د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۴ چنګاښ ۱۳۹۹ کابل ۰۵:۳۲

'د کابل له ماشومانو د طالبانو تر مشرانو د انرژي ډرېنګ روغتیایي اړخ ته پام نه‌کوي'


بهرنۍ ورځپاڼې
  • هېل او ملټري

د هېل او ملټري ټایمز خپرونو د امریکا د هوایي ځواکونو د دوو وروستیو بریدونو مسئله څېړلې ده چې په فراه او کندهار کې پر وسله‌والو طالبانو وشول.

دغو خپرونو په افغانستان کې د همدې بریدونو په ارتباط د امریکایي ځواکونو د ویاند ډګروال ساني لګېت دا خبرې رااخیستې دي چې د جمعې په ورځ‌یې په ټویټر کې ولیکل، موږ تکراروو چې ټول لوري باید شخړې کمې کړي ترڅو د سولې خبرې وشي.

د ساني لګېت په وینا په فراه کې ۲۵ طالبان په نښه شول. د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محب‌الله محب د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو د سرې قطعې غړي د شپې د یوې بجې خوا ته په نښه شول.

هېل ورځپاڼه د ډګروال لګېت په وینا لیکي چې دا حملې د اختر تر اوربند راوروسته لومړۍ حملې دي چې پر یاغیانو وشوې.

د فبروري د ۲۹مې نېټې د سولې په تړون کې طالبانو ژمنه وکړه چې پر امریکایي پوځیانو به برید نه‌کوي، خو هېل ورځپاڼه لیکي چې تر دې راوروسته طالبانو پر افغان ځواکونو حملې زیاتې کړې دي او یو شمېر امریکایي چارواکي ټینګار کوي چې تړون امریکایي ځواکونو ته اجازه ورکوي چې په هغه صورت کې چې طالبان حملې کوي دوی د خپلو افغان متحدانو دفاع وکړي.

ورځپاڼه لیکي چې تر دې مخکې امریکایي ځواکونو په افغانستان کې د خپلو بریدونو په اړه د سولې د خبرو په خاطر معلومات نه‌خپرول او په دې اړه وروستی راپور په فبروري کې خپور شوی و.

هېل لیکي چې امریکایي ځواکونو د طالبانو له لوري د ترسره شویو بریدونو په اړه هم معلومات له رسنیو سره نه‌شریکول.

د ورځپاڼې په باور امریکایي ځواکونو په افغانستان کې تر دې مخکې وروستۍ حمله په مارچ کې د سولې تر تړون څو ورځې وروسته کړې وه.

ملټري ټایمز لیکي، پر طالبانو دا هوایي حملې په داسې وخت کې شوې دي چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه د وتلو په حال کې دي.

خپرونه لیکي که څه هم د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت چمتووالی نیسي چې تر ۸،۰۰۰ ډېر عسکر تر نومبر پورې بېرته متحده ایالاتو ته ستانه کړي، خو دفاع وزیر مارک اسپر د مې په ۲۷مه وویل چې دا یو انتخاب دی او یوازنی انتخاب نه‌دی.

ملټري ټایمز وړاندې لیکي په اختر کې اوربند چې بیا د یو شمېر زندانیانو تبادله هم ورسره مل شوه دا هیله بیا راژوندۍ کړه چې امریکایي ځواکونه به له افغانستانه ووځي.

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې له سیاسته لیرې یوه مسئله رااخیستې ده. دا ورځپاڼه لیکي چې د کابل له ماشومانو نیولې د طالبانو تر مشرانو پورې، د ټولو په اند خواږه له کافیین ډک مشروب مشهوره دي، خو څوک‌یې روغتیایي اړخ ته پام نه‌کوي.

ګارډین لیکي، د مکتبونو بهر، د روغتونونو په کانتین کې، د سړک پر غاړه، په هر سوپر مارکېټ کې او حتی د وزیرانو په غونډو او د ودونو په محفلونو کې انرژي ډرېنک شته.

ورځپاڼه لیکي د هر عمر خلک دا مشروب څښي او حتی امیدواره میندې یې څښي پرته له دې چې ضررونو ته‌یې پام وکړي.

ګارډین بیا د روغتیا نړیوال سازمان خبرداري ته هم اشاره کړې ده چې د انرژي ډرېنک زیات څښل صحت ته زیان اړوي په ځانګړي ډول ځوانانو ته تاوان لري.

دغه بریتانیایۍ ورځپاڼه لیکي چې په بریتانیا کې بندیز لګول شوی دی چې هغه ماشومان به دا مشروب نه‌څښي چې عمرونه‌یې تر ۱۶ کم دي.

XS
SM
MD
LG