د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

ننګرهار والي: د پاکستاني روپیو بیا دودېدل نور ممکن نه دي


د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل هغه اندېښنې رد کړې چې ګوندې د خوراکي موادو د بیو لوړېدو په دې ولایت کې بیا د پاکستاني روپیو د چلند امکان پیدا کړی دی.

ښاغلي میاخیل له ازادي راډیو سره په یوه مرکه کې وویل، له پاکستاني روپیو څخه افغانیو ته د کاروبارونو له اوښتلو شپږ میاشتې تېرې شوي او په نرخو د دې کار منفي اغېز له‌منځه تللی دی.

نوموړې وویل دا نه نور په اقتصادي لحاظ ممکنه ده چې میلیاردونه پاکستانۍ روپۍ یو ځل بیا په افغانستان کې راکړې ورکړې ته داخلې شي او نه حکومت او افغانان اجازه ورکوي.

د ننګرهار والي وویل، له هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي چې د کرونا ویروس له کبله د رامنځته شوي بحران پر مهال د پاکستاني روپیو د بیا رواجېدلو لپاره په ټولنیزو رسنیو او نورو لارو کمپاین کوي.

د شاه محمود میاخېل په وینا د کرونا ویروس د ټولې نړۍ اقتصاد ځپلی او د ګاونډي پاکستان په شمول په بېلابېلو هېوادونو کې نرخونه لوړ شوي چې په ننګرهار او د افغانستان په نورو ولایتونو کې یې هم پر مارکېټونو هم اغېز څرګند دی.

په داسې حال کې چې خلک په ننګرهار کې د بیو له بې‌سارې لوړېدو شکایت کوي، ښاغلي میاخیل ډاډ ورکړ چې له سوداګرو، کورنیو تولیدوونکو او پانګه‌والو سره پرله‌پسې کار کوي او د نرخونو د کنټرول یو کمېسیون ‌یې جوړ کړی څو د خوراکي موادو په بیو کې اوسنی راغلی لوړوالی راکم شي.

د ننګرهار له والي شاه محمود میاخیل سره اجمل اند په دې مسئلو مرکه کړې او په سر کې یې ترې د خوراکي موادو د بیو د لوړوالي د سبب په اړه پوښتلي دي.

د دې مرکې اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:08:10 0:00

XS
SM
MD
LG