افغانستان
افغانستان کې پر کورنیو کرنیزو محصولاتو ټرانسپورتي کمېشن معاف شو
د افغانستان ټرانسپورت وزارت وايي، سر له سبا له ولسوالیو نه ښارونو ته د کورنیو کرنیزو محصولاتو له لېږد څخه، ټرانسپورتي کمېشن نهاخیستل کېږي.
د ټرانسپورت وزارت سرپرست محمد یما شمس دا خبره د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۰۲» یوې خبري ناستې ته وکړه ویېویل، سره له دې چې دغه تصمیم پر ملي عوایدو اغېز کوي، خو په روانو حالاتو کې له خلکو او خصوصي سکټور سره د مرستې په خاطر نیول شوی دی.
ښاغلی شمس وايي: "اوس د افغانستان په ۳۴ ولایتونو او ټولو ولسوالیو کې، هره نقلیه واسطه چې پرته له ساختماني موادو، کرنیز او داسې نور کورني محصولات له یوې سیمې نه بلې ته انتقالوي، په مطلق ډول له ټرانسپورټي کمېشن نه معاف دي."
ښاغلي شمس وویل، د دوی د معلوماتو له مخې پخوا تر دې د افغانستان په څه کم ۲۰۰ سیمو کې د دغو توکو له لېږدوونکو وسایطو څخه پیسې اخیستل کېدې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه سره له دې چې د ټرانسپورت وزارت دغه اقدام ستايي، خو وايي که حکومت له بزګرو، باغ لرونکو او په ټوله کې تولیدوونکو ته اسانیتاوې برابرې او مرستې ورسره وکړي، هېواد به په لږه موده کې د کرنیزو محصولاتو له امله پر ځان بسیا شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
بدخشان کې مرګونې ټرافیکي پېښه؛ ۱۲ کسان مړه دي
په بدخشان ولایت کې په یوه ترافیکي پیښه کې دولس کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
په بدخشان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار ویلي چې د شنبې په ورځ یو فلانکوچ ډوله موټر په ارغنجخواه ولسوالۍ کې له سړک څخه ووت او یوې کندې ته ولوېد.
ماشومان او ښځې هم په قربانیانو کې شاملې دي.
د طالبانو د حکومت د ترافیکو ادارې ویلي چې په افغانستان کې د ترافیکي پیښو اصلي لاملونه بې احتیاطه موټر چلوونکي، د ترافیکي مقرراتو سره سم عمل نه کول، له حده زیات سرعت، له نورو موټرو څخه غیر ضروري اوښتل او د موټرو ترمنځ د خوندي واټن نه ساتل دي.
داعش د اسلام اباد د برید پړه په غاړه واخیسته
داعش خراسان څانګې په اسلام اباد کې د پروني برید مسوولیت ومانه او دا په داسې حال کې چې کابل د پاکستان دا ادعا رد کړه چې په دې برید کې افغانستان لاس درلود.
په دې حمله کې چې د جمعې د لمانځه پرمهال د اسلام اباد په لمن کې د شیعه و پر یوه جومات وشوه لږ تر لږه یو دیرش کسان وووژل شول او شاوخوا یوسل او اویا نور ټيان شول.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف تر پرونۍ حملې وروسته ادعا وکړه چې بریدګر له افغانستان سره اړیکې لري، خو کابل دا تور رد کړ.
د طالبانو دفاع وزارت وویل چې پاکستان ډیری وخت د شواهدو له وړاندې کولو پرته تر بریدونو وروسته افغانستان ملامتوي. د طالبانو دفاع وزارت په یوه بیان کې زیاته کړه چې دا ډول تورونه د پاکستان داخلي امنیتي ناکامۍ نه شي پټولی.
د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې نن د یوشمیر هغو قربانیانو د جنازې مراسم ترسره کیږي چې په پروني برید کې ووژل شول.
خلیلزاد: طالبان باید امریکایي بندیان خوشي کړي
د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې د امریکا او افغان طالبانو ترمنځ په اړیکو کې د پرمختګ مخه د بندیانو د خوشي کیدو مسالې ډب کړې ده.
زلمي خلیل زاد د هند ( این ډي ټي وي) ته وویل چې واشنګتن په افغانستان کې د لږ تر لږه دوو امریکایي اتباعو د خوشي کیدو غوښتنه کوي.
خلیلزاد له دې تلویزیون سره په مرکه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوه، زیاته کړه چې د طالبانو حکومت له داعش سره د مبارزې په برخه کې د امریکا رضایت ترلاسه کړی دی او د دوی د هڅو په لړ کې د داعش ډیر غړي له افغانستانه وتلي دي چې اوس په پاکستان کې ژوند کوي.
خلیلزاد دا یادونه هم وکړه چې په افغانستان کې د بشري حقونو او د هغو افغانانو د سیاسي رول په اړه اندیښنې په خپل ځای دي چې د طالبانو په حکومت کې نه دي.
د افغانستان په ګډون د کرکټ د نړیوال جام لوبې په هند او سریلانکا کې پیلېږي
نن د کرکټ د شل اووریزو لوبو نړیوال جام چې افغانستان هم پکې دی پیلېږي. د سږني نړیوال جام سیالۍ په هند او سریلانکا کې ترسره کېږي.
دا لړۍ په دریو لوبو پیلېږي؛ د کابل په وخت د ورځې په لسو بجو په کولمبو کې د پاکستان او هالنډ، د ماسپښین په یوه بجه په کلکته کې د سکاټلنډ او ویست انډیز او د مازیګر په ۶ بجو په مومبی کې د هند او امریکا لوبډلې لوبې سره کوي.
د افغانستان لومړۍ لوبه به سبا یکشنبې د کابل د ورځې په ۱۰ بجو له نیوزیلنډ سره د هند په چینای ښار کې وي.
په سږني جام کې ۱۶ هېوادونه په څلورو ګروپونو کې د فبروري له اوومې څخه د مارچ تر اتمې پورې سیالي کوي. افغانستان له کاناډا، نیوزیلنډ، جنوبي افریقا او متحده عربي اماراتو سره په ډي ګروپ کې دی.
اروپايي ټولنه خپل هېواد ته د هغو افغانانو د ایستلو پلان عملی کوي چې نه دي منل شوي
اروپايي ټولنه وايي، د هغو افغان وګړو د ایستلو پلان عملي کوي چې د ټولنې په غړو هېوادونو کې د استوګنې حق یې نه دی ترلاسه کړی.
د اروپايي ټولنې ویاند مارکوس لامرت اوس اوس ویلي دي چې د دې ټولنې چارواکي افغانستان ته دوه تخنیکي سفرونه وکړل څو خپل هېواد ته د افغان کډوالو د احتمالي ستنولو د تنظیم چارې وڅېړي.
د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې دې اعلان د کډوالو لپاره د ملګروملتو د لوبې کمیشنرۍ UNHCR اندېښڼې پارولې دي. د UNHCR ویاند عرفات جمال ویلي، دا د ډېرې اندېښنې وړ خبره ده ځکه داسې ښکاري چې دا پالیسي د واقعي پوهې نه بلکې د غبرګون او احساساتو پربنسټ ولاړه ده
د احصاییو له مخې په ۲۰۲۵ کال کې په اروپا کې د سیاسي پناه په غوښتونکو کې د افغانانو شمېر تر ټولو ډېر و، او له افغانانو وروسته د وینزویلا او سوریې کډوال وو.
بریښنا شرکت وايي د ازبکستان د وارداتي بریښنا پرې شوي مزي یې بېرته وصل کړي دي
د افغانستان د بریښنا شرکت وايي چې له ازبکستان څخه د وارداتي بریښنا مزي یوځل بیا وصل شوي دي.
بریښنا شرکت چې طالبان یې اداره کوي پرون وویل د ازبکستان د وارداتي بریښنا بهیر چې د پنجشنبې په ورځ د سخت توپان له کبله د تخنیکي ستونزو په نتیجه کې پرې شوی و، پرون جمعه له غرمې وروسته بېرته وصل شو.
د ازبکستان د ۲۲۰ ولټه وارداتي بریښنا مزی چې ۱۳ ولایتونو ته بریښنا ورکوي، د تاشقرغان د تنګي په سیمه کې د تخنیکي ستونزو له کبله پرې شوی و.
د ازبکستان له وارداتي بریښنا څخه تر ډېره د سمنګان، بغلان، پروان، کاپیسا، پنجشیر، کابل، ننګرهار، لغمان، لوګر، پکتیا، خوست، میدان وردګو او غزني ولایتونو اوسېدونکي کار اخلي.
افغانستان خپله د اړتیا وړ ډېره برخه بریښنا له ګاونډیو هېوادونو څخه واردوي چې جریان یې کله ناکله د تخنیکي ستونزو له کبله یا په افغانستان او یا په ګاونډیو هېوادونو کې دننه په موقت ډول پرې کېږي.
د ازبکستان د وارداتي برېښنا د لیږد مزي بیا پرې شوي؛ ګڼو سیمو کې برق نشته
د برېښنا شرکت اعلان کړی چې د ازبکستان د وارداتي برېښنا مزی یو ځل بیا د تخنیکي ستونزې له امله پرې شوی دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې دغه شرکت ویلي چې د نایب آباد - پلخمري لارې په تنګي تاشقرغان سیمه کې د برېښنا د لیږد ۲۲۰کیلو ولټه مزی شوی دی.
تر دې ستونزې وروسته، د سمنګان او بغلان ولایتونو ځینې برخې، او همدارنګه د پروان، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، میدان وردګ، غزني، ننګرهار او لغمان ولایتونو ګڼې سیمې له برېښنا بې برخې شوي دي.
د برېښنا شرکت ویلي چې تخنیکي ټیمونه د ستونزې د حل لپاره سیمې ته لیږل شوي؛ خو د سختو طوفانونو له امله، د ترمیم کار لا نه دی پیل شوی.
دا لومړی ځل نه دی چې له ازبکستان څخه وارد شوی بریښنا د واورې او طوفانونو له امله قطع کیږي.
د جنوري په وروستیو کې هم د برېښنا د لیږد مزي د درنو واورو او توپانونو په سبب پرې شوي وو.
په خوست کې د ګاز ډبې چاودنې درې ښځې وژلې دي
په خوست کې د ګاز ډبې چاودنې درې ښځې وژلي دي.
د خوست امنیتي چارواکي وایي، چې تېر ماښام د ازادۍ مینې په یو کور کې د ګاز ډبې چاودنه شوې، چې د کور درې میرمنې په کې وژل شوي او یو نارینه په کې ټپي شوی دی.
د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند طاهر احرار ازادي راډیو ته وویل، له پيښې وروسته امنیتي کسان او د اطفايې منسوبین د پيښې ځای ته د څېړنې او ژغورنې لپاره رسیدلي دي.
په افغانستان کې ډیری خلک په ژمي کې د کوټو د تودولو او پخلي لپاره د ګازو ډبې کاروي، چې د خوندیتوب د لازمو وسایلو د نشتون له کبله یادې ډبې، ځینې وختونه د اور لګیدلو او د کورنیو د غړو د مرګ ژوبلې لامل ګرځي.
د سالنګونو لار بنده شوه
د سالنګ لویه لار د موټرو پرمخ په موقتي ډول وتړل شوه.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس د پنجشنبه په ورځ ناوخته پر ایکسپاڼه ولیکل چې دا لویه لار د واورې د ورښت، توپان، د لید ساحې د محدودیت او د ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي په دلیل د هر ډول مسافر وړونکو او بار وړونکو موټر پرمخ تر بلې خبرتیا پورې تړل شوې ده.
تر تیر ماښام پورې په شمالي سالنګ کې تر څلویښت سانتي متره او په جنوبي سالنګ کې تر پنځوس سانتي مترو پورې واوره وریدلې وه چې تر دې وروسته د دې لارې د بندیدو اعلان وشو.
د سالنګ لویه لار د افغانستان له مهو لارو څخه ده چې د شمال نهه ولایتونه له مرکز او جنوب سره نښلوي.
اریانا هوایي شرکت هند ته الوتنې ډيروي
اریانا هوایي شرکت د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د کارګو او مسافرو د الوتنو شمیر زیات کړی دی.
اریانا هوایي چلند په ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې د پنجشنبې ( د جنوري ۵ مه) ولیکل چې د اوس لپاره د کابل او نوي ډیلي ترمنځ په اونۍ کې شپږ کارګو او دوه مسافر وړونکې الوتنې ترسره کیږي. په دې بیان کې دا نه دې ویل شوي چې تر دې وروسته به د دې الوتنو شمیر څومره زیاتیږي.
د اریانا هوایي شرکت په وینا، له هند سره د الوتنو له زیاتیدو سره به د افغانستان او هند ترمنځ تجارتي اړيکي پسې پراخ شي او د افغانستان صادرات به دغهَ هیواد ته ډیر شي.