د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۰۰:۳۰

افغانستان

د لوګر ولایتي شورا: پل علم زندان کې یو کس د کرونا ویروس له امله مړ شوی

ارشیف

د لوګر ولسي استازي وایي، د پل علم ښار په زندان کې یو سپین ږیری بندي د کرونا ویروس له کبله مړ شوی دی.

د لوګر د ولایتي شورا مشر حسیب الله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل، زندان کې مشکوک یو شمېر کسان معاینه شوي چې د ځینو هغوی نتیجې مثبتې راوتلي.

هغه زیاته کړه: "یو تن چې محبس کې کرونا نیولی و، سپین ږیری و او مړ شوی دی، پر دې سربېره څلور نور زندانیان هم کرونا نیولي دي."

ښاغلی ستانکزی وایي، تر دې پېښې وروسته زندانیانو د دې لپاره د نه خوړو اعتراض کړی چې د ولسمشر د بخښنې ځانګړی فرمان سم نه دی عملی شوی.

د لوګر امنیه قومندانۍ وایي، زندانیانو اوس خپل اعتصاب پای ته رسولی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

چارواکي: خوست کې د ځاځي میدان د ملي امنیت مدیر وژل شوی

ارشیف

د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر په وسله واله حمله کې وژل شوی دی.

د خوست د والي ویاند دا خبر تائید کړی او نن، درجون په ۶مه یې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې په دې حمله کې د ځاځي میدان ولسوالۍ د ملي امنیت د مدیر دوه ساتونکي زخمیان شوي دي.

د حملې مسئولیت چا نه دی منلی او په خوست کې چارواکو هم نه دي ویلي چې حمله د چا له خوا شوې ده.

امنیتي چارواکي: سرپل کې طالبانو ۲ ملکي وګړي وژلي

ارشیف

په سرپل کې د وسله والو طالبانو په حمله کې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د سرپل د پولیسو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې وسله والو طالبانو پرون شپه، د سید اباد په کلي کې چې د ولایت د مرکز په څنډه کې پروت دی، د ملکي خلکو پر کورونو حمله کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په حمله کې یوه ښځه او یو سړی وژل شوي او یوه ۲۵ کلنه ښځه زخمي شوې ده.

په خبرپاڼه کې نور جزئیات نه دي ورکړ شوی. وسله والو طالبانو هم تبصره نه ده کړې.

د کونړ امنیه قومندان: غازي اباد کې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي

ارشیف

د کونړ امنیه قومندان وایي، په غازي اباد ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه کې له ۲۰ زیاتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کونړ امنیه قومندان ډګروال محمد یوسف مظلوم یار د شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، وسله والو طالبانو د غازي اباد ولسوالۍ اړوند په امنیتې پوستو برید کړی و چې د سخت مقاومت سره مخ شوي او په کې له ۲۰ زیاتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زیاته کړه: "جګړه نن سهار ۷ بجې پيل شوه ،خو د دښمن د برید ټول معلومات موږ ته رارسېدلي وو، نو ځکه په غازي اباد کې پرتو ځواکونو يې د حملې مخه ونیوله او ورته درانه تلفات ورسول، په جګړه کې ۱۶ طالبان وژل شوي ۷ تنه ټپيان دي، زموږ دوه تنه پولیس هم ټپیان دي."

د مظلومیار په خبره چې جګړه اوس هم دوام لري، هلته تازه دمې ځواکونه رسېدلې او د وسله والو په مورچلو افغان هوايي ځواکونه بمبار کوي چې امکان لري د مخالفینو تلفاتو کې زیاتوالی راشي.

تر اوسه وسله والو طالبانو په غازي اباد کې د روانې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

پروان چارواکي: سږ کال د زردالو د محصولاتو کچه زرګونه مټریک ټنه ده

دا مهال په دغه ولایت کې د زردالو دوه زره او ۲۹۸ هکټار بڼونه موجود دي.

د پروان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، سږ کال د پروان د زردالو د محصولاتو کچه به نږدې ۲۳ زره او ۸۰۰ مټریک ټنه وي.

د پروان ولایت د کرنې رییس عبدالوهاب خیرزاد نن ازادي راډیو ته وویل، دا وړاندوینه د پروان لایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د کلنيو معلوماتو پر بنسټ تر سره کېږي.

د نوموړي په خبره، دا مهال په دغه ولایت کې د زردالو دوه زره او ۲۹۸ هکټار بڼونه موجود دي.

د پروان ولایت د کرنې ریاست وایي، چې په وروستیو کلونو کې په دې ولایت کې د زردالو څلور زره او ۵۰۰ نوي بڼونه جوړ شوي دي، پنځه زره او ۸۱۰ بڼوال د بڼوالۍ په بېلابېلو برخو کې روزل شوي دي او پر څه باندې دوه زره بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي هم وېشل شوي دي.

د پروان ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې دمګړۍ په دې ولایت کې پنځه زره او ۷۴۵ بزګران د زردالو په پالنه بوخت دي.

د پروان ولایت د زردالو نږدې ۱۰ سلنه محصولات د دې ولایت کورني اړتیا پوره کوي او نږدې ۳۰ سلنه یې د کشتې په ډول او نږدې ۶۰ سلنه نور یې کورنیو او بهرنیو بازارونو ته صادرېږي.

کابل کې د افغاني محصولاتو انلاین نندارتون پرانیستل شو

د دغه نندارتون له لارې افغاني محصولات د انټرنېټ له لارې سوداګرو ته معرفي کېږي.

د افغاني محصولاتو انلاين نندارتون نن په کابل کې پرانیستل شو .

د دغه نندارتون له لارې افغاني محصولات د انټرنېټ له لارې سوداګرو ته معرفي کېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند سمیر رسا وايي، دغه نندارتون د کورنيو توليداتو او محصولاتو د ودې او بازار موندنې په مقصد په کابل کې جوړ شوی.

نوموړي وویل چې، په دغه درې ورځني نندارتون کې يوولسو شرکتونو د غاليو، زعفرانو، لاسي صنايعو، د وچو او تازه ميوو، طبي بوټو، حبوباتو او سبو په ګډون خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي.

دوی وایي، هڅه کوي چې افغاني توکو لپاره مناسب بازار پیدا کړي.

دغه راز کورني توليدات او محصولات د زوم اپليکېشن له لارې په انلاين ډول څه د پاسه پنځوسو بهرنيو سوداګرو ته معرفي شول.

بدخشان کې د سیمه‌ییزو پولیسو یو قوماندان له ۱۰ سرتېرو سره ووژل شو

د افغانستان په عمومي نقشه کې بدخشان ولایت

د بدخشان ولایت په خاش ولسوالۍ کې د یو ماین چاودنې د سیمه‌ییزو پولیسو یو قوماندان له ۱۰ نورو سرتېرو سره وژلی دی.

د بدخشان د پولیسو ویاند ثناالله روحاني، نن ازادي راډیو ته وویل دا چاودنه تېره شپه یوه بجه شوې ده.

ښاغلی روحاني زیاتوي: "له بده مرغه قوماندان مزاري چې په خاش ولسوالۍ کې د سیمه‌ییزو پولیسو سرګروپ و، غوښتل‌یې د همکارو پولیسو مرستې ته ورشي چې په لاره کې پرې ايښودل شوی ماین چاودلی دی. خپله او ۱۰ تنه ملګري سرتېري یې وژل شوي دي."

د بدخشان د پولیسو ویاند زیاته کړې چې د طالبانو سره د حکومتي ځواکونو په نښته کې، د خاش لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال مولوي حمیدالله هم له خپلو دوو همکارانو سره وژل شوی دی.

د بدخشان د پولیسو په وینا اوس سیمه کې جګړه پای ته رسېدلې او طالبان په شا شوي دي.

وسله‌والو طالبانو لا په دې اړه تبصره نه‌ده کړې.

د کندهار محبس مدیر وسله‌وال برید کې ټپي شو

د افغانستان عمومي نقشه کې کندهار ولایت

د کندهار محبس مدیر پرون په یوه وسله‌وال برید کې سخت ټپي شوی دی.

د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې ناپېژانده کسانو پرون ماسپښین د کندهار ښار سیمان پله ته نږدې د سمونوال محمداګل مجاهد پر موټر ډزې وکړې.

د دې برید مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نه‌دی منلی.

هرات کې لسګونه هوټلونه، رستورانتونه او نور تفرېح‌ځایونه بند شول

د افغانستان عمومي نقشه کې هرات ولایت

په هرات کې چارواکو لسګونه هوټلونه، سالونونه، رستورانتونه، د اوبو ‌ډنډونه او نور تفرېح‌ځایونه د کرونا ویروس د سرایت د مخنیوي په مقصد بند کړي دي.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې دا ځایونه په هرات ښار کې د قرنطین له اصولو د سرغړونې په خاطر بند شوي دي.

ښاغلی فرهاد زیاتوي: "لسګونه تالارونه، هوټلونه، رستورانتونه او تفرېح‌ځایونه چې په هرات ښار کې یې فعالیت پیل کړی و، د کرونا ویروس د سرایت د مخنیوي او د ښاریانو د روغتیايي خوندیتوب په خاطر بند او لاک او مهر شول."

په هرات کې د کرونا پر ضد د مبارزې ولایتي کمېټې د پنجشنبې په ورځ پرېکړه وکړه چې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره ټول عمومي مکانونه باید بند شي.

د والي ویاند ښاغلي فرهاد یو ځل بیا د هرات پر اوسېدونکو غږ وکړ چې د مسؤلو چارواکو سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

کندهار کې چاودنې درې ملکي وګړي ټپیان کړل

د افغانستان په عمومي نقشه کې کندهار ولایت

د کندهار ولایت په میانشین ولسوالۍ کې د یوه ماین چاودنې درې ملکي وګړي ټپیان کړل.

د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې وايي چې پېښه پرون ماسپښین د میانشین ولسوالۍ په تناوچي سیمه کې هغه مهال وشوه چې د ملکي وګړو د سپرلۍ موټر د سړک د غاړې پر ماین برابر شو او په نتیجه کې له پنځو سورلیو درې تنه چې یو ماشوم هم په‌کې و، ټپیان شول.

په خبرپاڼه کې دا یادونه نه‌ده شوې چې دا ماین کومې ډلې ایښی و، خو ویل شوي دي چې په کندهار کې په تېرو درې ورځو کې دا د سړک د غاړې ماین د چاودنې درېیمه پېښه ده او قربانیان‌یې ټول عام وګړي دي.

طالبانو هم د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

'ایران کې د افغانانو د وژل کېدو په اړه څېړنې پیل شوي'

د افغانانو عامل موټر چې د ایران په یزد کې اور اخیستی.

په تهران کې افغان سفیر وايي، د افغانستان حکومت د ایران په یزد ښار کې د یوه موټر د سوځېدو په پېښه کې د یو شمېر افغانانو د مرګ‌ژوبلې او ورکېدو مسئله په جدي ډول تعقیبوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د لومړنیو راپورونو له مخې وايي چې په پېښه کې ۳ افغانان وژل شوي، ۴ ټپیان او یو شمېر نور تري تم دي.

افغان سفیر عبدالغفور لېوال چې د پېښې په اړه د تحقیقاتو په ترڅ کې تېره شپه یزد ښار ته رسېدلی، ازادي راډیو ته وویل چې د دوی تحقیقات پیل شوي دي او نتیجه به‌یې له بشپړېدو وروسته اعلان شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه ویلي چې د یزد ولایت سیاسي مرستیال احمد ترحمي بهابادي تأیید کړې ده چې د ایران پولیسو د افغانانو د سپرلۍ پر موټر ډزې کړې دي، خو وايي چې موټر د ګړندیتوب له کبله د اورګاډي د پټلۍ د څنګ له موانعو سره لګېدلی او اور یې اخیستی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغان سفیر به د افغانانو پر موټر د ایراني پولیسو د ډزو د دلایلو او د پېښې د عاملانو د عدلي تعقیب په اړه څېړنې وکړې او راپور به‌یې د بهرنیو چارو وزارت ته واستوي.

په فراه ولایت کې ۱۶ وسله‌وال طالبان په وسله‌واله نښته کې وژل شوي

ارشیف

د فراه ولایت امنیتي چارواکي وايي په وسله‌واله نښته کې ۱۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند محب‌الله محب نن جمعه ازادي راډیو ته وویل: "د دولت وسله‌والو مخالفانو چې ډېری یې د طالبانو د سرې قطعې غړي وو، تېره شپه شاوخوا یوه بجه غوښتل د مرکز په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډله‌ییز بریدونه وکړي. له نېکه مرغه د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواک په مرسته د طالبانو سنګرونه ویشتلي په نتیجه کې یې ۱۶ طالبان وژل شوي او ۵ تنه‌یې ټپیان شوي دي."

د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي په وژل شویو کې د طالبانو یو مهم قوماندان مولوي راز محمد هم شامل دی.

محب‌الله محب وايي په دغه نښته کې ملکیانو او امنیتي ځواکونو ته زیان نه‌دی اوښتی.

وسله‌والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي.

افغانستان کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر ۹۰۰ زیات کسان په کرونا اخته شوي

افغان-جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته کس

د افغانستان روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې په کرونا ویروس د ۹۱۵ نورو کسانو د اخته کېدو راپور ورکړل شوی دی.

دغه وزارت نن په یوه معلوماتي پاڼه کې ویلي، په دې موده کې ۹ کسان مړه شوي او ۱۷۸ تنه نور روغ شوي دي.

له دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر نږدې ۱۹،۰۰۰ ته رسېدلی دی. په افغانستان کې په ټوله کې له کرونا ویروس څخه ۱،۷۶۳ تنه روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت مرستیال ویاند توحید شکوهمند نن سهار ازادي راډیو ته وویل، په هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په زیاتېدو دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د کرونا ویروس ډېری مثبتې پېښې په کابل کې ثبت شوې دي.

راپورونه وايي په هرات ولایت کې هم د کرونا ویروس پېښې په زیاتېدو دي.

د دغه ولایت د روغتیا ریاست نن په یوه اعلامیه کې وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هرات کې د کرونا ویروس ۲۰۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

له دې سره په هرات کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۳،۴۰۰ زیات شوی دی.

په زابل کې تر ۱۰ زیات پولیس وژل شوي

د افغانستان نقشه کې زابل ولایت

د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې نن سهار د وسله‌والو طالبانو په کمین کې تر ۱۰ زیات پولیس وژل شوي دي.

د زابل د امنیه قوماندانۍ یوه امنیتي سرچینه چې نه‌غواړي نوم‌یې خپور شي ازادي راډيو ته په دغه پېښه کې د ۱۵ پولیسو د وژل کېدو خبر تأییدوي.

بل‌خوا د زابل د ولایتي شورا رئیس عطا جان حق‌بیان د وژل شویو پولیسو شمېر ۱۰ تنه یاد کړ او ویې‌ویل پولیسو غوښتل د سړک وضعیت وارزوي.

ښاغلی حق‌بیان زیاتوي: "هغوی د سړک د چک او امنیت لپاره راوتلي وو چې د طالبانو له کمین سره مخامخ شول، دوه هاموې موټرونه‌یې سوځول شوي او زموږ ۱۰ سرتېري شهیدان شوي دي."

حق‌بیان وايي په دغه پېښه کې وسله‌والو طالبانو ته هم تلفات رسېدلي، خو دقیق شمېر یې نه‌دی معلوم.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

امریکايي ځواکونه وايي پر طالبانو یې دوه هوايي حملې کړي

ارشیف

په افغانستان کې امریکايي ځواکونه وايي پر افغان قواوو یې د وسله‌والو طالبانو د تنظیم شویو حملو د شنډولو لپاره ۲ هوايي حملې کړې دي.

د امریکايي ځواکونو ویاند ساني لګېت نن په ټویټر کې لیکلي چې وسله‌والو طالبانو پرون غوښتل د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو حمله وکړي.

په بیان کې د پېښې د دقیق ځای او اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

د ښاغلي لګېت په خبره وسله‌وال طالبان باید د هغې موافقې له مخې چې له امریکا سره‌یې لاسلیک کړې، خپل تاوتریخوالی کم کړي او پرې دې ږدي چې د سولې پروسه پر مخ لاړه شي.

د امریکايي ځواکونو ویاند وايي دا د کوچني اختر په درېیو ورځو کې تر اوربند وروسته د طالبانو پر ضد د دوی لومړۍ هوايي حملې دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي په ایران کې د افغان کډوالو مرګ‌ژوبله څېړي

راپورونه وايي تر پېښې وروسته هغه موټر چې افغان وګړي په‌کې روان وو، اور اخیستی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي په ایران کې د ټرافیکي پېښې په نتیجه کې افغانانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې موضوع څېړل کېږي.

دغه وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ایران لپاره د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال د ایران په یزد کې د پېښې ځای ته روان شوی چې د ټپیانو د پوښتنې ترڅنګ د موضوع په اړه خپل تحقیقات پوره کړي.

په یزد کې وړمه ورځ په یوه ټرافیکي پېښه کې ۳ افغان وګړي مړه شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

راپورونه وايي تر پېښې وروسته هغه موټر چې افغان وګړي په‌کې روان وو، اور اخیستی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG