د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۱۶

افغانستان

نن د پښتو ژبې نړیواله ورځ ده

ارشیف
ارشیف

نن د مې ۲۹ چې د غبرګولی نهمه کېږي د پښتو ژبې نړیواله ورځ ده.

دا ورځ هر کال همدا وخت په افغانستان، پاکستان او ځینو نورو هېوادونو کې پښتانه فرهنګیان او عام خلک لمانځي.

سږ کال د کرونا ویروس وبا فرهنګیان او پښتانه اړ کړي چې له لویو غونډو تېر شي خو په خواله رسنیو یې د دې ژبې په مناسبت مبارکي ورکړې او ټینګار یې کړی چې د ودې لپاره یې باید زیات کار وشي.

د کابل پوهنتون د پښتو ادبیاتو استاد او د ازادي راډیو د پښتو تعلیمي پروګرامونو مسوول محبوب شاه محبوب د دې ورځې په مناسبت وايي: "موږ همدا نن یو انلاین سیمینار لرو د پښتو ژبې د پرمختګونو او د خنډونو په اړه چې د پښتو ژبې په وړاندې کوم کوم خنډونه موجود دي، دا البته په اروپا کې دایر شوی خو موږ ټول پکې انلاین برخه لرو، همدارنګه موږ یو شمېر ځوانان نن مازیګر یوه غونډه لرو په دې تړاو، یو کیک پرې کوو او غواړو خلکو ته وښیو په خواله رسنیو کې چې د پښتو ورځ باید ونمانځو او د پښتو ژبې د ژوندي پاتې کېدو لپاره کار وکړو."

افغان سیاستوالو هم په خواله رسنیو د دې ورځې په مناسبت د مبارکۍ پیغامونه لیکلي.

له هغې ډلې د افغانستان د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په خپل فیسبوک د پښتو ژبې د ورځ مبارکي لیکلې.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر په خپل ټوېټر لیکلي چې د پښتو ژبې ټولو ویونکو ته مبارکي وایي او د ده په خبره د افغانستان هره ژبه د دغه هېواد د فرهنګ او تمدن په بډاینه کې خورا مهم رول لري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

هرات کې د ډزو پیښه کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي

تازه خبر
تازه خبر

د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د ډزو پیښه کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
دا خبره د طالبانو د حکومت یوې باخبره سرچینې، چې د موضوع د حساسیت له کبله یې خپل نوم یاد نه کړ، ازادي راډیو ته وکړه.

د سرچینې په وینا، نا معلومه وسله والو نن جمعه ( د حمل ۲۱مه) پر هغو کسانو ډزې کړي چې د تفریح لپاره یوه میله ځای ته تللي وو.

پیښه د انجیل ولسوالۍ په ده مهري سیمه کې شوې ده او د مرګ ژوبلې شمیر هم ډیر لومړنی دی.

تراوسه د پیښې مسولیت کومې ډلې نه دی منلی او د ډزو انګیزه هم نه ده معلومه.

په ۲۶ ولایتونو کې د شدید باران د اورېدو او ناڅاپي سېلونو د راوتلو اټکل شوی

د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د شدید باران د اورېدو او ناڅاپي سېلونو د راوتلو د احتمال اټکل کړی دی.

د دې ادارې د وړاندوینې له مخې، فاریاب، سرپل، بادغیس، هرات، فراه، غور، هلمند، کندهار، زابل، اروزګان، دایکنډي، بامیان، غزني، میدان وردک، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، بغلان، سمنګان او تخار به د جمعې په ورځ (۲۱ حمل) د شدیدو بارانونو، تندر او برېښنا، نسبي تېزو بادونو او ناڅاپي سېلونو شاهدان وي.

د باران اندازه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۴۰ ملي‌متره پورې اټکل شوې ده. د هوا پېژندنې ادارې په وینا، په لوړو او سړو سیمو کې د واورې ورېدو احتمال هم شته.

په همدې حال کې، د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ویلي چې د وري یا حمل له ۶ راهیسې د شدیدو بارانونو، سېلونو او د غرونو د ښویېدو له امله لږ تر لږه ۱۵۷ کسان مړه شوي او ۲۲۹ نور ټپیان دي.

د افغانستان په په ۳۲ ولایتونو کې د پولیو پر ضد واکسین پیلېږي

AFGHANISTAN--POLIO
AFGHANISTAN--POLIO

له پولو پاک افغانستان ادارې اعلان کړی چې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین نوی کمپاین به د دوشنبې په ورځ (حمل۲۴) په ۳۲ ولایتونو کې پیل شي. دغه بنسټ د پنجشنبې په ورځ (وري ۲۰) په یوه پیغام کې ویلي چې دا کمپاین په بامیان او دایکنډي ولایتونو کې د سړې هوا له امله ځنډېدلی دی.

ویل شوي چې د کمپاین په ترڅ کې به ماشومانو ته ویټامین اې هم ورکړل شي.

دې بنسټ له کورنیو غوښتي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

د دې دورې د واکسین کېدونکو ماشومانو شمېر نه دی ښودل شوی.

تر اوسه د روان میلادي کال په ترڅ کې په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو د نړیوال روغتیا سازمان د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۹ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

افغانستان او پاکستان یوازیني هېوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو ویروس په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی. پولیو یوه ساري ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او یوازې واکسین کولای شي ماشومان ترې وساتي.

دا ویروس د ملا تیر مهم عصبي رګونه زیانمنوي او د بدن د فلج سبب کېږي.

د وروستیو دوو اوونیو په سېلونو کې ۱۵۷ تنه مړه شوي

له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې نن اعلان وکړ چې د افغانستان په وروستیو سېلونو کې ۱۵۷ تنه مړه شوي ۱۲۹ ژوبل شوي او ۹ تنه بې درکه دي.

د وروستیو دوو اوونیو د سېلونو د مرګ ژوبلو د شمېر په اړه له پېښو سره د مبارزې د ادارې له اعلان سره هممهاله سېف دي چلډرن ویلي چې وروستیو شدیدو سېلونو او ورښتونو ماشومان سخت اغیزمن کړی دي.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (یو این هبیتات) هم د چهارشنبې په ورځ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې په ۲۰۲۶ کال کې ۴،۲ میلیونه خلک په افغانستان کې بیړنۍ سرپناه او غیر خوراکي توکو ته اړتیا لري او وروستي سیلونه دا اړتیاوې نورې هم زیاتوي.

متحده عربي اماراتو افغانستان ته ۹۶ ټنه طبي مرسته واستوله

متحده عربي اماراتو افغانستان ته۹۶ ټنه بشري مرسته، چې درمل او طبي وسایل پکې شامل دي، کابل ته ولېږله.

د متحده عربي اماراتو رسنیو نن راپور ورکړ چې د دغه هیواد د مرستیال دولتمشر شیخ محمد بن راشد آل مکتوم په لارښوونه دا مرسته له دوبۍ څخه په الوتکه کې کابل ته واستول شوه.

تمه کېږي چې دا مرستې به په درې میاشتو کې تر ۲۵۰ زره زیاتو کسانو سره مرسته وکړي، او هغوی ته به د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د برابرولو زمینه برابره کړي.

متحده عربي اماراتو دا مرسته په داسي حال کې افغانستان ته استولې چې د دې هیواد ګڼې سیمې وروستیو سېلونو خپلي دي. په دې سېلونو کې نژدې یونیم سل تنه مړه شوي او سلګونه کورونه او زرګونه جریبه کګرنیزه مځکه ویجاړه شوې ده.

علي عظیمي دویم افغان لوبغاړی شو چې مستر المپیا لوبو ته یې لار ومونده

افغان لوبغاړی علي بلال چې پخوا یې مستر المپیا ته لاره پیدا کړې
افغان لوبغاړی علي بلال چې پخوا یې مستر المپیا ته لاره پیدا کړې

د افغانستان د باډي بلډرۍ لوبغاړي محمد علي عظیمي د مستر المپيا سیالیو ته لار پيدا کړه.

عظیمي چې اتریش میشته افغان دی، د هالنډ په ( بنفلکس) سیالیو کې له بریا وروسته مستر المپیا ته لاره ومونده.

عظیمي د ( کلاسلیک فزیک) په برخه کې ښه وځلېد او د هالنډ لوبو کې یې لومړۍ درجه ترلاسه کړه.

له دې سره تر علي بلال وروسته عظیمي دویم افغان لوبغاړی شو چې مسترالمپيا ته لاره پیدا کوي.

دا د نړۍ په کچه د مسلکي باډي بلډنګ تر ټولو د لوړې کچې سیالۍ دي.

ملګري ملتونه: له ۴ میلیونو زیات افغانان بیړنۍ سرپنا او غیر خوراکي توکو ته اړتیا لري

د کابل ښار یوه څنډه
د کابل ښار یوه څنډه

د ملګرو ملتونو د بشري میشتیدنې پروګرام ( یو.ان. هبیتات) وایي، هره افغان کورنۍ د ژوند لپاره د یوه خوندي ځای مستحقه ده.

دغه پروګرام د چهارشنبې په ورځ ( د حمل ۱۹مه) وویل چې په ۲۰۲۶ میلادي کال کې څلور اعشاریه دوه میلیونه خلک په افغانستان کې بیړنۍ سرپنا او غیر خوراکي توکو ته اړتیا لري.

د دوی په ټکو وروستیو سیلابونو سرپنا او نورو اساسي خدمتونو ته د افغانانو اړتیا ډېره کړې ده.

دغه سازمان په دې وروستیو کې ویلي چې شاوخوا ۱۴ میلیونه افغانان روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې مرستې ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو له دې ډول څرګندونو ښکاري چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې بشري وضعیت د اندیښنې وړ دی.

د طالبانو حکومت وایي، چین کې له پاکستاني لوري سره خبرې ( رغوونکې) وې

ارشیف، طالب چارواکي په کابل کې له چینایي ډيپلوماتانو سره یوه غونډه کې
ارشیف، طالب چارواکي په کابل کې له چینایي ډيپلوماتانو سره یوه غونډه کې

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د چین په اورمچي کې له پاکستاني لوري سره خبرې " رغوونکې" فضا کې ترسره شوې.

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د چهارشنبې په ماښام یوه خبرپاڼه کې وویل چې د چین په منځګړیتوب یې له پاکستاني لوري سره په دوه اړخیزو اړیکو او امنیتي مسلو خبرې وکړې.

خبرپاڼه کې هیله ښودل شوې چې دا خبرې به لا ډیرې باور جوړونې، تلپاتې اړیکو، متقابل درک او موثرې همکارۍ ته زمینه برابره کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ هم د چهارشنبې په ورځ وویل چې د کابل او اسلام اباد استازو ژمنه وکړه چې اختلافونه به د خبرو له لارې حل او اړیکې به عادي کوي.

د هغې په خبره په دې هم هوکړه وشوه چې دواړه لوري به هیڅ داسې ګام نه اخلي چې وضعیت لا پسې پیچلی کړي.

چین په سیمه کې خپلو اقتصادي او امنیتي ګټو ته په پام هڅه کوي چې د افغانستان او پاکستان شخړې پای ته ورسوي.

یو استرالیايي سرتیری په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په تور نیول شوی

یو استرالیايي سرتیری په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په تور نیول شوی دی.

د استرالیا پولیسو د سه شنبې په ورځ وویل،"بن رابرټس سیمټ د ۲۰۰۹او ۲۰۱۲کالونو ترمنځ د پنځو ملکي افغانانو په وژنه تورن دی".

د پولیسو په ټکو،"دغه ملکیان هغه مهال وژل شوي چې غیر مسلح او د اسټرالیا د پولیسو په واک کې وو".

د سیمټ وکیل ویلي،" تر حضوري محکمې به، هغه په زندان کې وي".

رابرټس سیمټ په اسټرلیا کې یو ملي اتل دی، هغه د "ویکتوریا کراس" پوځي مډال سربیره ډير شمیر پوځي نښانونه او مډالونه يې ترلاسه کړي دي.

پر سیمټ دغه تورنه وروسته له هغه ولګیدل چې د پوځي سرغړونو د څیړنې یو ځانګړي مرکز او د فدرال پولیسو په دې اړه څیړنې پیل کړې.

سیمټ دغه تورونه رد کړي دي.

چین؛ طالبانو او پاکستان هوکړه کړې چې د روانې شخړې د پایته رسیدو لپاره هڅې وکړي

د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي، طالبانو او پاکستان هوکړه کړې چې د دواړو خواوو ترمنځ د روانې شخړې د پایته رسیدو لپاره هر اړخیزې هڅې وکړي.

د رویتز خبري اژانس د راپور له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند مایو نینګ نن چهارشنبې په یوې خبرې ناسته کې ویلي،" د اورمچي په ښار کې طالبانو او پاکستان هوکړه وکړه څو هغه اقدامات ونه کړي چې روانه شخړه لاپسې زیاتولی شي".

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تیرې فبرورۍ میاشتې راهیسې جګړه روانه ده.

د نینګ په ټکو، چین به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې د مذاکراتو منځګړیتوب ته داوم ورکړي.

د چین په اورمچي ښار کې د حمل میاشتې په ۱۳مه نیټه د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ د سولې مذاکرات روان دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG