افغانستان
کابل کې د اورښت اوبو د مدیریت لپاره ۲۰ زره کارګر وګومارل شول
د کابل ښار د اورښت اوبو د مدیریت کولو لپاره ۲۰ زره کارګر په دندو وګمارل شول.
دا نوې پروژه د کابل ښار د سطحي اوبو د مدیریت، ښه چاپېریال رامنځته کولو، د ځمکې لاندې اوبو د کچې لوړولو او کاري بوختیا په ځانګړي ډول د قرنطین په ورځو کې د کابل ښار د واټونو د سر پلورونکو او کسبګرو ته په لاره اچول شوې.
د افغانستان جمهوري ریاست نن په یو بیان کې ویلي چې دغه پرېکړه د اقتصاد عالي شورا په ناسته کې وشوه.
د کابل ښار د اورښت اوبو مدیریت کولو پروژې مسؤلیت د ملي پراختیا شرکت ته سپارل شوی، خو مالي لګښتیې چې له ۱۲میلیاردو څخه ډېرې افغانۍ کېږي د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې له طریقه د دولت له اختیاري پراختیايي کوډ څخه ورکول کېږي.
په دې پروژه کې د ښار د سطحي اوبو د راړولو په موخه تر دې دمه له ۱۴۰،۷۰۰ څخه ډېرې وړې کندې کېندل شوي او د اوبو جذبولو او خوندي کولو ۱۷ کوچني بندونه تر کار لاندې دي چې یو کال به وخت ونیسي.
د دې پروژې په دوهم پړاو کې د شین چاپېریال او ځنګلونو د رامنځته کولو په موخه ۱۳ میلیونه نیالګیو کېنول په پام کې نیول شوي چې د پالنې او ساتنې په برخه کې بهیې زرګونه کسان په کار بوخت شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
کابل کې یو شیعه روحاني مشر په طالبانو نیوکه کوي
د افغانستان د شیعیانو یو روحاني مشر پرطالبانو نیوکه کوي او وايي چې: «د اسلامي امارت غوږونه کاڼه دي.»
ایتالله واعظزاده بهسودي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د اختر د لمانځه په خطبه کې وويل چې په وروستيو کلونو کې پر شيعه ګانو مذهبي او ټولنيز فشارونه زيات شوي دي.
بهسودي زیاتوي چې د شيعه علماوو ۲۰۰ مخيز ليک د طالبانو مشر ته لېږل شوی، خو تر اوسه بېځوابه پاتې دی، او د طالبانو لوړپوړي چارواکي هم له دوی سره ليدنې ته نه حاضرېږي.
هغه زیاتوي: «ملاقاتونه نه ترسره کېږي او ليکونو ته هم ځواب نه ورکول کېږي.»
هغه وايي چې دا یې وروستۍ غوښتنه ده، څو مذهبي فشارونه پای ته ورسېږي او د نجونو او ښځو د زده کړو زمينه برابره شي.
دغه ديني عالم پر طالبانو نيوکه کې وویل چې د علماوو درناوی نه کیږي او ځينې علماء احضارېږي.
دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته، په افغانستان کې د مذهبي ازاديو د محدوديتونو په اړه نيوکې زياتې شوې دي، او مذهبي اقليتونه، په ځانګړي ډول شيعه ګان، له لا زياتو فشارونو سره مخ دي.
طالبانو تر اوسه د ايتالله بهسودي د دغو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
مسکو د کابل او اسلام اباد د لانجې د حل لپاره لیوالتیا څرګندوي
د روسیې د امنیت شورا مرستیال منشي الیکسندر وینیډیکټوف ويلي مسکو دافغانستان او پاکستان دسرحدي وضعیت په حل کې علاقمندي لري او چمتو ده چې په دې برخه کې مرسته وکړي.
وینیډیکټوف د چهارشنبې په ورځ د روسې پلازمینه کې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ازاد سجاد خان ته ویلي :" موږ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سرحدي وضعیت عادي کېدو ته علاقمندي لرو، او هیله لرو چې دواړه خواوې به وکولای شي خبرې اترې بېرته پیل کړي او خپل اختلافات د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو حل کړي. که تاسو مناسب وګڼئ، موږ چمتو یو چې مرسته وکړو. "
د انترفکس خبري اژانس په رپوټ کې دا نه دي ویل شوي چې پاکستاني چارواکي ددغه وړاندیز په ځواب کې څه ویلي دي.
د افغانستان او پاکستان ترمینځ لارې او ګودرونه د اکتوبر میاشتې له نښتو راهیسې تړل شوي دي او سوداګري یو مخ بنده ده چې د دواړو هیوادونو ولسونو او سوداګرو ته یې لوی زیانونه ارولي دي.
سره لدې چې د وضعیت د حل لپاره په قطر، سعودي عربستان ، ترکیې او چین کې خبرې شوي خو تراوسه کومه ټاکلې نتیجه نه ده ورکړې.
افغاني سره میاشت زرګونو کورنیو ته د قرباني د غوښې د ویش خبر ورکوي
افغاني سره میاشت کابل ، پروان او میدان ورګ ولایتونو کې زرګونو اړمنو کورنیو ته د قرباني د غوښې د ویش خبر ورکوي.
افغاني سرې میاشتې ټولنې د پنجشنبې په خبرپاڼه کې وویل چې دقرباني ۱۱ ټڼه غوښه پر ۲۲۰۰ اړمنو کورنیو ویشل شوې.
خبر زیاتوي چې دغه غوښه د ترکیې د سرې میاشتې لخوا چمتو شوې وه او هرې کورنۍ ته ۵ کیلو غوښه ورکړل شوې.
کابل کې ۶۰۰ کورنیو ، پروان کې ۸۰۰ کورنیو او میدان وردګ کې هم ۸۰۰ کورنیو ته د لوی اختر په مناسبت دغه خوراکي مرسته ویشل شوې ده.
روسي رسنۍ د افغانستان او روسیې ترمینځ د پوځي تخنیکي همکاریو په برخه کې د یوه تړون د لاسلیک کیدو خبر ورکوي
روسي رسنۍ د افغانستان او روسیې ترمینځ د پوځي تخنیکي همکاریو په برخه کې د یوه تړون د لاسلیک کیدو خبر ورکوي.
د روسې د انترفاکس خبري آژانس د راپورله مخې د دواړو لورو ترمینځ دغه سند د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې د نړیوال امنیتي فورم په څنډه کې لاسلیک شو. په دې اړه نورجزیات ندي ورکړل شوي خو دغه تړون داسې مهال لاسلیک کیږي چې د طالبانو د حکومت دفاع وزیرملا محمد یعقوب مجاهد، د مسکو د نړیوال امنیتي کنفرانس په څنډه کې د روسیې فدراسیون د امنیت شورا له منشي سرګې شویګو سره کتنه ترسره کړه. د طالبانو دفاع وزارت پرخپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې په دې کتنه کې د دواړو خواوو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو او نورو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وشوه. دا لومړی ځل دی چې د طالبانو دفاع وزیر د نړیوال امنیتي فورم کې د ګډون لپاره مسکو ته ځي. روسیه یواځینې هیواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پیژندلی.
ډبلیو ایف پي په افغانستان کې د پولیو د یوې نوې مثبتې پیښې خبر ورکوي
د روغتیا نړیوال سازمان WHO په افغانستان کې د پولیو وایروس د یوې نوې مثبتې پېښې د ثبتیدو خبر ورکوي چې په دې هېواد کې د پولیو د دوامداره خپرېدو په اړه اندېښنې زیاتوي.
د روغتیا نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور ویلي چې دغه نوې پېښه د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې ثبت شوې او په ماشوم کې یې د ناروغۍ نښې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۲مه څرګندې شوې وې.
د راپورله مخې د روان ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې په افغانستان کې د پولیو د څلورو مثبتو پېښو راپور ورکړل شوی دی.
همدارنګه ویل شوي چې روانه اوونۍ په افغانستان کې د پولیو وایروس د یوولس نویو مثبتو چاپېریالي پیښو راپور ورکړل شوی چې دا په بېلابېلو ولایتونو کې د وایروس د دوامداره ګرځېدو ښکارندویي کوي.
افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې پکې د وحشي پولیو وایروس لېږد په بشپړه توګه ندی کنټرول شوی.
روغتیايي کارپوهان خبرداری ورکوي چې دوامداره بېځایه کېدل، په ځینو سیمو کې روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی او د واکسینونو په اړه ناسم معلومات لا هم په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو هڅې له ستونزو سره مخ کوي.
پولیویا ګوزڼ ساري ناروغي ده چې درملنه نه لري او یوازې واکسین یې مخه نیولی شي.
اروپا ته د طالبانو د پلاوي د احتمالي سفر په وړاندې د بشري حقونو د نړیوال فدراسیون مخالفت
د بشري حقونو نړیوال فدراسیون (FIDH) د افغان اود نړیوالو بشري حقونو له څه باندې اتیا سازمانونو سره په یوه پرانیستي لیک کې بروکسل ته د طالبانو د احتمالي سفر په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړي.
دې فدراسیون د چهارشنبې په ورځ (۶ د جوزا) په یوه پرانیستي لیک کې ویلي: "موږ، د ملي او نړیوالې مدني ټولنې سازمانونه او د بشري حقونو مدافعان، د هغو راپورونو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوو چې وایي د ۲۰۲۶ کال په جون میاشت کې به د طالبانو استازي بروکسل ته رسمي سفر وکړي."
په لیک کې ویل شوي چې طالبان د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي، ځکه چې دوی له کورني دیموکراتیک مشروعیت څخه بې برخې دي.
د فرانسپرس خبري اژانس د ثور په میاشت کې د سرچینو له قوله راپور ورکړی و چې د طالبانو حکومتي چارواکي به په راتلونکو اوونیو کې بروکسل ته سفر وکړي، څو له اروپايي ټولنې سره د ځینو افغان کډوالو د ایستلو په اړه خبرې وکړي.
یونیسف د طالبانو "د زوجینو د تفریق اصول نامې" په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د طالبانو د حکومت له خوا د "د زوجینو د بېلتون اصول نامې" په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
د دې ادارې اجراییه رییسې کاترین رسل د چهارشنبې په ورځ د جوزا په ۶ په ایکسپاڼه کې ولیکل: "هر هغه قانون که داسې مواد ولري چې ښیي د ماشومانو ودونو ته اجازه ورکوي یا د نجلۍ چوپتیا د رضایت په توګه تفسیر کوي، د منلو وړ نه دی."
د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي هم د " زوجینو د جلا کیدو اصول نامې" د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.
هغه د سه شنبې په ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي چې دا اصول نامه د طالبانو له خوا یو بل "ظالمانه اقدام" دی.
ښاغلي لینډسي زیاته کړې چې د افغانستان ښځې او نجونې په ټول ژوند کې د برابرۍ مستحقې دي.
د " زوجینو د بېلتون اصول نامه" د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخندزاده له خوا له توشیح وروسته د ثور په ۲۴مه په رسمي جریده کې خپره شوه.
تر دې مخکې له سلو څخه زیاتو ډلو او سازمانونو، چې ډېری یې د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو مدافعان دي، د دې اصول نامې د سمدستي او بې قید و شرط لغوه کېدو غوښتنه کړې ده. دغه لارښود په ځینو مواردو کې د ماشومانو نکاح "سمه" ګڼي.
راشد خان به د هند په وړاندې ټیسټ لوبه کې ګډون ونکړي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ستوری سپین بالر راشد خان به راتلونکې میاشت له هند سره په یوازینۍ ټېسټ لوبه کې ونه لوبېږي، خو د درې یو ورځنیو لوبو (ODI) لړۍ لپاره په لوبډله کې شامل دی.
۲۷ کلن راشد خان ته سپارښتنه شوې چې د خپل کاري فشار د مدیریت لپاره د اوږدې بڼې (ټېسټ) کرکټ ځکه کم کړي چې د شل اوریزو بېلابېلو سوداګریزو لیګونو کې هم لوبېږي.
مصدوم شوی اوپنر ابراهیم زدران هم ټېسټ لوبه کې ګډون نه شي کولی. دغه ټېسټ لوبه د جون له ۶مې تر ۱۰مې نېټې پورې د هند په نیو چندیګړ کې ترسره کیږي.
حشمت الله شهیدي به د ټېسټ لوبډلې او همدارنګه د درې یو ورځنیو نړیوالو لوبو مشري کوي.
رحمن الله زدران، بلال سمیع او ننګیالی خروټی د لومړي ځل لپاره د ټیست لوبې لپاره غوره شوي دي.
لیګ سپینر قیس احمد هم بیرته لوبډلې ته ستون شوی دی.
افغانستان له ۲۰۱۷ کال راهیسې چې د ټېسټ لوبو رسمي حیثیت ترلاسه کړی، تر اوسه یې یوازې یوه ټېسټ لوبه له هند سره کړې چې هغه په ۲۰۱۸ کال کې وه.
حامد کرزی یوځل بیا د نجونو په مخ د ښونځیو د پرانیستلو هیله څرګندوي
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د لوی اختر په مناسبت خپل پیغام کې یوځل بیا هیله څرګنده کړې چې د شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې "ژرترژه "پرانیستل شي او میرمنو او روزلو کدرونو ته د کار او چارو کې د شمولیت زمینه برابره شي.
حامد کرزي پر خپله ایکسپاڼه لیکلي پیغام کې د هیواد ابادي ، ترقي او هوساینه، تعلیم او دې پورې تړلې چې "هر هیوادوال خپل وطن کې د خاوندتوب احساس وکړي".
طالبانو د ۲۰۲۱ کال اګست میاشت کې واک ته له ستنیدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونو او ښځو په مخ د ښونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلي دي اوله بهرنیو او کورنیو فشارونو سره سره یې په دغې پالیسۍ کې د بدلون کومه نښه تراوسه نه لیدل کیږي.
ملګري ملتونه وايي افغانستان کې دا مهال ۱.۴ میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې دي او که پر زده کړو دا بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، له ۴ میلیونو زیاتې نجونې به له زده کړو بې برخې شي.
له لوی اختر سره د کانګو ناروغۍ ته اندیښنې
چهارشنبه په افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده. یوشمیر روغتیایي متخصصانو د څارویو د قرباني پرمهال د کانګو تبي د ناروغۍ د احتمالي زیاتیدو خبرداری ورکړی دی.
د کابل په انتاني روغتون کې متخصص ډاکټر فرید عمري ازادي راډیو ته وویل چې د څارویو د قرباني پرمهال باید خلک دستکش ولري، عینکي په سترګو کړي او داسې بوټان په پښو کړي لکه موزې چې د څاروي له ویني سره په تماس کې نه شي. ډاکټر عمري زیاته کړه چې څاروي باید په داسې ځایونو کې حلال شي چې هلته دستي وینه ووینځل شي او د څاروي له ذبح کیدو وروسته غوښه سمه پخه شي چې میکروب یې له منځه ولاړ شي.
د طالبانو د عامه روغتیا وزارت د شمیرو له مخې روان میلادي کال د کانګو تبې پېښې د پروسږکال په پرتله زیاتې شوې دي. تیر میلادي کال په افغانستان کې د کانګو تبې ناروغۍ له امله دوه نوي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.