د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

د نیو رېپبلک: افغانستان ته ښايي نږدې وخت کې سوله راشي


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • د نیو رېپبلک

د نیو رېپبلک مجلې چې له امریکا چاپېږي، په خپله وروستۍ ګڼه کې تر دې سرلیک لاندې چې "افغانستان ته ښايي په نږدې وخت کې سوله راشي، خو بیه به‌یې ډیموکراسي وي" یوه مفصله مقاله خپره کړې ده.

د مقالې په یوه برخه کې لیکل شوي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا حکومت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د ۲۰۱۸ میلادي کال په مني کې په دوحه کې د وسله‌والو طالبانو له استازو سره وکتل ترڅو له افغانستانه د نږدې ۱۳ زره امریکايي عسکرو د وتلو په اړه خبرې ورسره وکړي.

د نیو رېپبلک په لیکنه، د خبرو اترو تر اتو دورو وروسته، په ۲۰۱۹ میلادي کال کې چې په امریکا کې د جمهوري ریاست د ټاکنو بحثونه بیا تاوده شوو، له طالبانو سره د موافقې خبره ډېره توده شوه.

موافقه بالاخره د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ په ۲۹مه، د زلمي خلیل‌زاد او د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر، ملا عبدالغني برادر ترمنځ لاسلیک شوه.

په موافقه کې امریکا ومنله چې خپل ځواکونه به له افغانستانه باسي او په مقابل کې یې وسله‌والو طالبانو ژمنه وکړه چې له ترورېستي شبکو سره به خپل روابط پرې کوي او د افغانستان له خاورې به د امریکا د ګټو پر ضد کار نه‌اخیستل کېږي.

وسله‌والو طالبانو موافقه کړې وه چې په بین‌الافغاني خبرو کې به برخه اخلي.

له امریکا سره د موافقې له مخې، وسله‌والو طالبانو پر امریکايي ځواکونو او د ناټو پر قواوو حملې بندې کړې، خو له حکومتي ځواکونو سره‌یې جنګ روان دی.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره، شهرزاد اکبر تېر دوبی د یوه تاریخي پلاوي په تشکیل کې دوحې ته تللې وه ترڅو له طالبانو سره خبرې پيل شي.

د نیو رېپبلک د شهرزاد اکبر په حواله لیکلي: "افغانستان لاهم د افراطیت او ديموکراسۍ د ارزښتونو ترمنځ د جګړې ډګر دی."

  • فارین پالېسي

فارین پالېسي خپرونې په افغانستان کې د کرونا ویروس د وبا له کبله پر خلکو فشار او د افغانانو د کمزوري اقتصادي وضعیت په اړه مقاله خپره کړې ده.

مقاله د "افغانان د لوږې او ناروغۍ ترمنځ باید یو انتخاب وکړي" تر سرلیک لاندې خپره شوې او د حیدري په نوم د یوه ځوان کارګر د ژوند کیسه په‌کې شوې ده.

حیدري ساختماني کارونه کوي او ورځې مزد ګټي.

د فارین پالېسي په دې مقاله کې لیکل شوي چې حیدري تقریباً یوه میاشت له ځان سره په دې جنګ کې و چې د حکومت له سپارښتنې سره سم په خپل کور کې پاتې شي که د رزق ګټلو لپاره بازار ته د کار لپاره ولاړ شي.

د فارین پالېسي په لیکنه، حیدري هر سهار د ښار په منځ کې پر سړک د خلکو د مرستې لپاره لاس اوږد کړی وي او په دې ډول مخامخ په کرونا ویروس د اخته کېدو تر ګواښ لاندې دی.

هغه فارین پالېسي ته ویلي، زه په کور کې نه‌شم پاتې کېدلائ.

حیدري ویلي چې د کرونا ویروس تر خپرېدو مخکې وضعیت بدل و او ده کولائ شوی چې د خپلې کورنۍ خرڅ وباسي او کار وکړي.

د خپرونې په وینا، حیدري د هغه ښځه او پنځه ماشومان مجبور دي چې خیر ټول کړي.

د فارین پالېسي په لیکنه، د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د روژې په مبارکه میاشت کې افغانان مجبور دي چې په لوړه بیه خوراکي مواد واخلي. په مقاله کې دې ته هم اشاره شوې چې په افغانستان کې د غوړو، وریځو، اوړو او نورو موادو بیې ډېرې لوړې شوې دي.

د افغانستان حکومت ډېر واره ویلي چې مسکینانو ته به مرسته وکړي، خو په حکومت کې د فساد له کبله، مرستې تر ډېره حده غریبانو ته نه‌وررسېږي.

له دې کبله، د حیدري په څېر ډېر فقیر افغانان تر سخت فشار او فقر لاندې ژوند کوي.

فارین پالېسي خپرونه لیکي چې حیدري او کورنۍ یې د کابل په یوه زېرخانه کې ژوند کوي، دا میاشت‌یې حتی ۲۰۰۰ افغانۍ کرایه هم نه‌ده پرې کړې.

خو تېره میاشت‌يې کولائ شوی چې د ورځې ۱۵۰ افغانۍ وګټي او په اسانۍ د خپلې سړې خونې کرایه پرې کړي.

XS
SM
MD
LG