د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

هېواد: د خلکو بې‌پروایۍ له امله به کرونا ویروس ناورین وزېږوي!


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې له افغانانو سره د ایران د سرحدي ځواکونو ناوړه چلند او په هېواد کې د کرونا ویروس په پراختیا لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې لیکلي، د ایران سرحدي ځواکونو یو ځل بیا یو تاریخي جنایت ترسره کړ او په لسګونه هغه افغانان‌یې چې په قاچاقي ډول د کار لپاره هغه هېواد ته ورتلل له وهلو او شکنجو وروسته سیند ته غورځولي دي.

وړاندې راغلي، دغه جنایت څو ترخه واقعیتونه روښانه کړل چې متأسفانه زموږ د هېواد ختیځ او لوېدیځ لور ته پراته ګاونډیانو زموږ له ولس سره په چلند کې ټول انساني او اسلامي ارزښتونه تر پښو لاندې کړي دي.

وړاندې سرمقاله لیکونکي انتقاد کړی چې په کابل کې ناست چارواکي د دولت په هغه ټیټه کنده کې پراته دي چې خپل ولس نه د جګړې له بدمرغیو ژغورلای شي، نه ورته د کار زمینه برابرولی شي او نه‌یې هم د حقوقو دفاع کولای شي او په وینا یې دوی د ګاونډیو د وحشتونو پر خلاف هېڅکله داسې ګام وانه‌خیست چې دغه وحشتونه پای ته ورسولای شي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا، که افغانانو با غروره زعامت درلودای، د ولس ګټو ته ژمن حکومت او چارواکي یې درلودای، لومړی به د ولس ځوانانو ته په کور دننه کار پیدا شوی و، دوی به نه د مدیترانې په سمندرګي کې د کبانو خوراک کېدل او نه به د ګاونډیو او نورو هېوادونو د سرحدي ځواکونو د وحشتونو نښه ګرځېدل.

  • هېواد

د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، "د خلکو د بې‌پروایۍ له امله به کرونا ویروس ناورین وزېږوي!"

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدا کچه ورځ تر بلې لوړېږی او که خلک روغتیایي خبرداری په پام کې ونه‌نیسی، نو ښایي له جګړې هم سخت انساني بحران رامنځته کړي او دې ته په کتو سره افغان حکومت د بندیزونو موده تر راروان اختره تمدید کړه.

سرمقاله کې راغلي، له بده مرغه خلک له بندیزونو سرغړونې کوي او درګرده وایي چې ګنې کرونا ویروس له سره نه‌شته!؟ په کابل کې هم سره له دې چې عمومي سړکونه بند دي، خو خلکو هېڅ قرنطین مرعات کړی نه‌دی، د کابل عامه ځایونه لکه پلخشتي جومات، میروس میدان، کمپنۍ او نور ځایونه لکه سرچوک او میوند جاده همداسې له ګڼې ګونې ډک دي، خلک هېڅ د کرونا ویروس خطر په پام کې نه‌نیسي، سره له دې چې خلک له دغه خطره خبر هم دي او هره ورځ له رسنیو اوري چې کرونا نړیوال بحران څومره وګړي وژني، خو بیا هم ولس هېڅ پام ورته نه‌کوي!؟

سرمقاله لیکونکی لیکي، منو چې ولس اقتصادی ستونزې لري، خو اقتصادي کړاو له مرګه او له سختې کرونایي ناروغۍ غوره دی.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلي، په افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو ثبت شوې شمېرې څه کم درېیو زرو ته رسېدلي دي، خو ویل کېږي چې ډېر نور کسان هم پر دغه ویروس اخته دي، خو روغتونونو ته مراجعه نه‌کوي.

سرمقاله لیکونکي پوښتنه کړې چې د کرونا او له دې امله د راپېښدونکو ستونزو د مخنیوي لپاره حکومتي تګلارې څومره مناسبې او کارنده دي؟

د سرمقاله لیکونکي په باور، تر اوسه پورې له بده مرغه هم کرونا په چټکۍ سره خپرېږي او هم د افغانستان اقتصادي حالت ورځ تر بلې خرابېږي، کاروبار او هر څه په ټپه ولاړ دي او لوږه زیاتېږي.

ورځپاڼه لیکي، د دغه حالت دوام نه‌یوازې دا چې غریب خلک له ستونزو سره مخ کړي، بلکې لا دوام‌یې متوسط اقتصاد لرونکي خلک هم له ستونزو سره مخ کوي.

XS
SM
MD
LG