د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

ټېلګراف: کرونا ویروس په خاموشۍ په افغانستان کې خپرېږي


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • ټېلګراف

ټېلګراف ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د کرونا ویروس په اړه لیکنه خپره کړې چې سرلیک‌یې دی، 'د کرونا ویروس په خاموشۍ په افغانستان کې خپرېږي.'

د ورځپاڼې په وینا، په کابل کې د ۵۰۰ کسانو په یو تصادفي ازمېښت کې څرګنده شوې ده چې له هرو درې کسانو یو یې په 'کووېډ-۱۹' ویروس اخته دی. دې شمېرو وېره او اندېښنه پیدا کړې چې ایا د افغانستان حکومت کولای شي د کرونا ویروس د نورې خپرېدا د مخنیوي لپاره پراخ اقدامات وکړي.

ټېلګراف ورځپاڼه زیاتوي، دا ازمېښت د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له‌خوا شوی دی او د دې وزارت یو چارواکي ویلي، د دې سروې پایلې د خطر زنګ کړنګولی چې خلک باید بیدار او خبر واوسي او په دې برخه کې مؤثر ګامونه پورته کړي.

ورځپاڼه وايي، افغانستان شااوخوا ۳۷ میلیونه نفوس لري او دا چې په دې هېواد کې تر اوسه په کرونا د اخته کېدو تر ۳ زرو کمې پېښې ثبت شوي، سبب‌یې دا دی چې د ډېرو کمو خلکو معاینات شوي دي.

د ۲۰۲۰ م کال له پیل څخه تر اوسه تر ۲۵۰ زرو زیات افغانان له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي، هغه هېواد چې تر څه مودې مخکې پورې په منځني ختیځ کې د کرونا ویروس مرکز و.

د هرات په ولایت کې چې له ایران سره په پوله پروت دی، ډاکتران وايي، خلک د دوی سپارښتنې او همدارنګه محدودیتونه نه‌مراعتوي او دا کولای شي، ناوړه عواقب ولري.

  • د اروپا د ژورنالیزم څار خپرونه

د اروپا د ژورنالیزم د څار خپرونې «European Journalism Observatory» په افغانستان کې د کرونا ویروس په اړه رسنیز پوښښ ته پام اړولی او لیکي، د دې موضوع د پوښښ لپاره په افغانستان کې څو نشراتي سرچینې موجودې دي.

دا خپرونه وړاندې وايي، په افغانستان کې په 'کووېډ-۱۹' ویروس د لومړني کس د اخته کېدو پېښه د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه په هرات ولایت کې ثبت شوه. پر دې ویروس اخته سړی ۲۴ کلن و او تازه له ایران څخه راستون شوی وو.

اوس په افغانستان کې پر دې ویروس د اخته کسانو رسمي شمېر د درې زرو په شااوخوا کې دی او پرې مړه شوي کسان هم د رسمي شمیرو له مخې څه کم ۱۰۰ تنه ښودل شوي دي.

د اروپا د ژورنالیزم د څار خپرونې په وینا، د دې ناروغۍ په اړه د افغانستان د خلکو او حکومت ترمنځ د اړیکو د ساتلو بېلابېلې لارې موجودې دي.

یو رسمي دولتي رسنۍ لکه ملي راډیو ټلوېزیون او باختر خبري اژانس دي. نورې هم خصوصي رسنۍ دي چې طبعاً په دې برخه کې د حکومت ناکامیو ته ګوته نیسي او خلکو ته د کرونا ویروس څخه د ځان ساتلو په برخه کې معلومات ورکوي.

خپرونه وړاندې وايي، همدا اوس په افغانستان کې له ۸۰ زیات خصوصي ټلوېزیوني شبکې، ۲۰۰ راډیوګانې او شااوخوا ۸۰۰ ورځپاڼې فعالیت کوي چې خبرونه او احصائیې یې د دولت له انحصاره ایستلي دي.

د لیکنې په وینا د افغانانو لپاره د معلوماتو بله سرچینه هم د انلاین وېب‌پاڼو او ټولنیزو رسنیو ده چې دې هم د خبرونو په رسولو کې ډېره مرسته کړې، حتی په لیرې پرتو سمیو کې خبرونه او د خلکو ستونزې یو بل او چارواکو ته رسوي.

XS
SM
MD
LG