د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ لیندۍ ۱۳۹۹ کابل ۱۲:۴۴

افغانستان

افغان حکومت: طالبانو ټوله روژه کې له ۵۰۰ زیاتو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

خوست کې د بمي چاودنې وروسته د سیمې انځور- 12.5.2020

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، طالبانو په ټوله روژه کې څه باندې ۵ سوه ملکي افغانان وژلي او ټپیان کړي دي.

د دغې شورا ویاند جاوید فیصل رسنیو ته په استول شوي پيغام کې ویلي، د روژې په میاشته کې د افغانستان نژدې ټول ولایتونه د طالبانو د بریدونو شاهدان وو.

هغه زیاته کړه: "طالبانو د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف، په روژه کې هم وینه تویدنه جاري وساتله، دوی په ۳۰ ولایتونو کې بریدونه وکړل چې ترڅ کې یې ۵۷۶ ملکیان وژل او ټپيان شوي دي."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي، د دوی له خوا د ملکیانو د مرګ ژوبلې ادعا حقیقت نه لري.

مجاهد زیاته کړې ملکیان د حکومت پلوه ځواکونو په هوایي بریدونو کې وژل کېږي.

د یوناما راپور بیا ښيي چې د ۲۰۲۰ کال لومړۍ ربعه کې نژدې ۱۳ سوه ملکي افغانان جګړو کې وژل یا ټپیان شوي دي چې د راپور پر بنسټ د ۳۹ فیصده مرګ ژوبلې عاملین طالبان ،د ۳۲ فیصده حکومت پلوه ځواکونه او د ۱۳ فیصده هغو داعش جنګیالي یاد شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

هرات کې د ګبینو د تولید سږنۍ کچه ۲۰۰  ټنو ته ورسېده

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په هرات ولایت کې د ګبینو د تولید سږنۍ کچه ۲۰۰ ټنو ته ورسېده.

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن د سې شنبې د لېندۍ ۱۱مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د هرات ولایت په کچه د ګبینو یا شاتو مچیو ۵۹۳ فارمونه فعالیت لري چې له یادو فارمونو سږ کال ۲۰۰ مټریک ټنه ګبین تولید شوي دي.

هغه زیاته کړه چې دې ولایت کې کال تر بلې د شاتو مچیو روزنې فارمونه زیاتېږي.

د دې ولایت د ښار مرکز او د انجیل، ګذرې، کرخ، رباط سنګي، غوریان، ادرسکن، پښتون زرغون، اوبې، چشت شریف، شینډنډ او ګلران ولسوالیو کې تر نورو ډېر شات تولید شوي دي.

هرات کې دوه ډوله ګبین یا شات شته چې یو غرني بولي او بل یې د فارمونو هغو دي.

غرني شات غوره کیفیت لري چې په کورنیو بازارونو کې د یوه کیلو بیه له ۷۰۰ تر زرو افغانیو پورې ده.

پاکستان کُرمه کې افغانستان سره پر کرښه ګډ مارکیټونه جوړوي

د افغانستان او پاکستان ګډ بیرغونه

د پاکستان حکومت ویلي چې له افغانستان سره په ګډه کرښه کې د کُرمې ايجنسۍ په شهيدانو ډنډ سيمه کې ۱۲ ګډ سوداګريز مارکېټونه جوړ کړى.

په کابل کې د دې هېواد سفارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، دغه مارکېټونه به د ۲۰۲۱ میلادي کال تر فبرورۍ میاشتې پورې جوړ شي او دا به يوه ازمايښتي پروژه وي.

اعلامیه وايي، دا کار به د دواړو خواوو ترمنځ د خلکو پر اقتصادي وضعیت مثبت اغېز وکړي او د توکو د قاچاقو مخنیوي کې به هم ګټور ثابت شي.

د پاکستان د سفارت د خپرې کړې اعلامیې له مخې دغه هېواد د دې کار په هدف له افغانستان سره یوه هوکړه هم لاسلیک کړي.

سرچينه وايي، پاکستان د ۲۰۲۰ میلادي کال د نومبر په میاشت کې دا هوکړه افغان لوري ته سپارلې او په دې اړه يې د نظر غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

کونړ سيمه‌ييز چارواکي: د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زيات شوى

آرشیف

د کونړ د ښځو د چارو ریاست وايي، په دې ولایت کې د ښځو خلاف تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

د کونړ د ښځو چارو رییسې سهیلا بابر ازادۍ راډیو ته وویل، د تېرو کلونو په پرتله د ښځو خلاف د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوي او یو لوی علت يې روان جنګونه او د لیک لوست کموالی دی.

مېرمن سهیلا همداراز وویل، هڅه یې پیل کړې چې ښځې او نارینه د یو بل له حقونو خبر او تاوتریخوالي کم کړي.

د ارزګان چارواکي: د کرونا ويروس پېښې ۴۰ سلنه ډېرې شوي

آرشیف

د ارزګان د عامې روغتیا ریاست وايي، چې په دغه ولایت کې د کرونا ويروس پېښې د تېرې میاشتې په پرتله په سلو کې ۴۰ ډېرې شوې دي.

د دې ولایت د عامي روغتیا په ریاست کې د ساري ناروغیو په وړاندې د چټک غبرګون د برخي مسوول ډاکټر سعید نوراغا سعادت ازادي راډيوته وویل چې په وروستیو ورځو کې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی.

ښاغلي سعادت دا هم وویل، چې د کرونا ويروس له پیله تراوسه په ارزګان ولایت ۶۴۱ سمپلونه اخیستل شوي چې له معاینې وروسته ۹۳ مثبتې او ۵۴۰ مفي پېښې وې او پاتې په لابراتوار کې تر پروسس لاندې دي.

"په بلخ او فاریاب کې نږدې ۲۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې"

آرشیف

د افغانستان په شمال کې ملي اردو وايي، په بلخ او فاریاب ولایتونو کې یې لږترلږه ۲۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي ازادي راډیو ته وویل، چې د دوشنبې په ماښام طالبانو د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه پوسته حمله وکړه چې له ځوابي برید سره مخامخ شول او په پایله کې یې ۳ طالبان ووژل شول او ۷ نور ټپيان شول.

هغه همدا راز وویل، چې په دې حمله کې د ملي اردو یو سرتېری هم وژل شوی او درې ملګري یې ټپیان شوي.

د شاهین قول اردو ویاند وايي چې د فاریاب ولایت په ګرزېوان ولسوالۍ کې هم پر ملي اردو د طالبانو یوه ډله ییزه حمله دفع شوې او په ترځ کې یې د طالبانو د یوه قوماندان په ګډون ۴ تنه وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان دي.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

کندهار چارواکي: لا هم د پولیو ضد واکسین پر وړاندې ګڼ خنډونه شته

ارشیف

په کندهار ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پر ضد د واکسیناسیون کمپاین روان دی.

د کندهار والي حیات الله حیات پرون (دوشنبه) د دې کمپاین په لومړۍ ورځ له خلکو وغوښتل چې د پولیو پر ضد د واکسین له کمپاین سره همکاري وکړي.

د کندهار د والي ویندوی احمد بهیر احمدي د دې کمپاین په اړه ازادي راډیو ته وویل:

له بلې خوا د کندهار والي حیات الله حیات په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې لا هم په دې ولایت کي د پولیو ناروغۍ ضد واکسین د تطبیق پر وړاندې ګڼ خنډونه شته چې له امله یې معصوم ماشومان له دې واکسینه بې برخي کېږي او ژوند ته یې جدي خطر پېښېږي.

د واکسیناسیون دا کمپاین به د پنجشنبې تر ورخې دوام لري.

پوهنې وزارت: د اسلامي تعليماتو معينيت له منځه نه دى تللى

رنګینه حمیدي

د افغانستان د پوهنې سرپرسته وزیره رنګینه حمیدي وايي، د دغه وزارت په نویو تشکیلاتو او بدلونونو کې د اسلامي تعلیماتو معینیت له منځه نه دی تللی بلکې د عمومي تعلیماتو د معینیت په چوکاټ کې یې ورته پراختیا ورکړې ده.

اغلې حمیدي د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د دې وزارت په نویو تشکیلاتو او بدلونونو کې هڅه شوې چې په ښوونځيو او مدرسو کې د عمومي تعلیماتو کیفیت لوړ شي.

هغې زياته کړه: "د پوهنې وزارت هیڅکله داسې کارنه کوي چې خدای ناخواسته د اسلام مبارک دین تر سوال لاندې راولي، زه هیوادوالو ته ډاډ ورکوم چې د پوهنې وزارت اسلامي تعلیمات له تشکیل څخه نه دي ایستلي او د حج او اوقافو وزارت ته یې نه دی ورکړی."

د پوهنې سرپرسته وزیره دا خبره په داسې حال کې کوي چې په وروستیو ورځو کې ځينو خلکو او دینې عالمانو په ټولنیزو رسنیو کې اندېښنې وښودې، چې د پوهنې وزارت په خپلو نویو بدلونونو کې د اسلامي تعلیماتو معینیت له تشکیله ایستلی دی.

ځینو دینې عالمانو پر ياد وزارت غږ کړی چې د اسلامي تعلیماتو په اړه دې پر خپل تصمیم له سره غور وکړي.

په افغانستان کې سږکال د کبانو د روزنې ۳۵۰ فارمونه جوړ شوي

آرشیف

په افغانستان کې سږ لمریز کال د کبانو د روزنې ۳۵۰ نوي فارمونه جوړ شوي دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه فارمونه د کرنې وزارت او خصوصي سکټور له لارې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې جوړ شوي دي.

د کرنې وزارت وايي، د دغو ٣٥٠ فارمونو ترڅنګ د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه د کب روزنې ۱۰۰ نوي فارمونه چې په کې د کبانو د بچیو دوه تولیدي فارمونه هم شامل دي د کونړ، بلخ، بغلان، لغمان، کندهار، خوست او هرات په ولایتونو کې جوړ کړي دي.

دغه فارمونه د کبانو د ۲.۷ میلیونه بچیانو د تولید وړتیا او تکثیري فارمونه یې د کبانو د دوه میلیونه او ۴۰۰ زره بچیانو د تکثیر وړتیا لري.

وزارت وایي، سږکال د کبانو د تولید کچه د تېرکال په پرتله یوزر او ۵۰۰ ټنه زیاته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېرکال د کبانو د تولید کچه نږدې ۱۰ زره ټنو ته رسېده.

افغان چارواکي: لاهم له پاکستان سره ټرانزیټي ستونزې نه دي هوارې شوي

آرشیف، تورخم

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت وایي، لاهم له پاکستان سره ټرانزیټي ستونزې نه دي هوارې شوي.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند فواد احمدي نن ازادي راډیو ته وویل، چې د سوداګرۍ او صنعت وزارت هڅه کوي، چې له پاکستان سره په سوداګریزو چارو کې د خصوصي سکتور ټول خنډونه له مخې لرې کړي.

دغه وزارت وايي، لوړه تعارفه، په کرښه د سوداګریزونو مالونو درول او د لارو بندېدل د خصوصي سکټور پر وړاندې لویې ستونزې او ننګونې دي.

د سوداګرۍ وزارت چارواکو زیاته کړې، چې یو افغان پلاوی به په نږدې راتلونکي کې له پاکستانیو چارواکو سره د سوداګریزو اړیکو په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

افغانستان او پاکستان د یو میلیارد ډالرو پر ارزښت سوداګري لري، خو افغان چارواکي هیله من دي، چې راتلونکي کال به پاکستان ته د افغانستان صادرات ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته لوړ شي.

له دې مخکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري درې میلیارد ډالرو پر ارزښت وه.

چارواکي: د فراه پشترود ولسوالۍ کې ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي

ارشیف، افغان امنیتي ځواکونه

د فراه امنیه قومانداني وايي په پشترود ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو په نتیجه کې ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محب‌الله محب ازادي راډیو ته وویل، د ګډو ځواکونو دغه عملیات پرون یکشنبه وشول: "د دغو عملیاتو په نتیجه کې ۴ طالب ترورېستان ووژل شول، یو موټر یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له‌خوا تخریب کړای شوی دی."

د ښاغلي محب په خبره اووه ماینونه هم کشف او شنډ کړای شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د دغو پوځي عملیاتو په اړه تبصره نه‌ده کړې.

"د افغانستان لوېدیځ کې ۴۰ سلنه ماشومان له پولیو ضد واکسین بې‌برخې دي"

ارشیف، افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین

د افغانستان په لوېدیځ کې روغتیايي چارواکي وايي په دغه حوزه کې ۴۰ سلنه ماشومان له ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین نه بې‌برخې دي.

په لوېدیځه حوزه کې د کتلوي معافیت د پروګرام مسؤل عبدالوحید رحماني ازادي راډیو ته وویل د دولت وسله‌وال مخالفان تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې ماشومانو ته د کور په کور واکسین اجازه نه‌ورکوي.

ښاغلی رحماني زیاتوي: "په لوېدیځه حوزه کې مو هدف تر پنځو کلونو کم عمره یو میلیون او یو لک ماشومانو ته واکسین ورکول دي، خو له بده مرغه د دوی ۴۰ فیصده‌یې له کمپاین څخه بې‌برخې پاتې کېږي. د دولت وسله‌وال مخالفان اجازه نه‌ورکوي چې کور پر کور دا واکسین تطبیق کړو. په ناامنو سیمو کې کمپاین په کلینیکونو او روغتیايي مرکزونو کې عملي کوو."

د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړه نن دوشنبه پیلېږي.

چارواکي: ارزګان کې تېرو دوو میاشتو کې تر ۳۰۰ زیات طالبان وژل شوي

ارشیف، افغان امنیتي ځواکونه

د ارزګان محلي چارواکي وايي، په تېرو دوو میاشتو کې تر ۳۰۰ زیات وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د دغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال محمد خطاب خنجري ازادي راډیو ته وویل، دغه وسله‌وال په ګېزاب او دهراوود ولسوالیو کې د جګړو پر مهال وژل شوي.

ښاغلی خنجري زیاتوي: "۲۹۳ تنه دښمنان په دهراوود ولسوالۍ کې وژل شوي او په ګېزاب ولسوالۍ کې هم موږ طالبانو ته درانه تلفات واړول، دوه شپې مخکې طالبانو غوښتل چې هلته پر یوې امنیتي پوستې برید وکړي، د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې ۱۳ تنه یوځای ووژل شول او ۱۳ تنه نور بل ځای ووژل شول او سلګونه‌يې نور ټپیان دي."

خپلواکو سرچینو د وژل شویو وسله‌والو دغه شمېر تأیید کړی نه‌دی.

په دهراوود او ګېزاب ولسوالیو کې په وروستیو کې سختې جګړې شوي چې ځینې ساحې د وسله‌والو طالبانو لاس ته ورغلې دي.

نی: د الیاس داعي د وژنې په تړاو یو مشکوک کس نیول شوی

محمد الیاس داعي

د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره وايي، امنیتي ادارو ورته ویلي چې د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي د وژنې په تړاو یو مشکوک کس نیول شوی دی.

د دې ادارې اجرائیه مشر مجیب خلوتګر برايي ازادي راډیو ته دا خبره وکړه: "موږ ته داسې معلومات راکړل شوي، یو کس چې د طالبانو جګپوړی چارواکی دی چې په هلمند کې نیول شوی دی. د دولت نظر دا دی چې دغه کس د داعي په قتل کې لاس درلود."

وسله‌والو طالبانو چې پر الیاس داعي یې د چاودنې مسؤلیت نه‌دی منلی، د دغه مشکوک کس د نیول کېدو په اړه تر اوسه کومه تبصره نه‌ده کړې.

د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي د لړم/ عقرب میاشتې پر ۲۹مه په مرکز لښکرګاه کې ظاهراً د ده په موټر پورې د نښلول شوي مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د ملي امنیت عمومي ریاست: د طالبانو د ماين ايښولو ډله ونيول شوه

ارشيف

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي د وسله‌والو طالبانو هغه ډله‌یې نیولې چې د ماینونو په ایښوولو کې یې لاس درلود.

دغه ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، د نقیب‌الله په نوم دغه کس په پروان ولایت کې وسله‌والو طالبانو ته ۱۴ وارې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تګ راتګ په اړه اطلاع ورکړې وه.

اعلامیه وايي دغه شخص د ماین خښولو د درېیو ډلو مشري کوله چې تر ډېره‌یې پر موټرو د ماینونو چاودنې کولې.

د ملي امنیت عمومي ریاست ادعا کړې چې وسله‌وال طالبان د کوټې شورا په امر هڅه کوي چې د ګڼه ګوڼې په ساحو کې ترورېستي حملې وکړي.

وسله‌والو طالبانو د دغو تحولاتو او ادعاوو په اړه څه نه‌دي ویلي.

"ایراني چارواکو سره د ناقانونه کډوالو د طرحې په اړه خبرې پیل شوي"

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د ایران د پارلمان د ځینو استازیو له خوا د ناقانونه کډوالو د طرحې په تړاو يې له ایراني چارواکو سره خپلې اندېښنې شریکې کړي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند حامدتهذیب نن رسنیو ته ویلي، چې په تهران کې افغان سفیر عبدالغفور لېوال د ایران د پارلمان له رییس محمد باقرقالي باف سره خبرې کړي او له هغه یې غوښتي چې د افغان کډوالو او افغان دولت د اندېښنو په هواري کې همکاري وکړي.

هغه زیاته کړه: "په هغه لیدنه کې چې په تهران کې د افغانستان سفیر د ایران د پارلمان له رییس ښاغلي قاليباف سره درلوده د دې طرحې د تصویب او عملي کېدو په تړاو یې د افغانستان اندېښنې ورسره شریکې کړي او د دغو اندېښنو د هواري په برخه کې یې د لازمو همکاریو غوښتنه وکړه، زموږ جدي هڅې روانې دي چې دغو اندېښنو ته له ډیپلوماټیکو لارو بشپړه رسېدنه وشي."

د ایران د پارلمان څه باندې دېرشو استازیو یوه تازه طرحه جوړه کړې چې که تصویب شي له مخې به یې په دغه هېواد کې د ناقانونه کډوالو پر وړاندې تدابیر لا پسې سخت شي.

په دې طرحه کې راغلي که چېرته بهرنیان په ناقانونه توګه ایران ته ننوځي په ۲۵ کاله بند او زیاتې نغدي جرمې محکومېږي.

دې طرحې هغه اته لکه افغانان چې په ایران کې له اسنادو پرته اوسي اندېښمن کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG