د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۴

ولې یو شمېر کسان په فېس‌بوک کې د مخورو ښځو په نوم جعلي اکونټونه جوړوي؟


ارشیف
ارشیف

د 'نیمې نړۍ' خپرونه کې به واورئ چې ولې یو شمېر کسان په فېس‌بوک کې جعلي اکونټونه د مخورو ښځو په نوم جوړوي.

د مطبوعاتو د قانون له مخې هر څوک کولای شي چې ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی ولري په خاصه توګه په فېس‌بوک کې اکونټ جوړول یو ساده او معمولي کار دی چې د هر وګړی کولای شي ځان ته اکونټ ولري، خو ځیني کسان بیا د مخورو ښځو په نومونو او عکسونو جعلي اکونټونه جوړوي.

  • کله کله بیا دغه جعلي اکونټونه ښځو ته په سر خوږي اوړي، خو دا معلومه نه‌ده چې ولې یو شمېر کساه په دغه کار لاس پورې کوي؟
  • کوم کسان چې د ښځو په وړاندې د ناڅرګند دلیل له مخې تاوتریخوالی او عقدیي برخورد کوي دوی د رواني پلوه په کوم روحي حالت کې وي؟
  • کوم کسان چې د ښځو په نوم جعلي اکونټ جوړوي او د هغې د فکر خلاف څرګندونې خپروي د قانون له مخې په کوم ډول سزا محکومېږي؟

دا هغه پوښتنې دي چې په دې خپرونه کې به ځواب شي.

دا خپرونه وږمې جبارخېل جوړه کړې ده او تاسو یې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:34 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG