د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

هېواد: د ترهګرۍ ځالو له‌منځه وړلو پرته، سوله ناشونې ده!


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو د عبدالله او غني ترمنځ په سیاسي جوړجاړي، د سولې د روانو هڅو او کرونا ویروس په جدیت لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې لیکلي، ویل کېږي چې د عبدالله او غني ترمنځ د توافق مراسمو ته تیاری نیول شوی دی او یوه دوو ورځو کې یې د جوړېدو امکان شته.

خو سرمقاله لیکونکي پوښتنه کړې چې دغه توافق به ولس ته څه ورکړي؟ ټولې نښې نښانې همداسې دي چې پخوانۍ سناریو په لږ شکلي بدلون سره تکرار شي او په وینا یې که داسې وشي دا به له ولس سره، له ولسواکۍ سره او زموږ له راتلونکو نسلونو سره یوه تاریخي جفا وي ځکه د سرمقاله لیکونکي په اند د یوه داسې فاسد نظام بنسټ ایښودل کېږي چې په نړۍ کې ساری نه‌لري.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د دې نظام تر ټولو ناوړه اړخ دا دی چې عملاً به د ولس په رایه او اراده ملنډې وهل کېږي او د ډیموکراسۍ یوه مسخره ظاهري تشریفاتي بڼه به پاتې وي او هر څه به د بهرنیانو او د هغوی د اردلیانو په لاس کې وي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، که د سیمې او نړۍ په کچه داسې ژور سیاسي او پوځي بدلونونه راروان وي چې موږ یې تر اوسه اټکل نه‌شو کولای، خو امریکا او د سیمې او نړۍ لوی هېوادونه‌یې ویني هغه بېله خبره ده، خو ظاهري اسبابو او شرایطو ته په پام تر اوسه همدومره ویلی شو چې الله دې په (ټول‌شموله) کې د هېواد سالمیت ته خیر پېښ کړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، د ترهګرۍ ځالو له‌منځه وړلو پرته، سوله ناشونې ده!

وړاندې راغلي، په افغانستان کې يوازې له طالبانو سره د امريکا د دوه اړخيزو خبرو او له هغوی سره د تړون پر بنسټ سوله نه‌شي راتلی، موږ وليدل چې دا هر څه له دې سره سره ناممکن شول، لامل‌يې هم روښانه دی، هغه په افغانستان کې د يو شمېر ګاونډيانو او سيمې لاسوهنې دي، دغه هېوادونه په افغانستان کې له جګړې پرته بل څه نه‌غواړي.

سرمقاله کې راغلي، اوس چې په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره د امريکا ځانګړي استازي تازه پاکستان او هند ته سفر کړی او له هنده‌يې غوښتي چې له طالبانو سره په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره خبرې وکړي، دا د پاکستان لپاره تر ټولو سخته مسئله ده، ځکه پاکستان په افغانستان کې د هند د رول مخالفت کوي، خو هندوستان بيا په سيمه کې د افغانستان يوازنی دوست دی او له افغانستان سره ستراتېژيک تړون لري.

هېواد ورځپاڼې لیکلي، بل لوري ته روسيې هم پر طالبانو ستره پانګونه کړې او ايران هم موخې لري او له امريکا سره په دښمنۍ کې د ترهګرۍ او طالبانو ملاتړ کوي!

په دغه‌راز حالت کې د سولې راوستو لپاره د امريکا اوسنۍ هڅې کومه ګټه نه‌لري، که امريکا او نړيواله ټولنه په افغانستان کې سوله غواړي، نو په سيمه کې دې د ترهګرۍ ځالې له‌منځه يوسي.

  • هشت صبح

او هشت صبح ورځپاڼه په هېواد کې د ګرځ‌بندیز ماتېدو په تړاو لیکنه کړې ده.

وړاندې راغلي، د هېواد په اکثرو ښارونو کې لیدل کېږي چې حکومت ګرځ‌بندیز له‌منځه وړی او یوازې په کابل کې څه نا څه دا ګرځ‌بندیز پاتې دی.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د ګرځ‌بندیز له‌منځه وړل د کرونا ویروس پېښې لا زیاتې کړي.

ورځپاڼه لیکي، له دې ښکاري چې حکومت د خلکو د اقتصادي فشار لپاره بله لار نه‌لرله او اکثره افغانان هم د دې ویروس په تړاو لار ښوونې جدي نه‌نیسي او ډېری دغه ویروس دروغ ګڼي.

خو سرمقاله لیکونکي د عامې روغتیا وزارت خبرداري ته په اشارې لیکلي، که چېرې افغانستان کې د دې ناروغۍ پېښې نورې هم زیاتې شي حکومت به د مدیریت توان ونه‌لري.

XS
SM
MD
LG