د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۳ چنګاښ ۱۳۹۹ کابل ۱۲:۳۱

نړۍ

قزاقستان کې د دوو سیاسي ډلو لسګونه پلویان نیول شوي

د قزاقستان ډیموکراتیک ګوند او د قزاقستان ډیموکراتیک انتخاب ګوند د هغه هېواد په لویو ښارونو ، نورسلطان او الماتې کې د مظاهرو پلان درلود.

په قزاقستان کې د اپوزېسیون د دوو سیاسي ډلو لسګونه پلویان نن، د جون په ۶مه، ونیول شول.

د اپوزېسیون دوو ډلو چې یوه یې د افراطي ګروپونو په ډله کې تر بندیزونو لاندې ده، غوښتل چې نن، د جون په ۶مه، د دې هېواد په دوو لویو ښارونوکې مظاهرې وکړې او د ډیموکراتیکو اصلاحاتو غوښتنه وکړي.

د قزاقستان ډیموکراتیک ګوند او د قزاقستان ډیموکراتیک انتخاب ګوند د هغه هېواد په لویو ښارونو ، نورسلطان او الماتې کې د مظاهرو پلان درلود.

خو چارواکو په دې نوم چې د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې لپاره دوا پاشي کوي، هلته لويې لارې او سرکونه بند کړل.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

امریکا کې د کویډ۱۹ پېښو زیاتوالی؛ خلک روغتیايي سپارښتنو ته هڅول کېږي

ارشیف

د امریکا په څو ایالتونو کې د کرونا ویروس د پېښو او له کبله یې د مړینې له ډېروالي سره روغتیایي چارواکي خلک هڅوي چې عامه ځایونو کې ماسک بند او روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي.

له کرونا ویروس سره د مبارزې په چارو کې د سپینې ماڼۍ د کاري ډلې یوه غړي اډمېرل بریټ ګیرایر پرون د ماسک بندول لازمي یاد کړ او وې ویل، له دې پرته دغه هېواد د کرونا خپرېدا نه شي ایسارولی.

د امریکا په سویل او لویدیځ کې د ویروس کچه مخ په زیاتېدو ده، دغلته کویډ ۱۹ ناروغۍ تراوسه څه باندې ۱۳۵ زره امریکایان مړه کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان پرون وویل چې د ۲۴ ساعتونو په موده کې ټوله نړۍ کې د کورونا ۲۳۰ زره پېښې ثبت شوي چې ۶۶ زره یې یوازې امریکا کې دي.

د ختیځې اروپا ځینو هېوادونو کې هم دا پېښې زیاتې شوي.

هنګري پر خپلې پولې نوي بندیزونه ولګول، کروشیا سر له نن نه په پلورنځیو کې ماسکونه جبري کوي او بلغاریا کې هم نوي بندیزونه اعلان شوي دي.

د کوسوو ولسمشر "هاشم تاچي" هاګ محکمې ته ځي

د کوسوو ولسمشر هاشم تاچي

د کوسوو ولسمشر هاشم تاچي نن د جولای په ۱۳مه د هالنډ هاګ ښار ته ځي چې هلته د جنګي جرمونو څارنوالان ورسره مرکه وکړي.

د کوسوو لپاره ځانګړې محکمې د جون په ۲۴مه په ناڅاپي ډول اعلان وکړ چې تاچي او د کوسوو یو شمېر نورې پېژندل شوې څېرې لویو جرمونو کې لاس لري.

دوی د نژدې سلو کسانو په وژنه، په اجباري ډول د خلکو په نادرکه کېدو او شکنجې تورن دي.

تاچي له دې وړاندې د کوسوو د ازادۍ غوښتونکي پوځ لوړپوړی قومندان و.

دغه پوځ په ۱۹۹۰ مه لسیزه کې د خپلواکۍ د ګټلو لپاره له سربیا سره چریکي جګړه کې ښکېل و.

ولسمشر هاشم تاچي پر ځان لګول شوي تورونه رد کړي، خو تېره چهارشنبه یې پر خپله فیسبوک پاڼه ولیکل چې د څارنوالانو مرکې لپاره هاګ ته ځي.

د سربیا پخواني ولایت کوسوو په ۲۰۰۸ کال کې خپله خپلواکي اعلان کړه، هغه ګام چې بلګراد رد کړ.

سویلي افریقا کې پر کلیسا د وسله والو د برید له امله ۵ کسان وژل شوي

ارشیف

د سویلي افریقا مرکز جهانسبرګ ته نژدې پر یوې کلیسا د وسله وال د برید پر مهال لږ تر لږه پنځه تنه ووژل شول.

پولیسو د یکشنبه په ورځ په یوې اعلامیې کې وويل چې وسله وال کسان یوې کلیسا ته ننوتل، پر خلکو یې برید وکړ او یو شمېر یې اسیر ونیول.

د پولیسو په خبره د څلورو کسانو مړي چې په یوه موټر کې سوځول شوي وو، موندل شوي دي او یو امنیتي ساتونکی په بل موټر کې موندلی دی.

پولیس وایي، د ماشومانو په ګډون هغه کسان چې برمته شوي وو ، ژغورل شوي دي.

که څه هم د دې پېښې اصلي لامل تر تېر ماښام ناوخته پوري معلوم نه و، خو ویل کېږي ښایي د دې پېښې علت د همدې کلیسا د مشر چې په ۲۰۱۶ کال کې مړ شوی دی، پر میراث جدي لانجې وي.

د پاکستان پوځ: شمالي وزیرستان کې ۴ سرتېري او ۴ ترهګر وژل شوي

ارشیف

د پاکستان پوځ وایي، په شمالي وزیرستان کې د نښتو پر مهال ۴ سرتېري او ۴ ترهګر وژل شوي دي.

د پوځ په یوې اعلامیې کې چې پرون ناوخته خپره شوې راغلي، دغه سرتېري د یکشنبه په ورځ د هغو پوځي عملیاتو پر مهال ووژل شول چې د استخباراتي معلوماتو پر اساس پیل شوي وو.

د پاکستان د پوځ په وینا، د دواړو لورو ترمنځ نښتې هغه مهال وشوې چې پوځیانو د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې د تندلارو یو پټنځای محاصره کړ.

شمالي وزیرستان تر ۲۰۱۴ کال دمخه پوري سیمه ییزو او بهرنیو تندلارو یو عمده مرکز بلل کېده او د پاکستان پوځ په هماغه کال کې د سیمې د پاکولو لپاره پراخ عملیات وکړل.

سره له دې چې د پاکستان پوځ د خپلو تصفیوي عملیاتو د بریالیتوب خبره کوي، خو شمالي وزیرستان لا هم د پراخ تاوتریخوالي، هدفي وژنو او چاودنو شاهد دی.

نړۍ کې په یوه ورځ د کرونا ویروس تر ۲۳۰ زره زیاتې پېښې ثبت شوي

تېره ورځ په امریکا متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس تازه ۶۶ زره پېښې ثبت شوې.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، په نړۍ کې په یوه ورځ په کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر تر ۲۳۰ زره واوښت.

دغه سازمان د یکشنبه په ورځ د جولای ۱۲ وویل چې دا شمېر کسان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کویډ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.

په دې سره په نړۍ کې په یاده ناروغۍ د اخته کسانو شمېره دولس میلیونه او پنځه سوه زره کسانو ته ورسېده، له همدې شمېرې څخه ۵۶۲ زره کسان له یادې ناروغۍ مړه شوي دي.

تېره ورځ په امریکا متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس تازه ۶۶ زره پېښې ثبت شوې، په برازیل کې ۴۵ زره او په هند کې د ۲۸ زرو نویو پېښو راپور ورکړل شوی دی.

په روسیې، ترکیې او د اروپا په ځینو برخو کې په دې وروستیو ورځو کې د نویو پېښو راپور ورکړل شوی دی.

دغه راز د روغتیا نړیوال سازمان وایي، دوه تنه متخصصین یې چین ته لېږلي چې له ځایي چارواکو سره یوځای د یاد ویروس د ریښتونې ماهیت او پېژندنې په اړه تحقیقات وکړي.

تهران د مسافر وړونکې اوکراینۍ الوتکې د نسکورولو دلایل په ډاګه کړل

آرشیف، بقایای طیاره‌ی اوکراینی که در ایران سقوط کرد

ایراني چارواکي وايي، د توغندي د بطرۍ خرابي او د سرتېرو او پوځي افسرانو ترمنځ ناسم ارتباط د دې سبب شول چې د جنورۍ په میاشت کې اوکراینۍ الوتکه وویشتل شي.

د تهران په اسمان کې د دې الوتکې د ویشتل کېدو په نتیجه کې ۱۷۶ تنه مړه شول.

د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې د دې پېښې په اړه خپله وروستۍ نتیجه پرون ناوخته په یوه نوي راپور کې خپره کړه.

د اوکراین د هوايي شرکت الوتکه د جنورۍ په اتمه د تهران له هوايي ډګره له پورته کېدو لږ وروسته په دوو توغندو وویشتل شوه.

دا پېښه په هماغه ورځ وشوه چې ایران په عراق کې د امریکايي پوځیانو د اډو لور ته توغندي وویشتل.

ایران په پیل کې د اوکراینۍ الوتکې له ویشتلو انکار کاوه.

د روسیې په خبروفسک کې د لاریونونو دوام

خبروفسک کې د لاریون کوونکو یو انځور

د روسیې د لېرې ختیځ په خبروفسک ښار کې سلګونو تنو د یوه سیمه ییز والي د نیول کېدو په اعتراض کې نن په دوهمه ورځ هم لاریون وکړ.

لاریون کوونکي د سیمې د فدرالي امنیت د خدماتو ادارې ته لاړل او په شعارونو کې یې د والي سرګي فورګال د خلاصون غوښتنه وکړه.

نوموړی، دوې ورځې وړاندې د قتل په یوه لس کاله پخوانۍ قضیه کې د لاس لرلو په تور نیول شوی دی.

دې ته په پام چې دا سیمه له مسکو څخه خورا لېرې ده او د کریملین سیاسي مخالفان رټل شوي، په دې ښار کې د کریملین ضد لاریونونه غیرمعمولي ښکاري.

په هغو ویډیوګانو کې، چې په خواله رسنیو کې خپرې شوي، ګڼ شمېر لاریون کوونکي د ښار په مرکزي برخه کې د لاریون په حال کې لیدل کېږي.

ډونالډ ټرمپ په لومړي ځل پرمخ ماسک کارولی

ولسمشر ټرمپ پرون په مریلنډ کې له پوځي روغتونه د روانېدو پر مهال وویل، ده هېڅکله د ماسک کارونې مخالفت نه دی کړی.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د یوه پوځي روغتون د کتنې پر مهال د اول وار لپاره پر مخ ماسک کارولی و.

ده په روغتون کې ټپي سرتېري او په کوویډـ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو د روغتیايي څارنې بهیر وکوت.

پر ولسمشر ټرمپ انتقاد کېده چې په سپینه ماڼۍ کې له چارواکو سره د کتنې او په عامو ځایونو کې د راڅرګندېدو پر وخت ماسک نه کاروي.

خو ولسمشر ټرمپ پرون په مریلنډ کې له پوځي روغتونه د روانېدو پر مهال وویل، ده هېڅکله د ماسک کارونې مخالفت نه دی کړی.

د امریکا د جانز هاپکینز پوهنتون د شمېرو له مخې د امریکا په متحدو ایالتونو کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۳ میلیونو او ۲ لکو اوښتی دی.

په امریکا کې په کرونا ویروس یا کوویډـ۱۹ ناروغۍ د مړو شمېر هم له یولک او ۴۳۰۰۰ زیات شوی دی.

د ترکیې له سرحدي دروازې سوریې ته د مرستو رسول تصویب شول

د ملګرو ملتونو امنیت شورا

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ترکیې له یوې سرحدي دروازې څخه سوریې ته د مرستو رسول تصویب کړل.

دا پرېکړه د روسیې له هغه وړاندیز سره اړخ لګوي، چې څو ورځې مخکې د شورا د ملاتړ په ترلاسه کولو کې پاتې راغی.

پرونۍ رایه اچونه، پر دې موضوع روانه اوونۍ پنځمه هغه ده او په داسې حال کې کېږي، چې د مرستو رسونې لپاره د صلاحیت مهلت یوه ورځ مخکې ختم شوی و.

له یوې سرحدي لارې د مرستو رسونو لپاره دغه پرېکړه لیک د جرمني او بلجیم له خوا وړاندې شوی و.

دغه لار به د ۱۲ نورو میاشتو لپاره پرانیستې وي.

د هند سینما پېژندل شوی ستوری "امیتاب بچن" په کرونا ویروس اخته شوی

امیتاب بچن

د هندوستان د سینما پېژندل شوی ستوری امیتاب بچن په کرونا ویروس اخته شوی دی.

ښاغلي بچن په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د کرونا ټېسټ یې مثبت و او روغتون ته لېږدول شوی دی.

امیتاب بچن چې ۷۷ کلن دی، په څه باندې ۲۰۰ فلمونو کې رول لوبولی او د هندوستان په سینما یا بالیووډ کې یې د فعالیت شا و خوا ۵۰ کلونه کېږي.

د هغه زوی ابیشېک بچن هم په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د ده د کرونا ټېسټ هم مثبت ختلی دی.

د امریکا د جانز هاپکینز پوهنتون د شمېرو له مخې، هندوستان په نړۍ کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو له اړخه په درېیم کتار کې دی.

په دغه هېواد کې نږدې ۸ لکه او ۲۱ زره کسان په کرونا ویروس یا کوویډـ۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.

د سپېس ایکس شرکت پخواني روسي عالم ته د امریکا د ورتګ بلنه ورکړې

د پخواني شوروي اتحاد د نامتو عالم سیرګي کورولېف

د سپېس ایکس د امریکايي فضايي شرکت موسس اېلون ماسک، د پخواني شوروي اتحاد د نامتو عالم سیرګي کورولېف کورنۍ ته بلنه ورکړې چې په متحدایالاتو کې د ده د تاسیساتو لیدو ته ورشي.

اېلون ماسک پر ټویټر لیکلي چې د پخواني شوروي دا ساینسپوه، د خپل کاري چاپېریال له ډېرو غوره شخصیتونو څخه و.

هغه لیکلي دي چې د کورولېف له کورنۍ سره یې هم خبرې کړې دي.

کورولېف د شوروي اتحاد د فضايي پروګرام پلار ګڼل کېږي او فضا ته د لومړنۍ مصنوعي سپوږمکۍ په استولو کې هم تر ډېره ده رول درلود.

د نوموړي لسمي اندرې کورولیف پرون د جولای په ۱۱مه روسي رسنیو ته وویل چې د دوی کورنۍ د تېرې مې میاشتې په وروستیو کې د ډراګون د فضایي سفینې له توغولو او له نړیوال فضايي سټېشن سره د هغې له یوځای کېدو وروسته سمدستي ماسک ته پیغام استولی و.

نوموړی وايي، ماسک دوی ته بلنه ورکړه چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د محدودیتونو له لیرې کېدو سره سم سپېس ایکس ته ورشي او د یوې فضايي سفینې د توغولو ننداره وکړي.

د سپرلۍ لرونکې ډراګون سفینې د توغولو بریالي ماموریت نړیوال فضايي مرکز ته د سفر په برخه کې د روسیې لس کلن انحصار پای ته ورساوه.

بلغاریا کې د دې هېواد پر حکومت او لوی څارنوال د دندې پرېښودو غږ شوی

د لاریون کوونکو یو انځور

په بلغاریا کې د فساد پرضد د لاریونونو له دوام وروسته ولسمشر رومېن رادېف پر حکومت او لوی څارنوال غږ کړی چې خپلې دندې پرېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې زرګونه کسانو پرون شنبې د تورې بحیرې په سواحلو او په پلازمېنه سوفیه کې د فساد پرضد لاریونونه وکړې.

ولسمشر رادېف دا اعلان پرون د جولای په ۱۱مه وروسته له هغه وکړ چې له دې دوه ورځې مخکې لویې څارنوالۍ د ده د کارکوونکو دفترونه وپلټل.

دا ولسمشر دفتر وروسته له هغه وپلټل شو چې ولسمشر رادېف وویل د ملي محافظت خدمات چې د ولسمشر صدراعظم او نورو چارواکو امنیت نیسي، باید د بشري حقونو او آزادۍ د غورځنګ د افتخاري مشر احمد دوغان د امنیت له نیولو ډډه وکړي.

دوغان د بلغاریا له ډېرو ځواکمنو سیاسي څېرو څخه ګڼل کېږي او اکثر خلک په دې باور دي چې د ده غورځنګ د لویې څارنوالۍ په ګډون د دې هېواد په عدلي او قضايي سیسټم کې پراخ نفوذ لري.

ولسمشر رادېف دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې څرګنده شوه د دې غورځنګ غړو د دوغان د دوبي استوګنځي ته نژدې، د ساحل له یوې برخې څخه خلک په غیرقانوني ډول شړلي دي.

نن د بوسنیا هرزګوینا د سربرنیتڅا خونړۍ پېښې ۲۵ مه کلیزه ده

هر کال زرګونه کسان د دغې ورځې د لمانځنې مراسمو کې برخه اخلي، خو سږ کال د کرونا ویروس د خپرېدو وېرې د کسانو ګډون محدود کړی دی.

نن شنبه د جولای یولسمه د بوسنیا هرزګوینا د سربرنیتڅا خونړۍ پیښې پنځه ویشتمه کلیزه ده.

د کرونا ویروس له ګواښ سره سره د دغې ورځې لمانځنه کېږي.

پنځه ویشت کاله مخکې په همدې ورځ د بوسنیایي مسلمانانو اته زره نرینه او هلکان د سرب ځواکونو له خوا راټول او په ختیځه سیمه سربرنیتڅا کې ووژل شول.

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته دا په اروپا کې تر ټولو لویه ډله ییزه وژنه بلل کېږي.

نړیوالو محکمو دا پېښه نسل وژنه یاده کړې، خو سربیایي او بوسنیایي چارواکو د دې کلمې له منلو ډډه کړې ده.

دا وژنه د بوسنیا د جګړې په وروستي کال شوې.

دې جګړه کې چې د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۵ کال ترمنځ وشوه، شاوخوا لس زره کسان ووژل شول.

هر کال زرګونه کسان د دغې ورځې د لمانځنې مراسمو کې برخه اخلي، خو سږ کال د کرونا ویروس د خپرېدو وېرې د کسانو ګډون محدود کړی دی.

امریکا یو روسی وګړی د سایبري غلا او هک کولو په جرم محکوم کړ

یوګینی نیکولین

د امریکا د سن فرانسیسکو یوې محکمې روسي تبعه یوګینی نیکولین د سایبري غلا او د ټولنیزو رسنیو د هک کولو په جرم محکوم کړ.

نوموړي دغه جرم اته کاله وړاندې ترسره کړی چې هغه مهال یې د امریکا لویې ټولنیزې رسنۍ لینکډن او ډراپ باکس هدف ګرځولې وې.

د مجرم پېژندل شوي کس مدافع وکیل ویلي، د استېناف غوښتنه کوي او دا پرېکړه " لویه بې عدالتي" بولي.

مدافع وکیل ویلي، د هغو معایناتو په پایله کې چې د قاضیانو په سپارښتنه شوي، معلومه شوې چې موکل یې رواني ستونزه لري.

محکمې پرون وویل، د نیکولین محکومیت به په رسمي ډول د سېپټېمبر په ۲۹مه نېټه اعلان کړي.

نیکولین د هر غلا شوي یوزر نېم او پاسورد په بدل کې په لس کاله حبس او د هر کمپیوټر د هکېدو په بدل کې په پنځه کاله بند محکومېدای شي.

روسیه کې د یوه والي د نیولو په غبرګون د لسګونه زره کسانو لاریونونه

د روسیې په یو شمېر نورو ښارونو کې هم ورته مظاهرې شوې دي.

د روسیې په ختیځ ښار خباروفسک کې لسګونه زره کسان د دوی د سیمه ییز والي د نیولو په غبرګون کې سړکونو ته راوتلي.

والي سرګي فورګل تورن دی چې ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ کلونو کې یې د څو سوداګرو د وژنې امر ورکړی د ځینو نورو د وژنې هڅه یې کړې ده.

د فورګل ملاتړي نن د لینن په مرکزي څلور لاره کې راټول شوي او دا شعارونه لېږدوي چې "زه سرګي فورګل یم" " فورګل خوشې کړئ" او " شرم پر مسکو".

د روسیې په یو شمېر نورو ښارونو کې هم ورته مظاهرې شوې دي.

پنځوس کلن فورګل وړمه ورځ د څېړنیزې کمېټې له خوا ونیول شو او د مسکو یوې محکمې یې د دوه میاشتني توقیف پرېکړه وکړه.

نوموړي ویلي، دی بې ګناه دی او د سوداګرو په وژنه کې لاس نه لري.

د روسیې په پارلمان کې د لیبرال ډیموکراټ ډلې مشر ولادیمیر ژیرینوفسکي ویلي، دوی د خپل دې غړي د نیولو په غبرګون کې استعفا ته چمتو دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG