته ۳۰ نفره ووژل شول او ۲۵ ټپيان شول.

حکومت د سنګين د پېښې پړه پر طالبانو او طالبانو پر حکومت ورواړوله.

یوناما او بشر حقونو بنسټونو په دې وروستيو کې د ملکي تلفاتو پر زياتوالي اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ایران بهرنیو چارو وزارت: د افغانستان د سولې په غونډه کې ګډون کوو

د ایران بیرغ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوشنبې په ورځ به په کابل کې د افغانستان د سولې په غونډه کې ګډون وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغانستان د سولې په اړه د دوشنبې له ورځې درې غونډې جوړوي.

د دغه وزارت ویاند ګران هېواد پرون د دغو غونډو په اړه وویل: "د ایران د باندنیو چارو وزارت به په دې غونډو کې ګډون وکړي."

ناټو د افغان ځواکونو لپاره تر ټولو لویه طبي مرسته چمتو کړې

د ناټو بیرغ

په افغانستان کې د ناټو ملکي برخه وايي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره‌یې د کرونا ویروس په وړاندې تر ټولو لویه طبي مرسته چمتو کړې ده.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت د ملکي څانګې له لوري دا اعلان څو ورځې وروسته له دې وشو چې په ځینو راپورونو کې وویل شول چې د افغان امنیتي ځواکونو په منځ کې هم کرونا ویروس خپور شوی دی.

غوڅ ملاتړ مأموریت په یوه ټویټ کې ویلي، افغان امنیتي ځواکونو ته په دې طبي مرسته کې تر یو نیم میلیون ډېر ماسکونه، ۵ لکه دستکشونه، ۴ لکه ۶۰ زره چپنې او د جراحۍ وسایل شامل دي چې د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو لپاره تیار شوي او ورلېږل شوي دي.

ناټو ټینګار کړی چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د خوندیتوب لپاره د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

مالیې وزارت: امنیتي ادارې دې د اسلام قلعه ګمرک امنیت خوندي کړي

د مالیې وزارت

د افغانستان مالیې وزارت وایي، له امنیتي ادارو یې غوښتي چې د اسلام قلعه ګمرک امنیت خوندي کړي.

د دغه وزارت ویاند شمعروز مسجدي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه ګمرک یو کلیدي او ډېر عاید لرونکی ګمرک دی او باید ورته پام وشي.

نوموړي هیله وښوده چې د هرات-اسلام قلعې لویې لارې امنیتي ستونزې ژر تر ژره هوارې شي او د ګمرک کارکوونکي بېرته خپلو کارونو ته وګرځي.

د هرات د ګمرک کارکوونکو د هرات-اسلام قلعه لویې لارې په اوږدو کې د ناامنیو له امله کاري اعتصاب کړی.

اعتراض کوونکي وایي، وروسته له هغه چې تېر کال د ګمرک ساختمان د ښار له مرکز څخه د ایران سرحد اسلام قلعې بندر ته انتقال شو له ګڼو ستونزو په ځانګړي ډول امنیتي ستونزو سره مخ دي.

د هرات د اسلام قلعې ګمرک مسؤلین هم وایي، دغه ګمرک د دولت یو له مهمو عایداتي سرچینو نه دی چې هر کال نږدې ۲۰ میلیارده افغانۍ د دولت حساب ته وراضافه کوي او باید د کارکوونکو ستونزو ته‌یې رسېدنه وشي.

لغمان کې بې‌ځایه شوې کورنۍ: تر اوسه هېځ ډول مرستې راسره نه‌دي شوي

د لغمان ولایت نقشه

د لغمان بې‌ځایه شوې کورنۍ وایي، تر اوسه ورسره هېځ ډول مرستې نه‌دي شوي.

د لغمان مرکز مهترلام ته د جنګ جګړو له کبله د دغه ولایت له لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو راکډه شوې کورنۍ وایي، نه‌پوهېږي چې د کډوالو په نوم شوې مرستې چېرته تللي.

دغه بې‌ځایه شوي خلک وایي، کلونه وشول چې د جنګ جګړو او ناارامیو له امله له خپلو مېنو راکډه شوي او اوس په مرکز مهترلام کې دېره دي، خو په خبره‌یې چې تر اوسه ورته د کډوالۍ هېڅ حق نه‌دی ورکړل شوی.

د دوی په خبره، اوس‌مهال د ژوند له ستونزو او سختیو سره لاس او ګرېوان دي.

په لغمان کې د سلګونو بې‌ځایه شویو کورنیو غړي له ځایي چارواکو غواړي چې د دوی د حقونو په ورکړې سره‌یې ژوند له کړاوونو وژغوري.

د لغمان د کډوالو چارو ریاست د مسؤلینو په خبره، په وروستیو درې کلونو کې هر کال په اوسط ډول (۱،۰۰۰) کورنۍ په دغه ولایت کې د جنګ جګړو او ناخوالو له کبله له یوه ځایه بل ځای ته کډوال کېږي.

د مسؤلینو د معلوماتو له مخې، اوس‌مهال په لغمان کې شااوخوا ۲۵ زره کورنۍ دي چې له تېرو اتو کالو راهیسې د جکړو له امله بې‌ځایه شوي او دوی ته‌یې مراجعه کړې ده.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت‌زي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل چې د لغمان ځایي اداره د کډوالۍ ستونزې درک کوي، خو په خبره‌یې هېڅ وخت د کډوالو حقه حقوق نه‌دي تلف شوي.

د یادونې ده چې د دغه ولایت بې‌ځایه شوي کډوال وایي، د کار روزګار، د استوګنې د ځای، د څښاک د اوبو او د ژوند د نورو اسانتیاوو او امکاناتو نشتوالي د ژوند کړۍ ورتنګه کړې او له سخت وضعیته کړېږي.

د امریکا یو سرتېری په افغانستان کې ووژل شو

ارشیف، په افغانستان کې په ۲۰۱۹ کال کې یو وژل شوی امریکايي سرتېری

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت په افغانستان کې د خپل یوه سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت پرون شنبه په یوه اعلامیه کې وویل، ۲۱ کلن وینسینټ سبسټیان ایباریا چې په اصل کې د امریکا د تګزاس ایالت و، تېره جمعه په فراه ولایت کې د موټر د نسکورېدو په پېښه کې مړ شوی دی.

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون ویلي چې د دې پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

د ارمي ټایمز خپرونې په حواله، دا په روان ۲۰۲۰م کال کې په افغانستان کې د امریکا نهم سرتېری دی چې وژل کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت او افغان پست د قونسلۍ برخه کې تفاهم لاسلیک کړ

افغان پست

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت او د افغان پست دولتي شرکت ترمنځ د قونسلي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د اسانتیا د رامنځته کېدو لپاره یو تفاهم لاسلیک شو.

د یاد وزارت د قونسلۍ څانګې مشر عبدالملک قریشي د شنبې په ورځ د دې تفاهم د لاسلیک پر مهال وویل: "تر دې وروسته د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا ټول تصدیق او ارزول شوي اسناد افغان پست ته سپارل کېږي. په لومړني پړاو یعنې لومړیو شپږو میاشتو کې دا اسناد د کابل او اتو ولایتونو ۱۵ پوسته‌خانو ته چې د بهرنیو چارو وزارت نمایندګۍ په‌کې شته، رسول کېږي."

د ښاغلي قریشي په خبره تر شپږو میاشتو وروسته د بهرنیو چارو وزارت اړوند اسناد د پروسس او تصدیق لپاره له ولایتونو څخه مرکز ته هم د افغان پست له لارې لېږل کېږي.

غزني کې یوې وسله‌والې نښتې یو پولیس وژلی او یو ټپي شوی

غزني

په غزني کې د یوې وسله‌والې نښتې په نتیجه کې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي شو.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه‌زاده پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل: "دوه پولیس تر غرمې وروسته د غزني ښار په بزازۍ سیمه کې د نامعلومو وسله‌والو له‌خوا په بې‌غږه تفنګچې په نښه شوي دي."

د ښاغلي جمعه‌زاده په خبره د دې پېښې په تړاو یو کس نیول شوی دی او پلټنې ترې روانې دي.

د راپورونو له مخې د دې ډول وژنو لړۍ له کلونو راهیسې په غزنې کې روانه ده. د دې ولایت اوسېدونکو، حکومتي چارواکو او امنیتي کارپوهانو ازادي راډیو ته ویلي چې ډېری افغان سرتېري د خپل غفلت په نتیجه کې وژل کېږي.

د دوی په وینا ډېری افغان سرتېري د سیمې له خلکو سره د خبرو کولو او یا د ګرځنده ټیلیفونونو د کارولو پر مهال د وسله‌والو له‌خوا په نښه کېږي.

د یو بل خبر له مخې د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه‌زاده شنبه ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د مقر ولسوالۍ په قلعه ثمن سیمه کې د افغان ځواکونو په یوه کمین کې څلور تنه وسله‌وال مخالفین وژل شوي او دوه نور یې ټپیان شوي دي.

د ښاغلي جمعه‌زاده په خبره په دې پېښه کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه‌دی رسېدلی.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

په افغانستان کې د جګړې ښکېلې خواوې په پرله‌پسې ډول یو بل په ملکي مرګ‌ژوبلي تورنوي.

قره‌باغ کې یوې ټرافیکي پېښې یو کس وژلی او ۶ تنه ټپیان شوي

د افغانستان عمومي نقشه کې پلازمېنه کابل

د کابل قره‌باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې ټرافیکي پېښې په نتیجه کې یو کس وژل شوی او شپږ نور ټپیان شول.

د کابل د قره‌باغ ولسوال محمد یعقوب حنیف ازادي راډیو ته وویل چې تېر ماښام د چنګاښ ۱۴مه قره‌باغ ولسوالۍ د بازار په سیمه کې دوه کرولا موټرو ټکر کړی دی چې یو تن وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي.

ښاغلي حنیف د دوو ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ وښود.

د ټرافیک مسؤلین وایي کوچني سړکونه او د موټر چلوونکو بې‌پروایي دا ډول پېښې رامنځته کوي.

غزني چارواکي: د وسله والو برید کې ۲ پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته

ارشیف

په غزني کې یو پولیس وژل شو یو ټپي دی.

‎په غزني ښار کې په وسله وال برید کې یو پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دي.

د غزني ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زاده د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "نن تر ماسپښین وروسته ۲ تنه پولیس د غزني ښار په بزازي سیمه کې وسله والو په بې غږه توپانچه ویشتلي، چې یو یې وژل شوی او بل ټپي دی."

ښاغلی جمعه زاده زیاتوي، د پېښې په تړاو یو تن نیول شوي چې تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دی.

په غزني کې دغه لړۍ له کلونو کلونو روانه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې ازادي راډیو د شنبې په روځ د غزني د یو شمیر اوسېدونکو، دولتي چارواکو او د امنیتي چارو د پوهانو له خولې په یو راپور کې ویلي وو چې په غزني کې ډېری وخت افغان سرتېري د خپلو بې غوریو له امله وژل کېږي.

دوی وايي، ډیری ځله یې لیدلي چې افغان سرتېري له خلکو سره په خبرو او یا هم په موبایلونو کې بوخت وي چې وسله وال یې ترور کړي.

چارواکي: هرات کې ماین چاودنې ۳ پولیس ووژل

آرشیف، هرات کې یو شمېر پولیس

په هرات کې چارواکي وایي، ۳ پولیس د سړک غاړې یوه چاودنه کې ووژل شول.

د هرات د کهسان ولسوال امین الله هفت بلا ازادي راډیو ته وویل، دغه چاودنه نن د هرات- اسلام قلعه ترمنځ لویه لاره کې د تیرپل سیمه کې شوې ده.

تراوسه چا د دغې چاودنې مسئولیت نه دی اخیستی.

په هرات کې د ازادي راډیو خبریال وایي، وروستیو کې د اسلام قلعه- هرات ترمنځ لویه لاره کې ناامنۍ زیاتې شوي دي.

هلته نن د هرات ګمرک کارکوونکو او کمېشنکارانو د ناامنیو پر وړاندې اعتراض وکړ او ویل یې، د ناامنیو له کبله دندو ته نه شي تلی.

‎د سویل لویدیځې حوزې استازي: حکومت باید زمونږ حقونه راکړي

ارشیف

د افغانستان د سویل لویدیځې حوزې یو شمېر استازي شکایت لري چې حقونه یې نه دي ورکړل شوي.

‎د هرات، غور، فراه، نیمروز او بادغیس ولایتونو یو شمېر استازو په کابل کې د پارلمان مخې ته د تحسن خیمه درولې او وایي چې حکومت یې باید حقونه ورکړي.

‎د دغو تحسن کوونکو یو استازي عبدالخالق فراهي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله دې په حکومت کې د دغې حوزې خلکو ته ونډه ورکړي.

‎ښاغلی فراهي وایي، دوی د هېواد ۲۵ سلنه نفوس جوړوي او د ګمرکونو د عوایدو لوړه برخه راټولوي، خو په خبره یې د حکومت له پامه غورځول شوي دي.

‎د نوموړي په خبره د دغو تحسن کوونکو شمېر لسګونو ته رسېږي چې په کې د یادو ولایتونو قومي مشران، ځوانان، ولایتي شورا استازي مدني فعالان شامل دي او له حکومته غواړي چې په حکومتي او دولتي ادارو کې دې ونډه ورکړل شي.

‎بلخوا د ولسي جرګې لومړی مرستیال محمد میرزا کټوازی وایي حکومت باید په کابینه کې د افغانستان د ټولو وګړو استازي شامل کړي.

‎د کټوازي په خبره که د دغې حوزې خلکو په لاریونونو او یا نورو مدني غبرګونونو د خپل حق غوښتنې لپاره لاس پورې کوي ورسره ولاړ دي.

روانه اوونۍ د افغان سولې په اړه درې مهمې غونډې جوړېږي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

افغان دولت روانه اوونۍ د سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د رامنځته کېدو په هدف د درې مهمو غونډو کوربه توب کوي.

لومړنۍ غونډه د شلو سیمه ییزو هېوادونو د استازو، دویمه هغه د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزه غونډه او دريیمه د هغو هېوادونو غونډه ده چې تېرو دوه لسیزو کې د افغانستان په امنیتي او اقتصادي مسایلو کې ښکيل وو.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد رسنیو ته ویلي، دغه غونډې له دوشنبې ورځې پیليږي.

هغه زیاته کړه: "د سولې د بین الافغاني خبرو له پيله مخکې افغان دولت د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د پیاوړتیا او ګړندیتوب لپاره دا اوونۍ د درېیو سیمه ییزو، نړیوالو او درې اړخیزو غونډو کوربه توب لري، د درې واړو لویو غونډو هدف د اجماع پیاوړتیا ده چې بین الافغاني خبرې ژر پيل او مطلوبو نتایجو ته ورسېږو."

افغان دولت او طالبانو تراوسه د بین الافغاني خبرو پيل ته نېټه نه ده ټاکلې، خو ارګ ویلي، لومړنۍ ناسته به د قطر پلازمېنې دوحه کې ترسره کېږي.

افغان دولت غواړي چې له دغو خبرو مخکې د نړیوالو او سیمه ییزو شریکانو نظرونه واوري او د هغوی ملاتړ ورجلب کړي.

د غضنفر د جنازې او فاتحې مراسمو ترسره کېدو لپاره کمېسیون وټاکل شو

غضنفر د ولسمشر فوق العاده استازی و چې تېره ورځ د کویډ ۱۹ ناروغۍ له کبله مړ شو.

افغان ولسمشر د محمد یوسف غضنفر د جنازې او فاتحې د ځانګړو دولتي مراسمو ترسره کېدو ته یو کمېسیون وټاکه.

د ارګ یوه خبرپاڼه وایي چې د کمېسیون مشري د ولسمشر د دفتر رئیس محمد شاکر کارګر ته سپارل شوې.

د کمېسیون په جوړښت کې د کورنیو چارو، دفاع ،حج او اوقافو ، اطلاعاتو او فرهنګ وزاتونه او یو شمېر نورې دولتي ادارې شاملې دي.

ښاغلی غضنفر د اقتصادي او سوداګرۍ پراختیا او د بیوزلۍ کمولو په چارو کې د ولسمشر فوق العاده استازی و چې تېره ورځ د کویډ ۱۹ ناروغۍ له کبله مړ شو.

لغمان کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د شیدو ټولولو مرکز جوړېږي

ارشیف

د لغمان په قرغیو کې ولسوالۍ کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د شیدو ټولولو د یو ستر مرکز د جوړولو بنسټ کېښودل شوه.

د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رئیس انجنیر محمد جمیل خوشحال نن ازادي راډیو ته وویل، چې د شیدې ټولولو دغه مرکزونه چې د کرنې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه جوړېږي، د جوړولو لګښت یې څلور میلیونه افغانۍ ده.

نوموړي وویل، چې په قرغیو کې به د دغه مرکز د جوړولو چارې یې د روان کال تر پایه بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

د شیدو ټولولو دغه مرکز چې د لسګونه لېټره شیدو د ټولولو وړتیا به ولري عصري خونې، د زېرمې خونه، او ګدام به هم ولري.

د یادو مرکزونو د جوړولو موخه د مالدارۍ د تولیداتو له لارې د خوړو خوندیتوب دی.

د لغمان د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د شیدې ټولولو یاد مرکز په مستقیمه توګه له کلیوالو مالدارانو شیدې راټولوي او د لبنیاتو د پروسس د فابریکو په واک کې یې ورکوي، چې هم د کلیوالو مالدارانو د اقتصادي ودې لامل کېږي او هم په هېواد کې د لبنیاتو د پروسس د پراختیا په برخه کې د پام وړ مرسته کوي.

د چارواکو په خبره د دغو مرکزونو جوړېدل د لبنیاتو د پراختیا او کاروبار په برخه کې یو مثبت ګام دی.

دوی زیاتوي، چې د شیدې ټولول او شیدو ته بازارموندنه کولای شي، چې د مالدارانو اقتصاد ته وده ورکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG