افغان ډاکتره محبوبا حسن د بریتانیا په رایل فري لندن روغتون کې پر اومېندوارو ښځو د کرونا ویروس اغېز په اړه څېړنې کوي.
دا د لندن په دغه مهم روغتون کې ډاکترانو ته اوونیز او میاشتني روزنیز او څېړنیز کنفرانسونه ترتیبوي او د انتاني ناروغیو د مخنیوي او درملنې د کمېټې غړیتوب لري.
ډاکتر محبوبا وايي، سره له دې چې د کرونا لپاره د واکسین پر جوړېدو جدي کار روان دی، بېلابېل درملونه ازمېښت کېږي.
عصمت څاروان له هغې سره د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره تر اوسه پورې په شویو هڅو او د دغو هڅو د بریالیتوب پر امکاناتو خبرې کړي چې په دې مرکه کې یې اورېدای شئ.
د دې مرکې اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: