د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۹

ننګرهار کې د سیمه‌ییزو پولیسو د یوه قوماندان جنازه کې انتحاري حمله شوې

د ننګرهار د والي ویاند ازادي راډيو ته وویل چې چاودنه نن شااوخوا ۱۱ بجې د سیمه‌ییزو پولیسو د یوه قوماندان شېخ اکرم د جنازې په مراسمو کې شوې.

د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د جنازې په مراسمو کې انتحاري حمله وشوه.

د ننګرهار د والي ویاند ازادي راډيو ته وویل چې حمله نن شااوخوا ۱۱ بجې د سیمه‌ییزو پولیسو د یوه قوماندان شېخ اکرم د جنازې په مراسمو کې شوې.

ښاغلی خوګیاڼی وایي چې چاودنې ۴۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې، خو دا چې څو تنه وژل شوي او څو یې ټپیان دي، تر دې دمه کره معلومات په لاس کې نه‌لري.

د سیمې یو شمېر سرچینو ازادي راډيو ته وویل چې د جنازې په مراسمو کې په ولسي جرګه او ولایتي شورا کې د ننګرهار د خلکو استازو هم ګډون کړی و چې په خبره‌یې، له دې ډلې د ولسي جرګې غړی نور اغا ملکزی او د هغه زوی ټپیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو په دغې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

شېخ اکرم د ښېوې ولسوالۍ د سیمه‌ییزو پولیسو قوماندان و چې تېره شپه په ننګرهار کې د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.

۱۴:۵۱ ۲۳.۲.۱۳۹۹

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، کوز کونړ ولسوالۍ کې د جنازې په مراسمو کې د رامنځته شوې پېښې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۴ او ټپیان ۶۸ تنو ته ورسېد.

۱۴:۳۵ ۲۳.۲.۱۳۹۹

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي شېبه مخکې ازادي راډیو ته وویل، کوز کونړ یا ښېوې ولسوالۍ کې د جنازې په مراسمو کې د رامنځته شوې پېښې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۱ او ټپیان شمېر ۵۵ تنو ته ورسېد.

ښاغلی خوګیاڼی وایي چې په وژل شویو کې د ننګرهار د ولایتي شورا غړی عبدالله لالاخان ملکزی او په ټپیانو کې د ولسي جرګې غړی نوراغا ملکزی شامل دي.

عبدالله ملکزی د نوراغا ملکزي زوی دی.

د ننګرهار د عامې روعتیا مسؤلینو ازادي راډيو ته په خپلو خبرو کې وایي چې د دغې پېښې جزیات لا تراوسه وروستي نه دي او کېدای چې تغییر ومومي.

د ننګرهار د روغتیایي مسؤلینو په باور، د وروړل شویو ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د یادونې وړ ده چې نن له غرمې وړاندې نېږدې ۱۱بجې د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو د یوه قوماندان شېخ اکرم د جنازې په مراسمو کې چاودنه وشوه چې د چارواکو ځانمرګی برید بللی دی.

قوماندان شېخ اکرم تېره شپه د زړه د ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه وکړی و.

د سرچینو په حواله، د جنازې په مراسمو کې په ولسي جرګه او ولایتي شورا کې د ننګرهار د خلکو د استازو په ګډون سلګونو کسانو برخه اخیستې وه.

وسله والو طالبانو په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي او دا پېښه یې غندلې ده.

ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي، رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې د ښېوې په ننني برید کې د دغې ډلې لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې دا ډله داسې کړنې نه ترسره کوي.

تر اوسه چا د دې ډلې مسؤلیت نه دی منلی.

۱۳:۴۰ ۲۳.۲.۱۳۹۹

د ننګرهار کوز کونړ ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو د قومندان شېخ اکرم د جنازې په مراسمو کې د شوي انتحاري حملې له امله ۱۵ تنه وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې په وژل شويو کې د ننګرهار د ولایتي شورا وکیل عبدالله چې په لالا خان مشهور هم شامل دی.

دی وايي دغه شان په ټپیانو کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازی قیس نور اغا ملکزی هم شامل دی.

نور اغا ملکزی او لالا خان پلار او زوی دي.

دا انتحاري نن ۱۱ بجې د ننګرهار د کوز کونړ ښېوې ولسوالۍ کې د دې ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو د قومندان شېخ اکرم د جنازې په مراسمو کې وشوه.

شېخ اکرم تېره شپه د زړه د ناروغۍ له امله مړ شوی وو.

طالبانو په پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG