د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

هشت صبح: په معترضینو د دولتي ځواکونو ډزې د یو ولسواک نظام د شعار خلاف عمل دی


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د بېلابېلو مسایلو په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، د ایراني پوله‌ساتو ځواکونو له لوري د کارګرو ځوانانو وژل یو نه‌بخښونکی جنایت دی او لیکلي د دغې پېښې د څېړلو لپاره افغان حکومت ۱۰ کسیزه پلاوی ټاکلی څو د ایراني ځواکونو له‌خوا د ګڼو افغان کډوالو د قتل او بیا یې د هریرود سیند ته د اچولو زړه بوګنوونکې پېښه وڅېړي.

په سرمقاله کې راغلي، تر اوسه د ۱۸ افغان کډوالو مړي موندل شوي ۶ کډوال ورک دي او نور ژوندي پاتې شوي چې د مړو شویو پر بدن د تاوتریخوالي او شکنجې نښې شته.

خو سرمقاله لیکونکي ټینګار کړی، که ایراني ځواکونو د افغانستان په خاوره کې دا جنایت کړی وي، نو دا بیا بله سرغړونه او د افغانستان پر خاوره او ولس تېری دی.

د سرمقاله لیکونکي په باور، که ایران په دې اړه خپل مسؤلیت په سمه توګه ادا نه‌کړي او سم ځواب ورنه‌کړي، نو ښایي د افغانانو له‌خوا له سختو غبرګونونو سره مخ شي او په وینا یې چې دا ظلم په هېڅ وجه د بخښلو نه‌دی او ایراني لوري باید د دې پېښې په اړه عدالت پلی کړي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې د غور تېرې ورځې پېښې ته کتنه کړې.

ورځپاڼې لیکلي، د دولتي ځواکونو له لوري په معترضینو ډزې د یو ولسواک نظام د شعار خلاف عمل دی.

ورځپاڼې لیکلي، دولتي ځواکونو په نږدې ٢٠٠ کسانو چې د ډوډۍ غوښتلو لپاره راټول شوي وو پرون ډزې وکړې او یو شمېر ته‌یې مرګ‌ژوبله واړوله.

سرمقاله کې راغلي، څه موده وړاندې چې افغان ځوانان د ډوډۍ پیدا کولو لپاره ایران ته تلل د ایراني ځواکونو له‌خوا له ورته برخلیک سره مخ شول چې په باور یې دا دواړه پېښې سره ورته دي.

سرمقاله لیکونکي همدارنګه ټینګار کړی چې حکومت د دې حق نه‌لري څو له هر ډول تحقیق پرته معترضینو ته د وسله‌والو مخالفانو خطاب وکړي او هغوی هدف وګرځوي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا د مغرضو ګاونډیو تر سرلیک لاندې سرمقاله خپره کړې ده.

وړاندې په سرمقاله کې د یو شمېر رسنیو له قوله راغلي، پاکستان په افغانستان کې د لاسپوڅي او کمزوري حکومت جوړېدو په هڅو کې دی.

د سرمقاله لیکونکي په باور، نه‌یوازې پاکستان، بلکې ایران او زموږ شمالي ګاونډیان هم د افغان ولس د جهاد په برکت د خپلواکۍ خاوندان شول، خو نن دوی په دې هڅو کې دي چې په افغانستان کې خپلې ګټې څه ډول تأمین کړي.

که څه هم سرمقاله لیکونکي لیکلي دا یو طبیعي دود دی او هر هېواد ګاونډیان لري او دا یې هڅه وي چې پر هغو برلاسي وي، خو په سرمقاله کې ټینګار شوی چې افغانان نور باید د پردیو او ګاونډیانو دغه دسیسې درک کړي او پرې نږدې چې خپل هدف ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG