د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۳

پارلمان: د افغانستان ګواښونه د نړیوالو له سترګو پټ پاتې شوي


آرشیف، شماری از روزنامه های جهان
آرشیف، شماری از روزنامه های جهان
  • مېلېټري ټایمز

مېلېټري ټایمز امریکایي ورځپاڼې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

په مطلب کې راغلي، امریکایي ځواکونه داسې مهال له افغانستانه د وتلو په حال کې دي چې هغه هېواد کې لا طالبان تاوتریخوالی کوي او شونې ده چې د سولې هوکړه هم متأثره کړي.

په مطلب کې راغلي، دا مهال نږدې ۱۰ زره امریکایي عسکر افغانستان کې پاتې دي او د جون تر میاشتې به دا شمېر هم ۸۶۰۰ ته راټیټ شي.

که څه هم د امریکا دفاع وزیر ویلي، طالبان په هوکړه کې کړیو ژمنو باندې نه‌دي ولاړ، خو مېلېټري ټایمز لیکي، د امریکا او طالبانو هوکړه کې طالبان پر افغان ځواکونو له بریدونو نه‌دي منع شوي.

ورځپاڼې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر دا خبرې هم را اخیستي چې ویلي یې دي، افغان حکومت هم د سولې په برخه کې په ژمنو ولاړ نه‌دی پاتې شوی.

د مطلب په پای کې راغلي، افغان حکومت د امریکا او طالبانو د هوکړې برعکس د طالب بندیانو ازادول وځنډول چې ورسره بین‌الافغاني خبرې هم وځنډېدې.

پارلمان

له اروپا خپرېدونکې د (پارلمان) په نوم مجلې بیا د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه د اروپایي ټولنې د یوه لوړپوړي استازي جوزف بوریل مقاله خپره کړې.

په مقاله کې راغلي، په نړۍ کې د کرونا له ویجاړۍ سره د افغانستان ګواښونه د نړیوالو له سترګو پټ پاتې شوي.

د مقالې لیکوال افغانستان ته د نړیوالو په پاملرنې او د دغه هېواد د سولې بهیر په تعقیب ټینګار کړی دی.

جوزف بوریل لیکلي، د افغانستان د ناوړه وضعیت په اړه د دوی د ۲۰۱۹ کال شمېرې ټکان ورکوونکې دي.

د ده په باور تېر کال څه باندې ۱۰ زره افغانان جګړو کې وژل یا ټپيان شوي، د نړۍ په کچه دغه هېواد کې د تریاکو تولید ډېر شوی او ۳۰ زره افغانان تېر کال یوازې اروپا ته کډوال شوي دي.

په مقاله کې راغلي، د افغانستان سوله د ټولو نړیوالو مسؤلیت دی ځکه د لیکوال په باور، هلته پر طالبانو سربېره داعش او نورې وسله‌والې ډلې شته چې نورو هېوادونو ته هم ګواښ پېښولی شي.

افغانستان د پراخو طبیعي زېرمو د درلودو له کبله یو غني هېواد یادېږي، خو مقاله لیکونکي ویلي، د همدې غني هېواد وګړي اوس‌مهال غریب دي.

لیکوال له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي، دغه هېواد کې شته لاسته راوړنې باید خوندي شي او د لیکوال په ټکو، که د افغانستان په تاریخ کې نوی باب پرانیستل کېږي، اروپایي ټولنه به‌یې برخه وي، نه دا چې یوازې به د حالاتو ننداره کوي.

د مقالې په پای کې سپارښتنه شوې چې افغانستان کې درې کاره باید لومړیتوب ولري، لومړی اوربند، دوهم د اسلامي امارت د بیا جوړېدو مخنیوی او درېیم هم د افغان سیاستوالو جوړجاړی چې یو بل ته د سیاسي سیال په سترګه وګوري نه د دښمن.

XS
SM
MD
LG