نړۍ
پاکستان کې د اورګاډي خدمات بېرته پیل شوي
پاکستان نن د اورګاډي خدمات په هغه هېواد کې له سره پیل کړل.
د کرونا ویروس له خپرېدو سره د پاکستان د اورګاډي ټولې کرښې له شاوخوا دوو میاشتو راهیسي غیرفعاله وې.
د پاکستان په سند ایالت کې د اورګاډي د پټلۍ ادارې سرپرست ارشاد خټک نن اسوشیتدپرس خبري آژانس ته ویلي چې یوازي په کراچۍ ښار کې شاوخوا دېرش اورګاډي خدمات بېرته پیلوي.
نوموړي زیاته کړه چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د مقرراتو رعایت جبري دي.
هغه زیاته کړه: "د ټولو مسافرینو او کارکوونکو لپاره به د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف ټول تدابیر لکه پاک کاري، ضد عفوني کول، د ماسکونو اغوستل او داسې نور په جدي ډول تعقیب شي."
د پاکستان د روغتیا وزارت د راپور له مخې تر اوسه په هغه هېواد کې نژدې ۴۶ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.
پاکستان تیره اوونۍ پر کسب او کارونو د محدودیت د کمولو خبر ورکړ خو ظاهراً په هغه هېواد کې قرنطین په جدي ډول نه دی مراعات شوی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام نیمهپایلوبه؛ د فرانسه او اسپانیه مخامخ کېږي
د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام د نیمهپایلوبې په لومړۍ سیالۍ کې نن شپه د فرانسې او اسپانیې ملي لوبډلې سره مخامخ کېږي.
دغه لوبه د افغانستان پر وخت د شپې په ۱۱:۳۰ بجو پیلېږي.
فرانسه او اسپانیه په اروپا کې له پخوانیو او سختو سیالانو څخه ګڼل کېږي، خو د دواړو ترمنځ په مخامخ لوبو کې د اسپانیې د بریاوو شمېر تر فرانسې ډېر دی.
فرانسې نیمهپایلوبې ته د رسېدو لپاره په کوارټر فاینل کې مراکش ته ماتې ورکړه او اسپانیې هم بلجیم ته په ماتې ورکولو سره نیمه پایلوبې ته لار وموندله.
د نیمهپایلوبې دوهمه سیالي به د چهارشنبې په شپه ترسره شي چې پهکې د نړۍ اتله لوبډله ارجنټاین له انګلستان سره مخامخ کېږي.
انګلستان په کوارټر فاینل کې ناروې ته ماتې ورکړه او ارجنټاین هم سویس ته په ماتې ورکولو نیمهپایلوبې ته لاره پیدا کړه، څو دواړه لوبډلې د پایلوبې لپاره سیالي وکړي.
ایران وايي که واشنګټن د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خپلې ژمنې درناوی نه کوي، تهران هم پر شوې هوکړې عمل نه کوي
ایران د دوشنبې په ورځ وویل چې که واشنګټن د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلو ژمنو ته درناوی ونه کړي، نو تهران به نور له متحده ایالاتو سره لاسلیک شوی تفاهم لیک مراعت نه کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي په تهران کې یوې خبري غونډې ته وویل: "هر ځل چې بل لوري خپلې ژمنې نه دي پوره کړې، موږ هم خپلې ژمنې نه دي عملي کړې. موږ به همدې دریځ ته دوام ورکړو."
بقایي دا څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستیو شخړو ته په اشاره وکړې. هغه همدارنګه وویل چې ایران هڅه کوي چې په هرمزتنګي کې د یوه ګډ میکانیزم د رامنځته کولو لپاره له عمان سره یوې هوکړې ته ورسیږي خو پرهغه هیواد د امریکا فشارونه د دغو هڅو مخه ډب کړې ده. د دغسې یوه میکانیزم د رامنځته کولو لپاره د هڅو په ترڅ کې د ایران د بهرنیو چارو وزیرعباس عراقچي د جولای په ۱۱ عمان ته تللی او د هغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیرسره یې د دې او د سیمې پروضعیت خبرې وکړې.
د ایران او امریکا ترمنځ د کړکیچ له زیاتیدو سره د تیلو بیې هم لوړې شوې
د امریکا او ایران ترمنځ د شخړو د بیا پیل او د دواړو لورو ترمنځ د کمزورې اوربند د راتلونکې په اړه د اندېښنو د زیاتېدو له امله د دوشنبې په ورځ د تېلو بیې څه باندې څلور سلنه لوړې شوې.
د امریکا د اومه تېلو بیه ۴،۳ سلنه لوړه شوه او د هربیرل بیه یې ۷۴ ډالرو او ۴۹ سېنټو ته ورسېده. د برېنټ اومه تېلو بیه هم ۴،۲ سلنه لوړه شوه او د هر بیرل بیه ۷۹ ډالره او ۲۱ سېنټو ته ورسیده.
د تیلو بیې وروسته له هغې لوړې شوې چې د امریکا پوځ د ایران په جنوب کې پر ځینو هدفونو تازه بریدونه وکړل او ایران په هرمز تنګي کې پر یوې سوداګریزې بېړۍ برید وکړ. د ایران د سپاه پاسداران اعلان کړی چې د هرمز تنګی به تر بلې خبرتیا پورې تړلی پاتې شي، خو د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ ویلي چې دغه سمندري لار د هغوکشتیو لپاره پرانیستې ده چې غواړي په قانوني ډول تګ راتګ وکړي.
د ټایلنډ په یوه کلپ کې د اورلګیدنې له امله لږترلږه ۲۷ کسان مړه او شاوخوا ۶۰ نورټپیان شوي
د ټایلنډ د بنکاک ښار په یوه کلپ کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه او تر ۶۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. اور د یکشنبې شپې ناوخته هغه مهال ولګېد چې کلپ له خلکو ډک و. عیني شاهدانو ویلي، لومړی د کلپ دننه لوګي راپورته شول او بیا د چاودنې غږ واورېدل شوچې وروسته ودانۍ په چټکۍ سره له لوګیو ډکه شوه. د لومړنیو معلوماتو له مخې، د ډېرو قربانیانو مړي د کلپ په تشنابونو کې موندل شوي چې هلته بند پاتې شوي وو. ودانۍ د اور له امله په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده. چارواکي د پېښې د لامل او د اور خوندیتوب د مقرراتو د مراعات کېدو په اړه پلټنې کوي.
امریکا پرایران نوي بریدونه وکړل؛ ایران هم په ځواب کې په سیمه کې امریکایي هدفونه په نښه کړي
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ سینټکام وایي چې نن دوشنبې سهاروختي یې پر ایران نور بریدونه وکړل، ترڅو په هرمزتنګي کې په ازاد ډول د سوداګریزو کشتیو او ملکي کارکونکو پرتګ راتګ د دې هیواد د بریدونو وړتیاوې نورې هم کمې کړي.
سینټکام په یوه اعلامیه کې وویل: "اعلیٰ سرقوماندان (چې اشاره یې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ده) د دغو بریدونو امر کړی، څو ایراني ځواکونه د خپلو کړنو په وړاندې حساب ورکوونکي وګرځول شي."
د سینټکام په اعلامیه کې د بریدونو نور جزئیات نه دي ورکړل شوي او دا هم نه دي ویل شوي چې آیا دغه عملیات چې نن سهاروختي ترسره شول لاهم د خلیج په سیمه کې روان وو که نه.
په عین حال کې ایراني رسنیو د بندرعباس، سیرک او بوشهرولایت په ګډون هرمز تنګي ته نژدې یوشمیرسیمو کې د چاودنو راپورونه ورکړي دي.
د امریکا د خلیج عربي متحدینو هم راپور ورکړ چې د امریکا د بریدونو په غبرګون کې د ایران له لوري پرې توغندي توغول شوي دي. سپاه پاسداران ویلي چې په بحرین کې یې د امریکا پوځي اډه په نښه کړي دي. کویټ هم ویلي چې ځواکونه یې په هوایي حریم کې د دښمن د توغندیو د شنډولو عملیات مخ ته وړي.
د فوټبال د نړیوال جام نیمه پایلوبه کې د فرانسې او هسپانیې سیالي
د فوټبال د نړیوال جام په نیمه پایلوبو کې فرانسه له هسپانیې او انګلستان له ارجنتاین سره لوبیږي.
په لومړۍ نیمه پایلوبه کې به سه شنبه ماخوستن فرانسه له هسپانیې سره مخ شي.
د دوی لوبه د افغانستان په وخت د شپې یوولس نیمې پيلیږي.
فرانسه او هسپانیه په اروپا کې له دوو سرسختو سیالو ټيمونو ګڼل کېږي خو د هسپانیې د بریاوو شمېر ترې زیات دی.
دواړه ټیمونه ګڼ ستوري لوبغاړي لري له هغې ډلې فرانسه کې کیلیان امباپه او عثمان دمبله او په هسپانیې کې لامین یامال او مایکل اوریازابل د یادولو دي.
فرانسې په منځلوبو کې مراکش او هسپانیې هم بلجیم ته ماته ورکړې وه.
په دویمه نیمه پایلوبه کې د چهارشنبې په ماخوستن د نړۍ مدافع اتل ارجنتاین له انګلستان سره مخ دی.
انګلستان په منځلوبو کې ناروې له مخې لرې کړه او ارجنتاین هم سویس ته ماته ورکړې وه څو په دویمه نیمه پایلوبه کې له یو بل سره مخ شي.
د قطر پخوانی امیر ومړ او جنازه یې یکشنبه ماښام وشوه
د قطر د پخواني امیر شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني د جنازې مراسم د یکشنبې په ماښام ترسره شول.
شیخ حمد د یکشنبې په ورځ په ۷۴ کلنۍ کې ومړ.
د هغه د مړینې په سبب په قطر کې څلور ورځې ملي ماتم اعلان شوی او ټولې ادارې تړلې دي.
شیخ حمد په ۱۹۹۵ کال کې د یوې کودتا له لارې واک ترلاسه او قطر یې په نړۍ کې د طبیعي ګازو په یوه لوی صادروونکي هېواد بدل کړ.
د نړۍ او سیمې ګڼو هېوادونو د هغه په مړینې خواشیني ښوولې.
د افغانستان پخواني جمهور رییس حامدکرزي په دې اړه په یوه بیان کې ویلي چې د شیخ حمد په دوره کې قطر له افغانستان سره دوستانه اړیکې وپاللې او له افغانستان سره یې د پام وړ مرستې وکړې.
د طالبانو حکومت هم د قطر د پخواني امیر په مړینې خواشیني ښوولې.
شیخ حمد آل ثاني په ۲۰۱۳ کال کې واک خپل زوی شیخ تمیم بن حمد آل ثاني ته پرېښود.
په جرمني کې تېره میاشت ۹۹ کسان ډوب او مړه شوي
په جرمني کې تېر یوه میاشت ۹۹ کسان په رودونو او سیندونو کې ډوب او مړه شوي.
د جرمني د ژوند ژغورنې فدراسیون د یکشنبې په ورځ په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړې.
د اعلامیې په اساس چې اکثر ډوب شوي کسان نارینه و.
په جرمني کې د یوې میاشتې په لړ کې د ۹۹ کسانو ډوبېدل او مړینه له ۲۰۰۳ کال راهیسې لوړه شمېره ګڼل کېږي.
اکثرو خلکو د سختې ګرمۍ په سبب د لمبا په هدف ځانونه سیندونو او رودونو ته اچولي و خو ډوب شوي او بېرته ژوندي نه دي راوتلي.
ځینې ځوانان بیا د الکولو یا نورو مخدره موادو له کارولو وروسته ځانونه اوبو ته اچولي.
جرمني کې تېره جون میاشت د هوا تودوخه د سانتي ګراد په کچه تر ۴۱ درجو اوښتې وه.
ټرمپ وايي په ایران یې سخت بریدونه وکړل
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل چې متحده ایالاتو په هرمز تنګي کې په کښتیو باندې د وروستیو حملو په غبرګون په ایران سخت ګوزارونه کړي.
هغه له سي ان ان سره په یوه تلیفوني مرکه کې ویلي چې "موږ پرون شپه دوی سخت ووهل."
هغه دا هم وویل چې متحده ایالات او ایران د شنبې په ورځ "یوې موافقې ته ډېر نږدې وو".
د متحده ایالاتو پوځ ویلي چې دوی په هرمز تنګي کې په یوې باروړونکې کښتۍ د سپاه پاسداران د شنبې ورځې د برید په غبرګون د ایران لږ تر لږه ۱۴۰ پوځي اهداف په نښه کړل.
په ورته وخت کې، د هرمز تنګي د وضعیت په اړه متضاد راپورونه ورکول کېږي.
د دغه تنګي په اړه د ایران څارونکې ادارې ویلي چې "کښتیو ته اجازه نشته چې دا مهال له لارې تیرې شي،" مګر د امریکا ولسمشر سي ان ان ته وویل چې "زموږ له نظره تنګی خلاص دی."
د امریکا مرکزي قومندانۍ (سینټکام) هم اعلان وکړ چې دا مهم تنګی خلاص دی او ایران هیڅ کنټرول نه پرې لري.
د امریکا مشهور سیاستوال او د کانګرس غړی لینډسي ګراهام ومړ.
د امریکا مشهور سیاستوال او د کانګرس جمهوري غوښتونکی غړی لینډسي ګراهام پرون ماښام د ۷۱کالونو په عمر ومړ.
د هغه د رسنیو دفتر نن یکشنبې د یو بیان په خپرولو سره ویلي،" ګراهام پرون ماښام د یوې لنډې او ناڅاپي ناروغۍ له کبله ومړ".
ګراهام د امریکا په بهرني سیاست کې اغیزمن کس و چې د افغانستان په مسایلو کې يې فعاله ونډه درلوده.
هغه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتو له پریکړې سره مخالف و او په ځلونو يې د دغو ځواکونو د وتلو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی و.
هغه د ایران کلک مخالف او د ټرمپ له نژدې کسانو څخه و.